25/09/2025
د ایچ ای وې مخنیوي نوی درمل به د راتلونکو دوو کلونو په موده کې له ۱۰۰ د زیاتو کم عاید لرونکو هېوادونو لپاره په ارزانه بیه برابر شي.
ماهرین وايي، تمه کېږي دې سره به میلیونونه خلکو ته دې درملنې ته لاسرسی چمتو کړي او نړۍ به د ایچ ای وې/ ایډز ناروغۍ له منځه وړلو هدف ته نږدې شي.
دا درمل، چې لناکاپاویر Lenacapavir نومېږي او د پچکارۍ ستنې له لارې ورکول کېږي، تمه ده چې د روان کال تر پایه به وړاندې شي، چې بیه یې هر کال د یوه کس لپاره شاوخوا ۲۸۰۰۰ امریکايي ډالر ده.
خو د چهارشنبې پر ورځ اعلان شوی تازه خبر دا دی چې دا بیه به تر ۴۰ ډالرو پورې راکمه شي، یعنی صفر یو سلنه به شي.
دا ارزانه نسخه به تر ۲۰۲۷ کال پورې په ۱۲۰ ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې وړاندې شي.
ساینسپوهان وایي چې دا درمل د ویروس د حجرې دننه د زیاتیدو مخه نیسي.