Dr.suhrab khan shenwari

Dr.suhrab khan shenwari pediatrician and non invasive echocardiologist

20/07/2026
الحمدلله، د ژوند په مسلکي سفر کې یو نوی او ویاړلی پړاو! په ډېرې خوښۍ او د لوی الله تعالی په شکر سره غواړم له خپلو قدرمنو...
14/07/2026

الحمدلله، د ژوند په مسلکي سفر کې یو نوی او ویاړلی پړاو!

په ډېرې خوښۍ او د لوی الله تعالی په شکر سره غواړم له خپلو قدرمنو دوستانو، همکارانو او درنو هېوادوالو سره دا د خوښۍ خبر شریک کړم، چې زه ډاکټر سهراب خان شینواری د کابل صحت طفل (اندرګاندي) روغتون کې د کوچنیانو د داخله قلبي ناروغیو او ایکوکاردیوګرافي متخصص (Pediatric Echocardiologist) په توګه په نوې دنده وګمارل شوم.
دا مسؤلیت زما لپاره یوازې یوه نوې دنده نه، بلکې د مسلکي ژوند یو نوی فصل او د هېواد د ماشومانو د خدمت لپاره یو ستر امانت دی. هیله او هوډ لرم چې د خپلې مسلکي پوهې، تجربې او وړتیا په رڼا کې، په ځانګړي ډول د زړه په ناروغیو اخته ماشومانو ته، په پوره اخلاص، ژمنتیا او مسؤلیت سره خدمت وکړم.
په دې مهم پړاو کې د کابل صحت طفل روغتون له محترم ریس صیب.محترم سرطبیب ډاکټر خیبر سهاک صاحب، د کلینیک له محترم آمر ډاکټر محمدالله رسولي صاحب او د روغتون له ټولو درنو طبي او اداري پرسونل څخه د دوی د باور، ملاتړ او نیکې همکارۍ له امله د زړه له کومې مننه او قدرداني کوم.
همدارنګه له خپلو هغو نږدې او قدرمنو ملګرو څخه ځانګړې مننه کوم، چې په دې مسیر کې یې راسره اوږه په اوږه، په اخلاص او صادقانه ډول پوره همکاري کړې ده. ستاسو ملاتړ، هڅونه او نېکې هیلې زما لپاره د قدر وړ دي او هېڅکله به یې هېر نه کړم.
له لوی او مهربان الله تعالی څخه غواړم چې په دې نوي مسؤلیت کې راته د لا زیاتې پوهې، مسلکي پرمختګ او صادقانه خدمت توفیق را په برخه کړي، ترڅو د خپلو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د هېواد د ماشومانو لپاره د خدمت وسیله وګرځم.

په درنښت
ډاکټر سهراب خان شینواری
د کوچنیانو د داخله قلبي ناروغیو او ایکوکاردیوګرافي متخصص
Pediatric Echocardiologist
کابل صحت طفل (اندرګاندي) روغتون

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړهد روغتیا نړیوال سازمان (WHO...
09/07/2026

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري تولید شوي د ACCUPAQUE (Iohexol)، VISIPAQUE (Iodixanol) او OMNIPAQUE (Iohexol) انجکشني کانټراسټ درملو ځینې بېچونه د جدي کیفیتي ستونزې له امله د ناروغانو روغتیا ته خطر پېښولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د یادو درملو د ۱۰۰ ملي لیتري پلاستیکي بوتلونو په ځینو بېچونو کې فلزي ذرات موندل شوي، چې د تزریق پر مهال د وینې جریان ته د داخلېدو په صورت کې د رګونو بندښت، د تنفسي ستونزو، د زړه او دماغې سکتې، د بدن د غړو زیان او آن د ناروغ د مړینې لامل کېدای شي.
له همدې امله، له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو، تشخیصيه او رادیولوژي مرکزونو، درملتونونو، واردوونکو او اړوندو روغتیايي بنسټونو څخه غوښتنه کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبرداري کې د ذکر شویو اغېزمنو بېچونو له کارولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، موجودې زېرمې وڅېړي، د شکمنو محصولاتو له وېش او کارونې مخنیوی وکړي او د اړتیا په صورت کې یې اړوندو مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت د ناروغانو د روغتیا او خوندیتوب د خوندي کولو په موخه د دې موضوع جدي څارنه کوي او له ټولو اړوندو بنسټونو څخه غواړي چې د یادې خبرتیا له لارښوونو سره سم کړنې تر سره کړي.
یادونه: د پورته ذکر شويو درملو لېست د لاندې لېنک له لارې موندلای شئ.

https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-07/n1_2026_contrast-media_en.pdf

08/07/2026

message

روغتیايي پیغام!زکام یوه ویروسي ناروغي ده، د  مخنیوي لپاره یې لاسونه په منظم ډول ومینځئ، د ټوخي او پرنجي پر مهال خوله او ...
07/07/2026

روغتیايي پیغام!

زکام یوه ویروسي ناروغي ده، د مخنیوي لپاره یې لاسونه په منظم ډول ومینځئ، د ټوخي او پرنجي پر مهال خوله او پوزه پټه کړئ او له ناروغانو سره له نږدې تماس ډډه وکړئ؛ تر څو په دې ناروغۍ اخته نه شئ.

روغتیايي پیغام!که چېرې نس ناستی له پنځو ورځو څخه زیات دوام وکړي، ماشوم ته په دوامداره توګه مايعات ورکړئ او د ناوړه پايلو...
04/07/2026

روغتیايي پیغام!

که چېرې نس ناستی له پنځو ورځو څخه زیات دوام وکړي، ماشوم ته په دوامداره توګه مايعات ورکړئ او د ناوړه پايلو د مخنيوي په موخه يې روغتيايي مرکز ته يوسئ.

روغتیایي پیغام!رواني او ټولنیز فشارونه ناروغي نه ده، خو د یو شخص د ورځنیو فعالیتونو او چلند د ګډوډۍ لامل کېږي؛  له همدې ...
01/07/2026

روغتیایي پیغام!

رواني او ټولنیز فشارونه ناروغي نه ده، خو د یو شخص د ورځنیو فعالیتونو او چلند د ګډوډۍ لامل کېږي؛ له همدې امله د دې ستونزو د حل لپاره باید هغوی ته رواني او ټولنیزې مشورې ورکړل شي.

روغتیايي پیغام!که سترګه په چونه، تېزابو، د اور په سپرغۍ، ګاز یا نورو کیمیاوي موادو وسوځي، نو سمدستي یې په پاکو اوبو ومین...
30/06/2026

روغتیايي پیغام!

که سترګه په چونه، تېزابو، د اور په سپرغۍ، ګاز یا نورو کیمیاوي موادو وسوځي، نو سمدستي یې په پاکو اوبو ومینځئ او ناروغ ژر تر ژره د سترګو متخصص ډاکټر یا نږدې روغتیايي مرکز ته ورسوئ؛ ترڅو د جدي زیانونو او ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

روغتیايي پیغام!نشه يي توکي د انسان د روغتیا، ذهني سکون او بریالیتوب دښمن دي.
28/06/2026

روغتیايي پیغام!
نشه يي توکي د انسان د روغتیا، ذهني سکون او بریالیتوب دښمن دي.

Address

Kabul
Shahr-e Now

Telephone

+93789161621

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.suhrab khan shenwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share