Hakimzoy Dental Clinic حکیم زوی دغاښونو کلینک

Hakimzoy Dental Clinic حکیم زوی دغاښونو کلینک دغاښونو دهر ډول امراضو درملنه په معیاري ډول ترسره ڪوو.
0778616824
کـم لګـښت غـوره تـداوي…!🦷🇦🇫🥰

02/09/2026

ذرکونیم دنوې عصر دغاښونو دښکلا یوه نمونه ده
ذرکونیم دطبیعې غاښونو په شان ښکلا لري
-که ښه بلاک استفاده شي-
ـ مقاومت یې ډیر لوړ وي
ـ ښکلا یې له نورو سره فرق لري
ـ بلکل طبیعي ډوله وي
موږ هره ورځ دخپلو لسګونو مراجعینو دښکلا هېلې دهغوي دتمې مطابق پوره کوو.
هڅه کوو څو دهر مراجعه کوونکي کس هېلې په ډیره مینه ورپوره کړو.
الحمدالله بریالي یوو.
پته :خوست ښار سیټي سنټر یا اریبا مرکزی دفتر ته مخامخ چنار پلازه دوهم منزل
کابل:کارت نو دوهم سرک
0778616824-0790200025

دا دعلم پوهې برکت ده دهغې چې نړۍ یې له موږڅو چنده مخکې روانه کړیده.دا دیوه ډاکټر په ریښتینې معنا دخپلک مسلک سره دمینې سب...
31/08/2026

دا دعلم پوهې برکت ده دهغې چې نړۍ یې له موږڅو چنده مخکې روانه کړیده.
دا دیوه ډاکټر په ریښتینې معنا دخپلک مسلک سره دمینې سبمول ده.
اورتودنسي عادي خبره نده بلکې ددې لپاره چې موږ ددې علم او هنر زده کړه کوو.
نو کالونه کالونه سختې تېروو.
که مو یواځې وخت تېر کړ څه مو زده نکړل بیا نو ددې هنر زده کولو خوبونه مه ګوره.
هر وخت دعلم اودهنر زده کړې ته ورکړي وخت باید ډیررر قیمتي حساب کړو.
Power of Orthodoncy

27/08/2026

موږ تل هڅه کوو چې هېوادوالو ته وړ او معیاري خدمات وړاندې کړو.
-امپلانټ(دژامې په هډوکو کې)کرل په اساسي ډول
-کوچنی جراحي پروسجرونه په ښه میتدونو سره
-دغېر منظمو یا بدرنګو غاښونو منظم کول داورتودنسي سیستم په ذریعه
-دذرکونیم پووښونو جوړول دمختلفو غوره کمپنیو موادو څخه
-دپورسیلین،میټل ګولډ پوښونو او غاښونو جوړول
-دغاښ عصب کشي په لوړ معیار دایندومتورپرمختللې ماشین په ذریعه
-دغاښونو ډوکول دلایزر او نور غوره موادو څخه
-دمکملو ژامو جوړول
-دغاښونو ویستل بغېر له شدیدې وینې بهیدنې او درد څخه
-دماشومانو دغاښونو درملنه
-دخولې جوف او وریو ناروغیو درملنه
موږ خوښ یو چې دخپل پیاوړې نارینه او ښځینه ټیم پرمټ د فغانستان دصحت عامه وزارت سره پر رسمي بڼه دقانوني جواز په لرلو سره بشپړ معیاري خدمات ترسره کوو.
پته:خوست ښتر سیټي سنټر ته مخامخ چنار پلازه دوهم منزل
کابل :کارت نو دوهم سرک
اړیکې:
0778616824-0790200025

سلام ډاکټر صیب غاښ مې عصب کشي کړیده بیاهم درد کوي دا ولې؟جواب/که غاښ عصب‌کشي شوی وي، بیا ډک شوی او یا پوښ/کراون پرې ایښو...
25/08/2026

سلام ډاکټر صیب غاښ مې عصب کشي کړیده بیاهم درد کوي دا ولې؟
جواب/
که غاښ عصب‌کشي شوی وي، بیا ډک شوی او یا پوښ/کراون پرې ایښودل شوی وي، بیا هم درد لرل څو علتونه لري.

مهم علتونه

1. د ریښې یا روټ شاوخوا التهاب یا زخم
- د عصب له لرې کولو وروسته د ریښې په شاوخوا کې التهاب پاتې کېدای شي.
په ځانګړي ډول د خوراک یا فشار پر مهال درد کوي.
2. کیداي شي پوښ (کراون) لوړ وي
- که کراون یا پوښ لږ لوړ جوړ شوی وي، دخوراک پر مهال هماغه غاښ تر نورو ډېر فشار اخلي.
-معمولاً درد یې د خوړلو/ژولو پر مهال زیات وي.
د غاښ ډاکټر یې په ساده ډول د پوښ په لږ تنظیمولو سره اصلاح کولی شي.
3. د عصب‌کشۍ نیمګړتیا
- کېدای شي یو کانال پاتې شوی یا په بشپړه توګه پاک شوی نه وي نیمه پاک وي
دا حالت د دوامدار درد یا بیا انتان سبب کېدای شي.
4. بیا انتان
-که د غاښ دننه دریښې افکس سم سیل نه وي یا د پوښ له څنډې څخه میکروبونه داخل شي، د ریښې شاوخوا انتان رامنځته کېدای شي.
درد، پړسوب یا د چرک نښې ورسره راتللی شي.
5. د غاښ درز یا ماتېدنه
-عصب‌کشي شوی غاښ نسبتاً کمزوری وي. که په غاښ کې درز وي، د چیچلو پر مهال درد پیدا کولی شي، حتی که پوښ پرې هم وي.
6. د غاښ شاوخوا د ورۍ ستونزه
-که پوښ د ورۍ سره ناسم تماس ولري یا د ورۍ التهاب موجود وي د، درد او حساسیت رامنځته کېدای شي.
مهمه خبره: که له پوښ ایښودلو وروسته درد له دریو څلورو ورځو څخه زیات دوام وکړي، زیاتېږي، د خوراک پر مهال شدید وي، یا پړسوب/چرک پیدا شي، د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ. معمولاً د غاښ معاینه او ایکس‌رې مرسته کوي چې اصلي علت معلوم شي.
او په وخت یې تداوي ترسره شي. #زموږدنن #ورځې #دعصب #کشئ #یا #کیسونه #هم #وګورئ.


خولې د زخمونو (oral ulcers) اړوند دتداوي غوښتنه شویده زنګونه او مسجونه راغلې ديټولو ته باید واضح وي چې دخولې زخمونهیواځې...
22/08/2026

خولې د زخمونو (oral ulcers) اړوند دتداوي غوښتنه شویده زنګونه او مسجونه راغلې دي
ټولو ته باید واضح وي چې دخولې زخمونه
یواځې یوه ناروغی نده چې موږ سمدستي درمل استفاده کړو او ښه شوو.
بلکې له ډیرو ورته نورو ناروغیو سره باید ددې فرق وشي بیا تداوي شي.
کنا پرته له دقیق تشخیص څخه ددوا خوړل له زیان پرته څه نلري.
چې هره یوه یې ځانته نښې نښانې او تداوي لري.
زه یې ځینې ناروغي دلته بیانوم!

(H. pylori / Gastritisدمعدې زخمونه یا)
مستقیم د خولې زخم نه جوړوي، خو د معدې مزمنه ستونزه د B12 یا اوسپنې د کمښت سره تړاو پیدا کولی شي، او دغه کمښتونه د خولې تکراري زخمونه رامنځته کوي.
(GERD (د معدې تېزاب)
عموماً د خولې د زخم اصلي علت نه دی؛
خو د تېزاب له امله د خولې
ستوني سوځښت او irritation رامنځته کېدای شي.

( د ویټامینB12، اوسپنېFolate یا Iron کمښت)
که ویټامینونه او اوسپنه کمه شي
نو نښې یې:
تکراري د خولې زخمونه، د ژبې التهاب/سوروالی، ستړیا او د کمخونۍ نښې.
تداوي یې:
د وینې معاینه او د اړوند کمښت اصلاح؛ B12، folate یا iron supplementation.

( Aphthous ulcer — افتي زخم)
نښې: دردناک، ګرد یا بیضوي زخم؛ منځ یې سپین/ژیړ او شاوخوا یې سور وي.
په شونډې او د تالوپه دننه برخه کې ډېر وي.
تداوي: د مالګې اوبو غرغره، chlorhexidine mouthwash
او د درد لپاره lidocaine gel؛ د شدیدو مواردو لپاره topical corticosteroid لکه triamcinoloneاستفاده کیږي.

( Herpes simplex — هرپس)
دا یو ډول ویروس ده که عامل یې دا وي نو
نښې یې:
څو واړه دردناک blister/زخمونه، burningسوځیدنه او کله تبه هم وي
په شونډو او کلک تالو کې ډېر لیدل کېږي.
تداوي-
مایعات او درد ضد درمل؛ که شدید یا لومړنی حمله وي، acyclovir/valacyclovir د ډاکټر په مشورهاستعمال کړئ.

( Oral candidiasis — فنګسي انتان)
دا یو ډول دفنګس انتان ده
نښې یې:
سپین، پنیر ته ورته پوښونه؛ په پاکولو سره لاندې سور او حساس مخاط ښکاره کېږي.
* تداوي: nystatin oral suspension یا fluconazole؛
د علتونو لکه انټي‌بیوتیک، شکر او inhaled steroids اصلاح ضرور ده

(Traumatic ulcer — د ټپ له امله زخم)
نښې یې
په یوه مشخص ځای کې زخم؛ د غاښ، ژبې چیچلو، تودو خوړو یا مصنوعي غاښ له امله.
تداوي یې
د ټپ سبب لرې کول، نرم خواړه، saline mouthwash او د درد کنټرول. عموماً په ۱–۲ اوونیو کې ښه کېږي.

((Oral cancer — د خولې سرطان))

نښېی
زخم چې له ۲–۳ اوونیو زیات پاتې شي، کلک وي، وینه وکړي، د ژبې حرکت/تیرولو ستونزه یا د غاړې لمفاوي غده ولري.
تداوي: عاجله د ENT/Oral surgeon معاینه او biopsy؛ وروسته د نوعې او مرحلې مطابق جراحي، radiotherapy یا chemotherapy.

ورور مو ډاکټر عنایت الله حکیم زوي

ډاکټر صیب دا دخولې سپین زخم ولې رامنځته کیږي څه وکړم سخت په تکلیف یم?جوابد خولې زخمهغه موضعي زخم یا د خولې د مخاط د سطحې...
20/08/2026

ډاکټر صیب دا دخولې سپین زخم ولې رامنځته کیږي څه وکړم سخت په تکلیف یم?
جواب
د خولې زخم
هغه موضعي زخم یا د خولې د مخاط د سطحې تخریب دی چې د مخاط د طبقې د له منځه تلو له امله رامنځته کېږي او عموماً د درد، سوځښت او حساسیت سبب ګرځي
معمولآ دژبې،شونډې تالو او وریو په ساحه کې رامنځته کیږي چې دخوراک پرمهال دسوزش او ناراحتئ سبب کیداي شي.
ډېری ساده زخمونه په ۱–۲ اوونیو کې پخپله ښه کېږي، خو ځینې وخت د بلې ناروغۍ نښه هم وي.

عام علتونه

د خولې ژوبلېدل: د غاښونو سخت برش، د غاښ تېره څنډه، خراب/لوړ پوښ یا ډکول، یا د ژبې/شونډې چیچل.
-ذهني فشار او ستړیا.
-ځینې خواړه: ډېر تریو، توند یا ډېر ګرم خواړه.
-د اوسپنې، ویټامین B12، فولېټ یا ځینو نورو غذایي موادو کمښت.
-هورموني بدلونونه په ځینو کسانو کې.
-ځینې درمل او ځینې ناروغۍ چې د بدن دفاعي سیستم اغېزمنوي.
-ویروسي یا نور انتاني حالتونه: په ځانګړي ډول که له زخمونو سره تبه، د بدن درد یا د پوستکي نورې نښې هم وي.

د کورنۍ پاملرنه

که زخم کوچنی وي او علت یې معلوم وي

- خوله په نیمه ګرمو مالګینو اوبو په نرمۍ پرېمنځئ.
- نرم دغاښ‌برش استعمال کړئ.
-له تندو، تریو، ډېر مالګینو او ګرمو خوړو څخه تر ښه کېدو پورې ډډه وکړئ.
- زخم مه ژوبلوئ او مه یې شکوهئ.
-که درد ډېر وي، د درملتون څخه د خولې د زخم لپاره مناسب محافظتي/درد کموونکی جیل یا مایع د درمل جوړونکي یا ډاکټر په مشوره کارول کېدای شي

18/08/2026

دتعلیم او ټیکنالوژی برکت
پخوا او اوس🦷🦷

دا دتېرې ورځې دیو څو کیسونو نمونې دي.موږ هر وخت هڅه کړیده چې دخپل غښتلې نارینه او ښځینه ټیم پر مټ هره ورځ لسګونو هېوادوا...
02/08/2026

دا دتېرې ورځې دیو څو کیسونو نمونې دي.
موږ هر وخت هڅه کړیده چې دخپل غښتلې نارینه او ښځینه ټیم پر مټ هره ورځ لسګونو هېوادوالو ته وړ معیاري خدمات وړاندې کړو.
ستاسو رضایت زموږ لپاره اولیت ده
کم لګښت غوره تداوي زموږ معیار ده
پته:خوست ښار سیټي سنټر ته مخامخ چنار پلازه دوهم منزل
کابل:کارت نو دوهم سرک
0778616824-0790200025

29/07/2026

Osteointegration in implantation

اوسټیو اینټیګریشن د هډوکي او امپلانټ ترمنځ د قوي او مستقیم اتصال رامنځته کېدو بهیر ته ویل کېږي، چې د امپلانټ د بریالیتوب او ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.
او هډوکي هغه دخپلې برخې په توګه پيژني.

28/07/2026

ایا دژامې په هډوکي کې دامپلانټ لګول یا کرل دسرطان ناروغي سبب کیږي؟
ولې ځینې مراجعین ترې ویره لري؟
حال دا چې په نړۍ کې دمیلیونونو خلکو لپاره امپلانټونه ترسره شویدي او ترسره کیږي.
ویډیو وګورئ خلاصه به پرې پوه شئ.

Address

Kabul

Telephone

+93782333585

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hakimzoy Dental Clinic حکیم زوی دغاښونو کلینک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Hakimzoy Dental Clinic حکیم زوی دغاښونو کلینک:

Shortcuts

Share