04/04/2026
محترمو ډاکټر صاحبانو!
په درنښت سره تاسو ته خبر درکول کېږي چې د معالجوي طب او ستوماتولوژی د ایګزیټ آزموینې پروسه یوې مهمې مرحلې ته داخله شوې ده. دا آزموینه نه یوازې ستاسو د علمي کچې ارزونه ده، بلکې ستاسو د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره یو اساسي قدم هم بلل کېږي.
د رسمي مهالوېش له مخې، د ګډونوالو بایومیتریک به د راتلونکې یکشنبې ورځې څخه پیل او تر چهارشنبې پورې دوام وکړي. له همدې امله، ټولو محترمو ګډونوالو ته سپارښتنه کېږي چې خپل اړین اسناد له ځان سره ولري او په ټاکلي وخت کې د بایومیتریک پروسه بشپړه کړي، څو د ازموینې په ورځ له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
د ازموینې اصلي برخه به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ ترسره شي، چې دقیق وخت او ځای به د اړوندو مراجعو له لوري شریک شي. آزموینه عموماً شاوخوا ۱۶۰ څو-اختیاري (MCQ) پوښتنې لري، چې له دې ډلې څخه نږدې ۱۰۰ پوښتنې نسبتاً ساده او مستقیمې وي. دا په دې معنا ده چې که یو ډاکټر صاحب منظم تکرار کړی وي، نو د بریالیتوب چانس یې ډېر لوړ دی.
په دې وروستیو ورځو کې تر ټولو مهم کار دا دی چې:
-نوي موضوعات مه شروع کوئ
-یوازې د مهمو ټاپیکونو سرلیکونه (Headings) او شارټ نوټونه مرور کړئ
-هغه موضوعات چې مخکې مو کمزوري ول، بیا تکرار کړئ
-د MCQ سوالونو تمرین ته وخت ورکړئ
-همدارنګه، د ازموینې پر مهال لاندې ټکو ته جدي پام وکړئ:
-له بېځایه وارخطایۍ او فشار څخه ځان وساتئ
-هر سوال په دقت سره ولولئ او بیا ځواب ورکړئ
-که یو سوال ستونزمن وي، پرې مه درېږئ، وروسته ورته بېرته راشئ
-خپل وخت په سمه توګه مدیریت کړئ
-په یاد ولرئ، بریالي ډاکټران هغه کسان دي چې یوازې لوستل نه کوي، بلکې په ازموینه کې خپل ذهن کنټرولوي. باور پر ځان، تمرکز او آرام ذهن ستاسو تر ټولو قوي وسلې دي.
په پای کې، موږ ټولو درنو ډاکټر صاحبانو ته د دې مهم امتحان په درشل کې د بشپړې بریا، کامیابۍ او روښانه راتلونکي هیله لرو. هیله ده چې ستاسو هڅې نتیجه ورکړي او ډېر ژر د مسلکي جواز ترلاسه کولو ویاړ ترلاسه کړئ.
په درنښت
محمد ادریس نیکیار