18/06/2026
د ژوند ستر امتحان
لیکوال: ډاکټر رفیع الله عازم
له پیدایښته تر مرګه، د انسان ژوند په دې نړۍ کې یو ستر امتحان دی. هغه ستونزې، کړاوونه او سختۍ چې موږ ورسره مخ کېږو، په حقیقت کې د همدې امتحان هغه سختې پوښتنې دي چې فکر، هڅه، عمل او صبر غواړي.
همدارنګه، هغه خوښۍ، بریاوې او نیکمرغۍ چې موږ یې په ژوند کې احساسوو، یوازې د هغه خوښۍ په څېر دي چې یو زدهکوونکی یې د امتحان پر مهال د یوې سختې پوښتنې له سم حل کولو وروسته احساسوي. نو ځکه، هره بریا، هره لاسته راوړنه او هره خوشحالي وروستۍ پایله نه ده، بلکې د دې ستر امتحان په بهیر کې د څو پوښتنو د سم ځوابولو نتیجه ده.
اسلام هم د دنیا ژوند د امتحان په توګه معرفي کوي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
﴿الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا﴾
"هغه ذات چې مرګ او ژوند یې پیدا کړي دي، ترڅو تاسو وازمويي چې کوم یو مو غوره عمل کوي." (الملک: ۲)
له همدې امله، د مؤمن لپاره نه یوازې سختۍ امتحان دي، بلکې نعمتونه، شتمني، روغتیا، مقام او بریاوې هم امتحان دي. صبر د سختیو په وخت کې د ایمان نښه ده، او شکر د نعمتونو په وخت کې د بندګۍ ښکاره ثبوت دی. مؤمن پوهېږي چې الله تعالی د هر حالت تر شا حکمت لري؛ نو نه د ستونزو پر مهال ناهیلی کېږي او نه د بریاوو پر مهال مغرور.
له بلې خوا، هر غم، هره ناکامي او هره بدمرغي هم وروستۍ پایله نه شي ټاکلای. دا هم یوازې د همدې اوږدې پروسې په ترڅ کې د ځینو پوښتنو په حل کې پاتې راتلل دي. نو کله چې موږ له ناامېدۍ، ناکامۍ او سختو شرایطو سره مخ کېږو، حق نه لرو چې هغه د خپل ژوند وروستۍ نتیجه وبولو. او همدارنګه، کله چې بریا، خوښي او نیکمرغي ترلاسه کوو، باید هغه تلپاتې او نه بدلېدونکې ونه ګڼو.
دا امتحان تر مرګه دوام لري. کېدای شي یو انسان د ژوند ډېره برخه له ستونزو او ناکامیو سره تېره کړي، خو په پای کې بریالی شي. او ممکن بل څوک د اوږدې مودې لپاره بریالی او سوکاله وي، خو د ژوند په وروستیو پړاوونو کې یې شرایط بدل شي. همدا حقیقت موږ ته راښيي چې د ژوند اصلي راز په دوامدارې هڅې، هیلهمندۍ، استقامت، پر ځان باور او له هر څه مهم، په الله تعالی باندې په ټینګ ایمان او توکل کې نغښتی دی.
نو تر هغه چې ساه لرو، باید د ژوند د دې ستر امتحان په ډګر کې له مبارزې، زده کړې او هڅې لاس وانخلو؛ ځکه وروستۍ نتیجه تر هغه وخته نه ټاکل کېږي چې د ژوند وروستۍ پاڼه نه وي تړل شوې. د انسان حقیقي بریا یوازې د دنیا په لاسته راوړنو کې نه ده، بلکې په دې کې ده چې د ژوند دا امتحان د الله تعالی د رضا، نېکو اعمالو او پاک ایمان په وسیله په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
"ژوند د الله تعالی له لوري یو ستر امتحان دی؛ سختۍ یې د صبر پوښتنې دي، نعمتونه یې د شکر ازموینې دي، او حقیقي بریا هغه ده چې انسان د دې امتحان له پای ته رسېدو وروسته د خپل رب رضا ترلاسه کړي."
که ليکنه مو خوښه شوي وی نه حتما یي له خپلو ملګرو سره هم شریکه کړي.
#ژوند #دنیـــــــا #ډاکټر
Follow the Dr Rafiullah Aazem ډاکټر رفيع الله عازم channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029VbC6jf2Bqbr1ZMadfT3R