Nang Medical Complex

Nang Medical Complex زمونږ ژمنتيا د غوره او باکیفیته صحي خدماتو وړاندې کول دي !

ننګ معالجوي روغتون | د هيلې او بيا رغونې مرکز په ننګ معالجوي روغتون کې موږ باور لرو چې درملنه يواځې دوا نه ده، بلکې د ان...
30/04/2026

ننګ معالجوي روغتون | د هيلې او بيا رغونې مرکز
په ننګ معالجوي روغتون کې موږ باور لرو چې درملنه يواځې دوا نه ده، بلکې د انسان د ذهن، فکر او ژوند بيا جوړونه ده.
🧠 د عقلي، رواني او متعادينو څانګې ناروغان زموږ په مرکز کې د يو منظم او هدفمند پروګرام له لارې:
🔹 فکري او ذهني روزنه ترلاسه کوي
🔹 ميخانیکي او عملي مهارتونه زده کوي
🔹 ديني زده کړې او اخلاقي روزنه هم ور زده کېږي
دا ټول فعاليتونه د تکړه او مجرب ټيم تر مستقيمې څارنې لاندې ترسره کېږي، چې پکې: متخصص ډاکتر جاويد خالد او مسلکي روانشناسان مهمه ونډه لري
زموږ موخه دا ده چې ناروغان يواځې درمل نه شي، بلکې: ✔️ بېرته پر ځان باور پيدا کړي
✔️ مهارتونه زده کړي
✔️ او د يو باعزته، فعال او خپلواک ژوند پر لور ستانه شي
آدرس: جلال اباد ښار، څلورمه ناحيه، روښان مېنې ته مخامخ
د اړيکو شمېري: 0775000959/ 0780099810
ننګ معالجوي روغتون — چيرې چې درملنه د هيلې سره يو ځای کېږي

د ننګ معالجوي روغتون ځانګړې خبرتیا!ګرانو هېوادوالو!سبا جمعه په ننګ معالجوي روغتون کې د هاضمې جهاز د ناروغیو متخصصډاکټر ر...
30/04/2026

د ننګ معالجوي روغتون ځانګړې خبرتیا!

ګرانو هېوادوالو!
سبا جمعه په ننګ معالجوي روغتون کې د هاضمې جهاز د ناروغیو متخصص
ډاکټر رنځور یار محمد اصف سروري
حاضر دی او ستاسو د درملنې لپاره بشپړ خدمات وړاندې کوي.

زموږ خدمات
🔸 د معدې معاینه د پرمختللې کامرې (Endoscopy) له لارې
🔸 کولونوسکوپي – د کولمو او مقعد بشپړ او دقیق معاینات
🔸 د هاضمې جهاز د سرطان وختي کشف او تشخیص
🔸 د معدې تیزابیت، ریفلاکس او سوځښت مؤثره درملنه
🔸 د معدې زخمونه او دوامدار دردونه
🔸 د معدې او کولمو وینه‌بهېدنه
🔸 د هاضمې سیستم التهابات
🔸 مزمن اسهال، قبض او نورې هاضمي ستونزې
🔸 د ځیګر او صفرا ناروغۍ
🔸 د پانقراس اړوند ستونزې

🌟 ولې ننګ معالجوي روغتون؟
✔️ پرمختللې طبي وسایل او عصري ټکنالوژي
✔️ مجرب او متخصص ډاکتران
✔️ دقیق تشخیص او معیاري درملنه
✔️ د ناروغانو لپاره باوري او خوندي چاپېریال

د اړیکو شمېرې:
📱 0775000959
📱 0780099810

پته:
جلال‌آباد ښار، څلورمه ناحیه
د روښان مېنې ته مخامخ
ننګ معالجوي روغتون

ستاسو روغتیا زموږ ژمنتیا ده!
نن تصمیم ونیسئ، سبا یې پایله ووینئ.

نن د ننګ معالجوي روغتون له لوري یو مهم علمي سمینار د عقلي، رواني او د متعادینو د واټ د برخې د تکړه روانشناس، سید مقیم صد...
29/04/2026

نن د ننګ معالجوي روغتون له لوري یو مهم علمي سمینار د عقلي، رواني او د متعادینو د واټ د برخې د تکړه روانشناس، سید مقیم صدیقي صاحب له خوا وړاندې شو.
د سمینار موضوع:
پر دماغ او بدن باندې د نشه‌یي توکو اغېزې
په دې علمي ناسته کې د روغتون مسۉل ډاکتر سفيرخان شينواري د روغتون ګڼ شمېر ډاکترانو، نرسانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و. روانشناس صدیقي صاحب د نشه‌یي توکو پر فزیکي او رواني اغېزو هر اړخیز او علمي معلومات وړاندې کړل.
هغه په خپلو څرګندونو کې روښانه کړه چې نشه‌یي توکي نه یوازې د انسان پر دماغي فعالیتونو ناوړه اغېز کوي، بلکې د بدن پر بېلابېلو سیستمونو لکه عصبي، قلبي او هاضمي سیستمونو هم جدي زیانونه اړوي. همداراز، د اعتیاد د رامنځته کېدو لاملونه، نښې نښانې او د درملنې لارې چارې یې په تفصیل سره تشریح کړې.
په سمینار کې ګډونوالو هم خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل، چې د موضوع د لا ښه وضاحت سبب وګرځېد.
دا ډول علمي پروګرامونه د روغتیايي کارکوونکو د پوهې په لوړولو او د ناروغانو د ښه درملنې په برخه کې مهم رول لري.
په پای کې، د روغتون مسۉل سفير خان شينواري د صديقي څخه او له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او د ورته علمي ناستو د دوام ژمنه یې وکړه.
په درنښت
اداره
د ننګ معالجوي روغتون

خبرتیا!ګرانو هېوادوالو!که د سترګو له هر ډول ستونزو سره مخ یاست، نو دا ښه فرصت له لاسه مه ورکوئ.ډاکټر محمد بلال اتمانزی –...
29/04/2026

خبرتیا!

ګرانو هېوادوالو!
که د سترګو له هر ډول ستونزو سره مخ یاست، نو دا ښه فرصت له لاسه مه ورکوئ.
ډاکټر محمد بلال اتمانزی – د سترګو ناروغیو متخصص
هري پنجشنبي او جمعي ورځو کې په ننګ معالجوي روغتون کې ستاسو په خدمت کې دی.

زموږ خدمات:
🔹 د نظر کمزوري (عینکو ته اړتیا او معاینه)
🔹 د سترګو درد، سوروالی او التهابات
🔹 اوبه کېدل، خارښت او حساسیت
🔹 د رڼا حساسیت (Photophobia)
🔹 د سپينې پردې (کټارکټ) عصري عملیات
🔹 د سترګو نور جراحي او تخصصي خدمات
✔️ په عصري طبي وسایل او پرمختللې ټکنالوژي
✔️ تجربه‌کار او باوري متخصص
✔️ دقیق تشخیص او اغېزمنه درملنه
✔️ د ناروغانو لپاره خوندي او معیاري چاپېریال

پنجشنبه او جمعه

آدرس:
جلال‌آباد ښار، څلورمه ناحیه
د روښان مېنې ته مخامخ
ننګ معالجوي روغتون

📞 د اړیکو شمېرې:
📱 0775000959
📱 0780099810

ستاسو د سترګو روښانتيا زموږ هدف دی!
نن مراجعه وکړئ، سبا نړۍ په روښانه سترګو ووینئ.

میاشتنی راپور۱۴۰۵/۲/۸نن د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور د ریاست په تالار کېد قرآن کریم د مبارکو آیتونو په روحاني تلاو...
28/04/2026

میاشتنی راپور
۱۴۰۵/۲/۸
نن د ننګ معالجوي روغتون میاشتنی راپور د ریاست په تالار کې
د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په روحاني تلاوت سره په رسمي ډول پیل شو.
ورپسې د روغتون مسؤل، ډاکتر سفیرخان شینواري، خپله پرانیستونکې وینا وړاندې کړه.
نوموړي د روغتون له ټولو متخصصو ډاکترانو، نرسانو، او اداري کارکوونکو څخه
د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو او صادقانه خدمتونو له امله مننه وکړه.
ډاکتر شینواري په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې:
د روغتون د پرمختګ تر ټولو ستر ځواک د ټیم یووالی، همغږي او مسلکي همکاري ده.
هغه زیاته کړه چې د ډاکترانو، نرسانو او اداري پرسونل ګډ کار
د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې بنسټیز رول لري،
او همدا منظم سیستم د دې لامل شوی چې ناروغان پر وخت او اغېزمن خدمات تر لاسه کړي.
نوموړي همدارنګه د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتو د ستر کمپ یادونه وکړه،
چې د روغتون له مهمو بشري نوښتونو څخه ګڼل کېږي،
او د بې‌وزله ناروغانو لپاره یې د درملنې یوه نوې هیله رامنځته کړې ده.
ورپسې د ننګ معالجوي روغتون سرطبیب، ډاکتر منصور احمد خیووال،
د بېلابېلو څانګو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه
هر اړخیز معلومات وړاندې کړل،
او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره یې پر لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.
په پای کې غونډه د ګډو نظریاتو، وړاندیزونو او د راتلونکو فعالیتونو د لا ښه تنظیم په موخه
په مثبتو خبرو او همغږۍ سره پای ته ورسېده.

27/04/2026

د ننګ معالجوي روغتون – د معتادینو د درملنې واټ
موږ د هیلو نوې دروازه پرانیزو!
په مسلکي ټیم، عصري طریقو او انساني چلند سره
د نشه‌يي توکو له بند څخه خلاصون د رواني او جسمي ناروغیو پوره پاملرني سره ستاسو تر څنګ ولاړ یو.
راځئ، ژوند ته بېرته نوې هیله ورکړو.

ننګ معالجوي روغتون – د غاښونو څانګهستاسو د ښکلي موسکا او سالمو غاښونو لپارهموږ درسره یو د عصري وسایلو او مجربو ډاکترانو ...
26/04/2026

ننګ معالجوي روغتون – د غاښونو څانګه

ستاسو د ښکلي موسکا او سالمو غاښونو لپاره
موږ درسره یو د عصري وسایلو او مجربو ډاکترانو په مټ!

ډاکتر فهیم الله رحيمي – د غاښونو معالج
ډاکتر ظاهر احمد شینواری – د غاښونو معالج

زموږ خدمات:

✔️ د غاښونو معاینه او تشخیص
✔️ د غاښونو پاکول او پالش (Scaling & Polishing)
✔️ د غاښونو ډکول (Filling)
✔️ د غاښونو ایستل (Extraction)
✔️ د عصاب درملنه (Root Canal Treatment)
✔️ د غاښونو سیمونه (Orthodontics)
✔️ د غاښونو سپینول (Teeth Whitening)
✔️ د غاښونو پوښ (Crown & Bridge)
✔️ ایمپلانت (Dental Implant)
✔️ د ماشومانو د غاښونو درملنه
✔️ د مصنوعي غاښونو جوړول (Dentures)

آدرس: جلال آباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ
اړیکو شمېري: 0775000959 / 0780099810

ستاسو موسکا، زموږ مسؤلیت! نن راشئ او خپل غاښونه مو مسلکي درملنه کړئ

25/04/2026

د شينوارو لويي ولسوالۍ ته د ننګ معالجوي روغتون سفري راپور

د ننګ معالجوي روغتون خبرتیا!سبا جمعه د هاضمې جهاز د ناروغیو متخصصډاکټر رنځور یار محمد اصف سروريپه ننګ معالجوي روغتون کې ...
23/04/2026

د ننګ معالجوي روغتون خبرتیا!
سبا جمعه د هاضمې جهاز د ناروغیو متخصص
ډاکټر رنځور یار محمد اصف سروري
په ننګ معالجوي روغتون کې په لاندې برخو کې د ناروغانو لپاره خدمات وړاندې کوو.
🔹 د معدې معاینه د پرمختللې کامرې (Endoscopy) له لارې
🔹 کولونوسکوپي (د کولمو او مقعد بشپړ معاینات)
🔹 د هاضمې جهاز د سرطان وختي او دقیق تشخیص
🔹 د معدې ریفلاکس، تیزابیت او سوځښت درملنه
🔹 د معدې زخمونه او مزمن دردونه
🔹 د معدې او کولمو وینه‌بهېدنه
🔹 د معدې او کولمو التهابات
🔹 مزمن اسهال، قبض او نور هاضمي ستونزې
🔹 د ځیګر ناروغۍ او د صفرا ستونزې
🔹 د پانقراس ناروغۍ
ولې ننګ معالجوي روغتون
✔️ پرمختللې وسایل او عصري ټکنالوژي
✔️ تجربه‌کار متخصص ډاکتران
✔️ دقیق تشخیص او معیاري درملنه
📞 اړیکو شمېري:
📱 0775000959
📱 0780099810
آدرس:
جلال‌آباد ښار، څلورمه ناحیه،
د روښان مېنې ته مخامخ،
ننګ معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دی!

22/04/2026

د شينوار لويي ولسوالۍ غني خيلو ته د ننګ معالجوي روغتون د فري کمپ سفر

د ننګ معالجوي روغتون له لوري د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو د لړۍ په دوام، دولسم وړیا طبي (فري) کمپ پرون د ننګرهار ولایت د شینوار...
22/04/2026

د ننګ معالجوي روغتون له لوري د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو د لړۍ په دوام، دولسم وړیا طبي (فري) کمپ پرون د ننګرهار ولایت د شینوارو لويي ولسوالۍ د غني خېلو، عیدګاه نه پاس د زیارت‌زي روغتیایي کمپلیکس کې په بریالیتوب سره ترسره شو.
په یاد فري کمپ کې د ولسوالۍ له بېلابېلو کلیو څخه سلګونو نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو پراخ ګډون کړی و. ګډونوالو ته د متخصصو ډاکترانو له لوري وړیا معاینات ترسره شول، او هغو ناروغانو چې جراحي عمليات ته يې اړتیا لرله، د وړیا عملیاتو ځانګړي کارتونه ووېشل شول.
د کمپ پرانستغونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د ننګ معالجوي روغتون رئیس، ډاکټر سفیر خان شینواري، د کمپ په موخو او بهیر هر اړخیزې خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د دې لړۍ اساسي هدف د بېوزلو ناروغانو درملنه او هغو سیمو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو رسول دي چې روغتیایي اسانتیاوې پکې محدودې دي. نوموړي زیاته کړه چې د ۲۲۰۰ وړیا عملیاتونو دا لړۍ به په شفاف، منظم او عادلانه ډول دوام ومومي.
ورپسې د غني خېلو ولسوالۍ ولسوال، محمودالحسن شهاب، په خپلو خبرو کې د روغتون د طبي ټیم هرکلی وکړ او دا ډول کمپونه یې د ولس لپاره د امید څرک وباله. هغه وویل چې دا یو ارزښتناک بشردوستانه اقدام دی چې د بېوزلو خلکو ژوند ته اسانتیا برابروي او د دې خدمتونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
همداراز د ولسوالۍ د صحت مسؤل، ډاکټر زینت الله ځیرک، د خصوصي سکتور دا ډول نوښتونه د عامې روغتیا د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او د روغتون له هڅو یې مننه وکړه.
د سیمې قومي مشرانو او ولسي استازو هم د روغتون د طبي ټیم هڅې وستایلې او دا کمپ یې د ولس لپاره یو مهم او اغېزناک خدمت وباله.
یاد وړیا طبي کمپ د خلکو له پراخ ګډون، منظم مدیریت او شفافې پروسې سره په بریالیتوب پای ته ورسېد، چې د غني خېلو ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره یې یوه مهمه روغتیایي اسانتیا برابره کړه.
آدرس:
جلال‌اباد ښار، څلورمه ناحیه، روښان مېنې ته مخامخ – ننګ معالجوي روغتون
د اړیکو شمېرې:
📞 0775000959
📞 0780099810

Address

Toorkham Jalalabad Road, Rokhan Meena
Jalalabad
2601

Telephone

+93787872953

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nang Medical Complex posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Nang Medical Complex:

Share

Category