15/06/2026
ګرانو خوست ميشتو وروڼو ،،
تاسو ته بهتره معلومه ده چې الحمدالله په خوست ولايت کې د طبابت په برخه کې ډير پرمختګ شوی دی، په هره تخصصي رشته کې په لس ګونو متخصصين شتون لري او هم د شکر ځای دی چې په لابراتواري ټسټونو او راديولوژيکي معايناتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. نو بدون د ډاکټر له هدايت څخه د ځينو ناروغانو انتقال د خوست ولايت څخه نورو ولاياتو ته ښه نه بولم، ځکه چې په دې لنډه موده کې يې ټول خوست ميشتي د پايلو شاهدان ياست ، ځکه چې هلته هم نه معلوميږي چې څوک یې تشخیص کوي،څوک یې مراقبت کوي او پيسې مو هم څو چنده زياتې بې ځايه مصرفیږي.
نور د هر چا خپله خوښه او نظر دی.