06/06/2026
امیري طبي کمپلکس په ویاړ سره دNABH (National Accreditation Board for Hospitals & Healthcare Providers) اعتبار ترلاسه کړی، چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت، د ناروغانو د خوندیتوب او کلینیکي غوره والي په برخه کې د دې ادارې د ژمنتیا یو مهم پړاو ګڼل کېږي. NABH چې د هند د کیفیت شورا QCI او د نړیوال ISQua EEA ادارې لخوا راجسټر شوي او منل شوي اعتبار ورکوونکي اداره ده چې روغتیایي بنسټونه د روغتیایي پاملرنې د کیفیت، د ناروغانو د خوندیتوب او ادارې غوره والی د سختو معیارونو پر بنسټ ارزوي او اعتبار ورکوي.
د دې لاسته راوړنې د لمانځنې په مراسمو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت استازي، د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازو او ګڼ شمېر روغتیايي متخصصینو او معززو میلمنو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال، د امیري طبي کمپلکس رئیس، ډاکټر میرویس امیري، د دې سترې لاسته راوړنې له امله ټولو کارکوونکو ته مبارکي وویله او د NABH اعتبار یې د یادې ادارې لپاره یوه مهمه او ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله. نوموړي د امیري طبي کمپلکس د ټولو کارکوونکو د ژمنتیا، مسلکیتوب او نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه بریا د ټولو کارکوونکو د ګډ کار او همکارۍ پایله ده.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ښاغلي ډاکټر احمد خاندان، د دې بریا ستاینه وکړه او دا یې د افغانستان د روغتیايي نظام لپاره یو مهم پرمختګ وباله. هغه زیاته کړه چې دغه لاسته راوړنه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د پرله پسې ښه والي یوه څرګنده بېلګه ده او امیري طبي کمپلکس په هېواد کې لومړنی خصوصي روغتون دی چې دغه نړیواله اعتبارنامه ترلاسه کوي.
د NABH اعتبار ترلاسه کول د امیري طبي کمپلکس هغه ټینګه ژمنتیا څرګندوي چې غواړي ناروغانو ته خوندي، باکیفیته او د نړیوالو معیارونو مطابق روغتیايي خدمات وړاندې کړي. دغه لاسته راوړنه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او په افغانستان کې د غوره روغتیايي پاملرنې د وړاندې کولو لپاره د امیري طبي کمپلکس د دوامدارو هڅو څرګندونه کوي.
----
امیری طبی کمپلکس با افتخار اعتبار نامه NABH (National Accreditation Board for Hospitals & Healthcare Providers) هند را به دست آورده است. این دستآورد یک قدم مهم در راستای بهتر شدن کیفیت خدمات صحی، مصؤنیت مریضان و بهبود خدمات صحی درکشور می باشد. NABH که یک نهاد وابسته به شورای اعتبار دهی کیفیت خدمات صحی کشور هند QCI و یک مرجع بین المللی اعتبار دهنده و راجستر شده از طرف اداره ISQua EEA می باشد، نهادهای صحی را بر اساس معیارهای سخت گیرانه کیفیت مراقبتهای صحی، مصؤنیت مریضان و برتری اداری ارزیابی و اعتباردهی مینمایند.
در مراسم تجلیل از این دستآورد، نمایندگان وزارت محترم صحت عامه، رئیس تنظیم و هماهنگی سکتور خصوصی، نمایندگان سازمان جهانی صحت (WHO)، و جمعی از متخصصین صحی و مهمانان محترم حضور داشتند.
در جریان مراسم، داکتر میرویس امیری، رئیس امیری طبی کمپلکس، این دستاورد بزرگ را به تمام کارمندان این اداره تبریک گفته و اخذاعتبار نامه NABH را یک موفقیت مهم و ارزشمند برای این اداره عنوان نمود. وی از تعهد، مسلکی بودن و تلاش های خستگی ناپذیر تمام کارمندان امیری طبی کمپلکس قدردانی نموده و افزود که این موفقیت نتیجه کار مشترک و همکاری تیمی همه ای کارمندان آن اداره می باشد.
همچنان، آقایی داکتر احمد خندان، رئیس تنظیم و هماهنگی سکتور خصوصی وزارت صحت عامه، این دستآورد را ستوده و آن را یک پیشرفت مهم برای سیستم صحی افغانستان دانست. وی افزود که این دستاورد بزرگ نمونه ای روشن از بهبود دوامدار کیفیت خدمات صحی در کشور بوده وامیری طبی کمپلکس اولین شفاخانه خصوصی درسطح کشورمی باشد که به این اعتبار نامه بین المللی دست می یابد.
دریافت اعتبارنامه NABH بیانگر تعهد راسخ امیری طبی کمپلکس به ارائه خدمات صحی مصؤن، باکیفیت و مطابق با معیارهای بینالمللی می باشد. این دستاورد بزرگ، تداوم تلاش های این نهاد را در راستای ارتقای کیفیت خدمات صحی و ارائه مراقبتهای بهتر صحی در افغانستان نشان می دهد.
----
Amiri Medical Complex is proud to have achieved NABH (National Accreditation Board for Hospitals & Healthcare Providers) Accreditation, marking a significant milestone in its commitment to healthcare quality, patient safety, and clinical excellence in Afghanistan.
NABH, a constituent board of the Quality Council of India (QCI) and an ISQua EEA-recognized board, assesses and accredits healthcare organizations based on rigorous standards for quality of care, patient safety, and operational excellence.
The celebration ceremony was attended by distinguished delegations from the Ministry of Public Health, the Private Health Sector, and the World Health Organization (WHO), along with other esteemed guests and healthcare professionals.
During the event, Dr. Mirwais Amiri, Chairman and CEO of Amiri Medical Complex, congratulated the entire team and described the NABH Accreditation as a remarkable achievement. He acknowledged the dedication, professionalism, and hard work of all AMC staff whose collective efforts made this milestone possible.
Dr. Ahmad Khandan, Director of the Private Health Sector, also commended this accomplishment, describing it as a significant step forward for the healthcare system in all Afghanistan and an example of continuous quality improvement in healthcare services.
This achievement reflects Amiri Medical Complex’s unwavering commitment to delivering safe, high-quality, patient-centered healthcare services in accordance with internationally recognized standards and best practices.