27/05/2026
🌙 د لوی اختر (عید قربان) مبارکي 🌙
د لوی اختر د مبارکې ورځې په مناسبت، ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم.
الله ﷻ دې زموږ عبادتونه، قربانۍ او دعاوې قبول کړي،
او دا سپېڅلې ورځې دې د سولې، عدالت، ورورولۍ او بشري کرامت سبب وګرځوي.
په ځانګړې توګه، د غزې پر مظلوم او رنځېدلي ولس دعا کوو،
الله تعالی دې هغوی ته امن، آرامي، صبر، عزت او تلپاتې خوشحالي ور په برخه کړي،
او ظلم دې پای ته ورسوي.
الله ﷻ دې دا اختر د امت د یووالي، رحم او متقابل درناوي پیغام وګرځوي.
لوی اختر مو مبارک وي.
دکترمحمد عابد "منصور "