25/02/2026
دماغي(ذهني) فشار Mental Stress
دماغي فشار هغه پټ دروند بوج دی چې انسان يې له نورو څخه پټوي، خو له خپل زړه او دماغ سره يې هره لحظه احساسوي. دا بوج کله هم د ژوند د چټکو بدلونونو، ناکاميو، يا د ذهني ستړيا له امله منځ ته راځي، چې انسان نسي کولای نور د ژوند سره عادي چلند وکړي. فشار يوازي دا نه دی چې ږغ، غوسه او ژړا ولري، بلکې ډېر وخت دا پټ يا خاموشه وي، خو انسان په دننه کي سوځوي.
ذهني فشار په هر عمر، هر جنس، او هر قوم کې پيدا کېدلای سي. ماشوم له درسي فشار، ځوان له امتحان او دندي، ښځه له کورنۍ ستونزو، او نارينه له مسؤليتونو، بې کارۍ او اندېښنو سره ورځنی ژوند تېروي.
دا فشار که لنډ وي، انسان يې زغملای سي، خو که اوږدمهاله سي، بدن او ذهن دواړه تخریبوي. زړه، مغز، هاضمې سيسټم، معافيت، خوب، حتی رویه او مزاج ټول له دې فشار سره تغير کوي
ذهني فشار چي کله پر يو انسان غالبه سي، نو ژوند خوند نه ورکوي. هره ورځ ورته اوږده، درنه، او بېمانا ښکاري. د سهار له پورته کیدو سره د زړه درزا تېزيږي، او د شپې د پاره سترګې نه پټېږي. انسان داسې احساس کوي چې له کورنۍ، ملګرو ، ټولنې، خلکو، حتا له ځان څخه هم لرې سوی دي. د خبرو کولو زړه نه لري، یا که ووايي هم مطلب نه لري.
فکرونه ګډوډ وي، په هره خبره غوسه، او د کوچنۍ ستونزې پر وړاندې هم صبر نه لري. د خوب عادتونه خراب سي؛ بېخوبه سي، څوک بيا د ورځې په جريان کي خوب ته ځغلي. خوراک يي کمشيږي ، یا ډېر سي، خو خوند نه لري.
دا ډول انسان ډېر وخت هڅه کوي چې ځان یوازي وساتي، له خلکو لرې سي، یا له ژونده بې زاره سي. ځينې خلک بیا د دې فشار د آرامولو لپاره غلطو لارو ته مخه کي، لکه سګرټ، نشیي توکي، او غیر ضروري دواوې.
ذهن له بدن څخه هم ډېر مهم دی. که ذهن روحي فشار ته تسليم سي، نو ټول وجود بېروحه کيږي. خو که انسان له خپل ځان سره رښتينې وي، خپلې اندېښنې درک کړي، او د ژوند مثبت اړخ ته وګوري، نو له ډېرو فشارونو سره مقابله کولای سي.
هره ورځ بايد يو منظم مهالوېش ولري. خوب ته بايد وخت ورکړي، خوراک ته پام وکړي، له خلکو سره ناستې وکړي، او خپل فکرونه بايد تش کړي.
له خپل ځان سره مهربانه اوسېدل ډېر مهم دي. کله چې ځان ته آرام وخت ورکړې، حتا که دا لس دقيقې هم وي، ذهن ته يې لوی اثر رسېږي. ، لمونځ، عبادت ته خاص وخت ورکول او د ژور تنفس عادت بايد ولري. دا نه يوازي ذهن آراموي، بلکې فکرونه هم سموي.
له ملګرو سره خلاصې خبرې، له کورنۍ سره مشورې، او کله هم د يو متخصص سره اړيکه نيول دا ټول د فشار د مخنیوي تر ټولو مهم ګامونه دي. ژوند يوازي برياليتوب نه دی، ناکامي هم د انسان د ژوند يوه برخه ده. خو که موږ ناکامۍ ته د فشار نه، بلکې د تجربې په سترګه وګورو، نو ذهن مو به تل روښانه وي.
دماغي فشار نسي بندېدلاي، خو کنټرولېدلای سي. دا هغه وخت ممکن دی چې انسان د خپل ذهن ساتنه همداسې مهمه وبولي لکه د خپل بدن.
د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان