07/08/2026
د مور شیدو نړیواله اونۍ
د اګست له ۱مې تر ۷مې
د ۲۰۲۶ کال شعار:
"لومړیتوب ورکړئ: د مور شیدې، دوامداره ملاتړ رامنځته کړئ."
صادق روغتون تاسو ته سپارښتنه کوي چې د مور د شیدو ارزښت ته جدي پاملرنه وکړئ، ځکه د مور شیدې د ماشوم لپاره تر ټولو غوره، پاکه، ارزانه او طبیعي غذا ده.
د مور شیدې – د ژوند تر ټولو مهم نعمت
د مور شیدې د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره بشپړه غذا ده، چې د ودې، دفاعي ځواک او سالمې ودې لپاره ټول اړین مواد پکې شته.
هیڅکله د پوډري شیدو، د غوا یا بزې شیدې د مور د شیدو ځای نه شي نیولای. یوازې د مور شیدې د ماشوم د بدن، ذهن او دفاعي سیستم لپاره بشپړه غذا ده.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
﴿وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ﴾
ژباړه:
او میندې دې خپلو ماشومانو ته تر پوره دوو کلونو پورې شیدې ورکړي.
(سوره البقره، آیت ۲۳۳)
د صادق روغتون سپارښتنې
۱. ماشوم ته د زېږېدو له نیم ساعت څخه تر یوه ساعت پورې د مور شیدې ورکړئ، ځکه لومړنۍ شیدې (ورږه) ماشوم ته قوي معافیت ورکوي.
۲. د زېږېدو وروسته ماشوم ته هېڅ بل شی (لکه چای، ګلوکوز، د غوا یا بزې شیدې او نور) مه ورکوئ؛ یوازې د مور شیدې ورکړئ.
۳. تر شپږو میاشتو پورې ماشوم ته یوازې د مور شیدې ورکړئ؛ هېڅ بل خواړه یا مایعاتو ته اړتیا نشته.
۴. له شپږو میاشتو وروسته د مور د شیدو تر څنګ متممه غذا پیل کړئ، خو د مور شیدو ورکولو ته تر دوو کلونو پورې دوام ورکړئ.
۵. هر وخت چې ماشوم وږي شي، شیدې ورکړئ؛ که ورځ وي او که شپه.
۶. مور دې ښه تغذیه، کافي استراحت او ذهني ارامتیا ولري، ځکه د مور روغتیا د ماشوم پر روغتیا مستقیم اغېز لري.
۷. کورنۍ دې له میندو سره مرسته وکړي، هغوی ته ډاډ، پوهاوی او بشپړ ملاتړ ورکړي.
د مور شیدې یوازې غذا نه ده، بلکې د ماشوم لپاره طبیعي وقایه، درمل او د مینې تر ټولو ستره ډالۍ ده.
صادق روغتون د ماشومانو د ناروغیو د متخصص ټیم په وسیله تاسو ته د ماشومانو د تغذیې، ودې، وقایې او درملنې په برخه کې لازمې طبي مشورې او معیاري تداویزې خدمتونه وړاندې کوي.
صادق روغتون د مور د شیدو نړیواله اونۍ په ویاړ نمانځي او ټولو میندو ته د زړه له کومي مبارکي وایي. راځئ چې د سالم نسل د روزنې لپاره د مور د شیدو ارزښت ته لومړیتوب ورکړو.
صادق روغتون
ستاسو روغتیا، زموږ هیله
ادرس: منار چوک، لښکرګاه، هلمند
د معلوماتو شمېره: 0711881384
د واټساپ شمېره: 0744408088