Dr Mohammad Amir Zahabi

Dr Mohammad Amir Zahabi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Mohammad Amir Zahabi, Doctor, Jalalabad.

LEARN ALL KINDS OF MEDICAL🫀 INFORMATION WITH US🫁
🍁روغتیا مو زموږ لومړیتوب دی🍁
🍁 پاملرنه مو مسلک دی🍁
❣️Dr Mohammad Amir Zahabi❣️
🫀

ټولو ډاکټر صاحبانو‌ ته سلامونه او نیکی هیلی او احترمات په دي هيله چي ټول راته روغ او جوړ اوسيډاکټر  صاحبانو په Exit Exam...
28/06/2026

ټولو ډاکټر صاحبانو‌ ته سلامونه او نیکی هیلی او احترمات په دي هيله چي ټول راته روغ او جوړ اوسي
ډاکټر صاحبانو په Exit Exam کي څو فیصده باروي ياست؟
څنګ سوالونه وه پارچه سخت وه که اسان په اړه يي تاسي خپل نظر راسره په کمینټ کي شريک کړي...!
د ټولو د کاميابي په هيله

25/06/2026

ټولو ډاکټر صاحبانو ته خبر ورکول کيږي چي ايکزيټ امتحان به سهار 6:00 بجې شروع کیږي
دا پيچ نورو سره شير کړي تر څو نور ډاکټر صاحبان هم
خبر اوسي

د پوښتنو صحیح ځوابونه په کمنټ کې ولیکئ.💐
15/06/2026

د پوښتنو صحیح ځوابونه په کمنټ کې ولیکئ.💐

💐بسم الله الرحمن الرحیم💐زمونږ درس عنوان دي فارمکالوژي بحثفارمکالوژي کي مونږ په دری Tapic باندي خبري کوو(1)د درملو په جذب...
14/06/2026

💐بسم الله الرحمن الرحیم💐
زمونږ درس عنوان دي فارمکالوژي بحث
فارمکالوژي کي مونږ په دری Tapic باندي خبري کوو

(1)د درملو په جذب باندي تاثير لرونکي فکټورونه پيژنو.
(2)د درملو د اطراح لاري کوم دي دا در پيژنو.
(3) درپيژنو "Drug" .

(1)درمل په جذب باندي تاثير لرونکي فکټورونه پيژنو
درمل په جذب باندي تاثير لرونکي فکټورونه په لاندي ډول دي.
#1 فزيکي خواص.
#2 د ويني جريان.
#3 ددوا يا د درملو تماس وخت.
#4 د دوا غلظت.

👆 د دي هر يو تعريفون👇
#1 د دوا يا د درملو د تماس وخت: له نظره په لوړي درجه ګازات په دوهم درجه مايعات په دریم درجه کي جامدات رول لري.
@
#2 دويني جريان: په کوم ساحه کي چي د ويني جريان زيات وي درمل هلته په ښه شکل يا درمل هلته په زيات شکل باندي جذب کيږي.

#3 د دوا يا د درملو د تماس وخت: څومره چي د دوا د جذب په ناحیه کي د زيات وخت لپاره پاتي شونو درمل په ښه شکل باندي جذب کيږي.

#4 د دوا غلظت: څومره چي د درملو د تطبيق په ساحه د درملو غلظت زيات وي درمل په ښه شکل باندي جذب کيږي

(2) د درملو د اطراح لاري کوم دي دا در پيژنو
په عمومي توګه د درملو اطراح لاري 3 دي
#1 پښتورګي Kidney.
#2 هاضمي سيستم.
#3 د مور شيدي

(3) درپيژنو "Drug"
(Drug)
#دا يو فرانسوي کليمه ده چي د وچي ګياه په معني ده او په اصطلاح کي دوا له هغه کيماوي مواد څخه عبارت دي چي د ناروغي په تشخيص او تداوي او درملنو کي استعماليږي.
#👈يا په بل عبارت سره درمل هغه کيمياوي مواد دي چي د انسان په بدن کي فزيالوژي او پتالوژي ته انسان په ګټه بدلون ورکوي

په مجموع کي Drugs يا درمل دري منابع لري يا دري Soucer لري
#1 نباتي منابع
#2 حيواني منابع
#3 مايکرو ارګانيزمونه

&نوټ: هر دوا چي په بازار کي پيداکيږي دري ډوله نومونه لري
#1 کيمياوي نوم.
#2 جينريک نوم.
#3تجارتي نوم.

👆د دي هر يو تعريفون👇
#1 کيمياوي نوم: د کيمياوي جوړښت په اساس ورته ورکړل شوي دي
#2 جينريک نوم: د دوا اصلي نوم دي
#3 تجارتي نوم: تجارتي نوم د کمپنی له خوا درملو ته ورکول شوي دي

ډاکټر محمد عامر ذهبي

تاسي راته جواب په کمینټ کي وليکي🍁
08/06/2026

تاسي راته جواب په کمینټ کي وليکي🍁

💐بسم الله الرحمن الرحیم 💐 زمونږ درس عنوان د فارمکالوژي بحث دي فارمکالوژي کي مونږ په دوه (Tapic) باندي خبري کوو          ...
07/06/2026

💐بسم الله الرحمن الرحیم 💐
زمونږ درس عنوان د فارمکالوژي بحث دي
فارمکالوژي کي مونږ په دوه (Tapic) باندي خبري کوو
(1) Pharmacology Introduction
(2) Pharmacology Branches

(اول) Pharmacology Introduction باندي خبري کوو،،
#تعريف" فارمکالوژي هغه علم دی چي د دواګانو د علم څخه بحث کوي.

#تعريف"فارمکالوژي Word د دوه کلمو څخه اخستل شوې يو ته وايې Pharmaco په معنی Drug او Logy په معنی علم او پوهي ته وائي.

#تعريف" فارمکالوژي هغه علم يا پوهه ده چي د انسان په بدن باندي د درملو يا د دوا متقابل اغيزي مطالعه کوي.
په دي دري تعريفونو کې کوم تعریف چي تاسي ته آسان وي هغه ياد کړي

(دويم) Pharmacology Branches يعني د فارمکالوژي څانګي
(1) Pharmaco dynamic
(2) Pharmaco kenitic
(3) Pharmacy
(4) Toxicology
(5) Pharmaco
(6) Chemotherapy
(7) Pharmaco economic

👆د دي هر يو څانګي تعريفونه👇
(اول) "Pharmaco dynamic" د فارمکالوژي هغه څانګه ده چي د دوا د تأثير او د تأثير میخانیکیت څخه بحث کوي ديته Mod of Action هم ويلي شو.

(دويم) "Pharmaco kenitic" دفارمکالوژي هغه څانګه ده يا هغه برخه ده .چي د دوا دجذب .د دوا اطراح .او د دوا ميتابوليزم څخه بحث کوی.

(دريم)"Pharmacy" فارمسي د فارمکالوژي هغه څانګه يا هغه برخه دي چی د دواګانو د ترکیب څخه بحث کوي.

(څلورم)"Toxicology" دفارمکالوژي هغه څانګه ده چي د دوا د سمي Same تاثيراتو څخه بحث کوي.

(پنځم)"Paramaco gnosy" د فارمکالوژي هغه څانګه یا هغه برخه ده چي ټولي هغه دواګاني چي د طبي منابعو څخه لاسته راځي د دي څخه بحث کوي
ترڅنګ يي د دوا فزيکي او کيمياوي خواص تر بحث لاندې نيسي.

(شپږم)"Chemotherapy" د فارمکالوژي هغه څانګه دي چي د کيمياوي مواد په واسطه باندي ځيني ناروغيو تداوي ته Chemotherapy وائي.

(ووم)"Pharmaco economic" د فارمکالوژي هغه څانګه ده چې د درملو د قیمت څخه بحث کوي.

Dr Mohammad Amir Zahabi

📚💊 د آنلاین فارمکالوژۍ ځانګړی کلاس پیل شو! 💊📚🎯 آیا تاسو د نرسنګ یا دوه کلن فارمسي محصل یا فارغ یاست؟دا ستاسو لپاره یو غو...
01/06/2026

📚💊 د آنلاین فارمکالوژۍ ځانګړی کلاس پیل شو! 💊📚

🎯 آیا تاسو د نرسنګ یا دوه کلن فارمسي محصل یا فارغ یاست؟

دا ستاسو لپاره یو غوره فرصت دی چې د فارمکالوژۍ مهم مفاهیم، درملو ګروپونه، د عمل میکانیزم (Mechanism of Action)، جانبي عوارض او کلینیکي استعمالونه په اسانه او معیاري ډول زده کړئ.

✅ د نرسنګ محصلینو لپاره
✅ د دوه کلن فارمسي محصلینو لپاره
✅ د ازموینو او عملي کار لپاره ګټور
✅ آنلاین تدریس
✅ منظم او ساده تدریسي میتود

👨‍⚕️ استاد: ډاکټر محمد عامر ذهبي

📅 موده: ۲ میاشتنی پروګرام💰 میاشتنی فیس: ۵۰۰ افغانۍ💵 د ټول پروګرام فیس: ۱۰۰۰ افغانۍ

⏰ محدود چانس – همدا اوس نوم لیکنه وکړئ!

📲 د نوم لیکنې او معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ.

#اړيکي شمير 0774256524
#واټسپ نمبر 0700713357

آنلاین فارمکالوژي درسدري مياشتني پروګرام ټولو درنو ډاکټر صاحبانو لپاره زرين چانس په کم مقدار فيس سره کولای شي چي لويه لا...
30/01/2026

آنلاین فارمکالوژي درس
دري مياشتني پروګرام
ټولو درنو ډاکټر صاحبانو لپاره زرين چانس
په کم مقدار فيس سره کولای شي چي لويه لاسته راوړنه وکړي
مياشتني فيس (200) افغاني دي
فارمکالوژي په معياري او نوي ميتود سره ښه تجربه کار او تکړه استاذ له لوري تدريس کيږي
نوم ليکنه جريان لري
غوره ټاکنه
او روښانه راتلونکي
#اړيکې شميره (0700713357)
#واټسپ نمبر (0709910490)

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Mohammad Amir Zahabi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category