15/07/2026
د هر انسان په ژوند کې بايد يو داسې انسان وي، چې شتون يې انسان ته سکون ورکړي. کله چې د ژوند سختۍ، د خلکو چلند او د وخت ستونزې انسان ستړی کړي، نو د هغه تر څنګ ځان خوندي او آرام احساس کړي.
داسې يو څوک، چې مينه يې رښتينې وي، درناوی يې بې مطلبه وي، او د زړه هر راز ورسره امانت وي. انسان وکولای شي خپل دردونه، ماتې او نيمګړې هيلې ورته په ډاډه زړه ووايي، ځکه پوهېږي چې د هغه تر څنګ نه قضاوت شته، نه ملامتي، بلکې يوازې اخلاص، مهرباني او ډاډ.
#باور #مينه