29/03/2026
د وینې د شحمیاتو ټسټ (Lipid Profile) او د زړه روغتیا
مهمه خبره:
یوازې نورمال Lipid Profile او LDL ته مه ګورئ
HDL، Triglycerides او Homocysteine هم ډېر مهم دي، ځینې خلک په ظاهره نورمال وي، خو د زړه خطر لري.
Lipid Profile څه شی دی؟
دا یو مهم ټسټ دی چې د وینې شحمیات (چربي) اندازه کوي، او د زړه د ناروغیو خطر معلومولو کې مرسته کوي. په دي کې دا ټسټونه دا شامل دي:
- LDL (بد کولیسټرول)
- HDL (ښه کولیسټرول)
- Triglycerides (شحمیات)
- Total Cholesterol (ټول کولیسټرول)
LDL (بد کولیسټرول):
که لوړ شي، د رګونو په دیوال کې جمع کېږي او د بندښت سبب ګرځي او د زړه حملې (Heart Attack) او سټروک خطر زیاتوي
HDL (ښه کولیسټرول):
اضافي کولیسټرول له رګونو څخه جګر ته وړي او بیا یې له بدن څخه بیرون وباسي، نتیجه کې د زړه ساتنه کوي
Triglycerides:
که لوړ وي، اکثره د چاغښت، شکر (Diabetes) او کم فعالیت سره تړاو لري او په نتیجه کې د زړه ناروغیو خطر زیاتوي
Homocysteine څه شی دی؟
دا یو کیمیاوي ماده ده چې په بدن کې د امینو اسیدونو له بدلون څخه جوړېږي
که مقدار یې لوړ شي نو د رګونو داخلي برخه زیانمنوي، د وینې ټوټې (clots) جوړوي، او په نتیجه کې د زړه حملې او سټروک/سکتي خطر زیاتوي
ولې زمونږ ټولنې لپاره دا شیان مهم دي؟
زموږ په ټولنه کې اکثره خلک غیر متوازن خوړو له کبله د دې ویټامینونو کمښت لري:
- Vitamin B12
- Folic Acid
له همدې امله Homocysteine زیات لیدل کېږي
کله باید دا ټسټونه ترسره شي؟
- د ۳۰ کلنۍ نه وروسته
- که لوړ فشار (Hypertension) وي
- که شکر (Diabetes) وي
- که څوک سګرټ څکوي
- که څوک د زړه د ناروغۍ کورنۍ سابقه ولري
د مخنیوي لارې:
د حیواني غوړو (وازده) کمه استفاده
په خوراک کې سبزیجات، مېوې او فایبر زیاتول
حتما ورځنی قدم وهل (۳۰ دقیقې)
وزن کنټرولول
سګرټ پرېښودل
مهمه خبره:
یوازې نورمال Lipid Profile او LDL ته مه ګورئ
HDL، Triglycerides او Homocysteine هم ډېر مهم دي، ځینې خلک په ظاهره نورمال وي، خو د زړه خطر لري.