02/08/2026
د
د اعلان شمېره: 001/2026
د اعلان نېټه: 22 /07 / 2026
د عادل شینواري ډاکترانو ډله د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ناروغانو د بیارغونې خدماتو د پیاوړتیا په موخه، یو (۱) تن مسلکي او وړ فزیوتراپست ګوماري.
د دندې معلومات
• د دندې عنوان: #فزیوتراپست (Physiotherapist)
• د بست شمېر: ۱
• د کار ځای: د شینواري عادل ډاکترانو متجمع
• د قرارداد ډول: د ادارې د پالیسۍ مطابق
• د معاش اندازه: د وړتیا، تجربې او د ادارې د معاشونو د لایحې مطابق
د دندې مسؤلیتونه
1. د ناروغانو فزیکي ارزونه او د درملنې پلان جوړول.
2. د ارتوپیدي، عصبي، ټپونو او جراحي وروسته ناروغانو فزیوتراپي ترسره کول.
3. د ناروغانو د پرمختګ ثبت او تعقیب.
4. ناروغانو او د هغوی کورنیو ته د کورني تمرینونو لارښوونه.
5. د متخصصینو او نورو روغتیايي کارکوونکو سره ګډ کار.
د ګومارنې شرایط
• د فزیوتراپي (DPT/BPT) سند له معتبرې تحصیلي مؤسسې څخه.
• لږ تر لږه یو کال کاري تجربه (تجربه لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي).
• ښه مسلکي اخلاق او د ناروغانو سره د مناسب چلند وړتیا.
• د ټیمي کار او مؤثرې اړیکې مهارت.
اړین اسناد
• غوښتنلیک
• تازه CV
• د تحصیلي اسنادو کاپي
• د تابعیت تذکرې کاپي
• د تجربې اسناد (که موجود وي)
• دوه تازه عکسونه
د انتخاب طریقه
• د اسنادو ارزونه
• لیکلې یا عملي ازموینه
• حضوري مرکه
هغه نوماند چې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي او د ادارې شرایط پوره کړي، د دندې لپاره به غوره شي.
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: 10 / 08 / 2026
دی پوست ته عکس جوړ کړه
د اړیکې معلومات:
📞 ټیلیفون: 0700601282
📧 برېښنالیک: [email protected]
📍 پته: خوشحال خان درملتون،حاجی ګل پلازا ،پښتونستان وات جلال اباد ښار
د شینواري عادل ډاکترانو متجمع د شفافیت، وړتیا او مساوي فرصتونو پر بنسټ د کارکوونکو ګومارنې ته ژمنه ده.
په درنښت