14/08/2026
❤️ د زړه ګراف (ECG) ولې مهم دی؟
د زړه ګراف یوه ساده او مهمه معاینه ده چې د زړه د برېښنايي فعالیت په اړه معلومات راکوي.
🔹 د زړه د ضربان ګډوډي تشخیصوي
🔹 د زړه د حملې نښې څرګندوي
🔹 د زړه د وینې کمښت (Ischemia) په معلومولو کې مرسته کوي
🔹 د زړه د ضربان تېزوالی یا کموالی ارزوي
🔹 د زړه د ځینو نورو ناروغیو په تشخیص کې مرسته کوي
⚠️ د سینې درد، ساه لنډۍ، د زړه درزا یا بېهوښۍ په صورت کې د ECG اهمیت ډېر زیات دی.
❤️ د زړه روغتیا ته پاملرنه، د ژوند ساتنه ده.
ډاکټر کفايت الله اماني