رحمان طبي لابراتوار Rahman Medical Laboratory

رحمان طبي لابراتوار Rahman Medical Laboratory د رحمان طبي لابراتوار رسمي فسبوک پاڼه درسره فالو کړئ. …
آدرس: خوست ښار قوندانۍ سرک لوی جامع جومات شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه.

د ژورې خواشینۍ او غمشریکۍ پیغام!په ډېرې خواشینۍ سره مو د خوست ولایت د درملو اتحادیې د پخواني ریس، د کفتان سرجیکل موسس او...
31/08/2026

د ژورې خواشینۍ او غمشریکۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره مو د خوست ولایت د درملو اتحادیې د پخواني ریس، د کفتان سرجیکل موسس او ملي سوداګر، حاجي کفتان تڼي زوی ځوانیمرګ محمد د مړینې خبر تر لاسه کړ.

د رحمان طبي لابراتوار رهبري په دغه درانه او نه هېریدوونکي غم کې ځان شریک بولي او غمجنې کورنۍ ته یې د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوي.
له الله ج څخه مرحوم ته د مغفرت او په جنت الفردوس کې د لوړ مقام او محترمې کورنۍ او خواخوږو ته یې د جميل صبر او اجر دعا کوو.
انالله وانا الیه راجعون!

له رحمان طبي لابراتوار څخه د هېواد نامتو او ممتاز متخصص ډاکټر صاحب ګل زمان صبري درنه او ویاړمنه لیدنه! نن ویاړو چې زموږ ...
29/08/2026

له رحمان طبي لابراتوار څخه د هېواد نامتو او ممتاز متخصص ډاکټر صاحب ګل زمان صبري درنه او ویاړمنه لیدنه!
نن ویاړو چې زموږ لابراتوار د طب د ډګر د یو ځلېدونکي ستوري، درانه او مخلص معالج، محترم متخصص ډاکټر ګل زمان صبري د مېلمستیا او لیدنې کوربه و.
ډاکټر صاحب صبري د لیدنې پر مهال زموږ پرمختللي او پر معیار برابر وسایل، مدرن تشخیصي سیستمونه او مسلکي خدمتي پروسه له نږدې وڅارله او د درملنې په برخه کې یې د دقیق تشخیص اغېزمنتیا وستایله.
زموږ لپاره د هېواد د وړ او مسلکي ډاکټرانو دا ډول پاملرنه او ډاډ، د کیفیت لوړولو پر لور د لا ډېرو غښتلو ګامونو پورته کولو الهام راکوي.
له ډاکټر صاحب صبري څخه نړۍ نړۍ مننه کوو چې خپل قیمتي وخت یې راکړ او پر موږ یې خپل باور وښود.

رحمان طبي لابراتوار
د جنوب ختیځ زون په کچه د معیاري او مجهز لابراتواري خدماتو د وړاندې کولو په موخه ستاسو د باور وړ ملګری!

اړیکې : 0770286925
0772182252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎.شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

23/08/2026

د رحمان طبي لابراتوار رهبرۍ او د ځدراڼو ستر غیرتي قوم د ځوانانو شورا رئيس ښاغلي توکلي ځدراڼ او ورسره مل رهبري شورا غړو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د ځدراڼو ستر غیرتي قوم ټولو وګړو ته په ټولو لابراتواري معایناتو کې ٪3️⃣0️⃣سلنه تخفیف ورکول کیږي.
د رحمان طبي لابراتوار رهبري هوډ لري چې دغه لړۍ دوامداره وساتي او د ټولو هغو کدرونو او شخصیتونو ملا ور وتړي کوم چې د خپلو خلکو لپاره د زړه له کومې خدمات وړاندې کوي.
خوښ یو چې له تاسو سره یو ځای د خپلو درنو ولسونو خدمت کوو!

رحمان طبي لابراتوار
د جنوب ختیځ زون په کچه د معیاري او مجهز لابراتواري خدماتو د وړاندې کولو په موخه ستاسو د باور وړ ملګری!

اړیکې : 0770286925
0772182252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎.شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

22/08/2026

د ځدراڼو قوم ځوانانو شورا رئيس، توکلي ځدراڼ له رحمان طبي لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
او په طبي ډګر کې يې د رحمان طبي لابراتوار هڅې وستايلې!

18/08/2026

100% وړيا مهم روغتیایي معاینات!

د خوست غیور او درنو ولسونو ته زېری! 🎉
د اسد د 28مې – د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ملي ورځې په مناسبت، رحمان طبي لابراتوار خپلو هېوادوالو ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو په موخه يو بې‌ساری فرصت برابر کړی دی.

ستاسو د عامې روغتیا په فکر کې؛ لاندې مکمل او ارزښتمن روغتیايي پکېج بشپړ وړیا (100% Free) تر لاسه کړئ:
1: د وینې بشپړه معاینه: CBC (د وینې د حجرو د شمېر او انیمیا دقیق تشخیص)
2: د وینې د غوړو معاینات: Cholesterol + TG (د زړه او شریانونو د ساتنې لپاره)
3: د شکر يا قند معاینات: FBS + RBS (د شکر د ناروغۍ د دقیق کنټرول لپاره)
4: د روماتېزم اړوند معاینات: A*O + CRP + RF Factor (د مفصلونو او د بدن د التهاب معاینه)
5: د ځیګر او زیړي معاینات: SGPT + SGOT
6: د پښتورګو د فعالیت معاینات: Urea + Creatinine (کریټینین)
په نورو ټولو لابراتواري معایناتو کې 40% ځانګړی تخفیف!
د پلي کېدونکي 100% وړیا پکېج ترڅنګ، ستاسو لپاره د اقتصادي اسانتیا په پار په نورو ټولو پرمختللو او پیچلو لابراتواري معایناتو باندې 40 سلنه (40%) تخفیف هم مراعت کېږي.

د فرصت څخه ګټه پورته کړئ: خپل او د خپلې کورنۍ د روغتیا د ډاډ لپاره د دغې محدودې او ارزښتمنې موقع څخه اعظمي استفاده وکړئ!

رحمان طبي لابراتوار
د جنوب ختیځ زون په کچه ستاسو د باور وړ او تر ټولو مجهز روغتیایي ملګری.

آدرس: خوست ښار، د قوماندانۍ سرک، د لوی جامع جومات شمال لوېدیځ لور ته، نعیم زوی پلازه.

رحمان طبي لابراتوار ته ښه راغلاست!د رحمان طبي لابراتوار بنسټګر عصمت الله ولیزي لخوا قدرمن عارف الله اکرام صاحب د یاد لاب...
16/08/2026

رحمان طبي لابراتوار ته ښه راغلاست!
د رحمان طبي لابراتوار بنسټګر عصمت الله ولیزي لخوا قدرمن عارف الله اکرام صاحب د یاد لابراتوار د مطبوعاتو او عامه اړیکو د نوي مسوول په توګه وټاکل شو.
دا ګومارنه د مسلکي روغتیايي خدمتونو ترڅنګ له ولس سره د روښانه، درانه او شفاف ارتباط ټینګولو په لور یو خورا مهم او هیله‌بخښونکی ګام دی.
د رحمان طبي لابراتوار رهبري ښاغلي عارف الله اکرام ته مبارکي او په چارو کې د بریالیتوب هیله کوي.

اړیکې : 0770286925
0772182252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎.شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

14/08/2026

6️⃣0️⃣% تخفیف تر لاسه کړئ!

د خوست ولایت صحت عامې ریاست سره په همغږۍ د افغانستان اسلامي امارت د پنځمې کالیزې په ویاړ رحمان طبي لابراتوار په ټولو لابراتواري معایناتو کې بې ساری ۶۰٪ تخفیف اعلانوي.
نوموړی تخفیف به د پنځمې کالیزې د لمانځنې ورځې یعنې اسد له ۲۴ څخه پیل او هېوادوالو ته د ريښتوني خدمت له امله به د اسد تر ۲۵ پورې دوام ومومي.
هیله ده چې د افغانستان دبیا ازادۍ او د اسلامي امارت د پنځمې کالیزې مراسم به د امن په فضا کې تېر او د رحمان طبي لابراتوار لطرفه له دغه بې ساري تخفیف څخه به استفاده وکړئ.

‎اړیکې : 0770286925
0772182252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎.شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

د رحمان طبي لابراتوار رسمي فسبوک پاڼه درسره فالو کړئ. …
آدرس: خوست ښار قوندانۍ سرک لوی جامع جومات شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه.

ډېر ژر به تاسو ته بلنلیک در ولیږو!!!🤩رحمان طبي لابراتوار د یوې شانداره افتتاح په درشل کې…موږ په طبي تشخیص کې د هر ډول مع...
29/07/2026

ډېر ژر به تاسو ته بلنلیک در ولیږو!!!🤩

رحمان طبي لابراتوار د یوې شانداره افتتاح په درشل کې…
موږ په طبي تشخیص کې د هر ډول معاینې یعنې ټېسټونو د اجرا توکل کړیدی، تر څو خوستمیشتي اړ نشي چې د معایناتو د اجرا لپاره د سفر او تګ ستړیا وکړي.

یادونه: زموږ فعالیت جریان لري تاسې همدا اوس د معایناتو د اجرا لپاره مراجعه کولی شئ.

*زموږ سره د پاتې کیدو لپاره نوموړي فسبوک پاڼه درسره لایک او تعقیب کړئ.

‎اړیکې : 0770286925
0772182252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎.شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

رحمان طبي لابراتوار ته ښه راغلاست!په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د رحمان طبي لابراتوار د مسلکي ټیم نوي غړي سلیمان مشوڼي ته د S...
23/07/2026

رحمان طبي لابراتوار ته ښه راغلاست!

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د رحمان طبي لابراتوار د مسلکي ټیم نوي غړي سلیمان مشوڼي ته د Senior Medical Technologist (سینیر لابرانټ) په توګه ښه راغلاست وایو.
د نوموړي اوږده مسلکي تجربه، لوړ علمي معیارونه او د کیفیت لرونکو لابراتواري خدماتو ژمنتیا به زموږ د ناروغانو لپاره د لا دقیقو، باوري او معیاري پایلو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.

Suliman Mashwani
Senior Medical Technologist.
✔ Approved by Afghanistan Health Ministry
✔ 16 Years of Professional Experience
✔ Previous Job : Peshawar, Pakistan

زده کړې : پاکستان،CHSP.
پخوانۍ دنده: پاکستان،پشاور.
کاري تجربه: 16 کاله.

موږ باور لرو چې د ښاغلي سلیمان مشوڼي له تجربې او مهارتونو سره به رحمان طبي لابراتوار خپلو مراجعینو ته لا غوره، چټک او باوري خدمات وړاندې کړي.

اړیکې : 0770286925
0772182252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎.شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

رحمان طبي لابراتوار ته ښه راغلاست!موږ په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د رحمان طبي لابراتوار د نوي عمومي مدیر، حکمت عزیز صاحب هر...
21/07/2026

رحمان طبي لابراتوار ته ښه راغلاست!

موږ په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره د رحمان طبي لابراتوار د نوي عمومي مدیر، حکمت عزیز صاحب هرکلی کوو.
ستاسو تجربه، ژمنتیا او روښانه لید به زموږ د ادارې د لا پرمختګ، نوښت او غوره خدمتونو لپاره یو نوی باب پرانیزي. موږ باور لرو چې ستاسو په لارښوونه به رحمان طبي لابراتوار د کیفیت، دقت او باور په برخه کې لا لوړ مقام ته ورسېږي.
ستاسو راتګ زموږ لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی، او هیله لرو چې په ګډه به خپلو مراجعینو ته لا غوره، چټک او باوري
لابراتواري خدمات وړاندې کړو.
رحمان طبي لابراتوار کورنۍ تاسو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایي او ستاسو لپاره د بریاوو، روغتیا او دوامدارې کامیابۍ هیله لري.

ښه راغلاست، حکمت عزیز صاحب!
په ګډه د غوره راتلونکي په لور.

د اړیکو شمیرې: 0770286925
077 218 2252

‎آدرس: خوست ښار قومندانۍ سرک لوی جامع جومات
‎شمال لویدیځ لور ته نعیم زوی پلازه

Address

Https://maps. Apple. Com/place?coordinate=33. 339945, 69. 915939&name=My%20Location&map=h
Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when رحمان طبي لابراتوار Rahman Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share