Dr Wahidullah wahide

Call

Dr Wahidullah wahide Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Wahidullah wahide, Doctor, Ahmad Shah Baba Mena, Kabul.

راځي چي لږ درمل خو وپيژنووو👉👉1 Tab_Paracetamol .پرستامول درد او تبی لپاره .2 Tab_Doragesic . دوراجزیک د عضلاتو درد لپاره...
16/08/2023

راځي چي لږ درمل خو وپيژنووو👉👉

1 Tab_Paracetamol .
پرستامول درد او تبی لپاره .
2 Tab_Doragesic .
دوراجزیک د عضلاتو درد لپاره .
3 Tab_Ibobrofin .
بروفین د‌عضلاتو درد لپاره .
4 Tab_Diclofinac .
دیکلوفینک د عضلاتو درد لپاره .
5 Tab_Mecobalamin .
میکوبلامین د عضلاتو درد لپاره .
6 Tab_Relife .
ریلیف د سر درد لپاره .
7 Tab_Ponestan .
پونستان د غاښونو درد لپاره .
8 Tab_naproxin .
نیپروکسین د عضلاتو درد لپاره .
9 Tab_Aspirin
اسپرین درد مفصلی عضلات صاف
10 Tab_Acetaminophen .
استامینوفن درد او تبی لپاره .
11 Tab_ Etodolac .
ایتودولاک درد او تبی لپاره .
12 Tab_ Rastophin .
رستوفین د متوسط درد لپاره .
13 Tab_ Reboseld .
ربوسد د‌متوسط درد لپاره .
14 Tab_ Oxipamol .
اوکسی پامول دردمفصلی عضلات صاف .
15 Tab_ Oxipar .
اوکسی پر دردمفصلی عضلات صاف .
16 Tab_ Optalidone .
اوپتلیدون د سر درد لپاره .
17 Cap_ Piroxicam .
پیروکسیکام د عضلاتو درد لپاره .
18 Cap_ Ceclucip .
سیکلوسیپ عضلاتو درد لپاره .
19 Cap_ Sulpreid .
سلپرید برای عضلاتو درد لپاره .
20 Tab_ Catorlac .
کیتورلاک دردونو لپاره .
21 Amp_ Vitamin B1 .
ویتامین بی 1 دردمفصلی عضلات صاف .
22 Tab_ Megrile .
میگریل نیم سری لپاره .
23 Tab_ Anthocyanoside-A .
انتوساینوساید ای پښو,درد شب و نامراحتی .
24 Tab_ Oxybutynin-Chlorid .
اگزیبوتینین-کلراید برای دردی نفخ او باد .

👈 د ستوني درد لپاره دوايانې :

1 Tab_ Pencillin-V .
پنسیلین-وی عفونت تنفس وسیفیلیس .
2 Tab_ Erthyormycin .
اریترومایسین عفونت تنفس وسیفیلیس .
3 Tab_ Nystatin .
نستاتین برای پخته شدن دهن .
4 Tab_Cllaerytromycin .
کلاریترومایسین برای گلون دردی .
5 Tab_ Strypsil .
استرپسلز برای خارش گلون .
6 Cap_ Clindmycin-300mg .
کلیندمایسین برای دردی گلون .
7 Cap_ Strontium _Chlorid .
سترونتیوم کلراید ضدی حساسیت دهن و دندان .
8 Sul_ Cetylpyridinium .
ستیل پیرادینیوم کلراید برای غفونت دهان وخوشبوکردن دهان .
9 Tab_ Ethambutol .
اتامبوتول ضدی سل .
10 Tab_ Isoniazid .
ایزونیازید درمان سل .

👈 د معدې د درد ضد دوايانې :

1 Tab_ Pantoprazole .
پینتوپرازول برای زخم واسیدی معده .
2 Tab_ Ranitidin .
رانیتیدین زخم واسیدی معده .
3 Tab_ Istac

⁣📌 فواید خوردن خرما در دوران حاملگی: ✅ بلند قد شدن نوزاد✅ جلوگیری از نقایص مادرزادی✅ رشد استخوان جنین✅ تامین آهن زنان با...
29/01/2023

⁣📌 فواید خوردن خرما در دوران حاملگی:

✅ بلند قد شدن نوزاد
✅ جلوگیری از نقایص مادرزادی
✅ رشد استخوان جنین
✅ تامین آهن زنان باردار
✅جلوگیری از مشکل کلیوی
✅ زایمان آسان تر

 (دختری)عوامل مؤثر در پاره شدن پرده بکارت(دختری )در 90 درصد مواقع ورود شی خارجی مانند انگشت و یا سایر اشیا منجر به آسیب ...
15/01/2023

(دختری)

عوامل مؤثر در پاره شدن پرده بکارت(دختری )
در 90 درصد مواقع ورود شی خارجی مانند انگشت و یا سایر اشیا منجر به آسیب و پارگی پرده بکارت می شود و عوامل آورده شده در زیر از میزان بالا برای آسیب دیدگی بکارت برخوردار نیست

برخی فعالیت‌ها می‌تواند سبب آسیب و پارگی برگشت ‌ناپذیر پرده مهبل شود از جمله

1-دختران که از سر بام ویا جاهای بلند بیفته.
2- دختران که از جاهای بلند تر و جاهای دیگر خیز میزنند.
3-دختران که شلوار های چسپ وتنگ در هوای گرم تابستان به جان دارند پیاده روی میکنند.
4-در هر 100 دختر امکان دارد 8 دختر پرده بکارت از زمان بدنیا آمدن نداشته باشند.
5-دختران که زمان کوچک بوده مرد ویا بچه به حق شان کاری کرده آن زمان ندانسته.
6-دختران :ضربه‌های شدید در منطقهٔ واژن
(مانند لگد خوردن)
7- داخل کردن شیء خارجی به داخل واژن مانند انگشت.
8- دختران که بایسکل سواری،اسپ سواری،مرکب سواری،به درخت بالا میپرند،از سردیوارمیپرند،دختران که بیشتر شوخ دست انداز هستند.
9- دختران که یوگا دارند،فوتبال،والیبال و هرگونه سپورت ورزش که دارند.
10- دختران که عملیات های مثانه، بواسیر دکمه یی ،تخمدان ...وغیره دارند
11- دختران که به دوست پسر ونامزاد اش رابطه مقعدی دارند
12-دختران که خود ارضا میکنن و همجنس گرایی دارند هم امکان ازبین رفتن بکارت شان است

معاينه پرده بکارت در چه سن باید انجام شود؟

دختر خانمهای که به دليل خصوصيات روانی مايل نيستند برای معاينه پرده بکارت به داکتر مراجعه کنند و اين در بسياری موارد موجب افسردگی و ناراحتی های روحی در آنها ميشود.

پرده بکارت شکلی است که خود شخص به تنهايی قادر به معاينه آن نيست و در مواردی که ناشيانه اين عمل انجام گيرد موجب صدمه زدن به پرده خواهد شد.

توصيه ميشود که برای معاينه پرده بکارت به یک متخصص زنان مراجعه شود.

18 سالگی سنی است که هر دختر جوان باید برای اولين بار چک آپ آماده شود و به يک داکتر و يا قابله مراجعه نماید و از آینده خود اطمینان حاصل نماید زیرا بعضی دختر خانم بدون پرده بکارت به دنیا میایند.

28/07/2018
16/09/2017

سلام علیکم دوستانو

24/06/2017
د ښنگرو څخه د پیڅو ښکته کول ستره گناه ده  ! رسول الله  ﷺ فرمائیلی دی ( ما أسفل من الکعبین من الازار ففی النار )ژباره : د...
17/06/2017

د ښنگرو څخه د پیڅو ښکته کول ستره گناه ده !
رسول الله ﷺ فرمائیلی دی
( ما أسفل من الکعبین من الازار ففی النار )
ژباره : د پرتوگ پیڅی چی د پښو له پټکیو لاندی وی نو په اور کی به وی
ده ته ورته نور احادیث هم د پیڅو د ښکته کولو حراموالی بیانوی

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [ #تهجد] ...
11/06/2017

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!

د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).
د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [ #تهجد] لمونځ دی.

په حديث شريف کې راغلي دي:
رسول اللهﷺ فرمایلي:
د شپې په ورستۍ برخه کې اللهﷻ د ځمکې آسمان ته راځي او وايي:
-شته څوک ما ته فرياد او آواز کونکی چې، ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم، له ما څخه څه وغواړي چې، زه يې ورکړم، له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې، زه ورته بخښنه وکړم.
(رواه بخاري)

حضرت ابو امامه"رض" روايت كوي چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ؛ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا وو، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي.
(رواه ترمذى)

د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه۲ متوسط يې څلور۴ او زيات يې اته۸ يا دولس۱۲ ركعتونه دي.

په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی د سبب ګام په ګام لټون.کله چی یوه ښځه او خاوند پرلپسی شپږ میاشتی ګډ ژوند وکړی، د امیندو...
10/06/2017

په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی د سبب ګام په ګام لټون.

کله چی یوه ښځه او خاوند پرلپسی شپږ میاشتی ګډ ژوند وکړی، د امیندوارئ د مخنیوی لاری چاری و نه کاروی او اولاد یی ونشی نو وییل کیږی چی ښایی د بی اولادی ستونزه ولری او باید د علت پلټنه یی وشی. روغتیاپوهان وایی چی د بی اولادئ له دریو څخه یوه برخه علتونه په نارینه، له دریو څخه یوه برخه علتونه په ښځينه او له دریو څخه یوه برخه په ښځينه او نارینه دواړو کی په ګډه شتون لری. سربیره پردی څېړنی ښیی چی د میرمن او خاوند په هرو سلو کی له ۵ څخه تر ۱۰ یی د بی اولادی ستونزه لری. په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه په طبی اسطلاح کی Male Infertility بلل کیږی. په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی لټون ګام په ګام په لاندی ډؤل کیږی.
لمړئ – آیا هایپوتلموس سم کار کوی؟ -- د یادؤنې ده چی په ښځينه او نارینه دواړو کی د جنسی حجرو او جنسی خواصو پیل لدی جوړښت څخه کیږی، دا جوړښت د سر په کوپړئ کی واقع ده او یو هارمون جوړوی چی د ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون Gonadotropin Releasing Hormone یا په لنډ ډؤل د GnRH په نوم یادیږی. که په وینه کی د دی هارمون اندازه برابره وی نو دا پدی معنی ده چی نوموړی غړی سم کار کوی او د جنسی سیستم دوهمی غدی ته چی پیتویتری غده Pituitary Gland نومیږی د سم کار امر کیږی مګر که په وینه کی د دی هارمون اندازه لږ وی یا هیڅ شتون نلری نو ستونزه پدی غده کی ده چی درملنه یی باید وشی.
دوهم – آیا پیتویتری غده سم کار کوی؟ -- دا غده دوهم غړی ده چی د ښځینه او نارینه دواړو د جنسی عمل او جنسی حجرو په جوړولو کی لوی رول لری. دا غده د جنسی عمل لپاره دوه هارمونونونه جوړوی چی یو یی فولیکل تنبیه کوونکی هارمون Follicle Stimulating Hormone (FSH) او بل یی لیوتینایزینګ هارمون Luteinizing Hormone بلل کیږی. نوموړی دواړه هارمونونه په نارینه کی د هغه دواړو هګیو (خصیو) او په ښځينه کی دواړو تخمدانونو او رحم ته امر کوی چی سم کار وکړی لدی کبله په دوهم پړاؤ کی د بی اولادی د علت د بشپړ لټون په موخه د دی غدی د وظیفی په اړه پلټنه کیږی. د دی موخی لپاره د ناروغ په وینه کی د نوموړو دوه هارمونو (یعنی FSH او LH) اندازه کتل کیږی. که په وینه کی د دی دوه هارمونو اندازه برابره وی نو دا پدی معنی ده چی غده سم کار کوی او د جنسی سیستم پاتی نورو غړو ته سم امر کیږی مګر که د نوموړو هارمونو اندازه لږ یا هیڅ شتون نلری نو دا پدی معنی ده چی ستونزه پدی غده کی ده او درملنه یی باید وشی.
دریم – آیا د نارینه مورزادی (هګئ) سم کار کوی؟ -- د بی اولادئ د ستونزی د سبب د لټون په دریم پړاو کی باید په نارینه کی د هغه د مورزادیو (هګیو) پلټنه وشی. د نارینه هګئ دوه لویی دندی لری – یوه د نارینه هارمون جوړول او بله د نارینه جنسی مایع (منی) جوړؤل – لدی کبله د جنسی سیستم د دی برخی د لټون په موخه د نارینه په وینه کی یو د نارینه هارمون اندازه معلومیږی چی د ټسټوسټیران Testosterone په نوم یادیږی او بل د نارینه منی معاینه کیږی چی آیا نورمال دی که نه. که د نارینه په وینه کی د ټسټوسټیران هارمون اندازه برابره او منی هم نورمال وی نو دا پدی معنی ده چی د نارینه مورزادی (هګئ) روغ او سم کار کوی مګر که پکی کومه ستونزه وی نو پدی معنی ده چی د نارینه مورزادی ستونزه لری چی باید درملنه یی وشی.
څلورم – آیا د ښځي تناسلی لاری ته د نارینه جنسی مایع سمه رسیږی؟ -- د یادؤنی ده چی د نارینه په مورزادیو (خصیو) کی جوړ شوی منی له یو ډؤل کوچنیو ټیوبونو څخه تیر او د ښځينه تناسلی لاری ته رسیږی نو که پدی ټیوبونو کی داسی کومه ستونزه وی چی د نارینه د منی مایع په تیریدو کی ستونزه جوړه کړی ښایی د نارینه جنسی مایع ښځینه تناسلی لاری ته پوره او سمه لاړه نشی او په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه منځ ته راوړی. د دی ستونزی د معلومولو په موخه د نارینه د مورزادیو تلویزونی معاینه یا Testicular Ultrasound کیږی. د دی ډؤل ستونزی یوه بیلګه د نوموړو ټیوبو په یوه برخه کی د پړسوب شتون ده چی په طبی اسطلاح کی ورته Vericocele وایی. سربیره پردی کله کله په یو شمیر خلکو کی د جنسی مایع یوه برخه د جنسی نژیوالی په وخت د ښځينه تناسلی لاری په ځای پخپله د نارینه مثانی ته ځی او وروسته له تشو میتیازو سره راځی، دا پېښه په طبی اسطلاح کی د Retrograde Ej*******on په نوم یادیږی. د دی پښې د معلومولو په موخه باید د یوه وګړی د جنسی مایع د اخیستلو وروسته د هغه تشی میتیازی معاینه شی که په تشو میتیازو کی یی جنسی حجری یا سپرم ولیدل شو نو دا پدی معنی ده چی ناروغ ته نوموړی ستونزه شتون لری چی باید درملنه یی وشی. بیځایه به نه وی که دلته د نارینه د جنسی حجرو د یو شمیر ستونزو یادؤنه په لاندی ډؤل وکړو:
الف: د ښځينه تناسلی لاری ښکتنئ برخه تیزابی خاصیت لری، که دا تیزابیت له منځه لاړ نشی نو ښایی د نارینه د جنسی حجری د مړینی لامل شی. بل لور ته د نارینه جنسی مایع (منی) په ځانګړی ډؤل د پروستات مایع (مذی) قلوی خاصیت لری، کله چی د نارینه جنسی مایع د ښځينه تناسلی لاری ته داخل شی نو قلوی برخه یی د ښځینه د تناسلی لاری د تیزابو سره کیمیاوی تعامل کوی او تیزابی خاصیت یی له منځه وړی. وییل کیږی چی که د جنسی نژدیوالی په وخت د نارینه د جنسی مایع اندازه له یو نیم ملی لیتر څخه لږ وی نو ممکن ونشی کولی چی نوموړی تیزابی محیط خنثی کړی لدی کبله ښایی د نارینه جنسی حجرو مړینه او په پایله کی بی اولادئ منځ ته راوړی.
ب: د نارینه جنسی حجره ښځينه تناسلی سیستم ته له داخلیدو وروسته په اوبو کی د لامبو وهلو په څېر پورته حرکت کوی، له رحم څخه تیریږی او د هغه ټیوب منځنئ برخی ته ځان رسوی چی له تخمدان څخه له رابهر کیدو وروسته ښځينه تخمه پکی ځای په ځای شوی ده او په همدی برخه کی له نوموړی تخمی سره یوځای کیږی. پدی بنسټ وییل کیږی چی باید د نارینه د جنسی حجرو په سلو کی له شپیته ډېر فعال حرکت ولری. که لدی لږ یی فعال حرکت ولری نو ښایی ونشی کولئ چی اړونده ساحی ته ځان ورسوی او پدی ډول د بی اولادئ سبب شی.
ج: د وییلو ده چی نارینه د یو ځل جنسی نژدیوالی په وخت لږ تر لږه شپیته میلیونه جنسی حجری ښځینه تناسلی لاری ته داخلوی، دا ټولی حجری له یو بل سره سیالی کوی چی ځان ښځینه جنسی حجری ته ورسوی مګر یواځی یوه یی ښځینه جنسی حجری ته په رسیدو بریالی او له هغی سره یوخای کیږی نو که د جنسی حجرو شمیر لدی لږ وی ممکن د بی اولادئ سبب شی.
پنځم – آیا د تناسلی سیستم له ناروغیو پرته نوری ناروغئ په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیدای شی؟ -- هو کی د بدن د نورو برخو یو شمیر ناروغئ هم په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیږی. د دی ناروغیو بیلګی په لاندی ډؤل یادؤلی شو:
الف: د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت – د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت د بی اولادئ سبب کیدای شی لدی کبله که د جنسی سیستم نوری برخی روغی وی نو ناروغ ته د دی غدی د وظیفی د معلومولو معاینی کیږی. د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت په طبی اسطلاح کی د هایپوتایرایدیزم Hypothyroidism په نوم یادیږی.
ب: کله کله په یو شمیر خلکو کی د پیتویتری غدی په داخل کی یو غیرسرطانی کتله منځ ته راځی، دا کتله یوه ماده جوړوی چی پرولکتین نومیږی، کله چی د ناروغ په وینه کی د دی مادی اندازه له عادی حالت څخه ډېره شی نو د بی اولادی په ګډون ګڼ شمیر نوری جنسی ستونزی منځ ته راوړی – په طبی اسطلاح کی دا پېښه د Prolacteinoma په نوم یادیږی او د تشخیص په موخه یی د ناروغ په وینه کی د پرولکتین اندازه معاینه کیږی. که په وینه کی د دی مادی اندازه لوړه وی او د لوړوالی بل سبب یی په وګړی کی شتون نلری نو دا لوړوالی د پرولکتینوما د شتون څرګندؤنه کوی.
ج: د یو شمیر نورو ناروغیو په ګډون د شکر له کبله د عصبی ریښو ناروغی، ژور خپګان (ډیپریشن) او د تشویش ناروغی په نارینه کی د جنسی عمل د وړتیا د نشتوالی او د جنسی میل د کمښت تر ټولو عام علتونه دی. که یو وګړئ دا ناروغئ ولری نو ښایی جنسی نژدیوالئ ونشی کولئ او دا ستونزه په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیږی. د جنسی نژدیوالی د وړتیا نه شتون ته په طبی اسطلاح کی Impotence وییل کیږی.
شپږم – د بی اولادی په ستونزه اخته وګړی ته باید نارینه هارمون یا ټسټوسټیران کله ورکړل شی؟ -- ټسټوسټیران هارمون یواځی هغه وخت ناروغ ته ورکول کیږی د هغه په وینه کی د دی هارمون اندازه لږ یا یی په وینه کی نوموړی هارمون شتون ونلری. لکه چی مخکی یادؤنه وشوه د نارینه مورزادی (هګئ) هغه وخت دا هارمون جوړوی چی د هایپوتلموس څخه ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون پیتویتری غدی ته امر وکړی او دا غده پخپل وار د نارینه د مورزادیو (هګیو) اړونده حجرو ته امر وکړی. الهی قدرت ده چی کله په وینه کی د ټسټوسټیران هارمون اندازه لوړه وساتل شی نو پورتنیو دوه غړو ته خبر رسیږی چی نور خپل هارمونونه جوړول بند او هسی په هسی مورزادیو ته امر ونکړی. دا میخانیکیت ته په طبی اسطلاح کی Negative Feedback Mechanism وییل کیږی. هغه وخت چی یوه وګړی ته د ډېر وخت لپاره ټسټوسټیران هارمون ورکړل شی نو په وینه کی یی د دی هارمون اندازه لوړه ساتل کیږی او په حقیقت کی پورته دوه غدو ته خبر ورکول کیږی چی نور خپل هارمونونونه جوړول بند کړی. که دا حالت ډېر وخت دوام وکړی نو اړونده غړی سست او په تنبلئ اخته کیږی لدی کبله د اوږد وخت لپاره یوه وګړی ته ټسټوسټیران هارمون ورکول پخپله د بی اولادئ د ستونزی سبب کیږی.
په لنډو ټکو باید ووییل شی چی د بی اولادئ د سبب د پیدا کولو په موخه باید په ترتیب د هایپوتلموس، پیتویتری غدی، د نارینه د هګیو (مورزادیو)، ښځینه تناسلی سیستم ته د نارینه منی د سم رسیدو او هغه ناروغیو په اړه بشپړه پلټنه وشی چی لدی سیستم نه بهر د بدن په نورو برخو کی شتون لری مګر د یوه وګړی د اولاد په کیدو او نه کیدو کی رول لری او یواځی لدی پلټنی وروسته باید د درملنی یا نه درملنی په اړه پریکړه وشی نه دا چی په ړندو سترګو ورته سمدستی نارینه هارمون (ټسټوسټیران) پیل شی. د یادونی ده چی دا هارمون یوه نارینه ته هغه وخت ورکول کیږی چی د هغه په بدن کی لږ یا هیڅ جوړ نشی. د هارمون پوسیله د درملنی دا طریقه د Testosterone Replacement Therapy په نوم یادیږی مګر که د ټسټوسټیران نشتوالئ د هایپوتلموس یا پیتویتری غدی د ستونزی له کبله وی پدی صورت کی ورته د پیتویتری غدی هارمونونه (FSH او LH) ورکول کیږی ځکه کله چی دا دوه هارمونونه پوره شی د نارینه مورزادی (هګئ) پخپله نوموړئ ټسټوسټیران هارمون جوړوی.

خرما ولې روژه ماتي ته غوره ګڼل شویولې پېغمبر صلی الله عليه وسلم خرما د روژه ماتي لپاره غوره کړې؟ ډاکټر خالد جابر د «موسو...
10/06/2017

خرما ولې روژه ماتي ته غوره ګڼل شوی

ولې پېغمبر صلی الله عليه وسلم خرما د روژه ماتي لپاره غوره کړې؟ ډاکټر خالد جابر د «موسوعة الملک عبدالله بن عبدالعزيز» په صحي برخه کې ليکي : پېغمبر صلی الله عليه وسلم ډېر څه ښودلی شول. لکه وړه کړې ډوډۍ-چې ډېره يې خوښه وه- غوښه او سابه. دا چې خرما يې غوره کړې، امکان لري پېغمبري اجتهاد وي، امکان لري چې مدينه کې د خرماو د زيات شتون له امله وي او امکان لري چې وحې ورته شوې وي. سړی نه شي ويلی چې دې درېوو امکاناتو کې کوم يقيني دی، مګر موږ ته چې له طبي لحاظه معلومه شوې خرما بهترينه صحي غذا ده او په کار ده چې روژه ماتی پرې وشي.
ډاکټر جابر وايي چې خرما خوږه مېوه ده او زر جذبيږي. روژه‌دار ته داسې غذا اړينه ده چې بدن ته يې خواږه زر ورسوي. طبي شننې وايي چې تازه پرې شوې خرما هر سل ګرامه ٪۳۷.۶ خوږه لري چې ۱۳۶ کالوري ورکولی شي او پخه خرما هر سل ګرامه ٪۷۳ خوږه لري چې ۳۱۸ کالوري ورکولی شي.
ډاکټر جابر وايي : طبي څېړنې ښيي چې خرماو سره په کالوريو کې بې له زيتونه هيڅ خوراک سيالي نه شي کولی. توپير يې دا دی چې زيتونو کې د کالوريو مصدر غوړ دي او په خرما کې خوږه ده او روژه‌دار ته خوږه ډېره ضرور ده، ځکه چې خوږه له غوړ زر هضميږي او جذبيږي.

Address

Ahmad Shah Baba Mena
Kabul
020

Telephone

0782586258

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Wahidullah wahide posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category