Fazli Any Information Source/ فضلی د هرډول معلوماتو سرچینه

Fazli Any Information Source/ فضلی د هرډول معلوماتو سرچینه ګرانو هیوادوالو کولی شی ددغی پاڼی څخه هر ډول معلومات وګورئ ،ولولئ او دورځنې ژوند اړتیا پری پوره کړئ

28/03/2026

ماشاالله

بامیان کې د «ابله مرغان» ساري ناروغي خپره شوې 👇د بامیان انتاني روغتون روغتیاپالان د «ابله مرغان» په نوم د یوې جلدي ناروغ...
25/03/2024

بامیان کې د «ابله مرغان» ساري ناروغي خپره شوې 👇
د بامیان انتاني روغتون روغتیاپالان د «ابله مرغان» په نوم د یوې جلدي ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي.

د بامیان انتاتي روغتون روغتیاپالان دا ناروغي خطرناکه بولي.

د دوی په خبره، دا جلدي ناروغي ساري ده چې د ماشومانو او تنکي ځوانانو تر منځ په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د بامیان انتاني روغتون رییس فروغ الدین امیري و ویل: « له لومړیو کې هماغه تڼاکې دي چې وروسته د پوستکي خارښت او ټپونه پیدا کوي، وروسته ستونی نیسي، ستونی میکروبي کیږي او کله هم ناروغ ته سینه و بغل هم پیدا کیږي.»

د بامیان انتاني روغتون ډاکټر احسان الله انوري طلوع نیوز ته و ویل: « د دې ناروغۍ عامل یو وایرس دی، دا ناروغي د اړیکو او تنفسي افرازاتو له لارې لېږدیږي.»

خادم حسین چې د بامیان مرکز شهیدان سیمې اوسېدونکی دی، تازه د آبله مرغان په نوم پر یو ډول جلدي ناروغۍ اخته شوی او د پراخېدو په اړه یې اندېښمن دی.

هغه وایي، دا جلدي ناروغۍ د دوی په کلي کې د خلکو تر منځ د پراخېدو په حال کې ده.

پر جلدي ناروغۍ اخته خادم حسین و ویل: « پنځه ورځې کیږي چې زه په دې ناروغۍ اخته شوی یم، او دا ناورغې راته له بل چا انتقال شوې ده ځکه دا ساري ناروغي ده.»

د بامیان د عامې روغتیا رییس وایي، چې افغانستان کې د دې ساري ناروغۍ واکسین نشته او کورنۍ سپارښتنې یې د مخنیوي یوازینۍ لار بولي.

د هغه په خبره، دا جلدي ناروغي د انسانانو پر پوستکي او تنفسي سیستم منفي اغېزې لري او حتا د مرګ لامل کېږي.

جعفر ذکي طلوع نیوز ته داسې و ویل: « تر اوسه د دې ناورغۍ واکسین افغانستان ته نه دی راغلی، خو د سیمې په هېوادونو کې پیدا کیږي. دا چې دلته یې واکسین نشته نو ځکه دا ناروغي خپره شوې هم ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بامیان ولایتي روغتون مسوولینو او ډاکټرانو د ماشومانو تر منځ د شري او سینه و بغل ناروغۍ له زیاتوالي خبر ورکړی و.
#کاپی

👇👇

⭕️ د کاجو روغتيايي ګټې !🟢 که چېرته تاسې د ذهني فشار د کمولو لپاره بېلا بېل درمل کار کړي يې او بيا يې هم درته ګټه نده کړې...
26/12/2023

⭕️ د کاجو روغتيايي ګټې !

🟢 که چېرته تاسې د ذهني فشار د کمولو لپاره بېلا بېل درمل کار کړي يې او بيا يې هم درته ګټه نده کړې ، نو د ( کاجو ) مېوه هره ورځ وخورئ او بيا يې ګټې وګورئ . د ساينسي څېړنو له مخې کاجو په قدرتي ډول دا خاصيت لري چې د ډپرېشن يا ذهني فشار د کمولو په برخه کښي ډېر ګټور دي .

🟢 په کاجو کښي ويټامين ، فايبر ، مِنرالونه او نور مواد دي چې د سرطان په څېر خطرناکو ناروغيو د مخنيوي لپاره هم ګټور دي . دا مېوه په نايجيريا ، تنزانيه او برازيل کښي ډېره پېدا کېږي او په ټوله نړۍ کې يې خلک مينه وال دي . په کاجو کښي tryptophan هم شتون لري چې د خلکو موډ قابو کوي ، د دې خوراک سره زموږ ذهني فشار کمېږي او ښه خوب هم راځي .

🟢 يو شمېر هغه درمل چې د ډپرېشن لپاره جوړېږي په هغې کې هم کاجو شامل وي . په کاجو کې يو شمېر منرالرونه ، لکه پوټاشيم ، ميګنيز ، کاپر ، سيلينيم ، ميګنيشيم ، زينک او اوسپنه هم شتون لري . د کاجو خوراک ستاسې بدن ته ډېره ګټه رسوي . کاجو د ماشومانو لپاره هم ډېر ګټور دي ، ځکه دا کاپر او زينک لري چې د ماشومانو د قد په اوږدېدو کې مرسته کوي .

🟢 همدا راز په کاجو کې ځينې داسې فيټي اسيد شتون لري چې زموږ په بدن کې ګټور کوليسټرول زياتوي او زړه هم ورسره مضبوطېږي او د زړه د حملې کچه هم راکموي . ډاکټر سټرانګ فوډ چې کاجو په خپل ترکیب کي لري او د هېواد په کچه یوه منل شوې فرموله ده د ذهني ، جسمي او جنسي کمزورتیا د له منځه وړلو لپاره په یو ځل خوراک سره په بشپړ ډول صحت مند و اوسی .

🟢 ورځ کې بائید ١٠ عدد وخوړل شی که مړه وي که په نهاره .

*🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .*

اته ځانګړنی چی ستاسو ژوند ته په یو کال کی بدلون ورکولای شئ👇1⃣لومړی :شکایت کول پریږدۍ 2⃣دوهم :د یوازیتوب سره ځان عادت کړئ...
16/09/2023

اته ځانګړنی چی ستاسو ژوند ته په یو کال کی بدلون ورکولای شئ👇

1⃣لومړی :شکایت کول پریږدۍ
2⃣دوهم :د یوازیتوب سره ځان عادت کړئ د اړتیا په صورت کی
3⃣دریم : د هغو خلکو سره مخه ښه وکړئ چی ګټه یی درته نه رسیږی
4⃣څلورم: د تلویزون سره مخه ښه وکړئ او انترنیت مو کنټرول کړئ
5⃣پنځم: په خپلو مهارتونو / تجربو مو ووياړئ
6⃣شپږم : له خپلو موخو/ اهدافو مو مه په شا کیږئ
7⃣اوم: له ځانه خوله اوباسئ خو کار مو نیمګړئ مه پریږدئ
8⃣اتم : له تیروتنو مو درس واخلئ
هغه وایی چی ⤵
تیرونته یو انسانی عمل دی خو تکرار یو حیوانی عمل دی

که چیرته مو لیکنه خوښه شوی وی او غواړی چی نوری داسی لیکنی وګوری او ولولئ نو زمونږ پاڼه درسره لازمی خوښه کړئ 👍

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087785657164&mibextid=ZbWKwL

15/07/2023

نوې تجربه!😱
موبايل مو شپږ ځله تېز،تېز وښوروۍ نو فيسبوک به تاسو ته د ريپورټ کولو افشن درکړي.
چي رښتيا وه نو کمينټ کې حتماً وليکه.
#کاپی

18/06/2023

ایا غواړی چی د هر ډول معلوماتو څه ځان خبر کړی
نو ددغه پاڼه Fazli Any Information Source/ فضلی د هرډول معلوماتو سرچینه درسره خوښه کړی
مننه ❤

موږ په افغانستان کې د سرطان ناروعۍ د درمنلې روغتون غواړو،، د افغانستان له ټولو تجارانو، خيريه بنسټونو او ملي  شخصيتونو څ...
16/04/2023

موږ په افغانستان کې د سرطان ناروعۍ د درمنلې روغتون غواړو،، د افغانستان له ټولو تجارانو، خيريه بنسټونو او ملي شخصيتونو څخه غواړو چى د دې روغتون په جوړلو کې د افغانستان سره مرسته وکړي،، په دى کمپاين کى درسره برخه واخلۍ👇

Fazli Any Information Source/ فضلی د هرډول معلوماتو سرچینه

1️⃣د معدې مهمی وظيفې:👇⭕غذايي ⭕انزايمونه افرازوي کوم چې دغذايي موادو په هضم او جذب کې مهم دي.⭕تيزاب افرازوي کوم چې غذايي ...
10/04/2023

1️⃣د معدې مهمی وظيفې:👇

⭕غذايي
⭕انزايمونه افرازوي کوم چې دغذايي موادو په هضم او جذب کې مهم دي.
⭕تيزاب افرازوي کوم چې غذايي مواد هضم او جذب ته برابروي.
⭕دغذايي موادو په هضم کې مرسته کوي.
⭕دځينو انتاناتو مخنيوی کوي د تيزابي په واسطه.

2️⃣دځګر مهمي وظيفې:👇

⭕بايي(Bile) توليدوي کوم چې دغذايي موادو په هضم کې مرسته کوي.
⭕درمل،هورمونونه او بليروبين اطراح کوي.
⭕شحميات،پروټين او کاربوهايډريټ په ميتابوليزم کې رول لري.
⭕ځيني انزايمونه فعالوي يا فعاليت ته يي برابروي.
ويټامينونه،کاربوهايدريټ او منرالونه ذخیره کوي.
⭕د پلازما د پروټين په جوړولو کې رول لري.

3️⃣د وړو کولمو مهمي وظيفې:👇

⭕د شحمياتو ،کاربوهايدريټو، ويټامينونو او منرالونه په جذب کې مرسته کوي.
⭕د هورمون په تولید کې رول لري.
⭕د بکترياوو او نورو انتاناتو ضد خاصيت لري.
⭕ميتابوليزم کې مرسته کوي.

4️⃣د پښتورګو مهمي وظيفې:👇

⭕اضافه اوبه اطراح کوي.
⭕سره کرويات جوړوي.
⭕زهري مواد اطراح کوي.
⭕فشار کنټرولوي.
⭕د الکترولايتونو توازون برابروي.
⭕د Vit D په فعالولو کې رول لري.
⭕اسيدي محيط برابروي.

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087785657164&mibextid=ZbWKwL

 # د پوستکي زخي👇د پوستکي زخي د پوستکي د حجراتو غیري عادي نمو ده چي د وایرسي انتان په وسیله د پوستکي په پورتنۍ طبقه او مخ...
07/03/2023

# د پوستکي زخي👇
د پوستکي زخي د پوستکي د حجراتو غیري عادي نمو ده چي د وایرسي انتان په وسیله د پوستکي په پورتنۍ طبقه او مخاطي غشا کي منځ ته راځي.
د پوستکي زخي بیلابیل ډولونه لري چي ټول ډولونه یې ډاکټر عبدالولي اعتماد درته تشریح کوي.
۱: عامي زخي👇
دا ډول زخي د نوکانو پر شاوخوا، ګوتو او د لاسو پر شاه باندي لیدل کیږي. دا زخي زیاتره په هغه ساحو کي چي ډیر ګرول یا توږل کیږي منځ ته راځي لکه د نوکانو ژول یا ماتیدل.
۲: د پښو زخي👇
دا زخي د پښو پر ته لو منځ ته راځي، که چیري په ډیره اندازه په ګروپي شکل سره منځ ته راسي نو د موزایک زخو په نامه یادیږي. د پښو زیاتره زخي په دې خاطر چي قدم پر وهل کیږي دننه خواته ننوزي. کیدای سي درد لرونکي وي.
د پوستکي پرتې ( همواره ) زخي: 👇
دا زخي تر نورو زخو کوچنۍ وي. همواره سطحه لري او شمیر یې د (۲۰ تر ۱۰۰ )زیات وي.
دا زخي د ماشومانو او نوي ځوانانو پر مخ باندي زیاتي منځ ته راځي. په لویانو کي په ځانګړې توګه په نارینو کي د ږري په ساحه کي پیداکیږي.

د تناسلي ساحې زخي:👇
د پوستکي دا ډول زخي په بالغه کسانو کي زیاتي وي چي د اندېښنې وړ دي. زیاتره کوچنۍ او نرمي وي. کیدای سي په اوږد او نري شکل سره هم ولیدل سي. کیدای سي ددې لامل سي چي په خوله کي هم پیدا سي.
د تار په شکل زخي:👇
دا زخي اوږدې او تار ته ورته وي په تیزي سره غټیږي او خپریږي. ډیری د نارینه پر مخ، د خولي او د سترګو پر شاوخوا لیدل کیږي چي ږیره خروي. دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.

ولي په زخو اخته کیږو؟👇
د پوستکي زخي کیدای سي د یو انسان څخه بل انسان ته یا د یو کس د یوې زخي څخه د پوستکي نورو برخو ته او د وسایلو په وسیله په غیري مستقیم ډول انتقال سي.
د لاس، پښو او همواره زخو د اخته کېدو خطر کم دی.
داسي فکر کیږي چي د تناسلي زخو د خپرېدو توان زیات دی. ځیني کسان د دفاعي سیسټم د کمزورۍ په خاطر په دې مرض اخته کیږي.
کله چي پوستکی خوږ یا زخم سي، وایرس په اساني سره زخي جوړوي.
په همدې خاطر هغه ماشومان چي نوکان ژويي یا د نوکانو کونجان پرې کوي تر نورو ډیر د پوستکي په زخو اخته کیږي.
څنګه کولای سو د پوستکي د زخو مخنیوی وکړو؟
که مو په دوستانو کي څوک زخي ولري د هغو د زخو سره اړیکه مه نیسئ.
که په عمومي حمام کي لمبېږئ نو د حمام چپلکي مه په پښو کوی، هڅه وکړی چي د خپلو چپلکو څخه کار
👍
💬
📨

*د ګوګل په اړه جالب معلومات*👇*۱_ هره ورځ په ۱۳۰ مختلفو ژبو ګوګل ته معلومات پورته کېږي.**۲_ هره دقیقه په متوسط ډول دوه می...
05/03/2023

*د ګوګل په اړه جالب معلومات*👇

*۱_ هره ورځ په ۱۳۰ مختلفو ژبو ګوګل ته معلومات پورته کېږي.*
*۲_ هره دقیقه په متوسط ډول دوه میلیونه پوښتنې ګوګل کې سرچ کېږي.*
*۳_ هره ورځ په متوسط ډول ۲۰ میلیارده صفحې په کې لیدل کېږي.*
*۴_ ګوګل په یوه ثانیه کې کولای شي په مختلفو ځایونو کې له ۱,۵ - ۲۰ میلیونه صفحې خلاصي کړي.*
*۵_ که تاسې یو نوم سرچ کړﺉ،نو ۱۰۰۰ کمپيوټرونه کوښښ کوي،چې ستاسې سرچ په ۰,۲ ثانیو کې در پيدا کړي.*
*۶_ هره ورځ په ګوګل کې تقریباً ۵۶ زره میلیونه سرچونه کېږي.*
*۷_ د ګوګل لومړنی ثبت شوی نوم Backrub و.*
*۸_ که د ګوګل یو کارکوونکی مړ شي د کور غړي یې کولی شي د ده نیم معاش تر پنځو کلنو پورې له ګوګل څخه واخلي او هره میاشت یې کوچنیو‌ ماشومانو ته تر نولس کلنۍ پورې ۱۰۰۰ ډالره ورکول کېږي تر څو د دوی پالنه او روزنه پرې تر سره شي.*

*یادونه: د ګوګل ویپ سایټ بنسټ په ۱۹۹۷م کال د لیري پیچ او سرګي برین لخوا کېښودل شو.*

#کاپی

Address

Nangarhar
Nangarhar
2601

Telephone

+93783615560

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Fazli Any Information Source/ فضلی د هرډول معلوماتو سرچینه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Fazli Any Information Source/ فضلی د هرډول معلوماتو سرچینه:

Shortcuts

Share

Category