14/05/2026
یوه ۲۰ کلنه ښځینه ناروغه چې په رحم (اولاد ځای) کې یې د Multiple Uterine Fibroids یا ګڼ شمېر دانو ستونزه درلوده، د رحم (اولاد ځای) له لرې کولو پرته د عمومي جراحي او لپراسکوپي متخصص سرجن رحمن ولي تڼي له لوري په بریالیتوب سره عملیات پرې ترسره شول. په یاد عملیاتو کې ټولې غټې او واړې ۳۵ دانې په بریالیتوب سره لرې شوې او د ناروغې رحم (اولاد ځای) خوندي وساتل شو. ناروغه الحمدلله له بریالۍ درملنې وروسته په ښه روغتیایي وضعیت کې رخصت شوه.