28/06/2026
د تایرایډ (Thyroid) ټسټونه ولې مهم دي؟
تایرایډ یوه کوچنۍ غده ده چې د غاړې په مخکینۍ برخه کې موقعیت لري، خو د بدن د انرژۍ، میتابولیزم، د زړه د ضربان، وزن، د بدن د تودوخې او حتی د ذهني فعالیت په تنظیم کې خورا مهم رول لري
#که لاندې نښې لرئ، د تایرایډ معاینه مهمه ده:
- بې سببه وزن زیاتېدل یا کمېدل
- دوامداره ستړیا او کمزوري
- د زړه چټک یا ورو درزا
- د یخنۍ یا ګرمۍ غیرعادي حساسیت
- د ویښتانو تویېدل او د پوستکي وچوالی
- خپګان، اضطراب یا د تمرکز کمښت
- د ښځو د حیض ګډوډي یا د امیندوارۍ ستونزې
- د غاړې پړسوب (Goiter)
#مهم لابراتواري ټسټونه
اول- TSH (Thyroid Stimulating Hormone)
دا د تایرایډ د ارزونې تر ټولو مهم او لومړنی ټسټ دی. که TSH غیرطبیعي وي، نو اکثره وخت د تایرایډ د فعالیت ستونزه موجوده وي.
دوهم- Free T4
د تایرایډ د فعال هورمون اندازه ښيي او د Hypothyroidism او Hyperthyroidism په تشخیص کې مرسته کوي.
دریم- Free T3
په ځانګړي ډول د Hyperthyroidism د تشخیص او د ناروغۍ د شدت په ارزونه کې ګټور دی.
#یوازې TSH بسنه کوي؟
نه، تل نه.
* که TSH غیرطبیعي وي، نو د Free T4 او کله ناکله Free T3 ترسره کول اړین وي.
* که د Autoimmune Thyroid ناروغۍ شک وي، د Anti-TPO او Anti-Thyroglobulin Antibodies هم سپارښتنه کېږي.
#پر وخت تشخیص ولې مهم دی؟
- د زړه د ناروغیو خطر کموي.
- د وزن او میتابولیزم په کنټرول کې مرسته کوي.
- د امیندوارۍ او بارورۍ ستونزې کموي.
- د ماشومانو د ودې او ذهني پرمختګ لپاره مهم دی.
- د ژوند کیفیت ښه کوي او د اوږدمهاله اختلاطاتو مخنیوی کوي.
#مهمه سپارښتنه
د تایرایډ ټسټونو پایلې باید تل د ناروغ د نښو، د ډاکټر (داخله عمومي، غوږ پوزي او ستونې متخصص) د معاینې او نورو لابراتواري معلوماتو سره یوځای تفسیر شي. یوازې د یوې پایلې پر بنسټ د درملنې پرېکړه مه کوئ.