Allah is one اللهﷻ یو دی

Allah is one اللهﷻ یو دی اللهم اغفر لنا وللوالدین ولمومنین والمومنات والمسلمین والمسلیمات

30/04/2026

د مبارکې جمعې شپه ده هر یو ملګری دې درود شریف اووایي.
صلی الله علی محمد

09/04/2026

لااله الاالله وحده لا شریک له احداً صمداً لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفواً احد.

آسانه دعاء ده چې په یو ځل ویلو یې انسان ته شل لاهکه نیکۍ ور کول کېږي.

15/03/2026

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته ومغفرته،
خوږو مؤمنانو خورا قېمتي شپه ده؛ راځئ یو بل ته دعاء وکړو:

یا ارحم الرحمینه،
موږ، زموږ والدین، زموږ خواږه ملګري، درانه استادان، خواږه شاګردان، وروڼه او خوېندې، ټول اقرباء(له موږ سره چې د خپلوۍ هر رنګ اړیکه لري) او د حضرت آدم علیهم السلام له وخت تر دغه وخته چې هر څومره مسلمانان مړه دي او هغه چې لا ژوندي دي، د دغې عظیمې شپې له فیض او برکته مه محرومه کوه، الهي کریمه د ټولو په ګناهونو د محوې قلم راکښ کړه او ټول ګناهونه یې په نیکیو بدل کړه؛ ټولو ژوندیو مسلمانانو د بیا ګناه توفیق مه ورکوه، ستا په مبارک دین تر مرګه استقامت ور نصیب کړه.
اې د عرش څښتنه!
د دغې مبارکې میاشتې په طفیل دې چې د قبرونو له خاوندانو کوم عذابونه پورته کړي دي، د قیامت تر ورځې یې همداسې پورته ولرې.
زموږ ټولو وروستۍ خاتمه په دغه طیبه کلمه کړې، چې:

لااله الاالله محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم

14/03/2026

خدای جل جلاله دې وکړي چې ټول ملګري په دې مبارکو شپو ورځو کې د خپل رب جل جلاله د رضاء د لټون په پار شپه او ورځ په عبادت تېره کړي، دغه طلایي چانس خدای جل جلاله خبر چې بیا راځي.

11/03/2026

لمن الملك اليوم

تاسو کې چا وکړو؟
11/03/2026

تاسو کې چا وکړو؟

11/03/2026
11/03/2026

اللهمَّ إنَّك عفوٌّ تحب العفو فاعفُ عنَّا"🩵🌙

11/03/2026

من ربك

10/03/2026

#مناجات
توري: شکن خروټی

که لږ را سره وکاندې حساب، پروردګاره!
استغفرالله، سخت به شم خراب، پروردګاره!

د خپلو ګناهونو سمندر مې په سر واخلي
او بیا مې په ګرداب کې کړي غرقاب، پروردګاره!

شرمېږم له کراماً کاتبین ملائیکانو
په داسې کړو مې ډک کړلو کتاب، پروردګاره!

پوهېږم، ته به دا وایې چې ژوند دې څنګه تېر کړو
له ما سره له کومه شي ځواب، پروردګاره!

سکون به مې له کومه شي چې زړه مې اور اخېستی
راپرانېزه په ما د رحمت باب، پروردګاره!

په ټیټو سترګو راغلم درته نېغ کتلی نشم
ګناه رانه اخیستی ده هر تاب، پرورګاره!

#شکن تر هغو نه ځم چې قبول شم ننواتی
نیولی مې د ستا د کور محراب، پرورګاره!

Address

Faizabad
786786

Telephone

+93777702619

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Allah is one اللهﷻ یو دی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Allah is one اللهﷻ یو دی:

Shortcuts

Share

Category