02/07/2025
ORS (Oral Rehydration Solution) یا مخلول د بدن د اوبو او مالګینو موادو د توازن د بېرته برابرولو لپاره کارول کېږي، خصوصاً کله چې څوک اسهال، کانګې یا سخت خوله کولو (عرق کولو) له امله ډېره اوبه له لاسه ورکړي.
د ORS مخلول ګټې:
1. د بدن د اوبو کمښت مخنیوی کوي (Dehydration ته نه پرېږدي)
2. د ماشومانو او لویانو لپاره خوندي دی
3. د خولې له لارې کارول کېږي – انجکشن ته اړتیا نشته
4. ارزان او اسان درمل دی
5. په کور کې هم جوړېدای شي که چیرې پودر نه وي
د کومو حالاتو لپاره کارېږي؟
اسهال (خصوصاً کله چې اوبهدار وي لکه د کولرا اسهال)
کانګې
تبه یا سخت تعرق
د لويو فزیکي فعالیتونو وروسته د اوبو کمښت
:.
هر ځل د اسهال یا کانګې وروسته ماشوم یا لوی ته لږ لږ ورکړئ.