شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital

شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital, Medical and health, jalal abad, Jalalabad.

شفاء عظیم روغتون 🏥
باوري درملنه، سالمه ټولنه
معیاري او عصري روغتیايي خدمتونه د مجربو ډاکټرانو تر څارنې لاندې
📍 پته: مرستون څلور لارې، درېیمه ناحیه، جلال آباد، افغانستان

د شفاء عظیم روغتون نسايي ولادي څانګه!په شفاء عظیم روغتون کې د ښځینه ناروغیو، امیندوارۍ او ولادت اړوند خدمات د تجربه لرون...
07/09/2026

د شفاء عظیم روغتون نسايي ولادي څانګه!

په شفاء عظیم روغتون کې د ښځینه ناروغیو، امیندوارۍ او ولادت اړوند خدمات د تجربه لرونکو ډاکټرانو او مسلکي روغتیايي ټیم له لوري ترسره کېږي.

ډاکټره روبینا محمدي سلامزۍ، چې
د نسايي ولادي ناروغیو او الټراساونډ متخصصه ده، د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نرسانو مجرب کاري ټیم په لرلو سره د نسايي ولادي ناروغیو برخه کې ۲۴ ساعته معیاري خدمات وړاندې کوي.

خدمات:

- د امیندوارۍ معاینات او څارنه
- د ښځینه ناروغیو تشخیص او درملنه
- نورمال او جراحي ولادتونه
- د لوړخطره امیندوارۍ څارنه
- الټراساونډ معاینات
- کورنۍ پلان‌نګ او مشورې
- نسايي ولادي جراحي خدمات

د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنه زموږ لومړیتوب دی.

05/09/2026

د زړه د خلاصې جراحۍ بریالی عملیات ترسره شو!

په شفاء عظیم روغتون کې د زړه ناروغیو د متخصص ټیم له لوري د یوې مېرمنې د زړه خلاص جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو.

له عملیات وروسته ناروغه د روغتیايي ټیم تر نږدې څارنې لاندې وه او د روغتیايي وضعیت له ښه کېدو وروسته په مناسب حالت کې له روغتون څخه کور ته رخصت شوه.

شفاء عظیم روغتون اداره ویاړي، چې د زړه ناروغیو په برخه کې ګرانو هیوادوالو ته تخصصي او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

01/09/2026

د شفاء عظيم روغتون د جلدي او ښکلا څانګه!
د شفاء عظيم روغتون د جلدي او ښکلا مجهزه څانګه په عصري او پرمختللو طبي وسايلو سمبال ده، چې پکې د پوستکي، مخ او ويښتانو د بېلابېلو ناروغيو تشخيص او درملنه کېږي.په دې څانګه کې د مخ او بدن د ښکلا لپاره ځانګړي پروسیجرونه او انجکشنونه ترسره کېږي. همداراز، د مخ او بدن د اضافي ویښتانو د لرې کولو لپاره ډایوډ لیزر کارول کېږي.
د مخ د کندو او داغونو د هوارولو لپاره CO2 لیزر، د مخ د ګونځو د ختمولو او ښکلا لپاره بوټوکس او فیلر، او د ویښتانو د ودې او درملنې لپاره PRP او اېګزوزوم (Exosome) کارول کېږي.
د يادې څانګې متخصص ډاکټر هارون الرشيد حبيب هره شنبه، يکشنبه او دوشنبه د سهار له ۹ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې د ګرانو هېوادوالو په خدمت کې وي.

په شفاء عظیم روغتون کې د درې‌ګونو ماشومانو نورمال زېږونپه شفاء عظیم روغتون کې یوې مېرمنې درې‌ګوني ماشومان وزېږول؛ چې دوه...
30/08/2026

په شفاء عظیم روغتون کې د درې‌ګونو ماشومانو نورمال زېږون

په شفاء عظیم روغتون کې یوې مېرمنې درې‌ګوني ماشومان وزېږول؛ چې دوه یې هلکان او یوه نجلۍ ده.

د شفاء عظیم روغتون د نسايي ولادي څانګې متخصصې، ډاکټرې روبینا سلامزۍ، په وینا، د زېږون وروسته د مور او درې واړو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

مور او ماشومان له طبي څارنې او اړینې پاملرنې وروسته په ښه روغتیایي حالت کې له روغتون څخه رخصت او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شول.
د شفاء عظيم روغتون نسايي ولادي څانګه په پرمختللو وسايلو سمبال ده چې 24ساعته د هيوادوالو په خدمت کې ده

د مور او ماشوم خوندي روغتیا او د زېږون پر مهال مسلکي پاملرنه، د شفاء عظیم روغتون د نسايي ولادي څانګې له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

19/08/2026

د شفاء عظیم روغتون مجهز CCU څانګه!

د زړه ناروغانو لپاره پر وخت تشخیص، دوامداره څارنه او دقیقه پاملرنه ځانګړی اهمیت لري.

د شفاء عظیم روغتون CCU څانګه د هغو ناروغانو د نږدې څارنې او درملنې لپاره په اړینو طبي وسایلو او امکاناتو سمبال ده، چې د زړه د ناروغیو له امله ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

په CCU کې د ناروغانو مهمې حیاتي نښې، په دوامداره توګه د مجربو ډاکټرانو له لوري څارل کيږي څو د ناروغ په وضعیت کې د هر ډول بدلون پر وړاندې پر وخت طبي اقدام ترسره شي.

16/08/2026

ستاسو رضایت؛ زموږ د خدمت تر ټولو ستره لاسته‌راوړنه!

په شفاء عظیم روغتون کې د خدمت ارزښت د غوره درملنې ترڅنګ د ناروغانو په باور، رضایت او د هغوی د غوره پاملرنې په احساس کې نغښتی دی.

د شفاء عظیم روغتون ټول کارکوونکي هڅه کوي،چې ګرانو هیوادوالو ته د مسلکي ډاکټرانو، مجهزو طبي څانګو او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ترڅنګ، له درناوي، مهربانۍ او انساني پاملرنې ډک چاپېریال برابر کړي.

ستاسو باور زموږ د لا ښه خدمت کولو انګېزه پیاوړې کړې ده.

12/08/2026

د دماغ او عصبي سیستم روغتیا؛ دقیق تشخیص، معیاري او پر وخت درملنه!
دماغ، سردرد ،ملادرد ،د پښو دردونه او عصبي سیستم ناروغۍ ځانګړې طبي ارزونې او تخصصي پاملرنې ته اړتیا لري.
په شفاء عظیم روغتون کې د عصبي جراحۍ(Neurosurgery)متخصص ښاغلی ډاکټر عبدالواحد جبارخېل د عصبي جراحۍ اړوند ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې ګرانو هیوادوالو ته مسلکي او معیاري خدمات وړاندې کوي.
که د دماغ، ملا تیر، اعصابو یا عصبي سیستم له ناروغیو سره مخ یاست، د دقیق تشخیص او درملنې لپاره له متخصص ډاکټر ښاغلي جبارخیل سره مشوره وکړئ.

09/08/2026

ایا غواړئ د خپل زړه د روغتیا په اړه ډاډ ترلاسه کړئ؟
په شفاء عظیم روغتون کې د ایکوکاردیوګرافي (Echocardiography / Echo) متخصص ډاکټر محمد خان محسن د زړه د ناروغیو تشخیص برخه کې مسلکي معیاري خدمات وړاندې کوي.
د ایکوکاردیوګرافي له لارې د زړه د جوړښت، د پمپ کولو فعالیت، د زړه د خونو او والونو وضعیت او د زړه د حرکت په اړه مهم معلومات ترلاسه کېدای شي.
تاسو کولای شئ هره ورځ په شفاء عظیم روغتون کې په یاده برخه کې زموږ له مجرب متخصص ښاغلي محمد خان محسن څخه معیاري روغتیايي خدمات ترلاسه کړئ.
د زړه روغتیا لپاره پر وخت تشخیص او د متخصص مشوره مهمه ده.

06/08/2026

ايا️ د هډوکو او بندونو دردونو مو ورځنی ژوند اغېزمن کړی؟
که د هډوکو د بندونو او عضلاتو د دردونو پر وخت تشخیص او درملنه ونه شي، د ژوند پر کیفیت جدي اغېز کولی شي.
د خپلې او کورنۍ د روغتیا په اړه بې‌پروايي مه کوئ او په ټاکلي وخت یې درملنه وکړئ.
په شفاء عظیم روغتون کې د هډوکو، بندونو او روماتېزم ناروغیو مجرب متخصص ښاغلی ډاکټر صفي الله پسرلی د عصري طبي معیارونو له مخې د ناروغانو د تشخیص او درملنې غوره خدمتونه وړاندې کوي.

- د هډوکو ماتېدو او ټپونو ارزونه او درملنه
- د بندونو او عضلاتو د دردونو تشخیص او درملنه
- د ملا او غاړې ناروغیو ارزونه او درملنه
- د روماتېزم او ارتوپېډۍ اړوند ناروغیو تخصصي مشورې
خپلې روغتیايي ستونزې سبا ته مه پرېږدئ؛ نن له خپل متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.

Address

Jalal Abad
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share