Alsheefa physiotherapy clinic

Alsheefa physiotherapy clinic ستاسو روغتیا زمونږ هیله ده

01/09/2026

فزیوتراپي؛ د درد د کمولو او د حرکت د بېرته ترلاسه کولو مناسبه او ارزانه لار!(بغیر له دوا او عملیاتو)

📍 الشفأ فزیوتراپي مرکز – خوست
📞 اړیکه: 009370282820
روغتیا مو زموږ لومړیتوب دی! 🌿
#فزیوتراپي #خوست

20/08/2026

د ملأ درد په ځانګړي ډول د ملأ ډیسک راوتل (په کړیو غوښه راوښتل) یو د هغو لاملونو څخه دي چې زموږ د ګران هیواد د غریبو مریضانو د ملأ ماتوونکو لګښتونو او بهرنیو سفرونو سبب ګرځی،چې له بده مرغه ډیری هغه ناروغان چې اصلاً د عملیاتو سټیج یا پړاو ته نه وی رسیدلي خو د درد یا لسګونو نورو لاملونو له امله عملیاتو ته غاړه اږدي،چې له خپل ځان او کورنۍ سره ظلم او جفا ده!
که غواړﺉ چې له پورتنی ناروغﺉ څخه په کم وخت،کم لګښت او بې غیر له کوم ثانوی مشکل څخه خلاصﺉ بیا مومﺉ نو د فزیوتراپي تداوی انتخاب کړﺉ!
ورور مو ډاګټر محمد معراج "خوستی"
اړیکه:0093770282820




21/07/2026

د ډیسک وتل (په کړی د غوښې راوښتل) د ملا له عامو خو جدی ستونزو څخه ده چې ورو ورو انسان د عادی ژوند له خوند څخه بې‌برخې کوی.
پرله‌پسې ملا درد، پښې ته د درد خپریدل، بې‌حسی او ستړیا هغه نښې دي چې باید له پامه ونه غورځول شی.
ډېر خلک د درد له زغملو سره وخت ضایع کوی، خو پر وخت تشخیص، منظم ورزش او د باتجربه فزیو ډاکټر لارښوونه کولی شی له جراحی او اوږدمهاله ستونزو مو وژغوري.
ستاسو روغتیا،زمونږ هیله ده




مبارک مو شه، افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه.غضنفر ته دې سپیشل مبارک وي.
06/11/2024

مبارک مو شه، افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
غضنفر ته دې سپیشل مبارک وي.

ټولو وطنوالو ته د مبارک وی!
27/10/2024

ټولو وطنوالو ته د مبارک وی!

وایو الله اکبر☝د سویلي افریقا په وړاندې مو دغه ستره بریا مبارک شه💪
18/09/2024

وایو الله اکبر☝
د سویلي افریقا په وړاندې مو دغه ستره بریا مبارک شه💪

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Maiwand Muqbel, Multan Ahmedzai, Umar Khan Ghafarzai, Asa...
18/09/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Maiwand Muqbel, Multan Ahmedzai, Umar Khan Ghafarzai, Asad Omerzai, حکمت الله همت, Toryalai Ihsas, Atiqullah Weqar, ذاکر الله, Wahidullah Folad, Ñäšråt Štorãi, MN Mashal, Usman Muneeb, شاهين تني, Fayazkhan Naieb, Emdad Fida, Shafiq Afghan, لطېف لړم منګل, Karimullah Tanai, زاهد خوستئ, صابرشاه ایثار, نعیم اشنا, Saidamir Lakanwall, Ismail Khan, Wahidnoor Noori, Naseebullah Safi, فاروق افغان, Roya Thaj, Šåbìr Wáfá, Naikmal Ranzoor, Saif Ur Rahman Noorzai, Wahdatullah Himat, Nabi Noorani, Said Wali Sakhizoy, RK Khadem, احمد الماس, سعيد صادق, Naqib Shirzai, Marjan Hasand Hasand, کریم الله زیار, Arafat Kamran, Ab Rasheed Sangar Niazi, Madadullah Muslim, Sohail Alami, ميرزا جان ارماني, جمیداللہ متونوال, افغان کماندو, بي وفا قلبم ستانكزي, Ahsan Zurmati, Lal Jan Ahmadzai, حكيم الله دانش

08/09/2024

د ملا درد پيژندل:

د ملا درد یوه عامه ستونزه ده چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک تری اغیزمن کیږي، عمر او مسلک پوری تړلی نه ده هر عمر او مسلک اشخاص متاثره کوي. دا د روغتیایي خدماتو کارکوونکو يا مربوطه ډاکټرانو ته د ورتګ او همدارنګه په نړۍ کې د معلولیت د واقع کيدلو د مخکښو لاملونو څخه دی. د فزيوتراپی په دی نړیواله ورځ کې، موږ د ملا درد پيژندل، د هغې لاملونو، نښو، او فزیوتراپۍ له لارې د مؤثره مدیریت ستراتیژیو اهمیت ته اشاره کوو.

What is Low Back Pain
د ملا درد څه شی دی؟

د ملا درد هغه ناراحتي، ستونزمن يا ناخوښ احساس دی چې عموماً د ملا لاندېنی برخو کې واقع کیږي. دا درد ممکن حاد یا مزمن وی. د ملا درد کولی شي د شخص په ورځني فعالیتونو او د ژوند کیفیت باندې اغیزه وکړي.
▎Common Causes of Low Back Pain
د ملا درد عام لاملونه
د ملا درد لاملونه مختلف دي چې په میخانیکي، التهابي او نورو ځانګړو حالاتونو ویشل شوي:

1Mechanical Causes (میخانیکی لاملونه):
- Muscle Strain
(پر عضلاتو فشار يا د عضلاتو د ځينو اليافو متضرر کيدل): زیات کار یا ناڅاپي حرکتونه کولی شي د ملا عضلاتو کې Strain او په رباطونو (Ligaments) کې Sprain رامنځ ته کړی چې له امله یې د ملا درد رامنځته کیږي.
- Disc Degeneration
(د ډیسک استحاله يا تخريب ): د ډيسک تخريب چې د عمر سره تړاو لری. د ډیسکونو تخريب کولی شي د فقراتو نيږدی کيدلو يا تنګوالی (Stenosis ) ته لاره هواره کړی کوم چې د ملا درد يو له عامو لاملونو څخه دی.
- Poor Posture
(خراب وضعیت): اوږد وخت په خراب وضعیت کې ناسه، ولاړه يا د يو فعاليت ترسره کول د ملا تیر باندی د خراب يا غير نارمل فشار واردوي چې د ملا درد لامل کیږي.
2. Inflammatory Causes (التهابي لاملونه):
- Arthritis
(د بندونو يا مفاصلو التهاب ): د بندونو يا مفاصلوالتهاب هم کولای شي د ملا درد، بی حسی او د عضلاتو ضعیفی رامنځته کړی.
- Ankylosing Spondylitis
(انکیلوزینګ سپونډیلیټيس):دا د مفصلونو د التهاب يو ډول دی چې په عمده توګه د ملا فقرات زيات اغيزمنوي، چې له امله يي مزمن دردونه، د حرکاتو محدوديت او د عضلاتو شخي رامنځته کيږی.
3. Other Specific Conditions
4. (نور ځانګړي حالتونه يا مشکلات ):
- Spinal Stenosis
(د نخاعی کانال تنګيدل): د نخاعي کانال تنګیدل کولی شي پر عصب فشار راوړي، چې له امله یې درد، بې حسی او د عضلاتو ضعفی رامنځته کیږي.
Osteoporosis (اوسټیوپروسس)
: چې د هډوکو ناروغی ده په دی حالت کې هډوکي کمزوري کيږی ، د ماتیدو چانس يي زياتيږی او د ملا درد لامل کیږي.
▎Symptoms of Low Back Pain
د ملا درد نښې
د ملا درد مختلفې نښې لري، چې د لامل او شدت پورې اړه لري. عامی نښې يي عبارت دي له:
- Localized Pain
- (موضعي درد): په ښکته برخه کې د درد احساس چې ممکن ثابت، دوامداره یا متناوب وي.
- Radiating Pain
- (خپریدونکی يا انتشاری درد): درد چې د ملا له لاندينی يا ښکته برخې څخه شروع تر پښو پورې غځیږي، چې معمولاً د عصب د فشار سره تړاو لري.
- Stiffness
- (شخوالی): د ملا په حرکاتو کې ستونزه، چې په ځانګړي توګه د ډير وخت لپاره غیر فعال يا غير متحرک وضعيت ساتلو څخه وروسته رامنځ ته کيږی.
- Muscle Spasms
- (د عضلاتو شخوالۍ): د غضلاتو شخوالی چې د عصب د فشار لامل يا د حرکت د محدوديت لامل کيږی هم د ملا درد لامل کيدلی شی.
- Reduced Range of Motion
- (د حرکت کموالی): په حرکتونو کې ستونزه په خاصه توکه د تنی حرکات يا په يو وصغيت کې کار کول چې د ملا ځيني حرکات د ډير وخت لپاره محدود وي هم د ملا درد لامل کيږی.
▎The Role of Physiotherapy in Managing Low Back Pain
د فیزیوتراپۍ رول په ملا درد کې
فزیوتراپي د ملا درد په درملنې او مدیریت کې یوه بنسټیزه برخه ده. دا په درد کمولو، فعالیت ښه کولو، او راتلونکو پیښو او مشکلاتو مخنیوي باندې تمرکز کوي. فزیوتراپستان مختلف تخنیکونه کاروي، چې په هغی کی شامل ځينی تخنیکونه يي په لاندی ډول دی:

- Manual Therapy
- (لاسي يا د لاس په واسطه درملنه): د مفصلونو، نرم نسجونو او عضلاتو د تحرک لپاره د لاس په واسطه ځينی تخنیکونو کارول ، چې په درد کمولو،حرکت او بیارغونې کې مرسته کوي تر سره کيږی .
- Exercise Therapy
- (د تمرين په واسطه درملنه): ځانګړي تمرینی پروګرامونه يا تمرينات ښودل چې هدف یې د عضلاتو پیاوړي کول، د غصلاتو د شخوالی له منځه وړل په عصب فشار کمول او وضعیت ښه کول دي.

Address

Khost

Opening Hours

Monday 06:00 - 11:00
Tuesday 06:00 - 11:00
Wednesday 06:00 - 11:00
Thursday 06:00 - 11:00
Saturday 06:00 - 11:00
Sunday 06:00 - 17:00

Telephone

+93793586661

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Alsheefa physiotherapy clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Alsheefa physiotherapy clinic:

Shortcuts

Share