Ayoubi Curative Hospital ایوبي معالجوي روغتون

Ayoubi Curative Hospital ایوبي معالجوي روغتون باوري درملنه | مجرب کاري ټیم | ۲۴ ساعته خدمات
!ایوبي معالجوي روغتون- ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ

02/09/2026

په ماشومانو کي د سرغټوالي ناروغي!
درېیمه برخه
ادامه لري...

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ!

25/08/2026

یو ځوان، چي د انرژي مشروباتو ډېر زیات استعمال یي درلود، نور د پښتورګو د جدي ستونزې له امله باید هر وخت هیموډیالیز ترسره کړي.

د انرژي مشروباتو، په ځانګړي ډول له ډېر او پرله‌پسې استعمال څخه، ډډه وکړئ.

خپل پښتورګي وساتئ؛ روغتیا مو تر هر څه ارزښتمنه ده.

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ!

مهمه خبرتیا!د کابل څخه د نسایي ولادي متخصصې، ډاکټرې روهینا حقیار د کندهار له درنو مېرمنو سره د مشورې او ناروغانو د کتنې ...
24/08/2026

مهمه خبرتیا!

د کابل څخه د نسایي ولادي متخصصې، ډاکټرې روهینا حقیار د کندهار له درنو مېرمنو سره د مشورې او ناروغانو د کتنې په موخه د سنبلې په ۴مه، ۵مه، ۷مه او ۸مه؛ چهارشنبه، پنجشنبه، شنبه او یکشنبه، ایوبي معالجوي روغتون ته تشریف راوړي.
هغه مېرمنې چې د بې‌اولادۍ (نازایۍ) له ستونزې سره مخ دي، کولای سي په ایوبي معالجوي روغتون کې نوم‌لیکنه وکړي او له نوموړې متخصصې ډاکټرې سره د مشورې او معاینې له پاره وویني.

د ناروغانو د کتنې وختونه:
• سهار: ۸:۰۰ بجې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې
• مازدیګر: ۳:۰۰ بجې تر ۸:۰۰ بجو پورې

ادرس: ده خواجه د سرې میاشتې کلینیک څنګ ته، ایوبي سنټر، کندهار- 0700141920

ولې مو ماشوم  اشتها نه لري؟که مو ماشوم د خوړو پر مهال زړه نه ښه کوي، د خوړو اندازه یې کمه سوې وي یا د خپلي خوښي خواړه هم...
23/08/2026

ولې مو ماشوم اشتها نه لري؟

که مو ماشوم د خوړو پر مهال زړه نه ښه کوي، د خوړو اندازه یې کمه سوې وي یا د خپلي خوښي خواړه هم نه خوري، نو د دې حالت لامل باید معلوم سي.

د ماشوم د اشتها د کمېدو عام لاملونه کېدای سي:
د معدې ستونزې
د غاښونو ستونزې
ناروغۍ او انتانات
د ویني کمښت
رواني فشار او د چاپېریال بدلون
د ځینو درملو اغېزې
د خوړو ناسم عادتونه

یوازي د ماشوم په زور خوړل تل مناسبه حل‌لاره نه ده؛ اصلي لامل باید وپېژندل سي.

که د ماشوم د اشتها کمښت دوام کوي، وزن یې نه زیاتېږي، کمزوری کیږي یا ورسره نوري نښي هم موجودي وي، د ماشومانو له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.
ایوبي معالجوي روغتون – د ماشومانو عمومي داخله څانګه

ادرس: ده خواجه، د سرې میاشتې کلینیک څنګ ته، ایوبي سنټر، کندهار- 0700141920

د ایوبي معالجوي روغتون د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پراختیاایوبي معالجوي روغتون د خپلو روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا او د ه...
20/08/2026

د ایوبي معالجوي روغتون د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پراختیا

ایوبي معالجوي روغتون د خپلو روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یو بل مهم ګام پورته کړ.
د ناروغانو د زیاتېدونکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د روغتون د مشرتابه له لوري د جدي پاملرنې څانګې (ICU) ته پراختیا ورکړل سوه او نوې څانګه د عصري طبي تجهیزاتو، مسلکي طبي پرسونل او معیاري امکاناتو په درلودلو سره چمتو سوه.
نوې ICU څانګه ۱۴ بسترونه لري، چې د ښځینه او نارینه ناروغانو له پاره په جلا ډول تنظیم سوي او د راتلونکي شنبې ۱۴۰۵/۰۵/۳۱ نېټې څخه به په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د ماشومانو په عمومي څانګه کې هم د جدي پاملرنې (PICU) او نوي زېږېدلو ماشومانو (NICU) له پاره ځانګړي خدمات د مسلکي طبي ټیم او مجهزو طبي وسایلو په مټ وړاندې کېږي، چې په مجموع کې ۲۴ بسترونه لري.
زموږ هدف؛ معیاري روغتیايي خدمتونه
د ایوبي معالجوي روغتون مشرتابه هڅه کوي چې د هېواد په کچه معیاري، عصري او د باور وړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي او د اړتیا وړ عصري طبي تجهیزات او مسلکي کاري چاپېریال د هېوادوالو له پاره برابر کړي.
زموږ موخه دا ده چې هېوادوال وکولای سي د جدي او پېچلو ناروغیو د درملنې له پاره په خپل هېواد کې معیاري روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ

ادرس: ده خواجه د سرې میاشتي کلینک څنګ ته ایوبي سنټر، ایوبي معالجوي روغتون، کندهار- 0700141920

17/08/2026

د سالمې او ښکلې موسکا لپاره، مسلکي پاملرنه مهمه ده.

په ایوبي معالجوي روغتون کې د غاښونو څانګه ستاسو د خولې، وریو او غاښونو د روغتیا لپاره معیاري تشخیص او درملنه وړاندې کوي.

ډاکټر جاوید احمد عمر
د خولې، جوف، وریو او غاښونو د جراحي ناروغیو معالج
کاري سابقه: د ستوماتولوجي درملنې تخصصي ملي روغتون – کابل

ده خواجه د سرې میاشتې کلینیک څنګ ته، ایوبي سنټر، ایوبي معالجوي روغتون – کندهار
0700141920

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دی!

د هډوکو او بندونو دردونه مو نادیده مه نیسئ!د هډوکو، بندونو، زنګون، ملا او نورو عضلي‌ـ‌اسکلتي ستونزو لپاره د ایوبي معالجو...
16/08/2026

د هډوکو او بندونو دردونه مو نادیده مه نیسئ!

د هډوکو، بندونو، زنګون، ملا او نورو عضلي‌ـ‌اسکلتي ستونزو لپاره د ایوبي معالجوي روغتون د ارتوپیدي څانګه د مسلکي تشخیص، درملنې او پاملرنې خدمتونه وړاندې کوي.

که د زنګون درد، د ملا درد، د بندونو درد، د ټپونو ستونزه یا د هډوکو بله ستونزه لرئ، د متخصص ډاکټر له مشورې او دقیقې معاینې څخه ګټه واخلئ.

۲۴/۷ روغتیايي خدمات
ده خواجه د سرې میاشتي کلینک څنګ ته ایوبي سنټر، کندهار
0700141920

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ!

13/08/2026

د ماشومانو په سر کې غټوالی؛ کومې نښې باید جدي ونیسو؟

په ماشومانو کې د سر غیرعادي غټوالی د بېلابېلو لاملونو له امله رامنځته کېدای شي او ځینې وخت د جدي ناروغۍ نښه هم وي.

په دې ویډیو کې د ماشومانو د جراحي ناروغیو ټرینر متخصص ډاکټر جوشن نیازی د ماشومانو د سر د غټوالي مهمې نښې، د والدینو لپاره د پام وړ موارد او د وخت پر وخت طبي معاینې اهمیت تشریح کوي.

ویډیو تر پایه وګورئ او له نورو والدینو سره یې هم شریکه کړئ.

ده خواجه د سرې میاشتي کلینک څنګ ته ایوبي سنټر، ایوبي معالجوي روغتون کندهار- 0700141920

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ!

د معدې زخم (Peptic Ulcer Disease)معدې زخم څه شی دی؟د معدې یا د اثناعشر (Duodenum) د داخلي پوښ په سطحه کي یو زخم یا ژور ټ...
11/08/2026

د معدې زخم (Peptic Ulcer Disease)

معدې زخم څه شی دی؟
د معدې یا د اثناعشر (Duodenum) د داخلي پوښ په سطحه کي یو زخم یا ژور ټپ دی. که درملنه ونه سي، د وینې بهېدنې، سوری کېدو (Perforation) او د هاضمي د لارې د بندښت په څېر عوارض رامنځته کولی سي.

مهم لاملونه
Helicobacter pylori (H. pylori) مکروب
د درد ضد ځینې درمل، په ځانګړي ډول د میکروب ضد درمل NSAIDs لکه Ibuprofen، Naproxen او Aspirin
سګرټ څکول د زخم د نه رغېدو خطر زیاتولی سي.
مهمې نښي
د نس د پورتنۍ برخې سوځنده یا دردناک احساس
د معدې درد چې کله په تشه معده یا د شپې زیاتېږي
زړه بدوالی او کانګې
د خوړو وروسته ژر مړېدل
د معدې پړسوب
ځینې کسان ممکن هېڅ څرګنده نښه ونه لري.

څنګه تشخیص کېږي؟
ډاکټر د ناروغ د نښو او درملو د سابقې ترڅنګ ممکن د H. pylori له پاره د ساه یا غایطه موادو ټیسټونه، او د اړتیا په صورت کې Upper GI Endoscopy د پورتنۍ هاضمي لارې اندوسکوپي ترسره کړي.

درملنه
درملنه د علت له مخې ټاکل کېږي. د معدې د تیزاب د کمولو درمل لکه PPI ) د معدې د تېزابو د کمولو درمل (د زخم په رغېدو کې مرسته کوي. که H. pylori موجود وي، د هغه د له منځه وړلو له پاره د ډاکټر تر نظر لاندې د څو درملو ګډه درملنه ضروري ده. که زخم د میکروب ضد درمل NSAIDs له امله وي، ډاکټر ممکن د دغو درملو د بندولو، بدلولو یا د معدې د ساتنې د درملو په اړه پرېکړه وکړي.

عاجلې نښې
که ناروغ تور رنګ غایطه مواد، په کانګو کې وینه یا د قهوې د پوډرو په څېر کانګې، ناڅاپي شدید د نس درد، سرګرځېدل یا بې‌هوښي ولري، باید عاجله طبي پاملرنه ترلاسه کړي.
ده خواجه د سرې میاشتي کلینک څنګ ته، ایوبي سنټر ایوبي معالجوي روغتون، کندهار- 0700141920

ایوبي معالجوي روغتون
ستاسو روغتیا زموږ لومړیتوب دئ!

Address

Kandahar

Telephone

+93700141920

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ayoubi Curative Hospital ایوبي معالجوي روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Ayoubi Curative Hospital ایوبي معالجوي روغتون:

Shortcuts

Share

Category