06/06/2026
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېرې خواشینۍ او ژورې غمرازۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د خوست ولایت وتلی، دروند او محترم شخصیت، متخصص ترینر ډاکټر اشرف ځدراڼ، د ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد ډاکټر اشرف ځدراڼ یو مهربان، بااخلاقه، مخلص او د خلکو ریښتینی خدمتګار و. هغه د طب په ډګر کې د خپلې پراخې تجربې، مسلکي پوهې او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له لارې د ګڼ شمېر ناروغانو او زدهکوونکو زړونو کې ځانګړی ځای خپل کړی و، او د خلکو ژوند ته یې هیله، روغتیا او خوښي وربښلې وه.
د هغه مړینه نه یوازې د درنې کورنۍ، دوستانو او شاګردانو لپاره، بلکې د خوست ولایت او ټولې ټولنې لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
موږ د لوی خدای جل جلاله له درباره ارواښاد ته د جنت الفردوس لوړې درجې، بشپړ مغفرت او پراخ رحمت غوښتنه کوو، او درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټولو خواخوږو ته د جمیل صبر او عظیم اجر دعا کوو.
الله تعالی دې ارواښاد وبښي، قبر دې یې د جنت له باغونو څخه وګرځوي او فردوس جنت دې یې ابدي استوګنځای وګرځوي.
آمین