د داکتر سره روغتیایی مشوری

د داکتر سره روغتیایی مشوری د روغتیا اړوند وړیا عامه پوهاوی او مشوری ورکول کیږی.

د لوړ فشار کنترول او تداوی څنګه چی په مخکنی پوست کی د لوړ فشار د خطرونو اړوند معلومات شریک شول چی لوړ فشار که کنترول نه ...
11/03/2026

د لوړ فشار کنترول او تداوی

څنګه چی په مخکنی پوست کی د لوړ فشار د خطرونو اړوند معلومات شریک شول چی لوړ فشار که کنترول نه شی او د ډیر وخت لپاره لوړ وی د زړه، دماغ او پښتورګی ستونزی رامینځته کوی.

لوړ فشار کنترول او تداوی پر ٢ دوه ډوله ده.

اول:- د ژوند د طریقی یعنی lifestyle بدلول
د ژوند د طریقی بدلون عبارت دی له
١. د خوړو سمول چی په خوړو کی د مالګی کمول، ډیر غوړ خوراک کمول، د ډیرو چای، قهوی، مشروباتو یعنی کوکاکولا ، پیپسی کمول او د سبزیجاتو او میوو زیات خوړل.
٢. منظم ورزش کول په ورځ کی حد اقل نیم ساعت پیاده قدم وهل او یا هم نور ورزشونه کول.
٣. که وزن زیات وی د وزن کمول
٤. سګریت او نور نشه ای توکی نه استعمالول.
٥. ذهن ارام ساتل د ډیری غوسی، قهر، بیځایه فکرونو او تشویشونو او فشار څخه ځان ساتل او په کافی اندازه حداقل په ٢٤ ساعتونو کی ٧-٨ ساعته خوب کول.

دوهم ډول د فشار کنترول او تداوی د دوا په واسطه سره کیږی چی د داکتر سره په مشوره باید دوا انتخاب کړل شی.

لوړ فشار کله چی د وینی فشار د ١٣٩/٨٩ څخه لوړ شی ویل کیږی. لوړ فشار ته خاموشه وژونکی ناروغی هم وایی. ځکه ځینی خلک خبر نه ...
30/01/2026

لوړ فشار
کله چی د وینی فشار د ١٣٩/٨٩ څخه لوړ شی ویل کیږی.

لوړ فشار ته خاموشه وژونکی ناروغی هم وایی. ځکه ځینی خلک خبر نه وی چی لوړ فشار لری او ناببره ورباندی حمله راځی تر مرګ پوری شخص رسوی او یا هم د مرګ سبب ګرځی.

د لوړ فشار اصلی علتونه
١. چاغوالی
٢. د شکری مریضی
٣. ارثی
٤. زیاته مالګه استعمالول
٥. د سګریټو او نسوارو استعمال
٦. زهری فشار یا سترس

لوړ فشار اکثر وخت کوم خاص اعراض نه څرګندوی او اکثر وخت د نورو ناروغیو څخه د شکایت او یا هم د ډیر وخت څخه وروسته د حملی په وخت کی تشخیصیږی.

اعراض او علایم
١. د سر درد
٢. د سینی دردونه
٣. ستړیا
٤. د سرګرځیدل
٥. پر سترګو تارکی راتلل
٦. د پښو پاړسوب او نور...

څه باید وشی چی د لوړ فشار څخه پر وخت خبر او تشخیص وشی:-
ټول هغه کسان چی عمرونه یی د ٣٥ کالو څخه لوړ وی او یا هم د لوړ فشار د خطر د خلکو د ډلی څخه وی نو فشار باید دوامداره ډوله وکتل شی.

که لوړ فشار کنترول نشی د لاندی خطرونو سره شخص مخامخ کیږی:-
١. د زړه د حملی سبب کیږی
٢. د فلج سبب کیږی.
٣. سترګی کمزوری کوی
٤. او پښتورګی تخریبوي

د لوړ فشار کنترول او تداوی په راتلونکی پوست کی وګوری.

پدی ورځو کی د زړه او مغز د حملی څخه زیات کسان خپل ژوند د لاسه ورکوی او یا فلج کیږی. تاسو شاید اوریدلی وی چی شخص روغ او ج...
26/01/2026

پدی ورځو کی د زړه او مغز د حملی څخه زیات کسان خپل ژوند د لاسه ورکوی او یا فلج کیږی.
تاسو شاید اوریدلی وی چی شخص روغ او جوړ وو سهار لمانځه ته خپله ولاړی خو د زړه حمله ورباندی راغله.

دوه اساسی لاملونه
١. په یخه هوا کی د اوبو کم څښل
٢. د وینی د رګونو تنګیدل د یخی هوا له وجهی حخه

نو تاسو کوښښ وکړی چی خپل زاړه عمر لرونکی میندی او پلرونه ته معتدله هوا زمینه برابره کړی تر څو یو څو شپی او ورځی نور هم دا نعمت( بالخصوص مور او پلار) ستاسو څنګ ته واوسی.

شکره او ویټامینونهځینی مراجعین پوښتنه کوی چی ایا ویټامینونه شکره لوړوی او د شکری ناروغان ویتامین خوړلاى شی. جواب:- د شکر...
26/01/2026

شکره او ویټامینونه

ځینی مراجعین پوښتنه کوی چی ایا ویټامینونه شکره لوړوی او د شکری ناروغان ویتامین خوړلاى شی.

جواب:- د شکری ناروغان د ویټامینونو ګولی خوړلای شی خو شربت نشی خوړلای، ځکه په ځینو شربتونو کی یو اندازه شوګر یا بوره موجوده وی.

د شکری ناروغانو لپاره ښه ویټامینونه ویتامین ډی، ویټامین B12، ویتامین E او زینک دی.

ویټامینونه هم خپل پر سر باید ونه خوړل شی د داکتر سره باید مشوره وشی.

د داکتر د روغتیایی مشوری صفحه درسره لایک او شیر کړی کیدلای شی چی دا معلومات د یو چا په درد وخوری.

https://www.facebook.com/share/1DBZqqssTU/

د نارینو جنسی ستونزی١. ژر انزالیدل٢. د جنسی الی کمزوری٣. جنسی اړیکو ( کوروالی) ته شوق نه کیدل اولژر انزالی:-داسی حالت ته...
23/01/2026

د نارینو جنسی ستونزی

١. ژر انزالیدل
٢. د جنسی الی کمزوری
٣. جنسی اړیکو ( کوروالی) ته شوق نه کیدل

اول
ژر انزالی:-
داسی حالت ته وایی چی خپل میرمن سره د جنسی اړیکو په وخت کی په لږ وخت یا فقط په تماس سره ژر انزال او یا خلاص سی

لاملونه
١. ذهنی فشار یا تشویش کول
٢. لڅ فلمونه کتل
٣. کورنی جنجالونه د خپلو میرمنو سره
٤. ځینی مریضی
٥. د واده څخه مخکی د لاس پواسطه ځان خلاصول
٥. او نور ...

تداوی
تر هر څه مهمه داده چی دا موضوع د خپلو میرمنو سره شریکه کړو او ورباندی بحث وکړی چی دا یوه ستونزه ده او د هغو سره پردی موضوع بحث کول په تداوی کی ډیر مهم رول لوبوی.

١. د ذهنی فشار کیدلایسی په مختلفو طریقو سره کم کړی.
اول:- د نږدی ملګرو او دوستانو سره ناسته او ولاړه.
دوهم:- ورزش کول ان په ورځ کی ٣٠ دقیقو لپاره قدم وهل هم رول لری

٢. د ځان سره تصمیم نیول چی نور به لڅ فلمونه نه ګورم.
٣. د خپلی میرمنی سره ګډ ژوند سم مدیریت کول او زمینه دیته نه مساعدول چی شخړی او جنجالونه رامینځته شی.
٤. په خاص ورزش سره چی وروسته به یی ویدیو ستاسو سره شریکه کړم کوم کسانو چی د واده مخکی او یا هم اوس د لاس پواسطه ځان خلاصوی کمک کولای سی.
٥. ځینی د اطراحی او جنسی سیستمونه امراض هم ددی مریضی لامل کیږی چی د داکتر سره مشوره لازمه ده.

نور وروسته...

صفحه درسره لایک او شیر کړی.
د داکتر سره روغتیایی مشوری

https://www.facebook.com/share/185XMnEufK/

19/01/2026

شکره...
د شکری ناروغ باید خپل دوا په دوامداره توګه وخوری. د شکری د نه کنترولیدو په صورت کی دی د خپل داکتر سره د دوا د دوز یعنی اندازی اړوند مشوره وکړی.

د شکری ناروغان د خپل دوا تر څنګ د ورځی حد اقل د نیم ساعت لپاره قدم ووهی.

صفحه درسره لایک او شیر کړی.
د داکتر سره روغتیایی مشوری
https://www.facebook.com/share/1VFt1pt6Ge/

شکره څه شی ته وایی؟شکره هغه ناروغی ده چی د انسان په وینه کی د شکری اندازه لوړیږی. که چیری شکره کنترول نه شی نو سترګی، پښ...
17/01/2026

شکره څه شی ته وایی؟
شکره هغه ناروغی ده چی د انسان په وینه کی د شکری اندازه لوړیږی.

که چیری شکره کنترول نه شی نو سترګی، پښتورګی، زړه او اعصاب ته تاوان رسوی.

شکره قابل د کنترول ده خو بی پروایی ورسره کول ډیر خطرناکه ده.

Address

Afghanistan
Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د داکتر سره روغتیایی مشوری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share