Surgeon Wahid AMAN سر جن واحد امان

Surgeon Wahid AMAN سر جن واحد امان Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Surgeon Wahid AMAN سر جن واحد امان, Surgeon, Jalalabad.

د عمومى جراحى او ىورولوژي ناروغيو متخصص ( پښتورګو ، مثانى، پروستات ،ناروغىو تداوى هم په پور اطمنان سره کيږى )
General surgery and urology
Phone 0788717231

https://wa.me/message/VOZFNTLPGCWVA1

05/06/2026

👨‍⚕️ سرجن واحدالله امان
د جراحۍ عمومي او یورولوژۍ ناروغیو متخصص
🔹 د ناروغانو خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی
🔹 دقیق تشخیص او معیاري جراحي خدمات
🔹 د هرنیا، اپنډیکس، صفراوي تیږو، پروستات او ادراري سیستم ناروغیو درملنه
🔹 بیړنۍ او انتخابي جراحي عملیات
"تمرکز، دقت او تجربه؛ د بریالۍ جراحۍ بنسټ."
🏥 عباس امان روغتون
📞 0788717231

18/05/2026

یو ۶۰ کلن نارینه ناروغ چې د تریخي تیږې (Gallbladder Stones) او د صفراوي عمومي نل (CBD Stones) تیږې یې درلودې، د شدید درد، ژیړوالي او هضمي ستونزو له امله بستر شوی وو.
د ډاکټر واحدالله امان له لوري د CBD Exploration او Open Cholecystectomy عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول، چې په ترڅ کې د CBD ټولې تیږې په بشپړ ډول لرې او صفراوي جریان عادي حالت ته راوګرځول شو.
🏥 Abbas AMAN Hospital
👨‍⚕️ Dr. Wahidullah AMAN
General & Urology Specialist Surgeon
🤳 0788717231 Wahedullah Aman

16/04/2026

نن ورځ راته د ویاړ او افتخار ورځ وه! 🙏✨
ما خپل د عمومي جراحي تخصص په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

دا زما لپاره یو مهم پړاو و، او خوشحاله یم چې خپله وروستۍ دنده مې د ننګرهار خوزوي روغتون د جراحي څانګې کې ترسره کړه.

له خپل درانه او مهربانه ټیم څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې زما لپاره یې دا ښکلی او یادګاري پروګرام جوړ کړ. ستاسو ملاتړ، همکاري او مینه به هېڅکله هیره نه کړم. ❤️

هیله لرم چې په راتلونکې کې هم د خپلو خلکو د خدمت جوګه و اوسم.

په درنښت
ډاکټر واحدالله امان

01/04/2026
01/04/2026

Crohn’s Disease made easy

18/03/2026

د کوچني اختر (عیدالفطر) د مبارکۍ پیغام
درنو دوستانو او قدرمنو هيوادوالوته!
د کوچني اختر د رارسېدو په دې نیکمرغه موقع، تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. الله تعالی دې ستاسو روژې، عبادتونه او نېک عملونه قبول کړي او دا مبارکې ورځې دې د خوښۍ، سولې او برکتونو څخه ډکې وګرځوي.
هیله ده چې دا اختر زموږ تر منځ د مینې، ورورولۍ او یووالي سبب وګرځي او زموږ په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات زېری راوړي.
کوچنی اختر مو مبارک، هره ورځ مو اختر شه!
په درنښت
سرجن ډاکټر واحد الله (امان)

16/02/2026
16/02/2026

)( د نن ورځې بریالی جراحي عملیات)
الحمدلله، نن ورځ مو د يوې ۲۵ کلنې ښځينه ناروغې د ښي ګردې څخه په بریالیتوب سره ۱۲۰ دانې تيږې د جراحي له لارې وويستلې.
ناروغه د شديد درد، تکراري ادراري ستونزو او ناراحتۍ سره مخ وه. د لازمو معايناتو او دقیق تشخيص وروسته جراحي ترسره شوه چې په کاميابۍ سره پای ته ورسېده.
اوس ناروغه د ښه کېدو په حال کې ده او تر طبي څارنې لاندې ده.
👨‍⚕️ جراح: ډاکټر واحد الله امان
🏥 ژمن يو چې خپلو ناروغانو ته معیاري، مصؤن او مسلکي خدمات وړاندې کړو.
د ټولو ناروغانو لپاره د روغ صحت هيله کوو 🤲

Address

Jalalabad

Telephone

+93788717231

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Surgeon Wahid AMAN سر جن واحد امان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Surgeon Wahid AMAN سر جن واحد امان:

Shortcuts

Share

Category