Hemat Shinwari Medical Laboratory همت شینواري طبي لابراتوار

  • Home
  • Afghanistan
  • Markoh
  • Hemat Shinwari Medical Laboratory همت شینواري طبي لابراتوار

Hemat Shinwari Medical Laboratory همت شینواري طبي لابراتوار Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hemat Shinwari Medical Laboratory همت شینواري طبي لابراتوار, Medical and health, Nangarhar Shinwari Marko, Markoh.

خبرتیا!د نورستان د عامې روغتیا ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا ریاست، ولایتي روغتون او د غضنفر روغتیایي علومو انستی...
21/07/2026

خبرتیا!

د نورستان د عامې روغتیا ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا ریاست، ولایتي روغتون او د غضنفر روغتیایي علومو انستیتوت یو شمېر خالي بستونه د ازادې سیالۍ (رقابت) له لارې اعلان ته وسپاري.

له ټولو هغو وړ او شرایطو پوره اشخاصو څخه هیله کېږي چې د غوښتنلیک فورم ترلاسه کولو لپاره د لاندې اسنادو سره د نورستان د عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي:

اړین اسناد:

- د برېښنايي پېژندپاڼې کاپي
- یوه (۱) قطعه عکس
- تحصیلي اسناد د عامې روغتیا وزارت له تأیید سره

د نوماندۍ شرایط:

- په اړونده رشته کې لوړې زده کړې ولري.
- د ایګزیټ ازموینه یې په بریالیتوب سره پاس کړې وي.
- عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۶۴ کلونو زیات نه وي.
- برېښنايي پېژندپاڼه ولري.

د نوم‌لیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۰۵/۰۶

له ټولو شرایطو پوره غوښتونکو څخه غوښتنه کېږي چې د ټاکلې نېټې تر پای مخکې خپل اسناد وسپاري.

د خصوصي روغتیایي علومو انستیتیوتونو په خروجي ازموینه کې ټولو بریالي شویو ځوانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم . الله ج دې...
12/07/2026

د خصوصي روغتیایي علومو انستیتیوتونو په خروجي ازموینه کې ټولو بریالي شویو ځوانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم . الله ج دې وکړي چې ددې دردیدلي ملت د دردونو لپاره مرهم وګرځي

د طبي تکنالوژي محصلینو لپاره زیری :ټول  هغه محصلین چې غواړي د لابراتوار په برخه کې نظري او عملي زده کړې د تجربه کار او م...
09/07/2026

د طبي تکنالوژي محصلینو لپاره زیری :
ټول هغه محصلین چې غواړي د لابراتوار په برخه کې نظري او عملي زده کړې د تجربه کار او مسلکي ښوونکي سره په عصري وسایلو سمبال لابراتوار کې وکړي نو د همت شینواري طبي لابراتوار په لاندې اوصولو ټرننګ سنټر پرانیزي :
1) د تدریس وخت : هره ورځ یو نیم ساعت (وخت د محصلینو په خوښه )
2) ټوله موده: درې میاشتې
3) ښوونکی : ډاکټر توریالی همت شینواری
سابقه دنده: علي اباد تدریسي روغتون د لابراتوار آمر کابل او د طبي علومو انستیتیوت استاد (لس کلنه کاري تجربه )
4) ثبت نام : سر له سبا هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه تر ماښام اوو بجو پورې
5) لومړنیو 20 محصلینو ته %50 تخفیف
6) د کلاس شروع د روان کال د اسد میاشتې 15 نېټه
7) هر محصل ته د فراغت وروسته رسمي سند ورکول کیږي
ادرس : شینوارو ولسوالي ،مارکو بازار جرغاړه متخصص ډاکټر حیات الله شینواري معاینه خانې ته مخامخ, غورځنګ درملتون ترڅنګ
د اړیکو شمیرې : 0784601218 : 0775936764

د ښه تشخیص لپاره دلته مراجعه وکړﺉ ⬇
03/07/2026

د ښه تشخیص لپاره دلته مراجعه وکړﺉ ⬇

د غوره تشیص لپاره باوري مرکز
همت شینواري طبي لابراتوار

🩸 ایا د تور او زیړ ژیړي د PCR ټېسټ پېژنئ؟

یوازې د HBsAg یا Anti-HCV مثبت راتلل دا نه ښایي چې ناروغي فعاله ده. د دې لپاره چې معلومه شي ویروس په بدن کې شته که نه، او څومره فعال دی PCR (Polymerase Chain Reaction) ټېسټ ترسره کېږي.

✅ د PCR ګټې: • د ویروس شتون په دقیق ډول ثابتوي.
• د ویروس اندازه (Viral Load) معلوموي.
• د درملنې د پیل او تعقیب لپاره مهم معلومات ورکوي.
• د درملنې د اغېز ارزونه پرې کېږي.

⚠️ کله PCR ته اړتیا وي؟ • که د Hepatitis B یا Hepatitis C سکریننګ مثبت وي.
• د درملنې له پیل مخکې.
• د درملنې پر مهال او وروسته د ناروغ د څارنې لپاره.
💡 مهمه خبره:
هر مثبت سکریننګ د فعالې ناروغۍ معنا نه لري. د PCR ټېسټ د وروستۍ پرېکړې او دقیق تشخیص لپاره ډېر ارزښت لري.

🏥 زموږ په لابراتوارکې د Hepatitis B PCR او Hepatitis C PCR خدمات په معیاري او باوري ډول وړاندې کېږي.

په وخت تشخیص د ځیګر د جدي زیان، سیروز او سرطان مخنیوي غوره لار ده.

ادرس: ننګرهار ولایت،شینوارو لویه ولسوالي مارکو بازار غورځنګ درملتون تر څنګ
د اړیکو شمېرې : 0775936764:0784601218

د ایګزیټ ازموینې ټولو ګرانو محصلینو ته!ازموینه د هر زده‌کوونکي د هڅو او زحمت یوه مهمه مرحله ده. که سوالونه اسانه وو او ک...
28/06/2026

د ایګزیټ ازموینې ټولو ګرانو محصلینو ته!
ازموینه د هر زده‌کوونکي د هڅو او زحمت یوه مهمه مرحله ده. که سوالونه اسانه وو او که سخت، مهمه دا ده چې تاسو خپله هڅه کړې ده.
الله ﷻ دې ستاسو ټولې هڅې قبولې کړي، زحمتونه مو په بریا بدل کړي، او د ایګزیټ ازموینې په پایلو کې مو د خوښۍ خبرونه په نصیب کړي.
موږ ټولو محصلینو ته د بریا، روښانه راتلونکي او د ولس د خدمت توفیق غواړو.
🤲 الله تعالی دې ټول محصلین بریالي او کامیاب کړي. آمین.

د  عامې روغتيا وزارت اړوند روغتيائي علومو انسټيټيوټونو خروجي (ايګزيټ)ازمويني خبرتيا!
18/06/2026

د عامې روغتيا وزارت اړوند روغتيائي علومو انسټيټيوټونو خروجي (ايګزيټ)ازمويني خبرتيا!

TDH مؤسسې لاندې بستونه د ننګرهار په (دوربابا،  شيرزاد، لعلپورې او مهمندرې ) ولسواليو کې اعلان ته سپارلي.
10/06/2026

TDH مؤسسې لاندې بستونه د ننګرهار په (دوربابا، شيرزاد، لعلپورې او مهمندرې ) ولسواليو کې اعلان ته سپارلي.

08/06/2026
08/06/2026

١٤٠٥/٢/١٧
د شینوارو ولسوالی غني خېلو روغتون سره د(*Zaland Amirzoi Ltd*) له خوا د یو CBC Analyzerماشین مرسته ترسره شوه.
یاد ماشین چې قېمت یې 3500 امریکایي ډالر کیږي نن د شرکت مسولینو له خوا او د همت طبي لابراتوار مسول ډاکټر همت شینواري په هلو ځلو، د یادې ولسوالۍ د عامې روغتیا مسول *ډاکټر زینت الله ځیرک* او د روغتون مدیر نرسنګ ډاکټر انوارالله پاینده خېل ته تسلیم شو.
د یادونې وړ ده چې یاد ماشین سره د 1500 معایناتو مواد هم ورکړل شو.
د شینوارو ولسوالۍ عامې روغتیا مسول
*ډاکټر زینت الله ځیرک*

Address

Nangarhar Shinwari Marko
Markoh

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hemat Shinwari Medical Laboratory همت شینواري طبي لابراتوار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share