20/03/2026
⭕️ د معدی جوش یا سوزش مخنیوی لپاره توصیې ⚕
🩺 ټول هغه ناروغان چې د معدي د سوزش څخه شکایت لري ، د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د آواز خپ کیدل ، د شپی لخوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کېږی . لاندی توصیی باید په پام کې ونیسئ :
1 - که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی ،
2 - د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی ،
3 - چای او coffee استعمال نه کړی ،
4 - سګرت څکول بند کړی ،
5 - الکول باید استعمال نه کړی ،
6 - د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری ،
7 - د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی ،
8 - دشپی لخوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی ،
9 - د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د 6 انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی ،
10 - د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی .
✍️ هیله ده لیکنه نشر share کئ . مننه
Abdulhaq Ayoubi Safi
© Hanif Taib w