Dr Safi

Dr Safi Medical information��

  👈دويني لوړفشارکله چې ده ویني شیریاني فشار له 140/90څخه لوړ شي دويني دلوړفشار یا hypertension په نامه یادیږي🩺په دوه ډول...
10/06/2026

👈دويني لوړفشار
کله چې ده ویني شیریاني فشار له 140/90څخه لوړ شي دويني دلوړفشار یا hypertension په نامه یادیږي🩺
په دوه ډوله ده 👇
اولیه فشار دا فشار 95%په ناروغانو کې موجود ده چې سبب یي معلوم نده کیداشي لاندط فکتورنه په کې رول ولري
۱/چاغوالي او فزیکی فعالیت نه کول
۲/سګریټ څکول
۳/ارثي کیداشي دکورني دټولو غړیویي فشارلوړ وي
۴/شکر ناروغي ولري
۵/عصبي مشکلات ولري
دويمي فشار 5%کیداشي دلاندي سببونو څخه رامنځته شوي وي
۱/ کیداشي دپښتورګو ناروغي ولري
۲/ دپښتورګو عدم کفایه ولري
۳/ دپښتورګو ده شیریان تنګوالي ولري
۴/ په حمل لرونکو ښځوو کي فشار لوړ وي
۵/ یوتعداد دواګاني فشار لوړه وي لکه کورتیکوسټیرایدونه NSAID
۶/ ایندوکراین ناروغي ولري لکه هاپرتایروډیزم او کشن سنډروم

فشار څلور سټیجه لري
۱ / نارمل سټيج چي لوړفشار 130-140 کښته فشار85-90 وي
۲/معتدل لوړفشار چي لوړفشار140- 160 کښته فشار 90-100وي
۳/ شدید لوړفشارچی لوړفشار160-180اوکښته فشار100-110وي
۴/ شدید ترین لوړفشارچې لوړفشار180څخه لوړشي اوکښته فشار یي د110لوړشي

دلوړ فشار اخطلاطات:
۱/ دزړه درد رامنځته کیږي
۲/ دزړه عدم کفایه رامنځ ته کیژي
۳/دزړه حمله
۴/ زړه ته په کافي اندازه وینه نه رسيږي
۵/ دپښتورګو ناروغي رامنځته کیږي
۶ په سترګو تاثیر کوي او د سترګو ناروغي رامنځته کیږې یعني د دید د منځه تګ
۷/ په د عصابو تاثیر کوي او دي د عصابو فلج حمله رامنځته کوي

کلینکي نښي
کیداشي هيڅ کلینکي نښه ونلري خوبعضي وخت لاندي اعلایم لري
۱/ سردرد
۲/ نارامتیا
۳/ دزړه درد ده زړه عدم کفایه یا دقلبي سیستم نور اختلاطات
۴/ په لیدلو کي ستونزه
۵/ بیخي مریض بي هوشه وي
۶/ مریض ایستفراقات پیدا کیدل

دفشار ناروغ ته باید لاندي معاینات تر سره شي
ECG
RBS
Lipid profile
Blood urea,critnine
U/S abdomen
درملنه يي
۱ / بیتابلاکر لکه اټنیلول
۲/ کلسیم چاينل بلاکر لکه امیلو ډوپین
۳/ کفتوپریل
۴/ لازیکس
Dr Safi 🩺

👶 د ماشوم قولنج (Infantile Colic)یو مهم معلومات د میندو او پلرونو لپارهقولنج هغه حالت دی چې یو روغ ماشوم بې له ښکاره نار...
08/03/2026

👶 د ماشوم قولنج (Infantile Colic)
یو مهم معلومات د میندو او پلرونو لپاره

قولنج هغه حالت دی چې یو روغ ماشوم بې له ښکاره ناروغۍ څخه ډېر او نه ارامېدونکی ژړا کوي. دا ستونزه اکثره د ماشوم د ژوند په لومړیو اونیو کې پیل کېږي او ډېری وخت د ماشوم د ودې یو عادي پړاو وي.

📌 قولنج څنګه پېژندل کېږي؟
ډاکټران عموماً قولنج داسې تعریفوي:
• ماشوم په ورځ کې له ۳ ساعتونو زیات ژاړي
• په اوونۍ کې له ۳ ورځو زیات
• دا حالت له ۳ اونیو څخه زیات دوام وکړي
• ماشوم تر ۳ میاشتو کم عمر ولري

📊 دا ستونزه څومره عامه ده؟
• شاوخوا ۱۰٪ تر ۳۰٪ ماشومانو کې لیدل کېږي
• تر ټولو زیات د ۶ – ۸ اونیو عمر کې وي
• اکثره وخت تر ۳ یا ۴ میاشتو پورې په خپله ښه کېږي

👶 د قولنج مهمې نښې:
• ناڅاپي او شدیده ژړا
• زیاتره د ماښام یا مازیګر پر وخت
• مټې کلکې نیول
• پښې د نس خواته راټولول
• د مخ سوروالی
• د نس پړسوب

مهمه خبره: ماشوم د ژړا تر منځ عادي وي، ښه شیدې خوري او وزن یې هم ښه زیاتېږي.

⚠️ که لاندې نښې موجودې وي، باید ډاکټر ته مراجعه وشي:
• تبه
• دوامدارې کانګې
• ماشوم شیدې نه خوري
• په غایطه کې وینه
• وزن نه زیاتېدل
• بې‌حالي
• د ساه اخیستلو ستونزه

🩺 د ماشوم د ارامولو اسانه لارې:
• ماشوم په نرم ټوکر یا کمپله کې ښه تاوول
• ماشوم په کرار او نرم ډول زنګول یا ښورول
• ماشوم ته ارام او چوپ چاپېریال برابرول
• لږې خو څو ځله شیدې ورکول
• ماشوم په غېږ کې نیول او مینه ورسره کول
• کله ناکله ورو ورو قدم وهل تر څو ماشوم ارام شي

💡 مهم پیغام:
قولنج کومه خطرناکه ناروغي نه ده، بلکې د ماشوم د ودې یو لنډمهاله پړاو دی او اکثره تر ۳ یا ۴ میاشتو وروسته په خپله ختمېږي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مور او پلار ته ډاډ ورکړل شي او ماشوم ته ارامه فضا برابره شي.



موږ ته باید CPR زده وي!⭕ورځی مخکی له ښوونځي څخه د یوې ښوونکې د ناڅاپي مړینې ویډیو مې څو څو ځله ولیده. هر ځل مې زړۀ دا وو...
21/02/2026

موږ ته باید CPR زده وي!

⭕ورځی مخکی له ښوونځي څخه د یوې ښوونکې د ناڅاپي مړینې ویډیو مې څو څو ځله ولیده. هر ځل مې زړۀ دا وویل چې که هلته ناستو خلکو څخه یوه هم سمدستي CPR ورکړی وای، ښايي دا ښوونکې الله ج ژغورلی وای. خو هغوی یواځې کتل، هېڅ یې ونه کړل… او زړۀ بند شو.

⭕Cardiac Arrest څه شی دی؟
دا د زړه هغه حالت دی چې ناڅاپي درېدنه پکې رامنځته شي، یعنې زړه نور نه ټکېږي. انسان بظاهر مړ ښکاری، خو که چټک CPR ورکړل شي، بیرته راژوندی کېدای شي!

او CPR (Cardiopulmonary Resuscitation) څه شی دی؟
دا یو بېړنی طبي عمل دی، هغه چاته ورکول کېږي چې:
🔯- زړه یې درېدلی وي
🔯- بېهوشه وي
🔯- ساه نه اخلي

څنګه ورکول کېږي؟
🔯1. ناروغ په ملا کښته پرېږدئ
🔯2. د سینې منځ ته مو لاسونه کیږدئ، 30 ځله کلک فشار ورکړئ (Chest compressions)
🔯3. بیا 2 ځله د خولې له لارې ساه ورکړئ (Rescue breaths)
🔯4. دا لړۍ تر هغه دوام ورکړئ تر څو طبي مرسته راورسیږي.

یاد ولرئ:
CPR ورکونکی شرط نه ده چې ډاکټر وي، خو چټک عمل کول یو عادي انسان هم اتل ګرځوي. دا یو انسان ته بېرته ژوند بښلی شي.

🔯غږ:
خدای لپاره، CPR زده کړئ — پخپله هم او خپلو اولادونو ته هم ور وښایئ. دا یوازې د ۵ دقیقو زده کړه ده، خو د یوه انسان ژوند ژغوري. ✌️
😌🤗🍁
_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-🥀
Dr Safi 🩺✌️

روغتيا د ژوند تر ټولو لويه شتمني ده ❤️راځئ چې يو ځای د سالمې ټولنې لپاره کار وکړو.مننه او درنښت 🌹_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_...
21/02/2026

روغتيا د ژوند تر ټولو لويه شتمني ده ❤️
راځئ چې يو ځای د سالمې ټولنې لپاره کار وکړو.
مننه او درنښت 🌹
_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-_-🥀
Dr Safi 🩺✌️

Address

Jalalabad
0000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category