Dr.M.Nasim Ahmadzai پوهنیار دوکتور محمد نسیم احمدزی

Dr.M.Nasim Ahmadzai  پوهنیار دوکتور محمد نسیم احمدزی Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.M.Nasim Ahmadzai پوهنیار دوکتور محمد نسیم احمدزی, Doctor, Gardez.

Medical Specliast
MD:Shaikh Zayed University
RMP:Hyatabad Medical Complex
PGD:Wazir M.Akbar Khan Hospital متخصص داخله عمومی, ایم ډی شیخ زاید پوهنتون , ار ایم پي حیات ابا میډیکل کمپلکس پاکستان , پي جی ډی وزیر محمد اکبر خان روغتون کابل

18/08/2025

✨ پوهنیار دوکتور محمد نسیم احمدزی ✨

⚕️ متخصص داخله عمومی

🎓 MD – شیخ زائد پوهنتون
🏥 RMP – حیات‌آباد میډيکل کمپلیکس
📚 PGD – شفاخانه وزیر محمد اکبر خان، کابل

موضوع: خولی ته د معدی د تروشو اوبو راتلل چی په طبی اصطلاح کی ورته GERD ویل کیږی .دا داسی یو حالت دی چی په هغه کی د معدی ...
07/08/2025

موضوع: خولی ته د معدی د تروشو اوبو راتلل چی په طبی اصطلاح کی ورته GERD ویل کیږی .
دا داسی یو حالت دی چی په هغه کی د معدی محتویات او تروشی اوبه مرۍ او بیا خولی ته راځي تقریباً۳۰%بالغ کسان په هفته کی يو ځل داسی حالت سره مخ کیږی .
عمده شکایت ددی مریضانو د معدی جوش یا Heart Burn او د تروشو اوبو راتلل یا Regurgitation دی .
په دی مرض کی ځینی نور شکایتونه هم موجود دی لکه د معدی او یا د نس پورتنۍ برخی دردونه , ارګی , ډوډۍ تیرولو کی ستونزی , سینی درد , وچه ټوخلی او د اواز تغیر .
تداوی او مخنیوۍ څنګه اوکړو ,
که چیرته شکایتونه ډير نه وی او خفیف اعراض ولری نو په خپل ژوند کی ځینی تغیرات باید راوستل شی .
1: سپک او نرم خواړه اوخورۍ او اسیدی غذاګانی په خوراک کی کمی او یا هیڅ ونه خوری .
2: هغه غذاګانی مه خورۍ چی سترس , بانجان , کافی او مصالحه لرونکی خواړه .
3: هغه غذاګانی مه خوری چی د خوراک برګشت مری ته زیاتوی لکه شحمی غذاوی , چاکلیټ , الکول او سګرټ څکول .
4: وزن باید کم کړۍ .
5: د ډوډۍ له خوراک څخه وروسته لږ تر لږه 3 ساعته وروسته ویده شۍ .
6: د خوب بالښت مو باید INCH 6 جګ وی تر څو د معدی محتویات مری ته رانشی .
7: په چپ اړخ څملۍ .
که له پورته لارو چارو سره سره مو بیا هم مشکل درلود نو له ډاکټر سره مشوره اوکړۍ .

لیکونکۍ: ډاکټر محمد نسیم احمدزې .

04/08/2025
د معدی زخم څه شی دی ؟د معدی د زخم اسباب څه دی ؟د معدی زخم څه اعراض لری ؟د معدی زخم د معدی او د کولمو د لومړی برخی د مخاط...
02/08/2025

د معدی زخم څه شی دی ؟
د معدی د زخم اسباب څه دی ؟
د معدی زخم څه اعراض لری ؟
د معدی زخم د معدی او د کولمو د لومړی برخی د مخاطی غشا د څیری کیدلو څخه عبارت دی او دا هغه وخت رامنځته کیږی چی کله د معدی نارمل دفاعی سیستم خراب شی او یا تهاجمی فکتورنه لکه تیزاب،پیپسین (د پروټین د هضم کولوانزایم) د خپل حد څخه زیات شی .
(اسباب)Etiology
د معدی زخم دوه عمده اسباب لری ،
1: ایچ پایلوریH-PYLORY:
2: د درد ضد درمل استعمالول
الکول ، غذایی فکتورونه ، سترس او سګرټ څکول داسی ښکاری چی د زخم سبب نشی کیدلای خو د معدی زخم نور خرابولای شی .
10-5 ٪ واقعاتو کی د معدی زخم اسباب د تیزابو زیاتوالی چی په ځینی ناروغیو کی رامنځته کیږی لکه ذولینجر، یلسون سندروم ، سایټو میګالی وایرس ،کرون ناروغی درمل او د ګردو ناروغی .
د معدی د زخم شکایتونه او نښی څه دی ؟
د معدی د ساحی درد حو دا درد ډیر شدید نه وی کله کله د جوش کیدلود لوږی د احساس ، د وزن کموالی ،د نس ګیس او دروند درد په څیر احساسیږی تقریبا 50٪ مریضانو درد له خوراک او یا د انتی اسیدو سره ارامیږی حو د بعضی مریضانو درد له خوراک سره ارتباط نلری .
دلبدی او اشتیاه له منځه تګ ،
کله کله معدی د زخم مریض له کانګو سره د وینی د راتګ څخه شکایت لری .
د معدی د زخم تداوی:
تداوی په اسبابو پوری اړه لری ،
هغه کسان چی ایچ پایلوری لری باید تداوی شی .
او هغه کسان چی د درد ضد درمل استعمالوی نو دوی باید له درملو سره پی پی ای درمل واخلی او یا داسی د درد درمل استعمال کړی چی د معدی د زخم سبب نه کیږی .
لیکونکی:پوهنیار دوکتور محمد نسیم احمدزی

30/07/2025
30/07/2025

د ملګرو په غوښتنه زمونږ د واټسف ګروپ سره وصل شۍ.

🌿 ډیپریشن – یوه ناروغي ده، نه یو ضعف 🌿✍️ لیکنه: ډاکټر محمد نسیم احمدزی---🧠 ډیپریشن کومې نښې لري؟دوامداره خپګان او زړه‌تن...
29/07/2025

🌿 ډیپریشن – یوه ناروغي ده، نه یو ضعف 🌿
✍️ لیکنه: ډاکټر محمد نسیم احمدزی

---

🧠 ډیپریشن کومې نښې لري؟

دوامداره خپګان او زړه‌تنګی

د خوب ستونزې (ډېر یا کم خوب)

ستړیا او د انرژۍ نشتوالی

د علاقې له منځه تګ په هغو شیانو کې چې پخوا خوښ و

سر درد، د معدې ستونزې او نور فزیکي دردونه

د بې ارزښته کېدو او ناامیدۍ احساس

---

💡 د ډیپریشن درملنه شونې ده!

د ډاکټر سره پر وخت مشوره کول

که اړتیا وي، د درملو منظم استعمال

رواني درملنه او مشورې (Counseling)

منظم خوب، سالم خواړه او ورزش

د کورنۍ او ملګرو ملاتړ

---

🌸 یاد ولرئ:
ډیپریشن د درملنې وړ ناروغي ده، او د هغې درملنه کول د زړورتیا نښه ده، نه د کمزورۍ.

📌 که تاسو یا ستاسو کوم خپل د ډیپریشن نښې لري، مهرباني وکړئ د خپل ډاکټر سره مشوره اوکړی.

ډاکټر محمد نسیم احمدزی

Address

Gardez
0093

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.M.Nasim Ahmadzai پوهنیار دوکتور محمد نسیم احمدزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category