ډاکټر رحمت الله معصوم Dr, Rahmatullah Masoom

ډاکټر رحمت الله معصوم Dr, Rahmatullah Masoom Consultant Ophthalmologist

پر مخ په  #چپلاخه يو څوک وهل، څنګ  #سترګه يا  #ديد له لمنځه وړي ؟نظر د ضربي په شدت پوري اړه لري ، که ټينګ ضربه وي نو د س...
28/08/2026

پر مخ په #چپلاخه يو څوک وهل، څنګ #سترګه يا #ديد له لمنځه وړي ؟
نظر د ضربي په شدت پوري اړه لري ، که ټينګ ضربه وي نو د سترګي د ښيښي (قرنيي) د سطحي طبقي حجرات له منځه وړي او تخريبوي يي، دوهم د ښيښي د داخلي طبقه(Endothelial break) يا په عامه اصطلاح هغه طبقه څيړل کيږي ، دريم ، Traumatic uveitis رامنځته کوي, څلورم Optics neuropathy, پنځم Vitreous hemorrhage...
دغه ټوله بي نظامياني همزمانه يا کيداي سي ځيني يي رامنځته سي.
#توجه بايد چيش ته کوو ،
اول پر مخ وهل ډير بد کار دي ، بل که احياناا پيښه سول نو،
که د ضربي ورسته #درد وو ، د #سترګه سره کيدل ، په #ديد کي فرق نو بايد ژر تر ژره د سترګو د متخصص سره له نژدي مريض مريض معاينه کړئ.
هر څومره ژر چي مريض روغتون ته بوزي هغومره د سترکي د #خوندي پاته کيدو چانس زياتيږي.

په زياته فيصدي سره د مريض تشخيص RINO orbital cerebral mucormycosis ته پاته کيږي .دقيق تشخيص ورسته تر نژدي ليدلو او تاريخ...
10/08/2026

په زياته فيصدي سره د مريض تشخيص RINO orbital cerebral mucormycosis ته پاته کيږي .
دقيق تشخيص ورسته تر نژدي ليدلو او تاريخچي څخه مالوميږي .
دغه هغه د کندهار مريض دي چي پيسبوک کي يي عکسونه خلګ پورته کوي.
MRI ورسته تصميم نيول کيږي
پر وخت او ژر عمليات ته ضرورت لري که نور رخوه انساج هم نيسي

د Psedomonas aeruginosa bacteria بکټريا په مقابل کي تاسي مقاومت په لاندي عکس کي ويني، دسترګو اړوند ، په لاندي طريقو سترګ...
06/06/2026

د Psedomonas aeruginosa bacteria بکټريا په مقابل کي تاسي مقاومت په لاندي عکس کي ويني،
دسترګو اړوند ، په لاندي طريقو سترګو ته لار پيدا کولاي سی،
1 مصنوعي لينز کارونکي Contact lens خاصتاً ښځي،
2 دسترګو ضربه Trauma
3 دسترګو جراحي عمليات.
نهايي نتجه ددغه بکټريا له کبله د سترګو ميکروب کيدل (Endophthalmitis) او دايمي ړوندوالي.
لمړي او دويمه خبر ټولو ته متوجه ده چي مصنوعي لينز دکارولو څخه ډډه وکړي او دسترګو حفاظت وکړي.

17/05/2026

کله چي مو ماشومان د بازي شيان ته ډير نږدي ګوري ، تلويزون ته نژدي کېني يا ټليفون نږدي سترګو ته نيسي يا د بازي په وخت کي کوښښ کوي يوه سترګه پټه يا نيمه پټه کړي او يا بي له کوم علت څخه ژاړي او د سر مخکني خوا يي درد کوي،
حتمن دسترګو د متخصص ډاکټر سره د خپل ماشوم په اړه مشوره وکړئ ، ځکه که ځنډ وکئ بيا ستاسو هره ستړيا بي فايدي ده چي دماشوم سترګي ټمبلي سي.
#ستاسوــ #دسترګوـروغتياـزموږـلمړيتوب

نن مي يو مريض ته ډير زړه بد سو دکندهار وو 25 کلن وو سترګو يي حساسيت درلودي پر خپل سر يي مسلسل دوه دري کاله د دواخاني څخه...
20/04/2026

نن مي يو مريض ته ډير زړه بد سو
دکندهار وو 25 کلن وو سترګو يي حساسيت درلودي پر خپل سر يي مسلسل دوه دري کاله د دواخاني څخه دوا اخيستي و،(Steroids)چي په پايله کي دهغي دوا په خاطر يي سترګو توري اوبه يا (Steroid induce glucoma) پيدا کړي وه،
نن چي راغلي د سترګو اعصب يي تقريباً اتيا فيصده تخريب وو چي نور د جوړيدو دوا او حل نلري.
چي رخصت کيدي بيا يي ژړل واي دواخاني والا ويل چي پر سترګو دي ريزش راغلي دغه دوا کاروه جوړيږي.😭😭😭

  يو بله ترخه  #خاطره نن ميرويس روغتون ته تللي وم يو بل ماشوم مي وليدئ چي ساده Greenstik fracture(هډوکي سطحي مات وو يعني...
18/02/2025

يو بله ترخه #خاطره
نن ميرويس روغتون ته تللي وم يو بل ماشوم مي وليدئ چي ساده Greenstik fracture(هډوکي سطحي مات وو يعني درز يي درلودي) يي در لودي راوستله نو شکسته بند والا دغلط تړلو له کبله يي لاس ټول خراب سوي دي او اوس دغه رقم وو.

27/02/2024



1. د ويني د لوړ فشار ناروغان چه فشار يى په دوا نه کنتروليږى،

2. تازه د زړه حمله چه موده يى تر 6 هفتې کمه وي،

3. هغه ناروغان چه زړه يى ډېر ضعيفه وي يعني د زړه پمپ يى شل فيصده شاوخوا وي،

4.هغه ناروغان چه د زړه د والونو وخيمي ناروغي ولري،

5. کوم ناروغان چه د زړه بې نظمي ولرى او د درملو سره کنترول نوي.

6. هغه ناروغان چه چه تازه وخت کښي يى د زړه بيطري ايښي وي،

7. زيات خطر لرونکي وږونکي د زړه بې نظمياني،

8. هغه ناروغان چه HOCM ولري که ډاکټر ددې ناروغي تشخيص درباندى کښېښودي نو بايد روږه ونه نيسي.

ڼوټ: د زړه د يو ډاکټر په صفت کوم دوستان چه پورته ناروغي ولري بايد روږه ونه نيسي او فديه يى ورکړي د روږې نيول د طب له نظره ممکن د دوي شکايات زيات کړي او د روزمره ږوند کيفيت خراب کړي او کيداي سي د روږې د فرضي عمل سربېره نور فرايض لکه لمونځ اوداسي نور هم ځني پاته سي. والله اعلم بالصواب.

الله ج دي ټولو مومنانو ته د شه روږې نيولو توفيق ورکړي.

ډاکټر څرګند

  سره په تيره هفته کی مخامخ سولميو 22 کلن مريض چي واده ته ييي لس ورځي پاته وي پداسي حال کي چي دواړي خايي يي دخايو په کڅو...
09/12/2023

سره په تيره هفته کی مخامخ سولم
يو 22 کلن مريض چي واده ته ييي لس ورځي پاته وي پداسي حال کي چي دواړي خايي يي دخايو په کڅوړه کي نه وي او دالتراساونډ دراپور مطابق يي اټروپي کړي وه.

د نارينه ماشومانو له پيدايښت څخه يوه يا دوه مياشتې مخکې د نس له لاندنۍ برخي څخه خايې په تدريجي ډول د خايو کڅوړې ته را کښته کيږي. خو په ځينو نارينه ماشومانو کې يوه يا دواړي خايې په غير نورمال ډول د نس په لاندنۍ برخه کې پاتې کيږي او د ماشوم له پيدا کېدلو وروسته د ژوند په لومړيو شپږ مېاشتو کې کېدی شي را کښته شي. خو که خايې د ژوند په لومړيو شپږو مېاشتو کې راکښته نه شي نو عموماً ماشومان له يو کلنۍ څخه مخکې يو کوچني اپرېشن يا جراحي ته اړتيا لري تر څو خايې له نس څخه د خايو کڅوړې ته را کښته شي که نه نو کېدی شي د ماشوم له لويدلو سره سم د بې اولادۍ اويا په ځېنو وختونو کې د خايو د سرطان باعث شي. دغه جراحي د اطفالو متخصص جراح ډاکتران کوي.
له پيدايښت سره سم د ټولو نارينه ماشومانو د خايو کڅوړه بايد د ژوند په لومړيو شپږو هفتو کې په نرمۍ سره لمس شي او د خايو د نشتون په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وشي. په ډيری هېوادونو کې د خايو لمس يا معاينه کېدل له پيدايښت سره سم په لومړيو شپږو هفتو کې د ډاکترانو پواسطه کيږي.

  دڅه وخت راهيسي په کندهار ميرويس روغتون (چينايي شفاخانه)کي ګڼ شمېر ځوانان ناروغان مراجعه کوي او وايي وينه مي قئ کړل او ...
12/08/2023


دڅه وخت راهيسي په کندهار ميرويس روغتون (چينايي شفاخانه)کي ګڼ شمېر ځوانان ناروغان مراجعه کوي او وايي وينه مي قئ کړل او يا مي دبولو سره وينه راځي، نو دمريضانو څخه تر صحي تاريخچې اخيستلو ورسته دهمدغه مريضيو علت بل شي پيدا نسو بيله دبازار خوراکونه، او پر هغوي باندي دزياتي مصالي اچول وي.
( )
ځيني مريضانو يي وډير وخيم حالت ته بيولي وي او پښتورګي يي تر اندازې زيات ور تخريب کړي وي، او مريض دبيخي ډيري ويني اخيستلو ورسته بيا هم کمخونه وي.
د خپل صحت صحي ساتنه په هر شخص لازمه ده.

Address

نور شفاخانه دارالمان
Kabul

Telephone

+93704400405

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر رحمت الله معصوم Dr, Rahmatullah Masoom posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکټر رحمت الله معصوم Dr, Rahmatullah Masoom:

Shortcuts

Share