17/09/2026
هر د مرۍ درد او شخوالی د مغزو ميکروب (منينجايټس) نه وي.
دا د هغه ۴ کلن ماشوم عکس دی چې ۳ ورځې وړاندې په ډير بد روغتیایي حالت کې بیړنۍ خونې ته راوړل شوی و، نوموړي له تېرو ۵ ورځو راهیسې د لوړې تبې او له ۴ ورځو راهیسې د غاړې د سخت کلکوالي له امله شدید تکليف درلود.
تر دې وړاندې کورنۍ یې څو بېلابېلو روغتيايی مرکزونو ته مراجعه کړې وه چيرته چې هغوي ورته د مننجایټس یا د مغز د پردې د التهاب تشخیص کړی و، له همدې امله ماشوم د نه زغملو درد او شديدي نا آرامۍ په حالت کې و او په تېرو ۴ ورځو کې یې هيڅ خوب نه و کړی او له بستره يی سر نشو جيګولی.
والدین یې خورا مایوسه او اندېښمن وو ترڅو يې ماشوم خان میډیکل کامپلیکس ته راوړو، چې هلته د ناروغ دقیقې کلینیکي ارزونې وروسته د غاړې ساده ایکسرې ترسره شو او د هغې په پایله کې د ریټروفارینجیل ابسېس یا د حلق تر شا د چرک جمع کيدو شک پیدا شو.
د دقیق تشخیص لپاره سملاسي د غاړې سي ټي سکین ورته واخیستل شو چې موندنو یې په بشپړ ډول د ریټروفارینجیل ابسېس شتون تائید کړ.
سمدستي اړینه درملنه پیل شوه او الحمد لله د درملنې په درېیمه ورځ د ماشوم په روغتیایي حالت کې خورا مثبت بدلون راغی، تر دې چې نن وارډ ته د ننووتلو پر مهال ماشوم په بشپړ ډول شفایاب، له درده خلاص او د وارډ له لوړ منزل څخه د کابل ښار له ښکلي منظرې څخه په لیدلو او خوند اخیستلو بوخت و. يو ډاکټر ته تر دې بل د خوشحالۍ احساس نه وي کله چې خپل مريض مکمل صحتياب وويني.