𝙳𝚛 𝚂𝚑𝚊𝚏𝚒𝚚 𝙰𝚑𝚖𝚊𝚍 𝙷𝚊𝚜𝚑𝚊𝚖𝚒

  • Home
  • Afghanistan
  • Ghazni
  • 𝙳𝚛 𝚂𝚑𝚊𝚏𝚒𝚚 𝙰𝚑𝚖𝚊𝚍 𝙷𝚊𝚜𝚑𝚊𝚖𝚒

𝙳𝚛 𝚂𝚑𝚊𝚏𝚒𝚚 𝙰𝚑𝚖𝚊𝚍 𝙷𝚊𝚜𝚑𝚊𝚖𝚒 ••┈•✿ 🅢+🅚 ✿•┈••

10/09/2026

په نرم زړه ژوند وکړه؛ نړۍ له سختو زړونو ډکه ده.

◇ فڪر / Fikar ◇

رسول الله ﷺ فرمايي:ڪه غواړئ چې د اللهﷻ په دربار ڪې ځانڪَړی مقام ولرئډېر ذڪر کوی.
13/03/2026

رسول الله ﷺ فرمايي:

ڪه غواړئ چې د اللهﷻ
په دربار ڪې ځانڪَړی مقام ولرئ
ډېر ذڪر کوی.

چاغ کسان د کومو ناروغیو له لوړ خطر سره مخامخ دي؟۱. شکر ناروغي ۲. د وینې لوړ فشار ۳. د زړه ناروغۍ ۴. فالج یا دماغي سکته۵....
25/01/2026

چاغ کسان د کومو ناروغیو له لوړ خطر سره مخامخ دي؟
۱. شکر ناروغي
۲. د وینې لوړ فشار
۳. د زړه ناروغۍ
۴. فالج یا دماغي سکته
۵. د وینې لوړ کولیسټرول او ټرای‌ګلیسریډ
۶. د بندونو ناروغۍ
۷. د ځیګر غوړوالی
۸. د خوب تنفسي ستونزه
۹. د هورمونونو ګډوډي
۱۰. د هاضمې ستونزې
۱۱. د سرطان خطر زیاتېدل
۱۲. رواني ستونزې

نارمل وزن لرونکي کسان د کومو ناروغیو له خطره نسبتاً خوندي دي؟
۱. د شکر ناروغي کم خطر لري
۲. د زړه ناروغۍ کم احتمال لري
۳. لوړ فشار کم لیدل کېږي
۴. د بندونو درد کم لري
۵. د ځیګر غوړوالی کم وي
۶. د خوب ستونزې کم لري
۷. د حمل نه اخیستو خطر کم وي
۸. سرطان لږ احتمال لري
۹. د ژوند اوږد عمر امکان زیات وي
۱۰. عمومي فزیکي ځواک او فعالیت ښه وي

❤️ د “زړه تنګوالی” په طبّي مانا کې څه ته اشاره کوي؟خلک ډېر وخت وايي چې "زړه مې په تنګ ده" خو دا طبی اصطلاح نه ده بلکې یو...
16/01/2026

❤️ د “زړه تنګوالی” په طبّي مانا کې څه ته اشاره کوي؟

خلک ډېر وخت وايي چې "زړه مې په تنګ ده" خو دا طبی اصطلاح نه ده بلکې یوه تعبیر ده چې عموماً د احساساتي او رواني حالت ښکارندویي کوي. کله چې یو کس غمجن وي، ډېر فکرونه وکړي، له فشار، ستونزو یا ویرې سره مخ وي نو د زړه په برخه کې یې دروندوالی، نا آرامي، د نفس تنګوالی او یا د زړه چټک درزا محسوسېږي، نو خلک ورته د زړه تنګوالی وایي. په حقیقت کې دا ډېر ځله د اضطراب، فشار، ستړیا او کله ناکله د افسردګۍ نښه وي نه دا چې رښتیا دې زړه ناروغ شوی وي. ځینې وختونه د معدې ستونزې لکه تیزابیت او ریفلاکس هم په سینه کې داسې احساس رامنځته کوي چې خلک فکر کوي زړه یی تنګ شوی دی. البته که دا احساس د سینې شدید درد، د نفس سختوالي، بې هوښۍ یا د پښو پړسوب سره مل وي نو بیا ممکنه ده چې د زړه واقعي ستونزه موجوده وي او باید ډاکټر ته مراجعه وشي او معاینات لکه ای سي جي او ایکو وشي. خو په عمومي توګه خلک د "زړه تنګوالي" تر نامه لاندې د خپلو فکري، احساساتي او اعصابي ستونزو او رواني فشارونو یادونه کوي نه د زړه د ناروغۍ.

څنګه کولی شو اعصاب له زیانمنېدو وساتو؟
16/01/2026

څنګه کولی شو اعصاب له زیانمنېدو وساتو؟

که چېرې تاسې لاندې نښې نښانې لرئ دا معنی لري چې تاسې د انزايټي(اضطراب) په نامه ذهني ناروغي لرئ۱. فزیکي نښې:د زړه درزا زی...
28/12/2025

که چېرې تاسې لاندې نښې نښانې لرئ دا معنی لري چې تاسې د انزايټي(اضطراب) په نامه ذهني ناروغي لرئ

۱. فزیکي نښې:
د زړه درزا زیاتوالی
ساه لنډه لنډه کيدل
د خولې وچوالی
خولې کېدل
د لاسونو لړزېدل
د معدې خرابوالی یا د استفراق احساس
د عضلاتو درد

۲. ذهني نښې:
د ویرې یا اندیښنې دوامداره احساس
د منفي فکرونو زیاتوالی
د تمرکز کمزوري
د حافظې کمزوري
د نارامي احساس

۳. سلوکي نښې:
د خلکو سره د لیدو کتو نه ډډه کول
په یو ځای کېناستو یا آرام پاتې کېدو کې مشکل لرل
د خوب ګډوډي (کم خوب یا د شپې بار بار ویښېدل)
د یوې موضوع په اړه تکراري فکرونه کول

که انزایټي ستاسو ورځنی ژوند متأثر کړی وي، نو لاندې اقدامات کولای شي ستاسې سره مرسته وکړي:

۱. طبیعي حل لارې
ژوره ساه اخيستل: د ساه ژور تمرینونه (Deep Breathing) کولی شي ستاسې د آرامۍ سبب وګرځي.
منظم ورزش: فزیکي فعالیت، لکه مزل، منډه یا یوګا، د اضطراب په کمولو کې مرسته کوي.
ښه تغذیه: له کافین (چای، کافي) او بورې څخه ډډه وکړئ، او متوازنه خواړه وخورئ.
کافي خوب وکړئ: د خوب منظم مهالوېش جوړ کړئ.
ذهني تمرینونه: مراقبه (Meditation) د ذهن آرامولو کې مرسته کوي.

۲. رواني حل لارې:
د مثبت فکرونه تمرین وکړئ: د منفي فکرونو پر ځای مثبت بدیلونه پیدا کړئ.
خپلو اندېښنو ته نوم ورکړئ: کله چې اندېښنه درځي، هغه ولیکئ او تحلیل یې کړئ.
له نږدې ملګرو او کورنی غړو سره خبرې وکړئ: د خپلې اندېښنې شریکول د ارامۍ سبب کېدای شي.

۳. مسلکي مرسته:
مشاوره یا ذهني درملنه: یو روان‌شناس یا معالج ته مراجعه وکړئ.

درملنه: که انزایټي شدیده وي،په داسې حالت کې ډاکټر تاسې ته د انزايټي درمل درکوي، خو باید په ياد ولرئ چې درمل د ډاکټر له مشورې پرته ونه‌کاروئ.

26/12/2025
*کوشش وکړئ چي د خپل غم* *او د درد اثار په مخ څرګند نکړئ* *ځکه نن سبا هيچا سره* *نه احساس شته او نه ژوندي زړه !!!
15/10/2025

*کوشش وکړئ چي د خپل غم*
*او د درد اثار په مخ څرګند نکړئ*
*ځکه نن سبا هيچا سره*
*نه احساس شته او نه ژوندي زړه !!!

Address

Ghazni
Ghazni

Telephone

+93793585869

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when 𝙳𝚛 𝚂𝚑𝚊𝚏𝚒𝚚 𝙰𝚑𝚖𝚊𝚍 𝙷𝚊𝚜𝚑𝚊𝚖𝚒 posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category