Obaid Azlan/Psychologist

Obaid Azlan/Psychologist Psychological Counseling & Therapy
Helping you understand yourself, manage emotions, and build resil.

23/04/2026

وروسته له دې چې په يوه اړيکه کې ماته خورو بايد څه وکړو؟

#مينه #جلاوالی #روانشناسي #احساسات #خپلواکي #غم #رغېدنه

21/04/2026

ولې مو په ګډ ژوند کې جنسي تمايلات کميږي؟

#ځواني #احساسات

19/04/2026

د يو انسان کاميابي او ناکامي يوازې په ده پورې اړه لري؟ او که نه هغه چاپيريال چې ژوند پکې کوي هم مهم دی.

#کاميابي #ناکامي #چاپيريال #روانشناسي #ذهنیت #موفقیت #انسان

دو قطبي يا Bipolar Disorder د مزاج (Mood) له جدي ناروغيو څخه ده چې د اخته شخص مزاج په کې له يوه حالت څخه بل حالت ځي. مثل...
01/09/2025

دو قطبي يا Bipolar Disorder د مزاج (Mood) له جدي ناروغيو څخه ده چې د اخته شخص مزاج په کې له يوه حالت څخه بل حالت ځي. مثلا يو شخص يوه اونۍ ډير زيات خوشاله وي، ډيرې خبرې کوي، ډيره انرژي لري. خو بله اونۍ يې مزاج بشپړ بدلون کوي. مثلاً: خفه وي، بې انرژي وي، يوازې اوسیدل خوښوي.
تر ټولو جالب بحث د Bipolar Disorder ناروغانو هغه د اړيکو دی، دوی په اړيکو کې هیڅ ثبات نه لري. يوه اونۍ مينه لري خو بله اونه ورته هیڅ هغه شخص چې مينه ورسره لري مهم نه وي.

د وابسته شخصيت ګډوډي یوه شخصیتي ناروغي ده چې پکې انسان د نورو پر ملاتړ، پرېکړو، او لارښوونو باندې غیرطبیعي تکیه کوي. داس...
27/08/2025

د وابسته شخصيت ګډوډي یوه شخصیتي ناروغي ده چې پکې انسان د نورو پر ملاتړ، پرېکړو، او لارښوونو باندې غیرطبیعي تکیه کوي. داسې کسان د خپلواکۍ د نشتوالي، پرېکړې نه‌کولو، او د پرېښودو د شديدې وېرې له امله له رواني زجر سره مخ وي‌.
د DSM-5 پر اساس DPD شخصيتونه لاندې ځانګړتياوې لري.
1. د نورو خلکو له مشورې پرته پرېکړې نه شي کولای.
2. د ورځنیو چارو لپاره پر نورو بې‌حده تکیه کوي.
3. د پرېښودو یا یوازیتوب شدیده وېره لري.
4. د نورو له مخالفت څخه ډډه.
5. خپل ځان کمزوری ګڼي.
6. کله چې یو اړیکه پای ته ورسېږي، ژر تر ژره نوې اړیکه جوړوي چې یوازې پاتې نشي.
7. په ژوند کې د ډېرو برخو کنټرول نورو ته پرېږدي.

د DPD شخصيتونو په ژوند کې د مينې کيسې ډيرې ليدل کيږي.

DependencyDisorder

پي ټی اس ډي هغه رواني ناروغي ده چې د جګړې، ناوړه پېښو، جنسي تېري، ترافیکي پېښې، یا طبیعي آفتونو له تجربه کولو وروسته رام...
24/08/2025

پي ټی اس ډي هغه رواني ناروغي ده چې د جګړې، ناوړه پېښو، جنسي تېري، ترافیکي پېښې، یا طبیعي آفتونو له تجربه کولو وروسته رامنځته کېږي. چې پرې اخته شخص ته د پېښې یادونه بیا بیا ياديږي او ورځنی ژوند يې له ستونزو سره مخ کوي.
د امريکا د ارواپوهانو د لارښود کتاب DSM-5 پر اساس که چيرته د يوې تيرې شوې حادثې زورونکي يادونه تر يوې مياشتې دوام وکړي د اندیښنې وړ ګڼل کيږي.
نښې:
داسې احساسول لکه ګواکې پيښه چې بيا تکراريږي، د پېښې یادونه د ورځني ژوند پر مهال، د هغو ځایونو، خلکو یا خبرو څخه ډډه کول چې پېښه ورپه زړه کوي، د ګناه احساس، د خوښۍ له لاسه ورکول، بې خوبي، د ناڅاپي غږ یا حرکت پر وړاندې شدید غبرګون.

اضطراب د رواني ناروغیو یوه لویه کټګوري ده چې پکې د شدیدې وېري، اندېښنې او اضطراب دوامداره نښې موجودې وي. دا حالت له عادي...
23/08/2025

اضطراب د رواني ناروغیو یوه لویه کټګوري ده چې پکې د شدیدې وېري، اندېښنې او اضطراب دوامداره نښې موجودې وي. دا حالت له عادي اضطراب څخه (چې د ژوند د فشارونو پر وړاندې طبیعي غبرګون دی) جلا دی، ځکه چې د اوږدې مودې لپاره دوام کوي او د اخته شخص په ورځني ژوند، کار او اړیکو کې د پام وړ ګډوډي رامنځته کوي.
د څيړنو له مخې د نړۍ د نفوس له ۱۸ څخه تر ۲۰٪ سلمه پورې وګړي له يادې ناروغۍ سره لاس او ګريوان دي. اما په افغانانو کې له پورته ارقامو څخه زيات ليدل کيږي.
نښې:
بې ځايه انديښنه، د زړه درزيل، بې قراري، خولې کيدل، د خولی وچوالی، بې خوبي، د لاسونو او بدن لړزه، د راتلونکي په اړه ډير منفي فکرونه کول.....

#اضطراب

ژور خفګان (افسردګي/Depression) د رواني اختلالاتو له جدي ډولونو څخه دی چې د غم، خفګان، د ژوند د خوښیو له لاسه ورکول، او د...
21/08/2025

ژور خفګان (افسردګي/Depression) د رواني اختلالاتو له جدي ډولونو څخه دی چې د غم، خفګان، د ژوند د خوښیو له لاسه ورکول، او د ورځني فعالیت د کمزورتیا په بڼه را څرګندېږي.
د امريکا د ارواپوهانو د کنګرې د لارښود کتاب DSM-5 پر اساس که چيرته دا وضعیت تر ۲ اونيو او يا هم له ۲ اونيو ډير دوام وکړي ممکن شخص په ژور خفګان اخته وي.
ښځې د نارينوو په پرتله دوه چنده په ژور خفګان اخته کيږي.
نښې:
د غم او خفګان دوامداره احساس، ځان بې ارزښته ګڼل، د تمرکز ستونزې، د ځان وژنې په اړه فکر کول، د خوب ډيريدل يا کميدل، د اشتها له لاسه ورکول، د بدني انرژۍ نشتون، د جسني ميل کميدل، له خلکو سره له ناستې ډډه کول......

#افسردګي #اکاډمیک

Address

Kabul
1010

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Obaid Azlan/Psychologist posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category