Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي

Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي ښه غاښونه ښه صحت

30/01/2026

تل مو هڅه همدا وي چي مريض زموږ راضي اوسي
PFM crowns 🦷👕🪥

که غواړئ چي ښکلي او ښايسته غاښونه ولري طيبي د غاښونو کلينيک انتخاب کړئ موږ ستاسې د لاسه تللي ښکلا بيرته برابروPfm Crowns
04/01/2026

که غواړئ چي ښکلي او ښايسته غاښونه ولري طيبي د غاښونو کلينيک انتخاب کړئ موږ ستاسې د لاسه تللي ښکلا بيرته برابرو
Pfm Crowns

موږ هڅه کوو چي په معياري ډول خپلو هيوادوالو ته خدمات وړاندې کړو
01/01/2026

موږ هڅه کوو چي په معياري ډول خپلو هيوادوالو ته خدمات وړاندې کړو

که غواړئ چي روغ صحت ولري نو د خپلي خولي حفظ الصحه په درست ډول ترسره کړې موږ هڅه کوو چي ستاسي د لاسه تللي ښکلا بيرته تامي...
25/12/2025

که غواړئ چي روغ صحت ولري نو د خپلي خولي حفظ الصحه په درست ډول ترسره کړې
موږ هڅه کوو چي ستاسي د لاسه تللي ښکلا بيرته تامين کړو

کوچینیان مه پرېږدی چي خپل ګوته  په خوله کي نیسي، یایې روي.اینده کي د غاښونو او وريو د بي نظمی سبب سبب ګرځي
16/05/2025

کوچینیان مه پرېږدی چي خپل ګوته په خوله کي نیسي، یایې روي.
اینده کي د غاښونو او وريو د بي نظمی سبب سبب ګرځي

26/01/2025

ډير ګټور معلومات دي يو ځل يي وګورئ

د مريض په خوله خندا راوستل هم خواري غواړي
24/01/2025

د مريض په خوله خندا راوستل هم خواري غواړي

تل بايد هڅه وکړو چي مريض راضي کړو او خپل مسلک کي نوره هم خواري وکړو
15/01/2025

تل بايد هڅه وکړو چي مريض راضي کړو او خپل مسلک کي نوره هم خواري وکړو

په خپل مسلک کي کوشش کوو چي هيوادوالو ته لا ښه خدمات وړاندې کړو او په شونډو يي موسکا راولو نوټ مريض وخت نه درلوده چې ارتو...
30/01/2024

په خپل مسلک کي کوشش کوو چي هيوادوالو ته لا ښه خدمات وړاندې کړو او په شونډو يي موسکا راولو
نوټ مريض وخت نه درلوده چې ارتودنسي مو ورته کړئ وه
مريض عکس مخکي د کار او وروسته د کار

زموږ هيله ستاسو خوشحالي ده
29/01/2024

زموږ هيله ستاسو خوشحالي ده

19/06/2022

د ويني کموالي (Anemia)

دوينې کموالى په وينه کې دهيمو ګلوبين د کچي له ټيټوالي څخه عبارت ده چې دوينې دسرو حجراتو دکيفيت يا کميت له کموالي سره څرګنديږي. د ويني د سرو حجرو شمير کموالى کيداى سي دلاندې مواردو په پايله کې رامنځته سي.

• دتوليد کموالي
• داوسپنې د فوليت يا دواړواو ويټامين 12B دتغذيې کموالى، چى دهيموګلن بين په توليد کې هغوى ته اړتياده .
• خوار ځواکې – دخوراکې موادو کموالى دوينې دکموالي ډير معمول لامل دى.
• اميدواري.
• مزمن سيستميکې ناروغۍ.
• دهډوکي دمغز دتوليد کموالى ( لوکيميا او يا نورې ناروغۍ).
• انتان.
• خراب جذب.
• دتخريب زياتوالي ( هيموليز).
• ملاريا.
• انتان ( ويروسي باکتريايي).
• ددرملوغبرګونونه د ( مثال په توګه Cytoxtoxics,Co –Trimoxazol,Primaquine يا دمشتقات Nitrofuran ).
• Hyperplensim ، دانزايمونو کموالي.
• دويني ضايع کيدل.
• پرازيټي انتانات ( دمثال په ډول چنګکي چينجي ،Whipworm ).
• دوينې ضايع کيدل په مياشتنى عادت کى له ډيرى وينې راتلني يا ږيږون سره .
• په مزمنه توګه دوينې له لاسه ورکول، دمعد او اثناعشر له ټپ څخه راپيداسوې ناروغۍ، بواسير، يا دکولمو سرطان.
تشخيص
• دوينې دکموالي اعراض او علايم دهغه دمزمنوالي او شدت ددرجي له مخې توپير لري.
• دويني خفيف کموالى کيداى سي کومه نښه ونلري ، په عمده موندنو کې کيداى سي لاندې موارد شامل وي:
o الوتى رنګ – منضمه ،مخاطي غشا او دنوکانو بستر.
o ستړيا، داشتها نشتوالې ،دسړښت نه زغمل.
o دسر درد او ګنګس والى.
* دوينې شديد کموالى ( په هر ډيسي ليتر کې له ٧ ګرامه څخه کم هيموګلوبين HB ) چې دلاسونو په ورغوي کې درنګ له شديد خسافت سره مل وي، داحالت کيداى سي په سالنډۍ او دزړه دعدم کفايى لامل سي.
* دوينې دکموالي لپاره دتعريف سوي ارزښتونه دعمر اوجنس له مخې توپير لري ،په ټولنيزه توګه په ماشومانو کې په هر ډيسي ليتر کې له ١٠ لس ګرامو څخه کم ( له ٢٨ هيماتوکريت سره سمون لري) او په لويانو کې په هر ډيسي ليترکې له ١٢ ګرامو څخه کم ( له ٣٢ هيماتوکريت سره سمون لري) دويني دکموالي تعريف دى.

18/06/2022

شاک:Shock
د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درملنه په وخت تر سره کړی.

تعریف:Diffination
شاک قوی ژوند ګواښونکی حالت دی. شاک هغه وخت رامنځته کیږی چی کله بدن ته د دورانی وینی بهیر کم یا له ستونزی سره مخ شی.

شاک پنځه⑤ اصلی ډولونه لری چی په لاندی توګه یی یادونه کیږی.

① — اناپیلاکتیک شاک:Anaphylactic Shock
دا ډول شاک د حساسیت په وړاندی دبدن د عکس العمل په پایله کی منځته راځی. عوامل یی.

درمل لکه پنسیلین،سیفالوسپورین او وریدی آیرن.
د خزندو نیش یا چیچلو له لاری.
دځینو نباتاتو شیره...

نښی: Sign/Symptoms
← د فشار ټیټ والی یا سقوط.
←د تنفس یا ساه اخیستلو ستونزی
← د ژبی او شونډانو پړسیدل.
← د پوستکی رنګ الوتل.

درملنه: Treatment
ایپنفرین (epinephrine)وریدی لګول ورپسی هایدروکورتیزون(hydrocortisone) او انتی هستامینیک د تنفس د اخستلو لپاره اکسجن او یا هم برانکودایلوټورز لکه البوتیرول(albuterol) تطبیقول.

②— کاردیو جینیک شاک:Cardiogenic shock
دغه شاک معمولا د زړه عضلی ته د وینی له نه رسیدلو یا (MI) او د زړه د حملی (heart attack) په پایله کی واقع کیږی.

نښی:S/S
←د زړه د حرکاتو ډیریدل(increased heart rate)
←سخت او زر زر تنفس.
← د رنګ بدلیدل یا الوتل.
← د تشو متیازو نشتون یا کمیدل.
Treatment : درملنه:
د ترومبولایتیک درمل تر څو وینه نرۍ کړی او د جراحۍ عملیات انجیوپلاستی تر سره کول.

③— هیمورجیک شاک hemorrhagic Shock
دا شاک هغه مهال رامنځته کیږی چی بدن ۲۰% سلنه یا تر دی زیاته وینه له لاسه ورکړی. چی ډیری وخت د ټپی کیدلو او ترافیکی پیښو وروسته منځته راځی.
نښی:S/S
← د وینی بهیدل.
←خولی کیدل.
←ګنګسیت.
←ګچ او ګول کیدل(Confusion)
←په بیړه تنفس کول.
←د ننۍ وینی بهیدنی په صورت کی د ګیډی درد ،ګانکی او د تور رنګه غایطه موادو خارجول.

درملنه: Treatment
داسی مرسته وشی چی د وینی بهیدل و دروی او دلاسه تللو مایعاتو د بیا پوره کولو لپاره وریدی کرستلویید او د وینی ور کونه پیل شی.
داسی درمل لکه ډوپامین (dopamine) او ایپنیفرین(epinpherine) د زړه د حرکاتو د زیاتید او دوینی د پمپ کولو د قدرت په خاطر تطبیق شی.

④— نیوروجینیک شاک:Nueroginic Shock
دا رقم شاک هغه وخت راځی چی د عصبی مرکزی سیستم خرابتیا رامنځته شی او یا (spinal cord) ته صدمه ورسیږی.

نښی:S/S
←دفشار یو ناڅاپه ټیټدل.
← ګرم او رنګ الوتی پوستکی.
← د زړه د حرکاتو کموالی.

درملنه: Treatment
د لاندی درملو کارونه
لکه ، atropine، Dopamine ،vasoprosin تطبیقول تر څو د زړه حرکات او د زړه ضربان نارمل حالت ته راوګرځی.

⑤— سیپټیک شاک:Septic Shock
دا ډول شاک د باکتریاوو، ویروسونو او فنګل د حملی په پایله کی چی سيپسیس(Sepsis) رامنځته کوی او بیا سيپټیک شاک را منځته کیږی.

نښی:S/S
د تشو متیازو کموالی.(low urine out)
تبه.
ګنګسیت.
سرګرځیدل.
د زړه ضربان زیاتوالی.
زر زر تنفس کول.

درملنه: Treatment
د موجود انتان لپاره د هغه اړوند وریدی انتی بیوتیک ورکول د حیاتی اورګانونو له خرابیدلو مخنیوی د انسولین او کورتیکواستروییدونو تطبیقول.

مونږ او تاسی په ورځنی ژوند له دی ډول پیښو سره مخ کیږو نو لازمی بریښی ترڅو د خپلی پوهی په اساس د هیوادوالو او خپلو کورنیو د مرګ کچه را کمه کړو.
مننه

Address

Kabul

Telephone

+93777300502

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tayyebi Dental clinic کلينک دندان طيبي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share