Dr.Noorullah Zadyoon

Dr.Noorullah Zadyoon Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.Noorullah Zadyoon, Kabul.

کيک بوکسينګ سبق 👦👧 د ماشومانو او لويانو ځانګړی پروګرامونه:✔ نظم✔ جرئت✔ فزیکي ځواک✔ ځان ساتنه ورزده کوي✅ فټنس ښه کړئ؟✅ د ځان ساتنې هنر زده کړئ؟✅ اعتماد په نفس زیات کړئ؟نو زموږ د کیک بوکسینګ اکاډمۍ سره یوځای شئ.
📞 د اړیکې شمېره: (0766262450)

11/06/2026
09/06/2026

کيک بوکسينګ سبق 👦👧 د ماشومانو او لويانو ځانګړی پروګرامونه:✔ نظم✔ جرئت✔ فزیکي ځواک✔ ځان ساتنه ورزده کوي✅ فټنس ښه کړئ؟✅ د ځان ساتنې هنر زده کړئ؟✅ اعتماد په نفس زیات کړئ؟نو زموږ د کیک بوکسینګ اکاډمۍ سره یوځای شئ.
📞 د اړیکې شمېره: (0766262450)
پکتيا ځاځي افغانستان
مستعد نورالله زاديون

15/03/2023

د کوچي او قصاب جالبه قېصه

کوچي به هر وخت په قصاب باندې د ګډو غوړي "تازه کوچ" خرڅول؛ خو د ورځو نه یوه ورځ قصاب له ځانه سره فکر وکړ؛ راشه وګوره، چې ایا روښتیا هم دا کوچ پوره یوه کیلو دي او که نه کم دي؟

قصاب کوچ را واخیستل، چې کله یې تله کې کيښودل او وزن یې کړل؛ نو کوچ پوره نه وو او لږ څه کم شول، دا وخت قصاب ډير په غصه شو او له ځان سره یې وویل؛ دا څومره نامرده سړی دی، چې زه ور نه هره ورځ یوه کیلو کوچ اخلم او دی بیا هم ځما سره فریب او دوکه کوي؟!.

قصاب لاړ او قاضي ته یې عریضه وکړه، قاضي کوچي ته جلب ورکړ او محکمې ته یې حاضر کړ، قصاب قاضي ته عرض وکړ، قاضي صیب!! زه له دغه کوچي څخه هره ورځ یو کیلو کوچ اخلم؛ خو نن مې وکتل، چې له خپل وزن نه په کمه اندازه کوچ ما باندې پلوري، چې په دې توګه په تجارت کې غلا کوي.

قاضي صیب کوچي ته مخ ور واړوؤ او پوښتنه یې ترې وکړه؛ کوچیه! تاسو د کوچ، د اندازه کولو لپاره څه شی لری؟ او څنګه یې وزن کوئ؟

کوچي ځواب ور کړ؛ قاضي صیب! زه ډېر پخوانی او عنعنوي ژوند لرم، چې د اندازه کولو او وزن کولو لپاره کوم ځانګړي څه نشته راسره؛ خو البته یوه تله لرم، هغه دا چې کله هم له قصاب صیب څخه کیلو غوښه واخلم؛ نو د تلې په یوه طرف کې کیلو غوښه ږدم او په بل پلو کې د همدغه غوښې په اندازه کوچ ږدم. اوس پوښتنه دا ده، چې زه ریښتونی یم او که قصاب صیب دروغجن دی؟!

لقمان حکيم ـ رح ـ وايې ـيوه ورځ دغنمو په کښت کې ولاړ وم دغنمو ځېني وږي مي ولېدل چې په غرور سره يې سرونه جګ نېولي وو ځېني...
15/03/2023

لقمان حکيم ـ رح ـ وايې ـ
يوه ورځ دغنمو په کښت کې ولاړ وم دغنمو ځېني وږي مي ولېدل چې په غرور سره يې سرونه جګ نېولي وو ځېني وږي بيا وو چې په عاجزې سره يې سرونه ځوړند کړي وو چې دي خالاتو زما توجوع ورجلب کړه کله چې مي وږي په لاس کې لمس کړل جالبه راته ښکاره شول هغه وږي چې سرونه يى جګ نېولي وو له غنمو څخه خالي وو او هغه وږي چې سرونه يې کښته کړي وو دغنمو څخه ډک وو نوله ځان سره مې وويل دژوند په کښت کي هغه سرونه چي جګ وي په حقيقت کې خالي وي ـ هــــــــدف ـ مغروره کسان همېشه پچ مغزه وي يوازې پر خپل عقل حساب کوي پوهان همېشه حلېم اودروند خصلته وي ښاخ چې دمېوي څخه ډک شې سرکښته کوي خوخـــالي ښاخونه داسمــــان سره خـــــبري کــــوي۔

07/03/2023

د بهلول پۀ هکله مو دا حکایت نۀ دی لوستی؟
بهلول د یو مېلمه کوربه و، ماښام مهال مېلمه سره پۀ خبرو بوخت و چې د قاضي قاصد راغی.
قاصد وویل: ښاغلی بهلول! قاضي صیب غواړي چې تۀ نن شپه زمونږ مېلمه شې!
بهلول وویل: زما لۀ طرفه قاضي صیب نه بښنه وغواړه او ورته ووایه چې بهلول نن شپه خپل مېلمه لري او ستاسو مېلمستیا ته نۀ شي درتللی.
قاصد لاړ او یو څو شېبې پس بېرته راغی، ویې ویل: ښاغلی بهلول! قاضي صیب وایي چې د بهلول مېلمه ته هم سترګې پۀ لار یو!
بهلول لۀ خپل مېلمه سره یو ځای د قاضي مېلمستیا ته روان شو. بهلول پر لار مېلمه ته وویل: پام کوه، چېرته چې زۀ کېنم تۀ هم هملته کېنه، څۀ چې زۀ خورم تۀ یې هم خوره، تر څو چې پوښتنه درنه ونۀ شي، خبرې مه کوه او که د کوم کار غوښتنه درنه ونۀ شي، پۀ خپل سر یې مه کوه!
مېلمه پۀ زړۀ کې خندل او ځان سره یې ویل: دېته ګوره، یو لېونی راته نصیحت کوي!
کله چې د قاضي مېلمستیا ته ورسېدل، خونه کې رنګ رنګ مېلمانۀ ناست ول، بهلول د دروازې څنګ ته کښېناست خو مېلمه لاړ او د مجلس پۀ هغه بل سر کې یې پښې وغځولې.
مېلمانۀ ورو، ورو زیاتېدل، هر نوی راتلونکی مېلمه د دروازې او بهلول منځ کې کښېناستۀ او پدې ترتیب بهلول هم د مجلس بر سر ته ورسېد!
څو شېبې وروسته خواړۀ راوړل شول او بیا پسې مېوه راورسېده. لۀ مېوې سره چاقوګان نۀ ول او ټول منتظر وو چې چاقوګان راورسېږي، دوی پرې مېوې سپینې او پرې کړي.
د بهلول مېلمه ناڅاپه جېب ته لاس کړ، طلایي لاستی چاقو یې راوویست او ویې ویل:
راځئ پۀ همدې چاقو مېوه پرې کړئ او ویې خورئ!
ناست مېلمانۀ چاقو ته ګوته پۀ غاښ شول ځکه چې چاقو ډېر ښکلی و او لاستی یې طلایي و.
مېلمانۀ حیران ول چې د بهلول مېلمه چې لۀ څېرې یو غریب او فقیر انسان ښکارېدۀ څنګه طلایي چاقو جېب کې ګرځوي!
پدې مېلمستیا کې شپږ وروڼه هم موجود ول، د چاقو لۀ لیدو وروسته یې یو بل ته اشاره وکړه او د بهلول مېلمه ته یې پلان جوړ کړ.
مشر ورور قاضي ته مخ کړ او ویې ویل:
قاضي صیب، دا چاقو زما د پلار و، ډېر کلونه کېږي چې ورک شوی، دا دی اوس مو د دغه سړي جېب کې وموند. غواړو چې چاقو مونږ ته بېرته راکړل شي او یاد کس ته خپله سزا ورکړل شي!
قاضي وویل: ایا د خپلې ادعا د ثبوت لپاره شاهد لرئ؟
تر ټولو مشر ورور وویل: زۀ دلته پنځۀ وروڼه لرم، ټول به زما خبره تائید کړي!
پنځو واړو وروڼو یې خبره تائید کړه!
کله چې قاضي د پنځو وروڼو شهادت ولید، یقیني شو چې چاقو واقعا د دوی مال دی او د بهلول مېلمه یاد چاقو غلا کړی، نو یې امر وکړ: دا سړی زندان ته واچوئ!
بهلول چې تر اوسه چوپ و، وویل: قاضي صیب، دا سړی نن شپه زما مېلمه و او ما دلته راوست، اجازه راکړه چې نن شپه زما پۀ کور کې پاتې شي. سبا به یې زۀ درته وسپارم!
مشر ورور وویل: قاضي صیب، دا هېڅکله مه ورسره منه چې بهلول دغه کس کور ته ورسره بوځي، ځکه چې بهلول به دغه کس ته داسې څۀ وروښیي چې زما حق به لۀ منځه یوسي!
قاضي بهلول ته مخ کړ او ویې ویل: بهلوله! وعده راکوې چې دغه کس ته به څۀ نۀ ورښیې چې نن شپه یې درسره پرېږدم؟
بهلول وویل: قاضي صیب، تاسو سره وعده کوم چې دغه سړي سره به یوه خبره هم نۀ کوم!
قاضي وویل: دا چې دا سړی نن شپه د بهلول مېلمه دی نو نن شپه دې بهلول سره پاتې شي او سبا به یې بهلول لۀ قول سره سم بېرته مونږ ته سپاري!
شپږو وروڼو لۀ ناچارۍ ومنله، بهلول مېلمه کور ته بوت، پر لار یې یوه خبره هم ورسره ونۀ کړه او چې کور ته ورسېدل، بهلول ځان سره پۀ لوړ غږ وویل: ښۀ به دا وي چې د مېلمه خرۀ ته یو ځل سر ورښکاره کړم، حتما به وږی او تږی وي!
مېلمه بهلول ته وویل: تۀ ورځه ارام وکړه، خرۀ ته زۀ خپله ورځم.
بهلول پرته لۀ څۀ ویلو څپرې ته لاړ، خرۀ پۀ اوخېرۀ سر ورټیټ کړی و او واښۀ یې خوړل.
بهلول دروند لرګی راواخېست، خر یې پر شا وواهۀ، خرۀ لۀ درده ټوپونه ووهل!
بهلول خرۀ ته پۀ خطاب کې وویل:
ای خره! تاته مې ونۀ ویل چې کله مجلس ته داخل شوې خبرې مه کوه، هر ځای چې زۀ کېناستم تۀ هم کېنه، که چا درنه څۀ ونۀ غوښتل، تۀ جېب ته لاس مه تېروه؟ ولې دې پدې خبرو غوږ کوڼ کړ، هم خپله ښکېل شوې او هم زما د سر درد شوې! سبا به زندان ته لاړ شې او ټول به وایي چې بهلول خپل مېلمه هم ونۀ شو ساتلی!
بهلول خرۀ ته بل ګوزار هم ورکړ او ورته ویې ویل: ای خره! که سبا قاضي درنه وپوښتل چې ایا چاقو ستا مال دی؟ نو ورته ووایه چې نه، زما مال نۀ دی بلکې ما موندلی او زیات وخت کېږي چې څښتن یې لټوم خو متاسفانه تر اوسه مې نۀ و موندلی، دا دی اوس مې پیدا کړ. که دا چاقو رښتیا هم د دغه شپږو وروڼو مال وي، ورته سپارم یې.
که قاضي درڅخه وپوښتي چې چاقو دې چېرته موندلی؟ ورته ووایه چې پلار مې کلونه وړاندې د یوې تجارتي قافلې مشري کوله، زیات مالونه به یې وړل راوړل او تجارت یې کاوۀ.
یوه شپه خبر راغی چې پلار مې د لارو غلو قتل کړی او مالونه یې غلا کړي دي. کله چې د خپل بېچاره پلار پر جسد ودرېدم، دغه چاقو مې د پلار پۀ زړۀ کې ښخ و. چاقو مې د پلار لۀ زړۀ راوویست او پلار مې دفن کړ. لۀ همغه شېبې د پلار پۀ قاتلانو پسې ګرځم، پۀ هره مېلمستیا کې دغه چاقو ښکاره کوم او انتظار کوم چې د چاقو څښتن او زما د پلار قاتل پیدا شي. قاضي صیب، اوس مې د پلار قاتل پیدا شو، همدغه شپږو وروڼو زما پلار قتل کړی او زما د پلار مالونه یې غلا کړي. قاضي صیب، امر وکړه چې زما د پلار مالونه بېرته راکړي او د پلار د وینې بیه هم پرې کړي!
بهلول دا خبرې ظاهرا خرۀ ته کولې خو ضمنا یې غوښتل چې د خرۀ څښتن یې هم زده کړي. خرۀ ته یې بل ګوزار هم ورکړ او ویې ویل: ای خره! پوهـ شوې که سهار ته دې بیا پۀ کوتکو تېر کړم؟
د خرۀ څښتن وویل: ګرانه بهلوله! نۀ تنها خر بلکې زۀ هم پوی شوم او وعده کوم چې پۀ هېڅ مجلس کې به لۀ خپل شان اوچت ځای کې نۀ کېنم، که رانه ونۀ پوښتل شي خبرې به نۀ کوم او که رانه ونۀ غوښتل شي، جېب ته به لاس نۀ وړم.
بهلول چې باوري شو سړی پوی شوی، لاړ او بې‌غمه ویدۀ شو. سهار یې سړی لۀ خوبه بېدار کړ، قاضي ته یې وروست او خپله بېرته کور ته راغی!
قاضي د بهلول مېلمه ته مخ کړ او ورته ویې ویل: ایا دا چاقو ستا مال دی!
سړي وویل: نه، دا چاقو زما مال نۀ دی. زیات وخت یې څښتن پسې ګرځم خو پیدا کولی مې نۀ شو تر څو دغه چاقو بېرته ورکړم. دا چې دغه چاقو د دغه شپږو وروڼو مال دی، زۀ یې پۀ لېوالتیا سره بېرته ورته سپارم!
قاضي یادو شپږو وروڼو ته مخ کړ او ویې ویل: تاسو چاقو وګورئ، که ستاسو مال وي نو وایې‌خلئ!
مشر ورور چاقو واخېست او پۀ موسکا یې وویل: قاضي صیب، زۀ باوري یم چې دا چاقو زما د پلار ورک شوی چاقو دی!
نورو پنځو وروڼو هم د مشر ورور خبره تکرار کړه.
قاضي د بهلول لۀ مېلمه وپوښتل: تا دا چاقو چېرته پیدا کړی و؟
سړي وویل: قاضي صیب، دا چاقو تر شا یوه خورا مفصله کیسه لري! پلار مې کلونه مخکې د یو لوی کاروان مشري کوله. د ښارونو تر منځ یې مالونه وړل او راوړل او تجارت یې کاوۀ. یوه شپه خبر راغی چې پلار مې د لارې غلو قتل کړی او ټول مالونه یې لوټلي دي!
کله چې زۀ د پېښې ځای ته ورغلم، ومې لیدل چې د پلار پۀ زړۀ کې مې دغه چاقو بند و، چاقو مې راوویست، پلار مې دفن کړ او لۀ همغه وخته د چاقو څښتن پسې ګرځېدم ځکه چې د چاقو څښتن زما د پلار قاتل دی! لۀ همدې امله مې هر مجلس کې دا چاقو ښکاره کاوۀ تر څو څښتن یې پیدا شي!
قاضي صیب، دا دی بالاخره زما د پلار قاتلین پیدا شول، امر وکړه چې زما د پلار مالونه بېرته راکړي او هم زما د پلار د وینې بیه پرې کړي!
شپږو وروڼو یو بل ته وکتل، پۀ یو لوی مشکل او ناورین کې ګیر وو، ځکه د خپلې دروغجنې ادعا لۀ امله د غلو او قاتلانو تر نامه لاندې کلونه کلونه زندان تېرولو ته اړ وو نو تر ټولو مشر ورور وویل: قاضي صیب، زۀ ډېر باوري نۀ یم چې دا چاقو به زما د پلار مال وي، دا چې زیات کلونه تېر شوي نو فکر کوم اشتباه مې کړې ده!
نورو پنځو وروڼو هم لۀ ناچارۍ د مشر ورور خبرې تائید کړې او ویې ویل: دا چاقو فقط زمونږ د پلار چاقو ته ورته دی او همغه نۀ دی!
قاضي ډېر وخندل او د بهلول مېلمه ته یې وویل: چاقو دې واخله او بهلول ته ورشه. زۀ باوري یم چې دا خبرې بهلول درښودلې دي او تۀ هېڅکله نۀ توانېدې چې داسې خبرې وکړې!
سړي د شکر سجده وکړه، چاقو یې واخېست او لاړ!

کم گوی و بجز مصلحت خویش مگوی
چون چیز نپرسند تو از پیش مگوی

دادند دو گوش و یک زبان از آغاز
یعنی که دو بشنو و یکی بیش مگوی
ژباړه: نسیم الله درمل

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Noorullah Zadyoon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share