کندهار الحجامه کلینیک

کندهار الحجامه کلینیک Dr. Khalil ur Rahman (Bashar) !حجامه هم سنت، هم دوا او هم شِفاء ده

💪 د عضلاتو د چټک جوړولو لپاره خپله روغتیا مه قربانوئ!انابولیک-اندروجینیک سټیرویډونه (AAS) څه دي؟دا مصنوعي هورمونونه دي چ...
03/08/2026

💪 د عضلاتو د چټک جوړولو لپاره خپله روغتیا مه قربانوئ!

انابولیک-اندروجینیک سټیرویډونه (AAS) څه دي؟

دا مصنوعي هورمونونه دي چې ځینې ورزشکاران د عضلاتو د چټک لویولو او ځواک د زیاتولو لپاره کاروي.

---

لنډ مهاله ګټې:

· د عضلاتو چټکه وده
· د ځواک او فزیکي وړتیا زیاتوالی
· د تمرین وروسته ژر رغېدل

---

جدي روغتیايي خطرونه:

❌ فزیکي زیانونه:

· د زړه حملې او سټروک خطر زیاتوالی
· د وینې غلظت او د وینې د لختې (Thrombosis) احتمال
· د ځیګر او پښتورګو زیان
· شدیدې جواني دانې او د پوستکي ستونزې

❌ رواني ستونزې:

· غوسه، توند مزاج
· خپګان او نور رواني اختلالات

❌ په نارینه وو کې:

· د خصیو کوچنی کېدل
· د سپرم کمښت او شنډوالی
· د سینو غټېدل (Gynecomastia)
· د سر د ویښتانو تویېدل

❌ په ښځو کې:

· د مخ او بدن اضافي ویښتان
· د غږ ژوروالی
· د حیض ګډوډي
· د سینو کوچنی کېدل

---

د سټیرویډونو پرېښودو وروسته:

ډېری کسان د عضلاتو کمښت، د ټسټوسټرون د کچې ټیټېدو او سختو رواني ستونزو سره مخ کېږي.

---

اصلي #اتل هغه څوک دی چې:

· سالم تمرین وکړي
· متوازن خواړه وخوري
· کافي خوب وکړي
· حوصله ولري

نه د هغو درملو په مرسته چې څو میاشتې ظاهري بدلون راولي، خو کلونه روغتیا له خطر سره مخ کوي.

---

روغتیا مو د ژوند لویه شتمني ده!

ستاسو روغتیا تر هر مډال، هر ریکارډ او هرې عضلې ارزښتناکه ده.

---

ډاکټر نذیر احمد '' امین''
د هډوکو، بندونو او عصبي دردونو معالج او ماهر

تماس:
📞 0700364416
📞 0707719643

آدرس:
حضرت جي بابا، د کوټ بابا عمومي څړک، د څوارلسمې (۱۴) حوضې مخامخ - کندهار الحجامه کلینیک کندهار الحجامه کلینیک

---

🌿 په طبیعي لاره خپل بدن جوړ کړئ، روغتیا مو وساتئ!

د ماشوم یا تنکي ځوان د زنګون درد ته بې پروا مه اوسئ..!که ستاسو ماشوم یا تنکی ځوان فوټبال، والیبال، باسکټبال یا منډې کوي ...
02/08/2026

د ماشوم یا تنکي ځوان د زنګون درد ته بې پروا مه اوسئ..!
که ستاسو ماشوم یا تنکی ځوان فوټبال، والیبال، باسکټبال یا منډې کوي او تر زنګون #لاندې درد لري، ډېر احتمال سته چي د Osgood–Schlatter په نوم د ودې له امله رامنځته سوې ستونزه ولري.
دا ناروغي هغه وخت پیدا کېږي چې د ماشوم هډوکي په چټکۍ وده کوي، خو عضلې او وترونه(پلې) پرې ډېر فشار راولي. له همدې امله د زنګون لاندې درد او کله ناکله یوه کوچنۍ راوتلې #غوټه پیدا کېږي.

ښه خبر دا دی:
· ❌ سرطان نه دی
· ❌ انتان نه دی
· ❌ د تل لپاره معلولیت نه جوړوي
· ✅ په ډېرو ماشومانو کې د ودې له بشپړېدو سره خپله ښه کېږي..

#څه باید وسي؟
هغه سپورټ چې درد زیاتوي، لنډ وخت لپاره کم کړئ!
پر دردناک ځای یخ کېږدئ!
د ورون د عضلو د کشولو او پیاوړتیا تمرینونه وکړئ!
که درد #شدید وي، د ډاکټر مشوره واخلئ!

#پیغام: هر د زنګون درد د خطر نښه نه وي، خو هر دوامدار درد باید د ډاکټر له خوا وارزول سي؛ وختي تشخیص د ماشوم د سالمې ودې او سپورټ د دوام لپاره مهم دی...

ډاکټر نذیر احمد '' امین''
د هډوکو، بندونو او عصبي دردونو معالج او ماهر
تماس: 0700364416 /// 0707719643
ادرس: حضرت جي بابا، د کوټ بابا عمومي څړک، د څوارلسمې _14_مې حوضې مخامخ - کندهار الحجامه کلینیک
روغتیا مو د ژوند لویه شتمني ده..!

*ولې کينسر يا سرطان زیات شو؟**د تونسي ډاکټر څيړنه!*که څه هم چې د څو کالونو مخکې خبره ده، خو اثرات او خطرات يې اوس زيات ش...
20/07/2026

*ولې کينسر يا سرطان زیات شو؟*
*د تونسي ډاکټر څيړنه!*
که څه هم چې د څو کالونو مخکې خبره ده، خو اثرات او خطرات يې اوس زيات شوي!
په ۲۰۱۹ کال تونس او الجزاير کې د يوې داسې دسيسې راز افشاء شو چې له امله يې د ماشومانو فلج، په سرطاني امراضو د خلکو اخته کيدل، په ښځو او نارينه وو کې د حافظې د له منځه وړلو سبب شوی.
د الجزاير د روغتيا وزارت خبرداری ورکړ چې په وارديدونکو ځينو غيرالکولي مشروباتو او خوراکي توکو کې داسې مواد موندل شوي چې د سرطان باعث ګرځي او ځيني نور يې د فزيکي او رواني روغتيا لپاره ډېر خطرناک دي.
همداشان دغه وزارت د هيواد له ټولو دولتي روغتونونو او د عامې روغتيا له صحي مرکزونو څخه وغوښتل چې ددې په اړه د پوهاوي کمپاينونه ترسره کړي او د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د الجزاير د عامې روغتيا وزارت څرګنده کړه چې، دا خبرداری د هغو مالوماتو پر بنسټ ورکړل شوی چې، دوی د يوه تونسي ډاکټر چې د عصبي او ملا د تير ناروغيو متخصص او د روغتيا نړيوال سازمان سره د مشاور په توګه هم کار کاوه ورکړی، نوموړي ډاکټر وويل چې ځيني بهرني توکي چې هيواد ته وارديږي، د کينسر(سرطان) د جوړيدو ماده لري، او د انسان د معافيت سيسټم کمزوری کوي او حجرات يې له منځه وړي، حافظه تخريبوي، په ماشومانو او ښځو کې د تشنج يا اختلاطاتو لامل ګرځي.
د سرچينې په وينا ځينې سوداګرو هڅه کوله چې دغه توکي د شمالي افريقا هيوادونو ته وليږدوي چې پکې تونس او الجزاير هم شامل وو، په يوه رسمي سند کې ددې توکو او د فعالې مادې د کوډونو لېست ورکړل شو چې لاندې انځور کې يې ليدلی هم شئ!
او زه غواړم چې د مادې کوډونه او لېست دلته هم درته وليکم.
◆ ام جوس چې د F211 فعاله ماده پکې موندل شوي.
◆ يو ډول تازه جوس چې د E330 په نوم ماده پکې موندل شوي.
◆ د جوس پوډر چې دوه ډوله E102 او E171 مواد لري.
◆ د امريکا جوړ شوي يو ډول شربت چې E330 ماده لري.
◆ چپس چې E223 مواد لري.
◆ بيسکويټ E339, E307, E223 مادې پکې موندل شوي.
◆ مايع شيدې چې E325 مواد لري.
اوس راځم د ښې پوهيدنې لپاره ددې کوډونو تشريح ته:
لومړۍ بايد په دې پوه شو چې په F او E پسې ليکلي عددونه څه مانا؟ په خوړو کې په F او E پسې ليکلي شمارې هغه کيمياوي مواد ښايي چې د خوراکي توکو په جوړښت کې کارول کيږي او مشخصې دندې لري، مثلاً د خوند ساتل، د رنګ ساتل او د بوی کنټرول په غاړه لري، مګر له دې سره سره ډېرې نورې خظرناکې اغېزې هم رامنځته کوي.
اوس راځو تشريح ته:
① د F211 ماده په اصل کې Sodium Benzoate (سوډیم بنزوایټ) دي چې د خوراکي توکو د ساتنې لپاره استعماليږي، که زيات مقدار يې چې د (ويټامين سي)سره يوځای شي، سرطاني حجرات رامنځته کوي، چې له دې سره انسان په کينسر اخته کوي.
② يوه بله ماده د E330 په نوم ده چې ورته Citric Acid (سیتریک اسید) وايي، د مشروباتو د تيزابيت او خوند ساتلو لپاره استعماليږي، چې په مصنوعي ډول جوړيږي او په زيات مقدار په خوړو کې استعمال يې د معدې کينسر او د غاښونو کينسر رامنځته کوي.
③ دريمه ماده چې په مشروباتو کې استعماليږي د E102 په نوم ده، او دې ته Tartrazine (تارترازین) وايي، چې په پرلپسې استعمال سره يې حساسيت او عصبي اختلاجات رامنځته کيږي، چې د ماشومانو د فلج او د عصبي کمزورتيا او د حافظې د تخريب سبب کيږي.
④ د E171 په نوم بله ماده په اصل کې Titanium Dioxide (ټایټانیوم ډای اکسایډ) دي چې سپين رنګ ورکوونکي ماده ده، چې د اروپا د خوړو خوندیتوب ادارې (EFSA) دا ماده د DNA د زیان او د سرطان د خطر له امله د خوراکي توکو په استعمال کې منع کړي ده.
⑤ بله ماده E223 ده چې دې ته Sodium Metabisulfite (سوډیم مېتابایسلفایټ) وايي، چې د رنګ ساتونکي مادې په حيث په خواړو او مشروباتو کې کاريږي، د تنفسي ستونزو د جوړولو عمده لامل دی او د ساه لنډۍ د ناروغانو لپاره مرګوني ماده ده.
⑥ بله ماده چې E307 ده، د Alpha-tocopherol (الفا توکوفیرول) په نوم ده، چې که په خوراکي توکو کې په زياته اندازه استعمال شي نو د وينې ناروغۍ رامنځته کولی شي.
⑦ بله ماده د E339 په نوم ده، Sodium Phosphates (سوډیم فاسفیټونه) ورته وايي، د اسيديت د کنټرول لپاره استعماليږي او د پښتورګو(ګردو) ناروغي رامنځته کوي خو د پښتورګو ناروغانو لپاره مرګوني ماده ده.
⑧ بله ماده د E325 په نوم ده چې، Sodium Lactate (سوډیم لکتېټ) ورته وايي د خوند ساتلو لپاره استعماليږي پکې، د فشار د ناروغيو لامل ګرځي.
مهمه خبره دا ده چې افغانستان ته په را وارديدونکو محصولاتو کې لکه جوس، انرژۍ، شيدې، قيماق، پيپسی، ډيو، مونسټار، ريډبول، بيسکويټ او نورو کې هم په پريمانه توګه يادې مادې شتون لري، چې ترټولو خطرناکه ماده يې د E171 په نوم ده چې Titanium Dioxide (ټایټانیوم ډای اکسایډ) ورته وايي دا يوه منع شوي ماده چې په مشروباتو او خوراکي توکو کې په نړيواله سطحه بند ده او بايد استعمال نشي، ځکه چې د سرطان يا کينسر په جدي توګه رامنځته کوي.
عامې روغتيا وزارت بايد د تخنيکي ټيم پرمټ وارديدونکي محصولات په دقيق ډول چيک کړي ترڅو اطمنان ترلاسه شي، ځکه په افغانستان کې د کينسر بدمرغه ناروغي مخ پر ډېريدو ده، بايد چې عوامل مالوم شي او مخنيوی يې په جدي توګه وشي.
په اوسني وخت کې بيولوژيکي جګړه ښه په درز کې روانه ده، د نړۍ ملياردران، د درملو د کمپنيو مشران دا نه غواړي چې ناروغۍ دې له منځه ولاړې شي بلکې دا غواړي چې ناروغۍ دې زياتې شي او په قصدي ډول اوس د ناروغيو د خپرولو هڅې روانې دي.
خصوصاً د کينسر د ناروغۍ د خپرولو ګړندۍ هڅه روانه ده، ځکه يوخوا پر ناروغ مصارف زيات راځي او بل خوا د کيسنر د درملو او وکسينو اړتيا زياتيږي، کم درمل په لوړه بيه پلورل يو لوی مقصد دی.
عامې روغتيا وزارت ته وړانديز:
#لومړۍ له بهر څخه هيواد ته د وارديدونکو محصولاتو سمه پلټنه وکړئ، د پورته اتو مادو په اړه پراخ ريسرچ يا تحقيق وکړئ، چې ايا وارديدونکي محصولات خو به يادې مادې نلري!
#دوهم کورني توليدات په جدي توګه وڅارئ چې په کورنيو توليداتو کې به په غلطۍ يا په ناپوهۍ يا قصداً یادې مادې نه استعماليږي.
#دريم هيواد ته پر وارديدونکو درملو دې هم کلک څارنه وشي، ځکه ددې له لارې هم امراض خپريږي.
د مخنيوي لارې چارې يې په همدې ډول دي، ځکه د عامې روغتيا وزارت ددې مسؤليت لري چې دداسې ناورينونو مخه ونيسي، او په هيواد کې د ناعلاجه ناروغيو کنټرول او مخنيوی وکړي، هغه که د دسيسې په شکل د دښمنانو لخوا وي يا په ناپوهۍ کې د وطن د کورنيو فابريکو په توليداتو کې وي، هيڅوک ترې مستثناء ندي، ځکه دا فجعه رامنځته کوي.
اوس يې نو شېر کړئ! ترڅو تر مسؤلو چارواکو ورسيږي.
#انخور د الجزاير د روغتيا، نفوس او روغتونونو د اصلاح وزرات د تاييدی دی.
#نوټ د عامې روغتيا وزارت کولی شي ددې څيړنې څخه په استفاده، هيواد ته را واردېدونکي خورکي توکي تر څيړنې لاندې ونيسي، کيدای شي چې يوڅه په لاس ورشي.
پوسټ درسره شېر کړئ ترڅو تر مسؤلينو ورسيږي.

کاپي
ساجد عثماني❤️

د انسان د دماغو حیرانوونکې وړتیا!الله تعالی انسان ته ډېر ستر نعمتونه ورکړي دي، خو له هغو څخه یو تر ټولو حیرانوونکی نعمت ...
20/06/2026

د انسان د دماغو حیرانوونکې وړتیا!
الله تعالی انسان ته ډېر ستر نعمتونه ورکړي دي، خو له هغو څخه یو تر ټولو حیرانوونکی نعمت د انسان دماغ دی.
د طب له نظره، د انسان مغز شاوخوا ۸۶ میلیارده عصبي حجرې (نیورونونه) لري. دا کوچنۍ حجرې په دوامداره توګه د برېښنایي او کیمیاوي پیغامونو له لارې یو له بل سره اړیکه نیسي او زموږ د ژوند هره شېبه اداره کوي.
همدا دماغ دی چې: فکر کوي، احساسات درک کوي، لیدل او اورېدل تنظیموي، حرکتونه کنټرولوي، خوبونه او خیالونه جوړوي، علم او یادونه ساتي، او انسان ته شعور، پوهه او تخلیقي ځواک وربښي.
ساینسپوهان وایي، د انسان دماغ تر اوسه په بشپړه توګه نه دی پېژندل شوی، او لا هم د هغه ډېر رازونه د څېړنو موضوع دي. دا د الله تعالی د قدرت او حکمت یوه ستره نښه ده.
الله تعالی فرمایي:
﴿وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ﴾ (سورة الذاریات: ۲۱)
ژباړه: «او ستاسو په خپلو وجودونو کې هم د الله تعالی د قدرت او حکمت نښې شته، نو آیا ته یې نه ګورئ؟»
نو راځئ چې د دې ستر الهي نعمت قدر وکړو، خپل عقل او فکر د علم، نیکۍ، عبادت او د انسانانو د خدمت لپاره وکاروو؛ ځکه سالم فکر او سالمه پوهه د الله تعالی لوی امانت دی.
سبحان الله! هغه کوچنی مغز چې زموږ په سر کې ځای لري، د ټول بدن ستر قوماندان دی او د خالق د بې پایه قدرت یوه ژوندۍ معجزه ده.
#
ډاکټر خلیل الرحمن بشر
عقلی،عصبی ډاکټر

کندهار الحجامه کلینیک

*خلک به څه وایي؟*"خلک به څه وایي؟" دا یوازې یوه جمله نه ده، بلکې زموږ د ټولنې هغه نالیدلی قانون دی چې د میلیونونو انسانا...
14/06/2026

*خلک به څه وایي؟*
"خلک به څه وایي؟" دا یوازې یوه جمله نه ده، بلکې زموږ د ټولنې هغه نالیدلی قانون دی چې د میلیونونو انسانانو هیلې، وړتیاوې او ارمانونه یې تر خپل سیوري لاندې خښ کړي دي.

انسان له ماشومتوبه تر بوډاتوبه، سره له دې چې ازاد پیدا شوی وي، د همدې ذهني بندیز اسیر وي چې: "که ما دا کار وکړ، خلک به څه فکر کوي؟"

۱- د "خلک به څه وایي؟" وېره څه ده؟

دا په حقیقت کې یو رواني خوف دی چې انسان د خپلې خوښې ژوند کولو څخه منع کوي. ټولنې د بریا، ناکامۍ، عزت او ذلت لپاره ځینې خپل‌سري معیارونه ټاکلي دي. هرکله چې یو څوک د دې دودیزو چوکاټونو څخه بهر د نوي کار اراده وکړي، نو دا وېره د یوه لوی خنډ په توګه د هغه مخې ته درېږي.

۲- د دې وېرې ټولنیز زیانونه

دغه ظاهراً کوچنۍ جمله زموږ پر فردي او ټولنیز ژوند ژور منفي اغېز لري:

د خوبونو وژل:
څومره ځوانان شته چې غوښتل یې لیکوالان، یا د بلې برخې متخصصین شي، خو د "خلک به څه وایي؟" له وېرې یې خپل ارمانونه قرباني کړي او داسې مسلکونه یې غوره کړي چې زړه یې نه غوښتل.

ریاکاري او ځان‌ښودنه:
ډېر خلک د ودونو او نورو مراسمو پر مهال تر خپل وس زیات لګښت کوي، یوازې د دې لپاره چې د خلکو په نظر کم ښکاره نه شي.

دا چلند د پورونو، ځان‌ښودنې او بې‌ځایه سیالیو لامل ګرځي.

رواني ناروغۍ:
د نورو د خوښ ساتلو دوامداره هڅه انسان له دننه تشوي. له همدې امله اندېښنه، ذهني فشار او خپګان رامنځته کېږي.

د ناکامۍ وېره:
ډېر کسان نوی کاروبار یا نوې تجربه ځکه نه پیلوي چې که ناکام شول، خلک به ورباندې وخاندي.

۳- دا "خلک" څوک دي؟

که لږ په ارام ذهن فکر وکړو، نو دا پوښتنه پیدا کېږي چې موږ د کومو خلکو لپاره خپل ژوند، خوښۍ او ارمانونه قربانوو؟

حقیقت دا دی چې همدا خلک د بریا پر مهال درته چکچکې وهي، د ناکامۍ پر وخت درپسې خبرې کوي، خو د اړتیا او ستونزې پر مهال ډېری وخت درسره نه وي.

په حقیقت کې خلک دومره وخت نه لري چې د چا ژوند ته د تل لپاره پام وکړي.

که نن ستا په ژوند کې کومه پېښه وشي، یا کوم ستر تصمیم ونیسې، ښايي دوه ورځې پرې خبرې وکړي، خو په درېیمه ورځ به د بلې موضوع په لټه کې وي.

۴- له دې ذهني زندانه څنګه ازادي ترلاسه کړو؟

که غواړو خپل ژوند په رښتینې معنا ژوندی او بریالی کړو، نو باید د دې وېرې بت مات کړو.

پوه شو چې دا ژوند زموږ دی او د پرېکړو ګټه او تاوان یې هم موږ ته راګرځي.

ومنو چې د خلکو کار خبرې کول دي؛ که ښه وکړې او که بد، نیوکه کوونکي به هرومرو څه پیدا کوي.

پر خپلو پرېکړو باور کول زده کړو؛ که نیت پاک وي او لاره سمه وي، نو د چا له خبرو د وېرې اړتیا نشته.

ناکامي د زده کړې یوه مرحله وبولو، نه د ژوند پای.

د نړۍ ډېرو سترو شخصیتونو د خپل سفر په پیل کې د خلکو ملنډې، نیوکې او مخالفتونه زغملي دي، خو همدغه استقامت هغوی بریالیتوب ته رسولی دی.

ژوند ډېر لنډ دی، او د نورو د نظریاتو له مخې یې تېرول له ځان سره ستره بې‌انصافي ده.

موږ هېڅکله ټول خلک نه شو راضي کولای. نو غوره دا ده چې هغه څه ترسره کړو چې سم وي الله تعالی ورباندي راضي کیږي، موږ ته خوښي راکوي او د بل چا د زیان سبب نه ګرځي.

کله چې انسان د "خلک به څه وایي؟" له وېرې ازاد شي، نو د سکون، اعتماد او بریا نوې دروازې ورته پرانیستل کېږي.
کندهار الحجامه کلینیک

په زړه پورې چينل څخه

Address

آدرس :/حضرت جي بابا/دکوټ بابا عمومي سړک/14 مي حوزې ته مخامخ/کندهار الحجامه کلینیک/کندهار/افغانستان
Kandahar

Opening Hours

Monday 09:00 - 21:00
Tuesday 09:00 - 21:00
Thursday 09:00 - 21:00
Saturday 09:00 - 21:00
Sunday 09:00 - 21:00

Telephone

+93700761576

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کندهار الحجامه کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share