28/02/2026
د قانون او عدالت مبارزه د هر انسان د حق، د بشریت د ارزښتونو، او د افغانستان د ټولو ولسونو د سوکالۍ لپاره ده
The pursuit of Law and Justice is dedicated to safeguarding the rights of every individual, upholding the principles of humanity, and advancing the well-being and prosperity of all the peoples of Afghanistan.
Mustafa Kamal Salarzai
بسم الله الرحمن الرحیم
د ملي حاکمیت د ژغورنې ستراتیژي، د استخباراتي بصیرت، حقوقي مشروعیت او فعالې دیپلوماسۍ
پر محور د امنیت او قدرت نوې معادله
د قانون او عدالت د غیر سیاسي مکتب له لیدلوري، ملي حاکمیت یوازې د جغرافیایي کرښو دفاع نه ده، بلکې د ارادې، مشروعیت او حقوقي بنسټونو هغه ټولیز جوړښت دی چې یو ملت ته د خپل برخلیک د ټاکلو صلاحیت ورکوي. په اوسني سیمه ییز چاپېریال کې چېرته چې د دولتونو ترمنځ اړیکې د ښکاره ډیپلوماسۍ تر څنګ د پټو استخباراتي شبکو، نیابتي معادلو او ستراتیژیکو فشارونو پر محور څرخي، د سیاسي بصیرت کمښت د حاکمیت د زوال لومړنی ګام ګڼل کېږي. د همدې منطق پر بنسټ، قانون او عدالت غیر سیاسی حرکت ټینګار کوي چې هغه نظام چې د خپل امنیت تعریف له ولسي رضایت او حقوقي مشروعیت څخه جلا کړي، په حقیقت کې د دوام له اساسي شرط څخه بې برخې کېږي. امنیت یوازې د وسلو په درلودلو نه تأمینېږي، امنیت هغه وخت پایدار کېږي چې سیاسي جوړښت د قانون پر محور، قضاوت د عدالت پر تله، او اداره د حساب ورکونې پر بنسټ ولاړه وي. کله چې زندانونه د سیاسي مخالفینو او فکري منتقدینو څخه ډک وي، دا د نظام د ځواک نښه نه، بلکې د هغه د مشروعیت د کمزورۍ څرګند اعتراف دی. په نړیوالو حقوقو کې د دولت مشروعیت د خلکو له ارادې، د بشري حقونو له رعایت او د اساسي ازادیو له تأمین سره تړلی دی، که دا عناصر له منځه ولاړ شي، دولت په ظاهري بڼه پاتې کېږي خو په ماهیت کې خپل اخلاقي او حقوقي بنسټ له لاسه ورکوي. قانون او عدالت غیر سیاسی حرکت استدلال کوي چې افغانستان ته تر ټولو لوی ګواښ هغه مهال رامنځته کېږي چې داخلي انسجام مات شي او د اختلاف غږ د دښمن په نوم تعریف شي، ځکه دا چلند بهرنیو لاسوهنی کوونکو ته د نفوذ دروازې پرانیزي. د استخباراتي تحلیل له مخې، هر هغه ځواک چې د خپل دښمن د تمویل سرچینې، تبلیغاتي میکانیزمونه او ستراتیژیک اهداف وپېژني، کولای شي د نیابتي جګړو له جال څخه ځان وژغوري، خو هغه نظام چې د پوهې او عصري ټکنالوژۍ ارزښت کم وبولي، په عملي ډول خپل دفاعي ظرفیت محدودوي. ستراتیژیک خوداتکایي د علم، اقتصاد او سیاسي ثبات په مثلث کې معنا پیدا کوي، او که دا درې واړه کمزوري شي، حاکمیت یوازې یو تش شعار پاتې کېږي.
په همدې تسلسل کې، سیاسي ثبات هغه مهال ټینګېږي چې دولت د نړیوالو حقوقو له معیارونو سره سم د خپلو وګړو اساسي حقوق خوندي کړي، د جنسیت پر بنسټ تبعیض پای ته ورسوي، د تعلیم او کار دروازې پر ټولو اتباعو پرانیزي او د شفافو ادارو له لارې د عامه شتمنیو ساتنه وکړي. کله چې د نجونو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړل کېږي، دا یوازې ټولنیز محدودیت نه دی، بلکې د ملي ظرفیت نیمایي برخه له فعالیته غورځول دي، چې په پایله کې اقتصادي کمزوري، فکري انزوا او نړیوال انزوا لا پسې ژورېږي. په امنیتي محاسبه کې، هغه هېواد چې له عصري علم، ټکنالوژۍ او مسلکي کدرونو بې برخې شي، نه شي کولای د خپلو سرحدونو مؤثره دفاع وکړي او نه هم د سیمه ییزو قدرتي معادلو په میز کې د برابرو خبرو اترو موقعیت ترلاسه کولی شی. د متخصصو ځواکونو وتل، د انساني پانګې فرار، او د حساب ورکونې نشتوالی د دولت د نرم او سخت ځواک دواړه کمزوري کوي. که د عامه سرچینو، منرالونو او ملي شتمنیو مدیریت شفاف نه وي، دا وضعیت نه یوازې اقتصادي بحران ژوروي بلکې د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو له مخې د حساب غوښتنې زمینه هم برابروي. قانون او عدالت غیر سیاسی حرکت باور لري چې پایدار سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېږي چې سیاسي رقابت د قانون له لارې تنظیم شي، نه د زور له لارې؛ او دیپلوماسي هغه وخت اغېزمنه وي چې د کورني مشروعیت پر بنسټ ولاړه وي. افغانستان کولای شي د متوازن بهرني سیاست، سیمه ییزو همکاریو او فعاله څو اړخیزه ډیپلوماسۍ له لارې خپل ځای تعریف کړي، خو دا به هغه مهال ممکن وي چې په داخل د هیواد کی د قانون حاکمیت، د بشري حقونو تأمین او د خلکو اراده د قدرت د مشروعیت سرچینه وګرځي. په ادبي تعبیر، ملت لکه هغه ونه ده چې که څه هم توپان یې څانګې ماتوې، خو تر څو چې ریښه یې په عدالت، پوهه او اراده کې ژوره وي، بیا هم د بیا زرغونېدو ځواک لري، او همدا ریښه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د ملتونو بقا تضمینوي.
په درنښت
پروفیسور ډاکتر مصطفی کمال سالارزي
د قانون او عدالت مدني حرکت مشر او بنسټګر
او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نړیوالو انساني حقونو مدافع