Dr Latifi

Dr Latifi Page is a treasure of information for those who seek.It contains pearls and jewels of medical knowledge that will blow your mind and bloom your � heart.

سوزش ادرار نشانه چیست؟برخلاف باور عموم، سوزش ادرار همیشه دلیل بر وجود عفونت ادراری نیست.به عنوان مثال اگر سوزش ادرار همر...
28/01/2021

سوزش ادرار نشانه چیست؟

برخلاف باور عموم، سوزش ادرار همیشه دلیل بر وجود عفونت ادراری نیست.

به عنوان مثال اگر سوزش ادرار همراه با احساس ناراحتی و درد در قسمت خارجی دستگاه تناسلی باشد، معمولا نشان‌دهنده وجود التهاب در واژن یا لب‌های ف*ج است.
یکی از علل سوزش ادرار و عفونت مثانه مقاربت است که فرد، روز یا روزهای بعد از مقاربت دچار سوزش ادرار می شود و این معمولا تکرارشونده است.

یکی از علل نادر ولی خطرناک سوزش ادرار، نوعی سرطان مثانه است که در آن معمولا به همراه سوزش ادرار، آزمایش، وجود خون در ادرار را نیز گزارش یا این که خود بیمار به چشم خود ادرار خونی را مشاهده می‌کند.

البته سوزش ادرار در زنان اغلب با تکرر ادرار و احساس فوریت در ادرار کردن همراه است.
دلایل رنگ های مختلف ادرار :

ظاهر ، بوی ادرار و تعداد دفعات رفتن به توالت، نشانه‌هایی است که از درون بدن خبر می‌دهند. هرچه می‌نوشید، از کلیه عبور می‌کند و ادرار انعکاسی از آن‌ها می‌باشد و می‌تواند زنگ خطری برای اتفاقاتی باشد که در بدن شما رخ می‌دهد.

1⃣ ادرار بی ‌رنگ:

🔸🌀اگر ادرار به بی ‌رنگی آب باشد ، مربوط به این است که آب زیادی نوشیده‌اید و به این دلیل که مثانه پر می‌شود، باید چندین بار در روز دستشویی بروید. با داشتن رنگ ادرار روشن، جای هیچ نگرانی نیست.

🔸🌀همچنین می‌تواند به علت افزایش نمک‌های فسفات در ادرار باشد.

2⃣ ادرار تیره‌ رنگ :

🔘اگر رنگ ادرار تیره باشد، به این معنی است که آب بدن کم شده است.

🔘رنگ ادرار میزان آب بدن را نشان می‌دهد. بنابراین اگر فردی ادراری تیره همراه با سردرد و سرگیجه داشته باشد، پزشک باید ادرار بیمار را چک کند تا علت کمبود آب بدن را بررسی کند. شاید هم این تیرگی رنگ مربوط به خون باشد.

3⃣ ادرار زرد روشن :

🔹🔘اگر ادرار حدوداً به رنگ نئون باشد، یک علامت هشدار دهنده می‌باشد، اما علت می‌تونه قرص مولتی ویتامین باشد. ویتامین‌های B و کاروتن به ادرار رنگ طلایی می‌دهند. نگران نباشید این رنگ ادرار به این معنی است که فرد مواد مکمل ارزشمندی را دفع می‌کند.

4⃣ ادرار نارنجی رنگ:

🔸🔘نارنجی شدن ادرار، شاید به دلیل مصرف داروها، مواد غذایی و مکمل‌هایی مانند ویتامین C، هویج و آب هویج باشد.

5⃣ ادرار قرمز رنگ :

🌀🔘اگر ادرار به رنگ قرمز یا صورتی باشد، حتما باید بررسی شود، اما لزوما به معنای وجود مشکل و بیماری خاصی نیست.

🌀🔘وجود خون یکی از شایع‌ترین دلایل قرمز شدن رنگ ادرار است؛ البته اغلب خونریزی شدید نیست و علامت دیگری ندارد.

🌀🔘عفونت ادراری، ورزش شدید، سنگ مثانه یا سنگ کلیه، بیماری‌های کلیوی و گاهی سرطان‌های کلیه یا مثانه از علل بروز چنین حالتی هستند.

🔘مصرف غذاهایی مانند لبو و تمشک نیز باعث تغییر رنگ ادرار و قرمز شدن آن می‌شود

6⃣ ادرار آبی رنگ :

🔹🔘رنگ ادرار ممکن است به رنگی مایل به سبز یا آبی هم نزدیک شود. برخی بیماری‌ها، مصرف داروها و مواد غذایی خاصی مانند مارچوبه می‌تواند موجب تغییر رنگی شود.

7⃣ ادرار خاکستری رنگ :

🔘ممکن است به علت وجود سنگ کلیه باشد.

8⃣ ادرار قهوه‌ای رنگ :

🔸🔘نشا‌ن‌دهنده سرطان لوزالمعده، بیماری کلیه، بیماری کبد و انسداد مجرای صفراوی می‌باشد.

9⃣ ادرار سیاه رنگ :

🔹🔘در فردی که مبتلا به ملانوم ( سرطان پوست ناشی از سلول‌های رنگدانه‌ای ) می‌باشد، دفع ملانین باعث سیاهی ادرار می‌شود.

🔟 ادرار ارغوانی-بنفش رنگ :

🔸🔘نشان‌دهنده اختلالات در ساختار هموگلوبین است. هموگلوبین، اکسیژن را از ریه‌ها به سلول‌های بدن و دی اکسید کربن را از سلول بدن به کلیه‌ها می‌فرستد.

1⃣1⃣ ادرار ابری ( کدر ) :

🔘نشان‌دهنده وجود چرک در ادرار و یا عفونت ادراری است. ادرار ابری، توسط بلورهای نمک اسیداوریک و یا اسیدفسفریک ایجاد می‌شود.

2⃣1⃣ ادرار قندی :

🔹🔘اگر بعد از ادرار کردن بوی قند به بینی رسید، ممکن است نشانه یک مشکل جدی در بدن باشد؛ مثل وجود قند در ادرار ؛ وجود قند خون در ادرار، یکی از نشانه‌های دیابت می‌باشد.

🔹🔘کلیه مثل یک فیلتر عمل می‌کند. اگر این فیلتر خراب شود، خیلی از مواد از آن رد شده و وارد ادرار می‌شوند.

🔹🔘اگر باردار هستید، ممکن است تغییرات در سیستم فیلتری کلیه باعث پیدایش قند در ادرار می‌شود.

3⃣1⃣ خون در ادرار :

🔸🔘در زنان جوان عفونت دستگاه ادراری یکی از عوامل آن می‌باشد.

🔸🔘وجود خون در ادرار ممکن است توسط زخم و یا پارگی ( به دلیل انجام ورزش‌های شدید ) ایجاد گردد. اگر این حالت تا 24 ساعت ادامه داشته باشد، باید به پزشک مراجعه کنید.

🔸🔘وجود خون در ادرار می‌تواند به علت سنگ کلیه، عوارض جانبی داروی رقیق کننده خون ( مانند وارفارین ) یا درمان با آسپیرین ایجاد شود.

🔸🔘در ادرار مردان بالای 50 سال، به دلیل بزرگ شدن غده پروستات خون وجود دارد.

🔸🔘التهاب کلیه‌ها پس از عفونت‌های ویروسی یا باکتریایی، یکی از علل عمده وجود خون در ادارار کودکان است.

🔸🔘یکی از علل وجود خون در ادرار انجام ورزش‌های شدید است.

________________________________

0788880222
0798880222
ادرس:

‌‌‌‌‌‌ډاکټر_احمد_وليد_لطيفى_تشخيصه_کلينيک
________________________________

د کرونا وايرس عمومی نښي:تبه ۷۸٪توخي ۵۷٪کسالت ۳۱٪د بوي کولو حس له منځه تلل ۲۵٪په ساه اخيستلو کي ستونزه ۲۳٪لرزه ۱۸٪ځان درد...
05/01/2021

د کرونا وايرس عمومی نښي:
تبه ۷۸٪
توخي ۵۷٪
کسالت ۳۱٪
د بوي کولو حس له منځه تلل ۲۵٪
په ساه اخيستلو کي ستونزه ۲۳٪
لرزه ۱۸٪
ځان درد ۱۷٪
ويزنګ (د سيني غير نورمال غږ) ۱۷٪
سردرد ۱۳٪
ستوني درد ۱۲٪
د مفاصلو درد ۱۱٪
تشويش ۱۱٪
ګنګسیت ۱۱٪
اسهالات ۱۰٪

لطيفي د ډاکترانو مجتمع لخوا د مجربو او مسلکي نارینه او ښځینه ډاکترانو لخوا د لاندي ناروغيو دقیق تشخيص او درملنه ترسره کې...
05/11/2020

لطيفي د ډاکترانو مجتمع لخوا د مجربو او مسلکي نارینه او ښځینه ډاکترانو لخوا د لاندي ناروغيو دقیق تشخيص او درملنه ترسره کېږي.
۱. د معدې ايچ پايلوري
۲. د شکر ناروغي
۳. د ويني لوړ فشار
۴. نسايي ولادي ناروغي
۵. د ماشومانو ناروغي
۶. نارينه جنسي او جسمي کمزوري.

ځانګړنې:
۱. مجهز طبي لابراتوار
۲. با کيفيت درمل
۳. د ډاکترانو فيس وړيا
۴. د التراساونډ فيس سل ۱۰۰ افغاني

پته:
د جلال آباد ښار، دريمه ناحیه د پوهنتون تدريسي روغتون شاته مخ په قبلی غزيدلې سرک د اربابانو کلي، اربابا درملتون.

27/03/2020

کرونا را جدی بگیرید.

راه های پیش گیری از ویروس کرونا!
24/02/2020

راه های پیش گیری از ویروس کرونا!

🚨 خبر عاجل!متاسفانه اولین واقعهٔ ویروس کرونا در هرات ثبت شد.حالا این تهدید بزرگ جهانی گریبان ما را نیز گرفت.لطف نموده نک...
24/02/2020

🚨 خبر عاجل!
متاسفانه اولین واقعهٔ ویروس کرونا در هرات ثبت شد.
حالا این تهدید بزرگ جهانی گریبان ما را نیز گرفت.

لطف نموده نکات لازم ذیل را برای وقایه از این ویروس مراعات نمائید.
۱- هنگام احوال پرسی با دیگران فاصله را مراعات نموده و از دست دادن و تماس نزدیک به یکدیگر اجنتاب نمائید.
۲- از ماسک های محافظتی مخصوصا بیرون از منزل استفاده نمائید.
۳- هنگام سرفه و عطسه در صورت نبود ماسک آرنج تانرا مقابل دهن و بینی تان بگیرید تا از انتشار قطرات تنفسی به محیط جلوگیری شود.
۴- دستان تان را بصورت منظم با آب پاک و صابون و یا مایع تعقیم کننده پاک نگهدارید.
۵- از دست زدن به چشم ها، بینی و دهن تان جلوگیری کنید.
۶- در طول روز مایعات کافی بنوشید.
۷- از تماس با حیوانات خودداری نمائید.
۸- گوشت و تخم مرغ را بصورت درست پخته نمائید.
۹- از افرادی که اعراض و علایم ریزش مثل سرفه و عطسه دارند دور باشید.
۱۰- در صورت پیدا کردن تب، عطسه و سرفه، گلودردی، مشکل در تنفس و آبریزی از بینی به مراکز صحی مراجعه نموده و با استفاده از ماسک مصؤنیت پرسونل صحی را نیز مدنظر بگیرید.

۱۱- تا حد توان این پوست را شریک سازید!

توصيه هاي در مورد رژيم غذاييمبتلايان به امراض قلبي.1-رسیدن به وزن نرمال:بر اساس مطالعات افراد دارای چربی اضافه(بخصوص در ...
07/02/2020

توصيه هاي در مورد رژيم غذايي
مبتلايان به امراض قلبي.
1-رسیدن به وزن نرمال:بر اساس مطالعات افراد دارای چربی اضافه(بخصوص در ناحیه شکم) بیش از دیگران به بیماری قلبی دچار می شوند .افزایش وزن منجر به بالا رفتن بار قلب ،افزایش کلسترول و بالا رفتن فشار خون و کاهش HDL خواهد شد . هم چنین چاقی خطر بروز دیابت را نیز افزایش می دهد.
2-مصرف نان سبوس دار و غلات کامل:بر اساس کالری مورد نیاز از انواع نان سبوس دار (بربری ،سنگک،نان جو)وغلات کامل(عدس ،لوبیا،نخود،...)استفاده کنید و از مصرف چیپس،پفک،بیسکویت های چرب و نان خامه ایی پرهیز کنید.
3- مصرف سبزی ها:مصرف انواع سبزیجات برگ سبز وتیره (انواع کلم ها،کاهو،فلفل دلمه ایی،هویج)در برنامه روزانه خود بگنجانید.
4- مصرف میوه ها: مصرف روزانه منابع فیبر محلول (پکتین)همچون سیب،مرکبات،توت فرنگی در کاهش کلسترول خون بسیار مفید خواهد بود.
5- مصرف فراورده های لبنی : باید از لبنیات کم چرب استفاده کنید ،و ممصرف فرآورده هایی همچون کره،سرشیر،خامه را از لیست غذایی خود حذف نمایید.
6- مصرف سفیده تخم مرغ محدودیتی ندارد اما زرده بدلیل کلسترول بالا نباید بیش از 2عدد در هفته مصرف گردد.
7-گوشت ها: حتی الامکان از گوشت های سفید(مرغ-ماهی)استفاده نمایید.پنیر مصرفی نیز باید از نوع کم نمک وکم چرب باشد.
8- روغن ها : مصرف روغن جامد (به دلیل رسوب در دیواره شریان) ،سس‌های چرب وکره گیاهی (به دلیل اسیدهای چرب ترانس) اکیدا ممنوع می باشد.بهترین روغن مصرفی برای این گروه سویا،افتابگردان،زیتون و کانولا می باشد .
9- نمک : مصرف بی رویه نمک موجب افزایش فشار خون و بالا رفتن فشار وارده بر قلب ،کلیه ها و تمام اعضای بدن خواهد شد.
10- ورزش : به منظور بهبود وضعیت قلبی و کاهش وزن مطلوب علاوه بر برنامه غذایی متعادل ،داشتن برنامه ورزشی منظم(30دقیقه در روز)مفید میباشد.
11-مصرف قند و شکر ،عسل،خرما و تمام موا شیرین و نشاسته ایی باید کنترل شود چرا که شیرینی زیا موجب چاقی و افزایش تری گلیسرید خون و بیماری دیابت خواهد شد.
12 مصرف ادویه جات تند مثل فلفل تند،مواد کافیین دار مثل قهوه و شکلات و چای غلیظ می توانند تعداد ضربان قلب را افزایش دهند ،بنابراین در مصرف انها باید اعتدال را رعایت کرد.
13- بهتر است روش پخت تمام مواد غذایی به صورت آبپز و کبابی باشد.
صحتمندي شما آرزوي ماست.

په خوب کې د تګ، غږیدا، شخوند وهنې لاملونه او درملنهپه خوب کې تلل یوه لویه ستونزه ده چې په خوب کې ځينې کسان تګ پيل کوي، م...
22/01/2020

په خوب کې د تګ، غږیدا، شخوند وهنې لاملونه او درملنه

په خوب کې تلل یوه لویه ستونزه ده چې په خوب کې ځينې کسان تګ پيل کوي، ماشوم له خپلې بسترې یا د خوب له ځای څخه پاڅيږي او پرته له دې چې وپوهیږي په شخوند وهلو، ډوډۍ خوړلو او تللو باندې پيل کوي.

کله چې ماشوم له خوب څخه پاڅيږي د دې صحنې یې هیڅ هم نه وي په یاد او له خپل کار څخه هیڅ خبر نه وي، دا کړنه په خوب کې له خبرو کولو وروسته پيل کیږي او کله چې ماشوم ښه کلک ویده کیږي یو یا دوه ساعته وروسته په دې کار لاس پورې کوي.

په خوب کې د تلونکو نښې:

کله چې ماشوم په بشپړه توګه ویده شي یو ځلې را پاڅيږي او په دې وخت کې ډير کرار کرار ځینې حرکتونه اجرا کوي، کیدی شي خپلې پیښې او لاسونه په پرلپسې توګه وخوځوي، کیدی شي د ماشوم سترګې بیخي پرانیستلې وي، ان تر دې چې کله کله کیدی شي سترګې هم ورپوي، ځينې وخت ماشوم په خوب کې له خوبه پاڅيږي او په خونه کې ګرځي او له څه کولو پرته بیرته خپلې بستري ته ځي، ځينې وخت کیدی شي چې ماشوم دا ډول کارونه په کراره وکړي او ان تر دې چې د خونې ور هم خلاص کړي ولې پام مو وي چې ماشوم په خپل واک کې نه دی او په خپلو کړو وړو قادر نه دی.

په خوب کې د تللو لاملونه او خطرونه:

څيړنې ښيي چې ۱۵ سلنه ماشومان له پنځه کلنۍ څخه تر پنځلس کلنۍ پورې له دې ستونزې سره مخ کیږي او شپږ سلنه یې یو ځلې په بستره کې له خوبه را پاڅيږي، دا کړنه د نجونو په پرتله په هلکانو کې ډيره وي، ډيری ځلې داسې هم پيښيږي چې ماشوم په یو ډول پریښانه او ستړي کونکي خوب اخته دی، چې کیدی شي دا ارثي ګډوډۍ وبولو، له لسو تر شلو سلنو پورې کیدی شي دا کرونۍ او ارثي پیښه وبولو، خو که دا پيښه له نهه کلني وروسته پيل شي کیدی شي دا چار د بلوغ په دوره کې هم دوام وکړي. او په دې برخه کې یې باید درملنه وشي، دلته ځينې لاملونه کیدی شي په ګوته کړو:

۱-بې خوبي

۲-د خوب لپاره نا منظمه برنامه

۳-د لوړې او ډيرې تبې لرل

۴-د ځينو درملو ډير خوراک

۵-د مثانې ډکوالی

۶-د ګڼې ګوڼې او له ږغونو ډک ځای کې څملاستل

په خوب کې ګرځيدا په ماشومانو کې بیلابیلو انواع لري، ډيری ماشومان چې له ټولینزو تغیراتو سره مخ کیږي د شپې په خوب کې دا چار ترسره کوي، او به خوب کې ګرځي، خبرې کوي، او شخوند وهي. په داسې وخت کې د ماشوم دا کړنه دومره جدي، مهمه او د اندیښنې وړ نه ده، او په چټکتیا سره د سټرس تر کمیدو وروسته دا چار کمیږي. د دې ماشومانو مور او پلار باید متوجه وي چې ماشوم یې په خوب کې ځان خوږ نکړي او د کومې بدې پیښې ښکار نه شي. ځينې ماشومان په میاشت کې یو ځلې یا هم څو ځلې په خوب کې پاڅيږي. دا ماشومان د دې کړنې په ترسره کیدو تل شرمیږي او له یو ډول فشار او خفګان سره مخ وي. د ماشوم په خوب کې جګیدا نورو ته څه زیان نه رسوي. هغه ماشوم چې په خوب کې کرځې که را ویښ شي هیڅ ستونزه نه ورته پیښوي خو یوازې څو شیبې کیدی شي تر فشار لاندې راشي او داسې وارخطا غوندې شي.

په خوب د ماشومانو له پاڅيدو څخه د مخنیوي لارې چارې:

له دې سره سره چې په دې برخه کې کوم اغیز من څه نه دي موندل شوي، خو کیدی شي په لاندې کړنو سره د ماشومانو د ډيرې ګرځيدا مخه ونیسو:

* د ډاکټر له خوښې پرته د درملو له مصرف څخه باید مخنیوی وشي له دې سره سره چې د دې ډول درملو مصرف ډير نور ګواښونه هم رامنځ ته کولای شي او په افغانستان کې د دې درملو لګښت په یو دود بدل شوی دی باید چې په هره برخه کې یې مخنیوی وشي او بیا داسې ماشومانو ته چې له خوبي ګډوډيو سره مخ دي په هیڅ وخت کې د داسې درملو ورکول ښه نه دي.

* د هغو درملو له ورکولو چې خوب را وستونکي دي پرهیز وکړی او هیڅکله خوب را وستونکي درمل ماشومانو ته مه ورکوی.

* د ماشوم د پاڅولو او ویده کولو لپاره منظم پلان ولرۍ او ماشوم په ټاکلي وخت ویده کړی او په ټاکلي وخت کې یې په مهرباني او مینه له خوبه را پاڅوۍ.

* ځينی عضلاتي حرکتونه کیدی شي ماشوم له دې ډول کړنې څخه وژغوري ماشوم ته ځينې ځانګړي حرکات ور وښیی.

د ناروغ درملنه:

* د دې ډول نارغیو مخنیوی په درملنه او جسماني ازمایښتونو سره کیدی شي، نو په ځينو مواردو کې کیدی شي ډاکټر ځينې نورې لارښونې هم تاسو ته وکړي چې باید په مسولانه توګه یې مور، پلار او د کورنۍ نور غړي پلي کولو ته پام وکړي.

د درملنې لارې چارې:

* ماشوم په کراره خپلې بسترې یا د خوب ځای ته بوزۍ.

* ماشوم په خوب کې له حوادثو او خوب ګرځيدا څخه وساتۍ.

*د چوترو یا صوفو او بالکونو مخې ته پنجرې ونیسی او داسې وازې یې مه پریږدۍ ځکه ځينې وخت کیدی شي ماشوم مو له یوې سختې ستونزې سره مخ شي او د کوم لوړ ځای څخه کښته ولویږي.

*د خونې اصلي دروازه وتړۍ او قلف ورته داسې ځای کې کیښنوی چې ماشوم ورته لاسرسی ونه لري.

*مه پریږدۍ چې ماشوم مو د غصې په حال کې ویده شي.

*د خونې وره ته کیدی شي داسې زنګ کیږدۍ چې د وره د خلاصوالي پر مهال وټنګیږي او تاسو پرې را ویښ شی.

همدارنګه ځينې نورې کړنې هم کیدی شي په دې برخه کې اغیزمنې وي:

* ماشوم د څو شپو لپاره په نظر کې وساتۍ چې څو بجې ویده کیږي او څو بجې را پاڅيږي.او کله په خوب کې پاڅيږي او دا کار یې د څومره وخت لپاره دوام کوي.

*وروسته تر دې چې د ماشوم له خوب څخه د پاڅيدو نیټه در معلومه شوه بله شپه یې له هغې شیبې څخه ۱۵ دقیقې وړاندې پاڅوۍ.

*تر پاڅيدنې وروسته ماشوم څلور دقیقې ویښ کړۍ او ورسره خبرې وکړۍ او لږ اوبه ورکړۍ.

* دا کار د یوې اونۍ لپاره وکړۍ.

*کله چې ماشوم بیا ځلې په خوب کې پاڅيدل پیل کړي دا کړنې بیا ځلې پيل کړی.

درنو کورنیو، خوندو او وروڼو ښه به دا وی چې په خوب کې له پاڅيدونکي ماشوم سره لاس وا نه چوۍ او ویې نه ځوروۍ، ځکه دی په دې کړنه هیڅ خبر نه وي، او هیڅ شی په یاد نه شي راوړۍ. کله چې ماشوم له خوب څخه پاڅيږي د تیرې شپې په اړه ورسره خبرې وکړۍ او پریږدۍ چې دی په خپله په دې اړه پلټنه وکړي. له دې سره سره چې زموږ په ګران هیواد کې دا ډول پیښې بیخي ډيرې دي او ماشومانو مو له ګڼو ستونزو سره مخ دي د ورځې په ترڅ کې مو ماشومان سره داسې کړه وړه مه کوی چې د دوی د خواشیني لامل کیږي او په دې سوچ وکړي چې پلار، مور یا د کورنۍ بل غړي ولې ورسره داسې چلند وکړ، که کله دوی کومه سهوه کوي په پوره مهرباني دوی ته ښه لاره وښیی او دوی له بدو کړنو څخه منع کړی.

هغوی چې کم خونه وي، له شپږو خوراکونو نه دې استفاده وکړيموږ او تاسو د وینې په اهمیت پوهیږو چې وینه په بدن کې د روغتیا لوی...
10/01/2020

هغوی چې کم خونه وي، له شپږو خوراکونو نه دې استفاده وکړي

موږ او تاسو د وینې په اهمیت پوهیږو چې وینه په بدن کې د روغتیا لوی لامل دی.

دا چې وینه د بدن مهمه برخه ده، نو د همدې لپاره تل هغو خوړو پسې ګرځو چې وینه جوړونکي وي. باید ووایو چې د کم خونۍ تداوۍ لپاره مختلف درمل شته، خو هغه خواړه چې د کم خونۍ لپاره ګټه لري، ترې استفاده کول تر ټولو غوره کار دي. که چیر د هغه کسانو له ډلې یې چې وینه مو کمه ده، نو له دغو خوړو استفاده وکړئ:

۱- انار
انار وینه جوړوي. د انارو اوبه او د انارو روب ته د خوړو په لیست کې ورته ځای ورکړئ. کوښښ وکړئ چې اول خو انار وخورئ او که بیا مو چیرته د انارو جوس ته زړه کیدو نو په کور کې یې جوړ کړئ.

۲- حبوبات وخورئ
حبوبات وینه جوړه ونکي خواص لري. تاسو کولاي چې د کمخونۍ د مخنیوي لپاره له لوبیا، نخود، دال، مۍ همدارنګه هغه خواړه چې د حبوباتو د کورنۍ اړوند دي، ترې استفاده وکړئ.

د حبوباتو په پخولو کې مو پام وي چې لمړی یې نیم ساعت مخکې خیشته یا لنده کړئ، بیا هغه اوبه یې لرې کړئ، وروسته یې پاخه کړئ، هم به زر پاخه شي او هم به یې خوند سم وي.

۳- له ترکارۍ استفاده وکړئ
په ټوله کې ترکاري د هغو خوړو له ډلې ده، چې باید هره ورځ ترې استفاده وشي.

کوم کسان چې د وینې له کموالي سره مخ دي هغو ته پکاره ده چې خامه او پخه ترکاري ډیره وخوري، لکه: پالک سابه، دڼیا یا ګشنیز، د سرې ملۍ پاڼې، کاهو، پیاز، رومیان، ګازرې، کچالو همدارنګه نوره ترکاري، چې د وینې په جوړولو کې مرسته کوي.

۴- خرما
خرما د نور ډیرو ګټو ترڅنګ د کم خونۍ په مخنیوي کې هم پوره مرسته کوي.
که چیرې هره ورځ له یو ګیلاس شیدو سره ۴ دانې خورما وخورئ، نو لرې نه ده چې، له کم خونۍ به هم خلاص شئ او بدن به مو هم قوي وي.

۵- شات
د شاتو له ګټو به لږ یا ډیر خبر یاست. په شاتو کې هغه ټول ګتور معدني مواد او وېټامينونه شته چې بدن ورته اړتيا لري. د شاتو خوړل بدن ته انرژي ورکوي. که چیرې په میاشت کې لږ تر لږه درې ځلي شات له کیلې او شیدو سره یو ځاي وخوړل شي، د نورو ناروغیو د له منځه وړولو ترڅنګ له کم خونۍ نه به هم بې غمه شئ.

۶- وچې او تازه میوې
وچې او تازه میوې په خپل ترکیب کې د وینې جوړولو خواص لري.
د کم خونۍ د له منځه وړولو لپاره کولای شئ، چې انځر له کشمش یا ممیز سره یو ځای وخورئ. همداراز آلوبالو، ګیلاس، بادام، ممپلي، او نورو میوو ته هم د خوړو په لیست کې کې ځای ورکړئ، تر څو تاسې او د کورنئ کوم غړی مو کم خونه نشی.کاپی

مننهتشکرThanks
10/01/2020

مننه
تشکر
Thanks

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دی؟تعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د...
23/12/2019

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دی؟

تعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی
کولیسترول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چه د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو په نوم یادیږی.

د کولیسترول وظیفی:
-• د بدن د حجراتو د باندنی طبقی جوړښت.
-• حجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چه کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنه کړی چه حجری ته داخل شی.
-• د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی.
-•همدارنګه د ادرنال غدی د هومونو(کورټیزول،کورټیکوسټیرون، الدوستیرون او نورو) په تولید کی هم مهم رول لری.
-• د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی.
-• د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی.
-• د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چه په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه:
( (Vitamin A, D, E & K.
-• او همدارنګه د عصبی ریښو پوښل.
د کولیسترول یا لیپوپروټینو ډولونه:----------------
۱ - ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein (LDL)
دا ډول لیپوپروتین یا کولیسترول د بدو يا مضره لیپوپروتینو په نامه هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین، کولیسترول د ینی (liver)څخه حجراتو ته انتقالوی چه په نتیجه کی په حجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډیروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چه په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مشکلاتو سبب کیدای شی.
۲ – لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein (HDL دا ډول لیپوپروتین د ښه يامفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی. چه په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی.
۳ – ترایګلایسرایډ Triglycerides
ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چه په ډیر مقدار غوړ موجود دی، دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی، نوموړی غوړ زموږ د غوړوغذایی موادو څخه کوم چه موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدارنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړیږی کوم چه زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی، نوموړی مواد د بدن په شحمی حجرو کی ذخیره کیږی او د ضرورت په وخت کی په مصرف رسیږی.
د کولیسترولو اندازه:
- مطلوبه اندازه 200mg/dL .
- د اخرین سرحد اندازه 200- 239mg/dL
- لوړ حد 240mg/dL او تر د پورته.
د لوړ کولیسترول خطرونه:
- د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
- د زړه د رنګونو ناروغی او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن نه ریسیږی.
- کله چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د زړه حملی او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
- دا چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د سینی درد او نارحتی یا خناق صدری را مینځ ته کیږی.
- د وینی د رګونو ناروغی.
- د زړه وړی او غټی حملی چه کیدای شی د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.
د وینی د لوړ کولیسترول نښی:
- خناق صدری یا د سینی درد چه د غاړی چپ لاس معدی او شا خواته انتشار مومی.
- د تمرین یا ګرځیدو په وخت کی د لینګیو دردونه، چه د وینی د رګونو د تنګوالی له وجی مینځ ته راځی.
- په وینه کی د لختی یا غوټی مینځ ته راتلل چه کیدای شی د وینی د رګونو د بندیدو سبب وګرځی، او همدارنګه د وینی د رګونو پری کیدل یا سوری کیدل.
- د بدن د پوستکی خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډی زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.

د وینی د لوړ کولیسترول اسباب:-------------
- غذایی رژیم : هغه غذایی مواد چه په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګی، بحری غذایی مواد، لبنیات، حیوانی غوړی لکه کوچ، د مال غوړی، وازګی سپینی غوښی .
- د فزیکی کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځی.
- د وزن زیاتوالی.
- د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو يا LDL د زیاتیدو سبب کیږی.
- د الکولی مشروباتو استعمال.
•خطرناک فکتورنه کوم چه د تداوی او وقایی وړ هم ندی:
- کورنی تاریخچه ، هغه کسان چه د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکی مخکنی واقعی ولری مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسی نور. د لوړ کولیسترول تاریخچه درلودله نو تاسی هم په خطر کی یاست کیدای شی ورباندی اخته شی.
- د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه وو کښی نسبت ښځو ته زیاته ده یعنی نارینه نسبت ښځو ته زیات په د ناروغی اخته کیږی.
- هغه ښځی چه تر وخت مخکی شنډیږی یعنی میاشنی عادت یی بندیږی نسبت هغه ښځو ته چه ناوخته شنډیږی د کولیسترول د لوړیدو په ناروغی ډیری اخته کیږی.
تشخیص:----------
- د کولیسترول اندازه د لابراتواری معایناتو په وسیله کیدای شی، د کولیسترول د اندازی لپاره مریض باید د معایناتو څخه ۱۲ ساعته مخکی هیڅ شی باید ونه خوری ، او ورسته بیا د وینی نمونه د مسول کس له خوا اخیستل کیږی ، په وینه کی باید د LDL, HDL او Triglycerides دری واړو اندازه معلومه شی.

تداوی:---------------
1. د ژوند څرنګوالی : خصوصآ هغه کسان چه کورنی تاریچه ولری او یا هغه ښځی چه د وخت نه مخکی شنډی شویوی لاندی ټکی په نظر کی ولری:
- زیات فزیکی فعالیت باید وکړی ، (کارد وکړی و د ګرځی حد اقل ۳۰۰۰ متره او یا تر د زیات باید روزانه په پښو وګرځی)
- په خپل ورځنی خوراکی رژیم کی د له میوی، سبزی، حبوبات ( لوبیا، نخود، دال ماش او داسی نور) د وربشی ډوډی او ښه غوړی خصوصآ هغه غوړی چه مایع وی او کولیسترول و نه لری استفاده وکړی.

- هغه خواړه چه په حیوانی غوړو کی تیار شوی وی، خپله حیوانی غوړی لکه زیړ غوړی، وازده، کوچ، سپینه غوښه، همدارنګه ځینی نور خواړه لکه ینه، هګی، پښتورګی، لبنیاتو څخه باید کمه استفاده وکړی او یا یی هیڅ و نه خوری.
- د شپی له خوا حد اقل باید ۸ ساعته خوب وکړی.

Address

لطيفى روغتيايې کتنځۍ
Jalalabad

Opening Hours

Monday 14:00 - 20:30
Tuesday 14:00 - 20:30
Wednesday 14:00 - 20:30
Thursday 14:00 - 20:30
Friday 15:00 - 20:00
Saturday 14:00 - 20:30
Sunday 14:00 - 20:30

Telephone

+93798880222

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Latifi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Latifi:

Shortcuts

Share

Category