OPHCD

Call Website Contact the practice

OPHCD Providing Health Facilities and working for the betterment of the society

واکسین، اطفال شما را در برابر امراض‌ خطرناک و ساری محافظت می‌کند و برای صحت و رشد سالم آنان بسیار مهم است.—————-Vaccines...
24/10/2026

واکسین، اطفال شما را در برابر امراض‌ خطرناک و ساری محافظت می‌کند و برای صحت و رشد سالم آنان بسیار مهم است.
—————-

Vaccines protect children against dangerous and infectious diseases and are essential for their health and healthy growth.

OPHCD

24/10/2026
د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د مېروخیلو په سېمه کې د فرعي روغتیايي مرکز د پرانېستې مراسم ترسره شول.په دې مراسمو کې د ک...
24/10/2026

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د مېروخیلو په سېمه کې د فرعي روغتیايي مرکز د پرانېستې مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست استازو، د ملاتړ کوونکي ميډیر دفتر استازو، د معروف ولسوالۍ د روغتیا مسؤلینو، د صحي شورا غړو او د (OPHCD) مؤسسې استازو ګډون کړی و.

یاد روغتیايي مرکز به د سېمې اوسېدونکو ته د ناروغانو د لومړنۍ معاینې او درملنې، د مور او ماشوم روغتیا، واکسیناسیون، د تغذیې مشورو او روغتیايي پوهاوي په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه، د اړتیا په صورت کې به ناروغانو ته د مناسبو روغتیايي مرکزونو د راجع کولو زمینه برابروي.

د دغه مرکز پرانیسته به د سیمې خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په ښه والي کې مهم رول ولوبوي او د هغوی روغتیايي اړتیاوو ته به پر وخت د رسېدنې زمینه برابره کړي. د (OPHCD) مؤسسه د خپلو روغتیايي فعالیتونو له لارې هڅه کوي چې د ټولنې روغتیايي اړتیاوو ته ځواب ووایي، د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په پراختیا کې ونډه واخلي او د خلکو د روغتیايي پوهاوي کچه لوړه کړي.
————————————-

Opening of a Sub-Health Center in Maruf District, Kandahar

The opening ceremony of a Sub-Health Center was held in Maruf District, Kandahar Province, with the participation of representatives from the Provincial Public Health Directorate of Kandahar, MEDAIR, district health officials, health shura members, and OPHCD.

The center will provide essential healthcare services, including maternal and child health, vaccination, nutrition counseling, health education, and patient referrals.

remains committed to supporting communities by providing essential healthcare services and improving access to quality healthcare.

OPHCD

Medair

ګرانو والدینو!واکسین ستاسو ماشومان له ګواښوونکو او ساري ناروغیو څخه ساتي او د هغوی د سالمې ودې لپاره ډېر مهم دي.خپل ماشو...
24/10/2026

ګرانو والدینو!

واکسین ستاسو ماشومان له ګواښوونکو او ساري ناروغیو څخه ساتي او د هغوی د سالمې ودې لپاره ډېر مهم دي.

خپل ماشومان د واکسین په ټاکلي وخت کې واکسین کړئ او ټول اړین دوزونه ورته بشپړ کړئ. د واکسین کارت له ځان سره وساتئ او که ستاسو ماشوم له کوم واکسین څخه پاتې وي؛ نو حتمي یې د واکسین نږدې مرکز ته ورسوئ.

په یاد ولرئ؛ واکسین د ماشومانو د روغتیا او سالم راتلونکي د تضمین لپاره مهم ګام دی. پر همدې اساس خپل ماشومان واکسین کړئ او له ناروغیو یې وساتئ.
————-

Dear Parents,

Vaccination protects your children against dangerous and infectious diseases and plays a vital role in their healthy growth and development.

Make sure your children receive their vaccinations on time and complete all the required doses. Keep their vaccination cards safe, and if your child has missed any vaccine, be sure to take them to the nearest vaccination center.

Remember, vaccination is an important step in protecting children’s health and ensuring a healthier future. Vaccinate your children and protect them from diseases.

OPHCD
UNICEF Afghanistan

د اکتوبر ۲۴مه - د پولیو نړیواله ورځ | هر ماشوم د خوندیتوب حق لري!د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت، د OPHCD مؤسسه یو ځل بیا...
24/10/2026

د اکتوبر ۲۴مه - د پولیو نړیواله ورځ | هر ماشوم د خوندیتوب حق لري!

د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت، د OPHCD مؤسسه یو ځل بیا د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي. زموږ ټیمونو د واکسیناسیون د فعالیتونو له لارې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، حتی د لېرې پرتو سېمو ماشومانو ته هم واکسین رسولی او د پولیو پر وړاندې یې د هغوی په ساتنه کې ونډه اخیستې ده.

مونږ ژمن یو چې خپلو هڅو ته به دوام ورکوو، بلې! لا ډېرو ماشومانو ته ځانونه رسوو او د ټولنې د پوهاوي په لوړولو سره له پولیو څخه د پاک افغانستان په جوړولو کې خپله غوښنه ونډه ادا کوو.

راځئ، په ګډه د پولیو پر وړاندې مبارزه وکړو او د هر ماشوم راتلونکی خوندي کړو!
—————

October 24 – World Polio Day | Every Child Deserves Protection!

On World Polio Day, OPHCD its commitment to polio eradication in country. Through our immunization activities, our teams have reached children across provinces, including remote areas, helping protect them against .

We remain committed to continuing our efforts, reaching even more children, and raising community awareness to play a stronger role in building a polio- country.

Together, let’s fight and protect the of every child!

OPHCD
UNICEF Afghanistan

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده چې ډېری وخت سږي اغېزمنوي. که له دوو اونیو زیات ټوخی، د شپې خولې، تبه او د وزن کمېدل ولرئ، نو ...
24/10/2026

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده چې ډېری وخت سږي اغېزمنوي. که له دوو اونیو زیات ټوخی، د شپې خولې، تبه او د وزن کمېدل ولرئ، نو حتمي روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.

د وختي تشخیص او بشپړې درملنې له لارې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه ممکنه ده. مونږ ستاسې د بشپړې او دوامداره ښې روغتیا په امید یوو.

د هرې ناروغۍ د علاج شتون په اړه:حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«مَا أَنزَل...
24/10/2026

د هرې ناروغۍ د علاج شتون په اړه:

حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«مَا أَنزَلَ اللهُ دَاءً إِلَّا أَنزَلَ لَهُ شِفَاءً.»

ژباړه: «الله تعالی هېڅ داسې ناروغي نه ده نازله کړې (پیدا کړې)، مګر د هغې علاج یې هم نازل کړی دی.»

د روغتیا او عافیت غوښتنه:رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«سَلُوا اللهَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ، فَإِنَّ أَحَدًا...
23/10/2026

د روغتیا او عافیت غوښتنه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«سَلُوا اللهَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ، فَإِنَّ أَحَدًا لَمْ يُعْطَ بَعْدَ الْيَقِينِ خَيْرًا مِنَ الْعَافِيَةِ.»

ژباړه: «له الله تعالی څخه بښنه او عافیت (روغتیا او سلامتیا) وغوښتل شي، ځکه چا ته د یقین (ايمان) وروسته له عافیت او روغتیا څخه بل غوره نعمت نه دی ورکړل شوی.»

«نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ»«دوه نعمتونه دي چې ډېری خلک پکې غولېدلي (...
22/10/2026

«نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ»

«دوه نعمتونه دي چې ډېری خلک پکې غولېدلي (زیانمن شوي) دي: روغتیا او فراغت (خوشالي او بې بوختیا).»

(رواه البخاري)

په خپلې روغتیا ډېر پام وکړئ او له خپل وخت څخه سمه استفاده وکړئ. (OPHCD) همېشه ستاسو د بشپړې او ښې روغتیا په امید او غوښتونکې ده.

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼ...
22/10/2026

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري.

د سامعې سېستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول لري. مڼه په ټوله نړۍ کې یوه مشهوره مېوه ده. ددې مېوې د ونې علمي نوم "مالوس دومستيکا" دی.

پدې اړه نور اړین روغتیایي معلومات زمونږ د همدې پوسټ په لومړي کمېنټ کې لوستلی شي.

Address

Taimani Sabiqa , 5th Street, District4th
Kabul
1003

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when OPHCD posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to OPHCD:

Shortcuts

Share