Nang Curative Hospital

Nang Curative Hospital زمونږ ژمنتيا د غوره او باکیفیته صحي خدماتو وړاندې کول دي !

ګرانو هېوادوالو! د ځانګړي تخفیف زېری!ننګ معالجوي روغتون هره دوشنبه د هېوادوالو د روغتیايي خدمتونو د اسانتیا په موخه ځانګ...
23/08/2026

ګرانو هېوادوالو! د ځانګړي تخفیف زېری!

ننګ معالجوي روغتون هره دوشنبه د هېوادوالو د روغتیايي خدمتونو د اسانتیا په موخه ځانګړي تخفیفونه وړاندې کوي.

د ټولو تخصصي څانګو د متخصصو ډاکترانو فیس یوازې ۵۰ افغانۍ
په لابراتواري معایناتو کې ځانګړی تخفیف
په ایکسری او تلویزیوني معایناتو کې ځانګړی تخفیف

د روغتیايي خدمتونو له دې ځانګړي فرصت څخه ګټه واخلئ او د خپل ځان او کورنۍ روغتیا ته پر وخت پاملرنه وکړئ.

پته: جلال‌اباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ
اړیکو شمېري: 0775000959 | 0780099810

ننګ معالجوي روغتون — ستاسو د روغتیا لپاره، هر وخت ستاسو ترڅنګ.

ننګ معالجوي روغتون | د عمومي جراحي څانګهننګ معالجوي روغتون د عمومي جراحي څانګه په عصري او پرمختللو طبي وسایلو سمباله، د ...
23/08/2026

ننګ معالجوي روغتون | د عمومي جراحي څانګه

ننګ معالجوي روغتون د عمومي جراحي څانګه په عصري او پرمختللو طبي وسایلو سمباله، د مجربو او متخصصو جراحانو تر څارنې لاندې، شپه او ورځ خپلو درنو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي او جراحي خدمات وړاندې کوي.

په دې څانګه کې د لاندې ناروغیو او جراحي ستونزو تشخیص، درملنه او د اړتیا په صورت کې عملیات ترسره کېږي:

🔹 د اپنډیسیت عملیات
🔹 د صفرا کڅوړې او د صفرا تیږو عملیات
🔹 د هرنیا (فتق) عملیات
🔹 د کولمو او هاضمي جهاز جراحي ناروغۍ
🔹 د معدې او کولمو ځینې جراحي ناروغۍ
🔹 د تایرایډ غدې جراحي
🔹 د سینې او نرم انساجو جراحي
🔹 د پوستکي او لاندې نسجونو غوټې او کیسټونه
🔹 د ابسې او چرکینو پړسوبونو جراحي درملنه
🔹 د ټپونو او جراحي اړتیا وړ زخمونو درملنه
🔹 د بواسېرو او مقعد اړوند ځینې جراحي ستونزې
🔹 د کولمو د بندښت او نورو بېړنیو جراحي حالتونو درملنه
🔹 د ترافیکي او نورو پېښو له امله د جراحي ټپونو درملنه

ستاسې روغتیا زموږ لومړیتوب دی.
د دقیق تشخیص، مسلکي جراحي او د ناروغ د خوندیتوب لپاره پر وخت له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړئ.

آدرس: جلال اباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ.
د اړيکو شمېري: 0775000959/0780099810

ننګ معالجوي روغتون
مسلکي درملنه، عصري امکانات، د ناروغانو پاملرنه.

ننګ معالجوي روغتوند غوږ، پوزې او ستونې څانګهستاسو د روغتیا پاملرنه زموږ لومړیتوب دی!په ننګ معالجوي روغتون کې تاسو ته د غ...
22/08/2026

ننګ معالجوي روغتون
د غوږ، پوزې او ستونې څانګه
ستاسو د روغتیا پاملرنه زموږ لومړیتوب دی!
په ننګ معالجوي روغتون کې تاسو ته د غوږ، پوزې او ستونې د ټولو ناروغیو لپاره مسلکي معاینه، درملنه او جراحي عملیات په معیاري ډول وړاندې کېږي.
متخصص ډاکتران:
🔹 ډاکتر برات الحق برات – د ENT متخصص
🔹 ډاکتر حضرت محمد شینواری – د ENT متخصص
زموږ خدمات:
✔ د غوږ، پوزې او ستونې دقیق تشخیص
✔ پرمختللې درملنه
✔ عصري جراحي عملیات
✔ د مزمنو او حاد ناروغیو درملنه
ادرس: جلال آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ
د اړیکو شمېري: 0775000959 / 0780099810
باور، تجربه او عصري خدمات — ستاسو روغتیا زموږ ژمنتيا!

خبرتيا!د حصارک ولسوالۍ درنو ولسونو ته مهم خبر!د حصارک ولسوالۍ هغه ناروغان چې خپل معلومات یې مونږ سره ثبت کړي، ځینې داسې ...
21/08/2026

خبرتيا!
د حصارک ولسوالۍ درنو ولسونو ته مهم خبر!
د حصارک ولسوالۍ هغه ناروغان چې خپل معلومات یې مونږ سره ثبت کړي، ځینې داسې دي چې مونږ ورته زنګونه وهلي خو نه دي راغلي او د ځينو د تلیفون شمېرې د څو ځله تماس وروسته هم بند وې.
نو د حصارک ولسوالۍ ټولو هغو ناروغانو ته خبر ورکول کېږي چې د وړیا عملیات کارت لري، په لاندې شمارو دې د ننګ معالجوي روغتون د معالوماتو څانګي سره دې تماس ونيسي ترڅو ورته ياده څانګه د عملياتو لپاره ورځ مشخص کړي.
د اړيکو شمېري: 0775000959/0780099810

یادونه: که په ټاکلي وخت کې د تماس او حاضرېدو څخه پاتې شئ، وروسته د شکایت حق نه لرئ.

ننګ معالجوي روغتون
نشراتو څانګه

پته: جلال اباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ

خبرتيا!ننګ معالجوي روغتون ویاړي چې د هاضمې جهاز د ناروغیو متخصصډاکټر رنځور یار محمد اصف سرورياو ورسره معالج ډاکتر سيد جل...
20/08/2026

خبرتيا!
ننګ معالجوي روغتون ویاړي چې د هاضمې جهاز د ناروغیو متخصص
ډاکټر رنځور یار محمد اصف سروري
او ورسره معالج ډاکتر سيد جلال الدين هاشمي هره جمعه له کابل څخه جلال‌آباد ته راځي او د هاضمې جهاز اړوند بېلابېلې ناروغۍ په عصري او پرمختللو طبي وسایلو تشخیص او درملنه کوي.

زمونږ خدمات:

✔️ د پرمختللې کامرې له لارې د معدې معاینه (Gastroscopy)
✔️ کولونوسکوپي؛ د کولمو او مقعدي کانال دقیق معاینات
✔️ د هاضمې جهاز د سرطان وختي او کره تشخیص
✔️ د تور او سپین زیړي معاینات
✔️ د معدې ریفلاکس، تیزابیت او دوامدار سوځښت درملنه
✔️ د معدې زخمونه او مزمن دردونه
✔️ د معدې او کولمو وینه‌بهېدنه او التهابات
✔️ د مزمن اسهال، قبض او نورو هاضمي ستونزو تشخیص او درملنه
✔️ د ځیګر، صفرا کڅوړې او پانقراس ناروغیو معاینات او تداوي

ننګ معالجوي روغتون
ستاسو د باور وړ روغتیايي مرکز

د اړیکو شمېرې:
📞 0775000959
📞 0780099810

آدرس:
جلال‌آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ، ننګ معالجوي روغتون

خبرتيا!د ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو لړۍ په دوام؛ 16م فري کمپ.د ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو مل...
20/08/2026

خبرتيا!
د ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو لړۍ په دوام؛ 16م فري کمپ.
د ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو ملي پروګرام په دوام، د شفافې قرعه‌کشۍ له مخې د ننګرهار ولایت، شپږمي ناحي، د مولوي خالص، فاميلي د دې پروګرام شپاړسم۱٦ فري کمپ ټاکل شو.
له همدې امله د مولوي خالص فاميلو، د استاد سياف فاميلو، دولتزيو فاميلو او د هډي اخوندزاده صيب ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، هغه ناروغان چې د جراحي عملیاتو اړتیا لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله د عملیاتو توان نه لري، کولای شي د ننګ معالجوي روغتون له لوري د ۱۰۰ وړیا عملیاتونو له دې ځانګړي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د وړیا عملیاتو تخصصي څانګې:
🔹 د عمومي جراحۍ څانګه
🔹 د عصبي جراحۍ څانګه
🔹 د غوږ، پوزې او ستوني (ENT) څانګه
🔹 د سترګو ناروغیو څانګه
🔹 د هډوکو او مفاصلو (ارتوپیدي) څانګه
🔹 د نسایي او ولادي ناروغیو څانګه
آدرس: جلال اباد ښار، شپږمه ناحيه مولوي خالص فاميلي، دريمه حصه، د مولوي خالص کور
نېټه: سه‌شنبه، ۱۴۰۵/٦/۳
وخت، د سهار له اته 8:00 څخه تر ماسپښين 2:00 پوري
د ننګ معالجوي روغتون متخصص ټیم به په یاد ځای کې د ناروغانو معاینات، طبي ارزونه او د ۱۰۰ وړیا عملیاتونو لپاره د مستحقو ناروغانو ثبت او انتخاب ترسره کړي.
یادونه: دا د ننګ معالجوي روغتون د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو د ملي پروګرام شاړسم فري کمپ دې، او دا لړۍ به د پاتې ولسوالیو لپاره هم دوام ولري.
ننګ معالجوي روغتون
ستاسو د روغتیا لپاره، باوري مرکز

ننګ معالجوي روغتوند غوږ، ستوني او پوزې ناروغیو څانګه ډاکټر مسلم احمديد غوږ، ستوني او پوزې (ENT) ناروغیو متخصصتخصصي لوړې ...
20/08/2026

ننګ معالجوي روغتون

د غوږ، ستوني او پوزې ناروغیو څانګه

ډاکټر مسلم احمدي
د غوږ، ستوني او پوزې (ENT) ناروغیو متخصص
تخصصي لوړې زده‌کړې – د پاکستان هېواد څخه

اوس د هرې جمعې په ورځ په ننګ معالجوي روغتون کې په لاندې برخو کې تخصصي روغتیايي خدمات وړاندې کوي:

🔹 تخصصي خدمات:

• د غوږ، ستوني او پوزې ناروغیو تخصصي معاینه، تشخیص او درملنه
• د غوږ درد، د غوږ انتاناتو او د اورېدو د کمښت درملنه
• د پوزې بندښت، حساسیت او د پوزې اړوندو ناروغیو درملنه
• د سینوس ناروغیو تخصصي تشخیص او درملنه
• د ستوني ناروغیو او د غږ اړوندو ستونزو تشخیص او درملنه
• د غوږ، پوزې او ستوني اندوسکوپیک معاینات
• اندوسکوپیک او مایکروسکوپیک جراحي خدمات
• د سر او غاړې ناروغیو تخصصي ارزونه او درملنه
• د سر، غاړې او خولې د سرطانونو تخصصي ارزونه او جراحي درملنه
• د ناروغانو لپاره تخصصي طبي مشورې او دقیقې معاینې

د ناروغانو د کتنې ورځ: هره جمعه

که د غوږ، ستوني او پوزې له ناروغیو څخه کومه ستونزه لرئ، د دقیق تشخیص، تخصصي مشورې او مناسبې درملنې لپاره ننګ معالجوي روغتون ته مراجعه وکړئ.

د اړیکې شمېرې:
0775000959 | 0780099810

پته: جلال‌آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ

ننګ معالجوي روغتون
د معیاري، تخصصي او باوري روغتیايي خدمتونو مرکز

ننګ معالجوي روغتون – د سترګو ناروغیو څانګهستاسو سترګې، ستاسو د نړۍ رڼا ده؛ د ساتنې لپاره یې پر وخت معاینه وکړئ!د ننګ معا...
19/08/2026

ننګ معالجوي روغتون – د سترګو ناروغیو څانګه
ستاسو سترګې، ستاسو د نړۍ رڼا ده؛ د ساتنې لپاره یې پر وخت معاینه وکړئ!
د ننګ معالجوي روغتون د سترګو ناروغیو څانګه په عصري او معیاري طبي وسایلو سمبال، د تجربه‌لرونکي متخصص ډاکتر تر څارنې لاندې، د سترګو د بېلابېلو ناروغیو دقیق تشخیص، معیاري درملنه او جراحي خدمات وړاندې کوي.
👨‍⚕️ د سترګو ناروغیو متخصص ډاکتر محمد بلال اتمانزي
هره پنجشنبه او جمعه په ننګ معالجوي روغتون کې د ګرانو هېوادوالو په خدمت کې دی او لاندې خدمات وړاندې کوي:
🔹 د سترګو کمزوري او د لید ستونزې
🔹 د سترګو پردې او د موتیا (Cataract) ستونزې
🔹 د سترګو سوروالی، خارښت او التهاب
🔹 د سترګو فشار (Glaucoma)
🔹 د قرنیې او شبکیې ستونزې
🔹 د سترګو د ټپونو تشخیص او درملنه
🔹 د سترګو اړوند نورې ناروغۍ او جراحي خدمات

پته: ننګ معالجوي روغتون، جلال‌آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ

اړیکو شمېري: 0775000959 – 0780099810

روښانه لید، روښانه راتلونکی!

د فزیوتراپي څانګې د استخدام ازموینې پایلهننګ معالجوي روغتون د نارینه او ښځینه فزیوتراپیستانو د استخدام په موخه د مسلکي ک...
18/08/2026

د فزیوتراپي څانګې د استخدام ازموینې پایله

ننګ معالجوي روغتون د نارینه او ښځینه فزیوتراپیستانو د استخدام په موخه د مسلکي کادرونو د جذب پروسې په لړ کې، تېره ورځ له نوماندانو څخه مسلکي ازموینه واخیسته.

د ازموینې له بشپړې ارزونې وروسته، د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ وړ او بریالي نوماندان وپېژندل شول او د استخدام پروسه یې بشپړه شوه.

ننګ معالجوي روغتون تل هڅه کوي چې د مسلکي، وړ او ژمنو روغتیايي کادرونو په جذب سره، خپلو درنو مراجعینو ته لا غوره، معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ننګ معالجوي روغتون
د مسلکي کادرونو په مټ، د غوره روغتیايي خدمتونو مرکز.

Address

Toorkham Jalalabad Road, Rokhan Meena
Jalalabad
2601

Telephone

+93787872953

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nang Curative Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Nang Curative Hospital:

Shortcuts

Share

Category