Hamad Dental clinic

Hamad Dental clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hamad Dental clinic, Doctor, دریمه ناحیه چهاراهی مرستون ته نارسیده د بی بی عایشه نور نسایی ولادی شفاخانی ته مخامخ, Jalalabad.

25/01/2026
ايا د شيدو غاښونه ډکېدو ته ضرورت لري؟د ماشوم د تخریب سوو غاښونو د درملني لپاره دېر دلیلونه شتون لري!• د ماشومانو د غاښون...
22/01/2026

ايا د شيدو غاښونه ډکېدو ته ضرورت لري؟

د ماشوم د تخریب سوو غاښونو د درملني لپاره دېر دلیلونه شتون لري!

• د ماشومانو د غاښونو ډکول د عفونت د خپرېدو مخه نيسي
• د ماشوم موسکا او د غاښونو ښه حالت، د ماشوم پر ځان د باور تاثير زیاتوي.
• د شيدو غاښونه د ماشوم د دايمي غاښونو د ودې لپاره يوه بېلګه ده
• دايمي غاښونه شاید په غلط ځای کي وده وکړي او د شيدو مات سوي غاښونه د دايمي غاښونو پر وده تاثير کوي
• د شيدو غاښونه د خواړو ژوول اسانه کوي او د ماشوم په مناسب تغذيه کي رول لوبوي.
• د شيدو غاښونه د ماشوم سره په ښه خبرو کولو کي مرسته کوي
• د غاښونو د تخريب درملنه پر وخت نه کول، په ماشومانو کي د غاښونو د شدید درد لامل کيږي او د غاښونو د پړسوب/تورېدو لامل کيږي.

د غاښو د حساس_کېدو لاملونه • د تېزاب لرونکو او ترُش خواړو ډېر استعمال • د غاښونو چيچل• په غلطه طریقه د غاښونو برس کول يا...
22/01/2026

د غاښو د حساس_کېدو لاملونه

• د تېزاب لرونکو او ترُش خواړو ډېر استعمال
• د غاښونو چيچل
• په غلطه طریقه د غاښونو برس کول يا د غاښونو نامناسب برس کارول
• په مسلکي او معياري طريقو د غاښونو نه پاکول
• د اورۍ ميکروبي کېدل
• د بې کیفيته خولې مينځلو مايع کارول

د غاښو_امپلانټ وروسته اړيني لارښووني • تر امپلانټ وروسته د اول ورځي لپاره د غاښو برس څخه ډډه وکړئ• د امپلانټ ترسره کولو ...
22/01/2026

د غاښو_امپلانټ وروسته اړيني لارښووني

• تر امپلانټ وروسته د اول ورځي لپاره د غاښو برس څخه ډډه وکړئ
• د امپلانټ ترسره کولو وروسته د ۸ ساعتونو لپاره خوله مه مينځئ
• د امپلانټ وروسته د ۳ ورځو لپاره د چای او کافي څښلو څخه ډډه وکړئ
• د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو کارول ددې لامل کيږي چي د غاښو امپلانټ پروسه ناکامه کړي
• د امپلانټ څخه وروسته، د غاښونو تار او د امپلانټ غاښونو ځانګړی کریم وکاروئ
• تر امپلانټ وروسته کولای شی اوبه وڅښئ، مګر خواړه خوړل بايد د انستیزي له ختمېدو وروسته ترسره شي
• د ګرمو مايعاتو او خواړو له خوړولو ډډه وکړئ

د اميندوارۍ په دوران کي د غاښونو_او_خولې د خرابېدو مهم علتونه!د اميندوارۍ په جريان کي د اميندواره مېرمنو غاښونه د ډېرو د...
22/01/2026

د اميندوارۍ په دوران کي د غاښونو_او_خولې د خرابېدو مهم علتونه!

د اميندوارۍ په جريان کي د اميندواره مېرمنو غاښونه د ډېرو دلايلو له امله له خطر سره مخ کيږي، چي يو شمېر يې په لاندي ډول دي.

• د خواږو خوړو کارول

د اميندوارۍ په جريان کي په ځانګړې توګه په لومړيو دريو مياشتو کي، ميرمني د سخت فزيکي کمزورۍ سره مخ کيږي او ددې فزيکي کمزورۍ د جبران کولو لپاره دوی خواږه، نرم او لوړ کالوري لرونکي خواړه خوري ترڅو د دوی فزيکي کمزوري ژرترژره جبران سي. دا د غاښونو په برخه کي ثابته سوې چي نرم او خواږه خواړه د غاښونو د خرابېدو/تخریب خطر زياتوي.

• د غاښو برس نه کارول

د اميندواره مېرمنو لپاره د غاښو برس کولو ستونزمن کيږي، په دې جريان کي فزيکي کمزوري، د امينداوري مور د ژوند عادي فعاليتونه اغيزمن کوي؛ د بيلګي په توګه، د سستۍ او فزيکي کمزورۍ له امله، د پخوا په پرتله د مور لپاره د غاښو برس کول يو ستونزمن کار کيږي. له همدې امله د ميندو دغه ډله د خولې او غاښونو پاملرني ته پام نه کوي چي دا يو بل علت دی چي غاښونه له خطر سره مخ کوي. د اميندوارۍ په جريان کي د غاښونو د اناميل د خرابېدو له امله د زړه بدوالۍ رامينځته کيږي

• خواګرځۍ
بله ستوتزه د اميندوارۍ په لومړيو څو مياشتو کي د معدې د موادو بیرته راګرځېدل دي چي ډيري اميندواره ميرمني له دې ستونزو سره مخ کيږي. د معدې د موادو د بیرته راګرځېدو سره د معدې تیزاب هم خولې ته ننوځي او ددې پروسې سره د وخت په تېرېدو سره د غاښونو د تخریب احتمال ډیريږي، ځکه چي تيزابي مواد ډېر زيان رسونکي دي او غاښونو ته زيان رسولای شی

🦷 عصري تجهیزات، پاک چاپېریال او باوري علاجستاسو د غاښونو روغتیا زموږ مسؤلیت دی.
20/01/2026

🦷 عصري تجهیزات، پاک چاپېریال او باوري علاج
ستاسو د غاښونو روغتیا زموږ مسؤلیت دی.

د   (هاليټوسيس) عمده لاملونه• د غاښو خرابېدل او مکروبي کېدل • د غاښو د اورۍ ناروغي• د معدې او هضمي سيسټم ناروغي • د شکري...
20/01/2026

د (هاليټوسيس) عمده لاملونه

• د غاښو خرابېدل او مکروبي کېدل
• د غاښو د اورۍ ناروغي
• د معدې او هضمي سيسټم ناروغي
• د شکري ناروغي
• سګرېټ څکول
• د پښتورګو ناروغي

د خولې د بدبويي د له منځه وړلو له پاره بايد لومړی اصلي لامل پيدا او يا د غاښو داکټر له خوا معاينه سي. که چيري يې لامل غاښ وي، د درملني وړ دئ او کولای سی په نرم مسواک، غاښو کريم يا نورو ځانګړو لوازمو د ژبي شاتنۍ برخه پاکه کړي او يا هم د خولې پاکوونکي دوا(Mouth Wash) څخه استفاده وکړي چي د لنډ وخت له پاره د خولې بدبويي له منځه يوسي.

کاري وختونه: د سهار ۸ څخه د ماښام ۶ بجو پوري

Address

دریمه ناحیه چهاراهی مرستون ته نارسیده د بی بی عایشه نور نسایی ولادی شفاخانی ته مخامخ
Jalalabad
2601

Telephone

+93781833727

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamad Dental clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category