Dr: Laiq Sherzad ډاکټر لايق شيرزاد

  • Home
  • Dr: Laiq Sherzad ډاکټر لايق شيرزاد

Dr: Laiq Sherzad  ډاکټر لايق شيرزاد A Beautiful Life Begins With A Beautiful Mind. ❤ Anesthesiologist & Doctor (M.D, MBBS, RMP & DA) ❤😙

 #وياړم چې  #استاد یم او د هېواد د بچیانو په روزنه کې بوخت یمد اریانا ننګرهار د طبی علومو انستیتوت د اداری بورډ څخه نړۍ ...
29/07/2026

#وياړم چې #استاد یم
او د هېواد د بچیانو په روزنه کې بوخت یم
د اریانا ننګرهار د طبی علومو انستیتوت د اداری بورډ څخه نړۍ مننه کوم چې زموږ کړې خدمتونه یی وستایل او په غوره ستاینلیګ یې ونازولم

اریانا ننګرهار طبی علومو انستیتوت 27 دوری فارغت غونډه
Nangarhar Medical Institute
Aryana Nangarhar

25/07/2026

🖋📖📗

استادي یوازې یو مسلک نه، بلکې یو ستر رسالت دی. زما لپاره تر ټولو لوی ویاړ دا دی چې د خپل ګران وطن د ځوانانو په روزنه، علمي پرمختګ او د هغوی د روښانه راتلونکي په جوړولو کې خپله کوچنۍ ونډه ادا کوم.
باور لرم چې د هر ملت رښتینې پانګه یې تعلیم یافته، بااخلاقه او متعهد ځوانان دي. که موږ نن ځوان نسل په علم، اخلاقو او وطنپالنې وروزو، سبا به یو پیاوړی، پرمختللی او سوکاله افغانستان ولرو.
الله تعالی دې موږ ټولو ته د علم د خپرولو، د ځوانانو د سمې روزنې او د خپل وطن د خدمت توفیق راکړي.

په همدې ویاړ سره د عمر ځلاند ننګرهار روغتیايي علومو انستیتیوټ
د محترم مشرتابه او ادارې له لوري، د علمي او روزنیزو خدمتونو د قدردانۍ په موخه، په ستاینلیک ونازول شوم. دا ویاړ یوازې زما نه، بلکې د خپلو قدرمنو استادانو، همکارانو، محصلینو او ټولو هغو کسانو دی چې تل یې زما ملاتړ کړی دی.

د عمر ځلاند ننګرهار د طبي روغتیايي علومو انستیتیوټ محترم مشرتابه او ادارې څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د علم او خدمت ارزښت ته یې درناوی وکړ. دا ستاینلیک به ما لا زیات وهڅوي چې د خپل وطن د ځوانانو د علمي، مسلکي او اخلاقي روزنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړم.

ځانګړى مننه او مينه له دى دوو مشرانو د مينى مو پوروړى يم
Dawood Kakar . . . 👈🏼👈🏻👈🏽
Ismail Hakimi . 👈🏼👈🏻

18/07/2026

د مننې او قدردانۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله، د الله تعالی شکر ادا کوم چې د علم خدمت او تدریس په دې سپېڅلې لار کې یې د کار او خدمت فرصت را په برخه کړ
په ډېر درنښت او اخلاص سره د آریانا ننګرهار د روغتیايي علومو انسټیټیوټ محترم ریاست قدرمنو استادانو اداري کارکوونکو او ټولو همکارانو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې زما د علمي او مسلکي خدمتونو ستاینه یې د دې ارزښتناک ستاینلیک په ورکولو وکړه
دا ستاینلیک زما لپاره یوازې یو تقدیر نه دی بلکې د لا زیاتې هڅې صداقت امانتدارۍ او غوره خدمت کولو لپاره یو ستر مسؤلیت او الهام دی زه ژمنه کوم چې د خپلو زده‌کوونکو د علمي ودې د طبي اخلاقو د پیاوړتیا او د خپل هېواد د روغتیايي سکټور د پرمختګ لپاره به له خپلې ټولې وسې کار اخلم
همدارنګه د خپلو عزیزو همکارانو محصلینو او ټولو هغو کسانو څخه هم مننه کوم چې په هر پړاو کې یې زما ملاتړ کړی او د بریا په دې سفر کې یې راسره اوږه په اوږه ملتیا کړې ده
الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د علم په رڼا کې خپل ولس ته لا ډېر او غوره خدمت وکړو
په درنښت او درناوي
ډاکټر لايق "شيرزاد"
آریانا ننګرهار د روغتیايي علومو انسټیټیوټ علم اخلاص او خدمت زموږ د بریا بنسټ دی

🪜During a spinal anesthesia procedure, the spinal needle passes through these layers (from superficial to deep).💉Skin🪣Su...
10/05/2026

🪜During a spinal anesthesia procedure, the spinal needle passes through these layers (from superficial to deep).
💉Skin
🪣Subcutaneous tissue (fat)
🔩Supraspinous ligament
🗜️Interspinous ligament
🧰Ligamentum flavum
🧲Epidural space
🧬Dura mater
🩻Arachnoid mater
🔨Subarachnoid space (where CSF is found and anesthetic is injected.

Address


N/A

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr: Laiq Sherzad ډاکټر لايق شيرزاد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share