النور طبي پوهنتون

النور طبي پوهنتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from النور طبي پوهنتون, Medical and health, khost, Khost.

د النور نوی جوړیدونکی طبی پوهنتون چی په نږدې راتلونکي کې به په خوست ولایت کی په فعالیت پیل وکړي پنځه طبي پوهنځۍ لري لکه طب معالجوي، ستوماتولوژی، عالي نرسنګ، عالي فارمیسی او عالي طبي تکنالوژی( لابراتوار)

النورطبي انسټیټيوټ  ۱۴۰۵ ه ش کال خزاني کانکور ازموینه راتلونکي شنبې ورځ  ۱۴۰۵/۶/۷درسي وختونه: سهار،  ماسپښین او مازدیګر ...
25/08/2026

النورطبي انسټیټيوټ ۱۴۰۵ ه ش کال خزاني کانکور ازموینه راتلونکي شنبې ورځ ۱۴۰۵/۶/۷
درسي وختونه: سهار، ماسپښین او مازدیګر
څانګې: عالي نرسنګ، فارمسی، طبي ټکنالوجي یا لابراتوار، صحت رواني او تغذیه
اړیکه او واټساف:0767747474

16/08/2026

د النور طبي پوهنتون د عصري زیربناوو ، مجهزو لابراتوارونو او علمي ، تدریسي او خداماتي امکاناتو ویډیويي راپور.

په ډیرې خوښۍ او ویاړ سره خپلو درنو هیوادوالو، علم‌پالو ځوانانو او د النور د سترې علمي کورنۍ ټولو مینوالو ته دا زېرى وړان...
27/07/2026

په ډیرې خوښۍ او ویاړ سره خپلو درنو هیوادوالو، علم‌پالو ځوانانو او د النور د سترې علمي کورنۍ ټولو مینوالو ته دا زېرى وړاندې کوو چې د النور طبي پوهنتون د جوړېدو او فعالیتونو د پیل لپاره چمتووالي چارې، د الله تعالی په فضل، د مشرتابه، علمي او اداري ټیم د پرله‌پسې هڅو په برکت، خپلې وروستۍ مرحلې ته رسېدلې دي.
د پوهنتون د اداري جوړښت، اکاډمیکو چارو، زیربنايي پروژو، درسي خونو، مجهزو لابراتوارونو، کتابتون، معلوماتي ټکنالوژۍ، محصلانو د خدمتونو، تدریسي اسانتیاوو او نورو اړینو اداري او تخنیکي برخو نږدې ۹۸ سلنه چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي. پاتې شاوخوا ۲ سلنه کارونه هم په وروستي پړاو کې دي او ان شاءالله د روانې اسد میاشتې تر پایه به په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.
د ټولو قانوني، اداري او تخنیکي پروسو له بشپړېدو وروسته، په پلان کې ده چې د اسد میاشتې تر اخره د پوهنتون افتتاح او ستره غونډه تر سره شي او ور پسې به مستقیماً د نوم لیکنې لړۍ روانه شي.
النور طبي پوهنتون یوازې د یوه نوي تعلیمي بنسټ په توګه نه، بلکې د معیاري، عملي او عصري لوړو زده کړو د یوې ژمنې په توګه خپل فعالیت پیلوي. زموږ موخه دا ده چې د علم، مسلک، څېړنې او عملي مهارتونو په برخه کې داسې چاپېریال رامنځته کړو چې د هېواد د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره وړ، مسلکي او بااستعداده کادرونه وروزي.
په دې موده کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د زرګونو هیوادوالو، زده‌کړیالانو او کورنیو له لوري د پوهنتون د پرانیستې په اړه پوښتنې، وړاندیزونه او د هڅونې پیغامونه موږ ته را رسېدلي دي. ستاسو دا باور، مینه او حوصله زموږ لپاره ستر ویاړ او دروند مسؤلیت دی.
موږ د زړه له کومې له ټولو درنو هیوادوالو څخه مننه کوو چې د دې ستر علمي ارمان د پوره کېدو په بهیر کې یې له موږ سره صبر، حوصله او همکاري کړې ده. ډاډ درکوو چې د النور طبي پوهنتون مشرتابه د کیفیت، شفافیت او علمي معیارونو پر بنسټ د داسې تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ژمن دی چې ستاسو باور ته په عمل کې درناوی وکړي.
له ټولو قدرمنو ځوانانو او مینه‌والو څخه هیله کوو چې د رسمي نوم‌لیکنې د پیل تر اعلان پورې زموږ د رسمي خبرتیاوو تعقیب ته دوام ورکړي. ان شاءالله ډېر ژر به د النور طبي پوهنتون دروازې د علم، پرمختګ او روښانه راتلونکي په هیله ستاسو پر مخ پرانیستل شي.
په درنښت
د النور طبي پوهنتون اداره

د علمي بنسټونو ترمنځ همکاري د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو، د علمي تجربو د تبادلې او د ګډو اکاډمیکو فعالیتونو د پراختیا...
13/07/2026

د علمي بنسټونو ترمنځ همکاري د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو، د علمي تجربو د تبادلې او د ګډو اکاډمیکو فعالیتونو د پراختیا لپاره اغېزمن ګام بلل کېږي.
په همدې موخه، نن د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۲مه، د کابل په زاول پوهنتون کې د النور طبي پوهنتون او زاول پوهنتون د رهبرۍ له لوري د دوه اړخیزو همکاریو رسمي تړون (تفاهم‌لیک) لاسلیک شو. د دې هوکړې له مخې به دواړه پوهنتونونه د علمي، څېړنیزو، تدریسي او مسلکي فعالیتونو په برخو کې ګډ کار کوي او د محصلینو او استادانو لپاره به د لا غوره علمي فرصتونو د رامنځته کولو هڅه کوي.
باور لرو چې دا همکاري به د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د هېواد د لوړو زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره به ارزښتناکې پایلې ولري.
النور طبي پوهنتون، چې په خوست ولایت کې یې تازه خپل فعالیتونه پیل کړي، د جوړونې او اداري چمتووالي شاوخوا ۹۵سلنه چارې بشپړې کړې دي، او ډېر ژر به د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د خپلو هېوادوالو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.

د خواخوږۍ او غمشریکۍ پیغام!په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د خوست طب برخې لویه هستي او علمي کادر ترينر متخصص ډا...
06/06/2026

د خواخوږۍ او غمشریکۍ پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د خوست طب برخې لویه هستي او علمي کادر ترينر متخصص ډاکټر اشرف ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته وسپاره.
د النور طبي پوهنتون اداره او کاري ډله د ارواښاد ترينر متخصص ډاکټر اشرف ځدراڼ د مړینې له امله خپل ژور خفګان څرګندوي او په دې دروند غم کې د هغه له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره ځان شریک ګڼي.
مرحوم ته د لوی رب العزت څخه د جنت الفردوس ، کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته یی د صبر جمیل غوښتونکی یو .

د النور طبي پوهنتون ادارې له لوري د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د نړۍ ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول دروند، ب...
26/05/2026

د النور طبي پوهنتون ادارې له لوري د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د نړۍ ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول دروند، باعزته او مجاهد افغان ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.
الله تعالی دې دا مبارکې او سپېڅلې ورځې زموږ د هېواد او ولس لپاره د سولې، اتفاق، سوکالۍ، رحمت او برکت سبب وګرځوي، او د امت مسلمه ترمنځ دې د ورورولۍ، مینې او یووالي فضا لا پیاوړې کړي.
لوی اختر یوازې د خوشحالۍ ورځ نه، بلکې د قربانۍ، ایثار، انسانیت، بښنې او خدمت ستر پیغام هم له ځان سره لري. هیله ده چې د دې مبارکو ورځو په برکت زموږ په ټولنه کې د علم، اخلاقو، خدمت او متقابل احترام روحیه نوره هم وده وکړي، او ځوان نسل د پوهې، مسلک او انسانیت له لارې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
النور طبي پوهنتون د معیاري، عصري او عملي لوړو زده کړو ترڅنګ، د خپل ولس خدمت، د علم ترویج، او د سالمې او پرمختللې ټولنې جوړول خپل اساسي مسئولیت ګڼي، او هڅه کوي چې د علم، کیفیت او مسلک له لارې هېواد ته با استعداده او ژمن کدرونه وروزي.
یو ځل بیا د لوی اختر مبارکي ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول افغان ولس ته وړاندې کوو.
الله تعالی دې زموږ عبادتونه، قربانۍ او نېکې هیلې قبولې کړي، وطن مو آباد، ولس مو سوکاله او اختر مو له خوښیو، امن او برکتونو ډک وي.

الحمدلله، د علم، پرمختګ او معیاري لوړو زده‌کړو د ودې په موخه النور طبي پوهنتون یو بیساري اقدام ترسره کړ.النور طبی پوهنتو...
09/05/2026

الحمدلله، د علم، پرمختګ او معیاري لوړو زده‌کړو د ودې په موخه النور طبي پوهنتون یو بیساري اقدام ترسره کړ.
النور طبی پوهنتون مسؤلینو نن په یوه بیساري اقدام کی د افغانستان د پوهنتونونو په تاریخ د لومړي ځل لپاره دوه ملیونه ( ٢٠٠٠٠٠٠) شل لاکه افغانی د جواز قیمت لپاره د افغانستان بانک ته داخلی کړی او تعرفه یی واخستله.
اړونده قانوني او اداري چاری چی د پوهنتون د چارو یوه مهمه پروسه وه په عملي ډول پر مخ یووړل شوه.
دا ستر او مهم ګام د دې لپاره اخیستل شوی، څو هېواد ته داسې معیاري تحصیلي چاپېریال رامنځته شي چې د طب او روغتیا په ډګر کې مسلکي، متعهد او بااستعداده کادرونو د روزنې سبب وګرځي او د لوړو زده‌کړو نظام ته نوی قوت او اغېز ور وبښي.
النور طبي پوهنتون به د کیفیت، معیاري تدریس، عصري علمي میتودونو، عملي زده‌کړو او سالم مدیریت پر بنسټ خپل علمي فعالیتونه مخته وړي، تر څو د هېواد د ځوان نسل لپاره د باور وړ، پرمختللی او اغېزمن علمي مرکز ثابت شي.
موږ باور لرو چې علمي بنسټونه د ټولنې د پرمختګ اساسي محور دی، او د همدې احساس له مخې به النور طبي پوهنتون د خدمت، معیار او مسلکیتوب له لارې د لوړو زده‌کړو په ډګر کې ځانګړی رول ولوبوي.
پاتی دی نه وي چی النور طبی پوهنتون به ډیر زر خپل رسمي فعالیت د لوړو زده کړو وزارت د منشور سره سم پیل کړی. ان شاءالله.

07/05/2026

تاسو ټولو ته یو ستر زیری لرم؛ هغه د النور طبي پوهنتون د ایجاد او تأسیس دی.
د لوړو زده‌کړو وزارت د قدرمن وزیر شیخ صاحب ن -دا محمد ن -دیم وینا
د کابل پوهنتون په تالار کې د خصوصي پوهنتونونو مسئولینو ته.

د لوړو زده‌کړو وزارت له قدرمن وزیر شیخ صاحب سره د اړینو موضوعاتو په اړه لیدنه ترسره شوه!د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، کیفیت...
06/05/2026

د لوړو زده‌کړو وزارت له قدرمن وزیر شیخ صاحب سره د اړینو موضوعاتو په اړه لیدنه ترسره شوه!
د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، کیفیت لوړونې او د هېواد د لوړو زده‌کړو د نظام د پرمختګ په موخه، د النور علمي ګروپ مؤسس او رئیس الحاج انجینر نورخان منګل او د یاد ګروپ اداري مرستیال محمداکبر نوري د لوړو زده‌کړو وزارت له محترم وزیر شیخ صاحب سره لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د النور طبي پوهنتون د علمي او اداري فعالیتونو، د تحصیلي پروګرامونو د پراختیا، د کیفیت د تضمین، د نوو اکاډمیکو برخو د رامنځته کېدو، او همدارنګه د ترسره شویو فعالیتونو په اړه مهم موضوعات مطرح شول او پرې هر اړخیز بحث ترسره شو. همداراز، د هېواد د اړتیاوو سره سم د مسلکي او متعهد کادرونو د روزنې پر اهمیت ټینګار وشو.
د لوړو زده‌کړو وزارت محترم وزیر شیخ صاحب خوښي څرګنده کړه چې په هېواد کې علمي او تحصیلي نهادونه د جوړېدو او ودې په حال کې دي، او همدارنګه یې د علمي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه چې هغه تحصیلي نهادونه به بریالي وي چې د کیفیت، تعهد او مسلکیتوب له مخې ټولنې ته اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
د النور علمي ګروپ رهبري د لوړو زده‌کړو وزارت له محترم وزیر شیخ صاحب، درنې رهبرۍ او مشرانو څخه د دوامداره ملاتړ او همکارۍ له امله د زړه له کومې مننه کوي، او ژمنه کوي چې د هېواد د علمي ودې او پرمختګ لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د یادولو وړ ده چې النور طبي پوهنتون به ډېر ژر د لوړو زده‌کړو وزارت د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې په خوست ولایت کې خپل رسمي فعالیت پیل کړي، ان شاءالله.

Address

Khost
Khost
ALNOOR12345

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when النور طبي پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share