Dr Zalmai Chmkanai داکتر زلمی څمکنی

Dr Zalmai Chmkanai داکتر زلمی څمکنی داخله نارغیو او د ماشومانو اختصاصی کلینک
پوپل ناصری درملتون ماموریت څلور لاری
ارزان قیمت کابل
اړیکه 0777797633

25/07/2026
20/07/2026

پوپل ناصري داکترانو مجتمع د خپل طبي کادر د پیاوړتیا په موخه، یوې متخصصې ښځینه ډاکټرې ته اړتیا لري.

شرایط:

* د اړوند تخصص معتبر سند ولري.
* مسلکي تجربه او د ناروغانو سره د ښه چلند وړتیا ولري.
* د ټیمي کار کولو روحیه ولري.

هغه محترمې ډاکټرانې چې دندې ته لېوالتیا لري، کولای شي د نورو معلوماتو او غوښتنلیک لپاره د پوپل ناصري داکترانو مجتمع ادارې سره اړیکه ونیسي
0777797633

076 608 3787

Mouth Ulcer د خولې زخمونه سه شی د د خولې زخمونه هغه کوچني یا لوی دردناک ټپونه دي چې د خولې په داخل، ژبه، شونډو یا ګومونو...
02/06/2026

Mouth Ulcer د خولې زخمونه سه شی د
د خولې زخمونه هغه کوچني یا لوی دردناک ټپونه دي چې د خولې په داخل، ژبه، شونډو یا ګومونو (Gums) کې پیدا کېږي. دا زخمونه اکثره سپین یا ژېړ رنګ لري او شاوخوا یې سوروالی وي.

اسباب Causes

د خولی زخمونو مهم علتونه:
د خولې ژوبلېدل (لکه د غاښونو برش، یا غاښ موټل)
اوStress ذهني فشار
د ویټامینونو کموالی
د معافیت سیستم کمزوري کېدل
تیز او مساله دار خوراک
ځینې دواګانې
هورموني بدلونونه په ښځو کې
ځینې ناروغۍ لکه viral infections

اعراض او علایم Symptoms

د خولې درد په ځانګړي ډول د خوراک پر وخت
سپین یا ژېړ زخمونه
د خولې سوزش
خوراک او خبرې کول سختېږي
ځینې وخت لږه تبه په شدیدو حالاتو کې

تشخیص(Diagnosis

ډاکټر اکثره د معاینې له لارې تشخیص کوي:
د خولې معاینه (Clinical examination)
که تکراري وي: د وینې ټېسټونه (B12, Iron, CBC)
کله ناکله د انتان لپاره اضافي ټېسټونه کورنۍ لارې
مالګه لرونکی اوبه Salt water rinse
یخې اوبه یا ice استعمال
نرم او غیر مساله دار خوراک

مخنیوی Prevention

متوازن غذا خوړل
دStress کمول
د خولې پاکوالی ساتل
د ویټامینونو کموالی نه پرېښودل
د تیزو او مساله دارو خوړو کمول
ښه oral hygiene

مهم ټکی

که زخمونه:
ډېر زیات وي
له 2 اونیو زیات پاتې شي
یا ډېر تکرارېږي
نو حتمي ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ځکه ځینې وختونه د نورو ناروغیو نښه هم کېدای شي.
ادرس : پوپل ناصری مجتمع داکترانو مرکز ماموریت څلور لاری ارزان قیمت کابل
ډاکټر زلمی څمکنی هضمی سیستم معده جګر زیړی او شکر داکتر
0093 7777 97 633
0093 706 204 104

د پیپسی انرژی هر بوتل ممکن د یو ساده او خوندور څښاک په څیر ښکاري، مګر د هغې دوامداره او اوږدمهاله مصرف کولی شي د بدن روغ...
28/05/2026

د پیپسی انرژی هر بوتل ممکن د یو ساده او خوندور څښاک په څیر ښکاري، مګر د هغې دوامداره او اوږدمهاله مصرف کولی شي د بدن روغتیا لپاره جدي او منفي پایلې ولري.

روغتیا اغیزې او خطرونه (د څیړنې پر بنسټ)
څیړونکي پدې باور دي چې د بورې څښاکونه په مستقیم ډول د لاندې ناروغیو سره تړاو لري:

د چاغوالي او ډیر وزن خطر زیات شوی: په دې مشروباتو کې لوړ کالوري او بوره په چټکۍ سره په بدن کې زیرمه شوي غوړ ته بدلیږي.

د شکر ناروغۍ دوهم ډول: د بورې دوامداره مصرف د حجرو د انسولین په وړاندې مقاومت رامینځته کوي.

د زړه ناروغي: ډیره بوره کولی شي د وینې فشار او خراب کولیسټرول لوړ کړي او زړه ته زیان ورسوي.

غوړ ځیګر: ځیګر اضافي بوره (په ځانګړي توګه فرکټوز) په غوړ بدلوي، کوم چې راټولیږي او د غیر الکولي غوړ ځیګر ناروغۍ لامل کیږي.

د وینې د شکر بدلونونه: د انرژۍ او د وینې د شکر ناڅاپي زیاتوالی او بیا د تیز کمښت لامل کیږي.

دمرئ سرطان څه ته وایي؟ دمري سرطان هغه سرطاني ناروغي ده چې د دمري یا ایزوپګس (Esophagus) په داخلي برخه کې رامنځته کېږي. د...
22/05/2026

دمرئ سرطان څه ته وایي؟

دمري سرطان هغه سرطاني ناروغي ده چې د دمري یا ایزوپګس (Esophagus) په داخلي برخه کې رامنځته کېږي. دمری د هاضمې د سیستم یوه مهمه برخه ده چې خواړه له خولې څخه معدې ته انتقالوي. کله چې د دمري حجرې غیرنورمال وده وکړي او سرطاني شي، نو دې حالت ته دمري سرطان ویل کېږي.
دا سرطان د ښځو په پرتله په نارینه‌وو کې زیات لیدل کېږي او د نړۍ په کچه د مړینې له مهمو سرطاني لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د مري سرطان نښې او نښانې
په لومړیو پړاوونو کې اکثره نښې نه لري، خو په پرمختللو حالاتو کې دا نښې څرګندېږي:
• د خوړو په تېرولو کې ستونزه (ډیسفجیا)
• بې‌دلیله د وزن کمېدل
• د سینې درد، فشار یا سوځېدل
• بدهضمي او د زړه سوځېدنه
• په ځینو حالاتو کې د دمري وینه‌بهېدنه

د مري سرطان ډولونه
1. ادینوکارسینوما (Adenocarcinoma):دا ډول سرطان د دمري په غدو کې پیدا کېږي او زیاتره د معدې د تیزاب د اوږدمهاله ریفلوکس له امله رامنځته کېږي. د دې نه مخکې یو حالت رامنځته کېږي چې بیرت ایزوپګس (Barrett’s esophagus) بلل کېږي، چې یو غیرسرطاني خو خطرناک حالت دی.
2. سکومس سیل کارسینوما (Squamous Cell Carcinoma):دا سرطان د دمري د داخلي پوښ حجرو څخه پیدا کېږي او زیاتره د دمري په منځنۍ یا پورته برخه کې وي. دا د نړۍ تر ټولو عام د دمري سرطان دی.

د خطر عوامل
• د معدې ریفلوکس ناروغي (GERD)
• سګرټ څښل،د الکولو استعمال ،چاغوالی،بیرت ایزوپګس
• د ګرمو خوړو او مایعاتو زیات استعمال
• د مېوو او سبزیجاتو کم استعمال
• د سینې یا دمري وړانګو (Radiation) درملنه

تشخیص
• ګاستروسکوپي: د دمري معاینه او بایوپسي اخیستل
‏• CT Scan یا PET-CT: د سرطان د خپرېدو معلومولو لپاره
• د وینې معاینات: لکه CEA او CA 19-9

درملنه: د درملنې ډول د ناروغۍ پر پړاو پورې اړه لري:
• جراحي عملیات (Esophagectomy): د دمري لرې کول،کیموتراپی او (Radiation)

نوټ: دمري سرطان یوه جدي خو د مخنیوي وړ ناروغي ده. د سالم ژوند طرز، د سګرټو او الکولو پرېښودل، او پر وخت تشخیص کولی شي د دې ناروغۍ خطر کم کړي
داکتر زلمی څمکنی دهاضمی سیستم او ځګر ناروغیو تشخیص او درملنه
عالی تحصیلات پښاور پاکستان
ادرس : پوپل ناصری مجتمع داکترانو مرکز ماموریت څلور لاری ارزان قیمت

په لويانو کې د   Crohn’s diseases or IBDد ACG لارښود مهم ټکي: وروستی لارښود چې د American College of Gastroenterology لخ...
24/03/2026

په لويانو کې د Crohn’s diseases or IBD

د ACG لارښود مهم ټکي:

وروستی لارښود چې د American College of Gastroenterology لخوا د American Journal of Gastroenterology کې خپور شوی، د Crohn ناروغۍ د مدیریت لپاره یو عصري او فعاله تګلاره وړاندې کوي.

مهم کلینیکي ټکي:

۱. دقیق تشخیص ډېر مهم دی
• کلینیکي، اندوسکوپي، رادیولوژیک او هستولوژیک موندنې سره یو ځای ارزول
• د فیکل کالپروتیکټین ټیسټ د التهابي او غیر التهابي حالاتو ترمنځ توپیر کې مرسته کوي
• د کولمو ښکېلتیا په صورت کې منظم کولونوسکوپي سپارښتنه کېږي

۲. د پرمختللې درملنې ژر پیل ښه پایلې ورکوي
• د بیولوژیک یا هدفمند درملو ژر استعمال عوارض کموي
• Anti-TNF (Infliximab, Adalimumab)، Vedolizumab، Ustekinumab او IL-23 inhibitors
د شروع او دوام لپاره اغېزمن دي
• په ځینو ټاکلو مریضانو کې Upadacitinib کارېدلی شي

۳. د دودیزو درملو محدود رول:

• د خولی لاری mesalamine د Crohn ناروغۍ لپاره سپارښتنه نه کېږي
• سټیروېډ لکه Budesonide او سیسټمیک سټیروېډونه یوازې د شروع (induction) لپاره کارېږي، نه د دوام لپاره
• دواګانې Thiopurines او methotrexate په ټاکلو مواردو کې د دوام لپاره کارېدلی شي

۴. جراحي: کله اړتیا ده؟
° د ګیډی دننه ابسه کله چې 2 سانتي متره څخه زیات وي
° فسټولا او یا هم فایبروټیک تنګوالی موجود وي
° له عملیات وروسته باید په ۶–۱۲ میاشتو کې کولونوسکوپي وشي

۵. د کرون ناروغۍ اغېزمن عوامل کنټرول کړئ لکه
• د سګرټ پرېښودل ډېر مهم دي
• د درد ضد درمل مه کاروئ
• غذا، ذهني روغتیا او سټریس ښه مدیریت کړئ

لنډه پایله (Bottom Line):
د پرمختللې درملنې ژر پیل او د هر مریض لپاره ځانګړې تداوي د Crohn ناروغۍ د کنټرول، ښه کېدو (remission) او د عوارضو مخنیوي کلیدي ټکی دی.

𝐃𝐫.
Zalmai Chamkanai داکتر زلمی څمکنی

ادرس :
پوپل ناصری داکترانو مجتمع ماموریت څلور لاری ارزان قیمت احمدشاه بابا مینه
0777797633
0706204104

شګيلوزس( Shigelosis ): د کولمو بکتريايي ناروغي ده چې د ګرام منفي Shigella بکتريا په واسطه را منځته کېږي. ملوث غذايي مواد...
23/03/2026

شګيلوزس( Shigelosis ):
د کولمو بکتريايي ناروغي ده چې د ګرام منفي Shigella بکتريا په واسطه را منځته کېږي. ملوث غذايي مواد، خرابه حفظ الصحه او مستقیم تماس يې د انتقال لارې دي.
عمده نښې نښانې:
• کاذب تغوط
• اوبلن اسهالات چې پسې وينه لرونکي اسهالات رامنځته کېږی
• د ګيډې دردونه زړه بدوالی
• د ګيډې کمپونه دګیډی پرسوب
• ستړتيا
• بې اشتها ئي
درملنه لپاره زموږ سره په اړیکه که شی
ادرس :
پوپل ناصری مجتمع داکتران مرکز ماموریت څلور لاری احمد شاه بابا مینه ارزان قیمت

داکتر زلمی څمکنی
0777797633
0706204104

Address

Bagrami

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Zalmai Chmkanai داکتر زلمی څمکنی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share