زمونږ انتخاب

زمونږ انتخاب Information about infectious disease

زمونږ په جامعه کې هره ورځ په زر هاوو خلک د محرقې په نوم تداوي کیږي.مګر د محرقې تشخیص او تداوي په بازاري ټیستونو چې د نړی...
11/08/2026

زمونږ په جامعه کې هره ورځ په زر هاوو خلک د محرقې په نوم تداوي کیږي.
مګر د محرقې تشخیص او تداوي په بازاري ټیستونو چې د نړیوال طبابت د منلو وړ نه دي او ډیر اشتباهات لري تر سره کیږي.
دقیق ډول یو ځای کې هم د محرقې تشخیص نه ترسره کیږي، یعني یو داکتر هم د کلچر معاینه تر سره نه کړه.
نوټ: ممکن اکثره اشخاص به محرقه ولري مګر خبره د دقیق تشخیص ده چې نه ترسره کیږي.
نو بنآ د محترمو داکتر صاحبانو مې هیله ده چې تش په نامه بازاري ټیستونو باندې د خلکو مصارف مه کوې.

څنګه ورته وګورمه، سترګې زما لمر وهيسپینې کیسې نشم کړی، جلاد مې رانه سر وهي ولې مو د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده؟بده ده چې...
11/12/2024

څنګه ورته وګورمه، سترګې زما لمر وهي
سپینې کیسې نشم کړی، جلاد مې رانه سر وهي

ولې مو د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده؟
بده ده چې ښځه باندې لاس پردی ډاکټر وهي

دا خلک که نن د رڼاګانو لښکر جوړ نه کړي!!
چا باندې سبا ته بیا د تورو شپو لښکر وهي؟
Copy

تــعلیم مـه کوه خورکۍ چې کافرېږېپه کوڅو کې خیراتونه غواړه خیر دیکاپی
07/12/2024

تــعلیم مـه کوه خورکۍ چې کافرېږې
په کوڅو کې خیراتونه غواړه خیر دی
کاپی

چې تعلیم کـړم مــلا جانه بي حیاۀ یـمچې سوالګره په کوڅو ګرځم نو ښه یمچې رنځوره شم یو ځوان طبیب می ګوريبیـا حیـا او پــرده...
04/12/2024

چې تعلیم کـړم مــلا جانه بي حیاۀ یـم
چې سوالګره په کوڅو ګرځم نو ښه یم

چې رنځوره شم یو ځوان طبیب می ګوري
بیـا حیـا او پــرده نـشتــه عـجـیبـه یـم.
#تعليم 😔

23/11/2024

ابو هريرة رضي الله عنه فرمايي : چي رسول الله ﷺ وفرمایل:
داسي څوک شته چې دغه خبري زما څخه واخلي بيا خپله عمل په وکړي او يا يې داسي چا ته ورزده کړي چي هغه عمل ورباندي وكړي؟
ابو هريرة رضي الله عنه ورته وويل: زه يې غواړم اې د الله رسوله! (ابو هريرة رضي الله عنه وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم زه تر لاسه ونیولم پنځه یې و شمېرل بيا يې راته وويل:

⓵ د حرامو څخه ځان وساته په خلکو کښي به زيات عبادت کونکی شئ.
⓶ د الله جل جلاله په تقسیم راضي سه په خلکو کښي به زيات شتمن شئ.
⓷د همسایه سره ښه سلوک کوه (کامل) مؤمن به شي.
⓸خلکو ته هغه څه خوښوه کوم چي ځانته يې خوښوې (کامل) مسلمان به شئ.
⓹ډېره خندا مه کوه ځکه ډېره خندا د شک پرته زړه وژني.
📚رواه أحمد والترمذي، انظر حديث رقم (۱۰۰) في صحيح الجامع.

راځې چې په دې هکله هم معلومات حاصل کړو. !!!صابونصابون څنګه خیری پاکوي؟دا مو اورېدلي چې اوبه د ډېرو موادو محلول دي. خو دا...
22/09/2024

راځې چې په دې هکله هم معلومات حاصل کړو. !!!
صابون
صابون څنګه خیری پاکوي؟
دا مو اورېدلي چې اوبه د ډېرو موادو محلول دي. خو داسې مواد شته چې اوبه یې نه حلوي. لکه خیری او غوړ. علت یې دا دی چې د خیرو/غوړیو د مالیکولونو تر منځ قوه (لزجیت) ډېره ده یعنې سرېښ والی لري او د اوبو د مالیکولونو سره اړیکه نه جوړوي.
د دې لپاره چې خیری/غوړ په اوبو کې حل شي داسې موادو ته اړټیا ده چې دا دواړه مواد سره وتړي. صابون دقیقا همدا کار کوي.
صابون له دوو برخو جوړ دی. یوه یې هیدروفوبیک ده چې غوړو موادو (خیري) سره تعامل ته لېوالتیا لري او دوهمه یې هیدروفیلیک ده چې د اوبو مالیکولونو ته لېوالتیا لري.
کله چې صابون په خیرن څیز وکارول شي، د هیدروفوبیک برخه یې خیرن/غوړ مالیکولونه احاطه کوي او په دې توکه د نورو مالیکولونو سره یې اړیکه ماتوي. په دې توګه د خیرو بېل شوي مالیکولونه د اوبو سره مخلوط او د دې لامل کېږي چې اوبه یې له ځان سره یوسي. یا په بل عبارت صابون د دې زمینه برابروي د خیري مالیکولونه په اوبو کې حل او له سطحې پاک شي.
#ساینس زده کړئ!
Copy

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when زمونږ انتخاب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category