Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ

  • Home
  • Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ

Dr Madina Tanha Zadran  ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ ایډیانې باندې باور نشته دغه زما رسمي پاڼه ده دغه لایک ف?

. کشمالي ( ریحان) د فرانسویانو له لوري د بې شمېره روغتیايي گټو له امله شاهي بوټی نومول شوی.یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې ...
04/07/2026

. کشمالي ( ریحان) د فرانسویانو له لوري د بې شمېره روغتیايي گټو له امله شاهي بوټی نومول شوی.

یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي شیره یوازې څو ساعتونو کې د بدن پړسوب او سوی ٪۷۳ کموي. کشمالي همدراز د عمر ضد ځانگړنه هم لري.برتانيې کې یوې روغتیايي غونډې ته وړاندې کېدونکي یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي جوس یا شیره په بدن کې مضر مالیکولونه له منځه وړي او ازادو رادیکالونو ته د اعصابو، زړه او ځیگر ته د زیان رسولو فرصت نه ورکوي.

دودیز درمل کې، د خېټې او هاضمې ناروغیو لپاره د کشمالي پاڼې گرمو اوبو کې اچول کېږي او څښل کېږي، د سخت ټوخي لپاره ژوول کېږي، د سر درد لپاره اېشول کېږي او د حشراتو له لوري چیچل شوو برخو درد ارامولو لپاره په هماغه برخو ایښودل کېږي.

کشمالي ډېرې روغتیايي گټې لري. د اروپايي اتحاديي څېړونکي اوسمهال د هغو باکتریاو پر وړاندې چې د انټي بایوټک پر وړاندې مقاومت کوي د دغه بوټی اغېزناک څېړي.

کشمالو
د زیګر هرنګه ناروغی لپاره ګټوره کورنی نسخه ده!

زیړي په جریان کې یا له زیړي څخه وروسته چی زیګر مو کمزوری وي یا د زیګر بله کومه ناروغی ولری یوازی 15 ورځی یی وکاروی
داچی کشمالی پاڼی ډیری ګټی لري یو له هغی څخه یی د زیګر ناروغیو لپاره بهترین غلاج دی
طریقه: هره ورځ سهار او ماښام دکشمالی پاڼی له 6 څخه تر 7 دانو پوری په خوله کی وژویې او به او پاڼی یی دواړه تیری کړی دغه کارختمن تر 15 ورځو پوری تر سره کړی که ډیر مو استعمال کړو لا فایده لری
یادونه دغه طریقه که څه هم ساده ده خو ډیر فایده مند غلاج دی انشااللله په دغه طریقی سره د زیګر هرنګه ناروغی غلاج کیږی !

دریحان (ببري) تخم ،
چې په لوره اندازه فایبر لري او دبدن لپاره ډیری ګټې لري
دریحان تخم د اضطراب په درملنه کې دکولیسټرول او د ویني په لوړ فشار مهم رول لري.
یا تخم د پوستکي زخمونه کموي ، دا تخم د پوستکي دحجرو دبیا ژوندي کولو لپاره هم ګټور دي.
سربیره پردې ، دریحان د ویټامین K ، پروټین او اوسپنې درلودونکی دی او د ویښتو د ضایع کیدو اوگنجیکیدو مخنیوي کوی
د مثانې په انتاناتوکی او د رګونود انتاناتو په درملنه کې هم ګټور دي.
دریحان تخم باید امیندواری میندی ونخوري ځکه چې په وینې کې د اسټروجن د راټیټیدو شدید لامل کیږي
د ریحان تخم دوزن په کمولو کې زیات ګټور دی
لوړفایبر لرونکی دی ، کوم چې اشتها کموي ، په پایله کې د وزن کمولو او وزن له لاسه ورکولو کې کمک کوي
دمعدې سوزش کموي شکره راتیتوي اوانسولین حساسیت کموي
قبضیت له مینځه وري.

د دې پاڼې بویول د دماغي فشار (سټریس) کموي.

د هاضمې د نظام د ښه والي لپاره:

د بد‌هضمۍ، ګاز او د نس درد لپاره ګټور دی.

د بدن د دفاعي نظام پیاوړتیا لپاره چې
په کې انټي‌اکسیډنټونه او ویټامینونه شته چې بدن له ناروغیو ساتي.
ذهني فشار او بې‌قراري کموي:

د دې خوشبویي ذهن ته ارامتیا ورکوي.

د دماغي ستړیا او خپګان (ډیپریشن) په حالت کې ګټور بلل کېږي.

د زکام، نزلې او ټوخې لپاره مفید:

د ریحان د پاڼو چای یا قهوه د ساه‌اخیستنې ته لارې خلاصوي.

بلغم له منځه وړي او ټوخی ته ارامتیا ورکوي.

د زړه د روغتیا لپاره ګټور:

په وینه کې د کولیسټرول اندازه کنټرولوي.

د وینې فشار (بلډ پریشر) په نورمال حالت کې ساتي.

د جراثیم ضد ځانګړتیاوې:
په طبیعي ډول انټي‌باکټریال او انټي‌فنګل ځانګړتیاوې لري.

هغه ځای چې د ریحان بوټی کرل شوی وي، هلته مچان، مچۍ او نورې ناروغۍ ډېرې لږې وي.

په شکر (ذیابیطس) کې ګټور:
د وینې د شکر کچه متوازنه ساتي.

که د دې پاڼې اوبه کړل شي او د نورو بوټو پر سر سپرې شي، نو هلته مچان او مچۍ ډېرې لږې راځي، ځکه چې دوی ته د دې بوی ناخوښه او زهرجنه ښکاري.

د استعمال طریقې:
د ریحان تازه پاڼې خوړل.
د ریحان له پاڼو او تخم څخه چای یا قهوه جوړول

25/06/2026

📌 ویټامینونه: دندې او اهمیت
👀 بدن مو هره ورځ ویټامینونو ته اړتیا لري… خو ایا پوهېږئ هر یو څه کار کوي؟ دلته یې ساده او واضح معلومات 👇
🟢 ویټامین A – د سترګو لید ښه کوي 👁️
🟢 ویټامین B1 – بدن ته انرژي ورکوي ⚡
🟢 ویټامین B2 – د بدن وده او پرمختګ 🌱
🟢 ویټامین B3 – د خوړو هضم او میتابولیزم 🔥
🟢 ویټامین B5 – د هورمونونو جوړښت 🧬
🟢 ویټامین B6 – د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي 🛡️
🟢 ویټامین B7 – د ویښتانو او پوستکي لپاره 💇‍♀️
🟢 ویټامین B9 – د حجرو جوړښت او وده 🧫
🟢 ویټامین B12 – د اعصابو لپاره مهم 🧠
🟢 ویټامین C – د زخمونو ژر ښه کېدل 🍋
🟢 ویټامین D – د هډوکو او معافیت لپاره 🦴
🟢 ویټامین K – د وینې ټینګېدو کې مرسته 🩸
🎯 پایله:
هر ویټامین په بدن کې ځانګړې دنده لري، نو متوازن او صحي خواړه خوړل ډېر مهم دي 🥗
💬 که دا معلومات درته ګټور وو، له نورو سره یې هم شریک کړه #شریک‌بسازید #شریک

که تاسې د شپې لخوا د پښو تلي شديد سوځي، تودوخه یا سوخت احساسوئ!! علتونه يي »  د اعصابو کمزوري (نیوراپتي)- د ویټامین B12 ...
22/06/2026

که تاسې د شپې لخوا د پښو تلي شديد سوځي، تودوخه یا سوخت احساسوئ!!
علتونه يي » د اعصابو کمزوري (نیوراپتي)
- د ویټامین B12 کمی - د وینې شکر زیاتوالی یا ګډوډي ...

- د وینې شکر HBA1C معاینه وکړئ
- د B12 ویټامین کچه معلومه کړئ
- د خوب نه مخکې خواږه خواړه مه خورئ
دا درد معمولا ډېر شدید نه وي، خو که دوام ومومي، بیا پاملرنه غواړي.

سینه بغل څه شی دی؟سینه بغل یوه تنفسي ناروغي ده چې پکې د سږو نسجونه له مکروبونو، مایعاتو یا چرک سره ډکېږي. دا ناروغي د سا...
12/02/2026

سینه بغل څه شی دی؟
سینه بغل یوه تنفسي ناروغي ده چې پکې د سږو نسجونه له مکروبونو، مایعاتو یا چرک سره ډکېږي. دا ناروغي د ساه اخیستلو ستونزې، تبه، او ټوخي لامل کېږي.
لاملونه:
- بکتریاوې (لکه Streptococcus pneumoniae)
- ویروسونه (لکه د زکام یا انفلونزا ویروس)
- فنګسونه (په کمزوري معافیت لرونکو کې)نښې نښانې:
- شدید ټوخی (اکثره له بلغم سره)
- تبه او یخنۍ
- د ساه لنډوالی
- د سینې درد
- د ماشومانو بې‌اشتهايي، ژړا، یا شینوالی
وقایه:
- د لاسونو پاک ساتل
- د سګرټو نه کارول
- د ماشومانو د تغذیې پاملرنه (مور شیدې)
درملنه:
- بکتریايي سینه بغل ته انتي‌بیوتیکونه
- ویروسي ډول ته استراحت، مایعات، او د تبې ضد دواوې
- شدید حالت کې روغتون ته انتقال او اکسیجن ورکول

ځوانکې/ځوانې دانې!ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې...
07/01/2026

ځوانکې/ځوانې دانې!

ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې د وېښتانو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غواړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي.
ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې او غوړ پوستکی دی مګر ځینې وخت ټپ هم پکې رامنځته کېدای شي. پۀ بنسټیزه توګه په پوستکي کې، د سینې په پاسنۍ برخه کې، په مخ او په ملا کې د غواړو مرغېړي تولیدېږي. هر کله چې ناروغ په خپل پوستکي ځوانکۍ وګوري نو د لوړې کچې اندېښنه، خپل ځان ته کم احترام، ډېپرېشن او حتی د خودکشۍ کولو فکرونه پکې پیدا کېږي.

تقریبا ۸۰ % د ځوانۍ د دانو لامل/سبب جنټیکي ګڼل شوی. تر اوسه مالومه نۀ ده چې د خواړو رژیم، لمر ته د پوستکي څرګندتیا، د سګرېټو څکول او د نظافت پاملرنه نه کول د ځوانکو د پیدا کېدو لامل ګرځي او که نه. د بلوغ په لومړیو کې په دواړو نر او ښځه کې د ځوانې دانې د هورمون کچه کې لوړوالی رامنځته کوي لکه د (testosterone) جنسي هورمون. په پوستکي باندې د (Propionibacterium acnes) باکتریا پیدا کېدو لامل ګرځي.

درملنه یې:
د درملنې لپاره یې زیاتې طریقې موجودې دي لکه د ژوند کولو په طریقه کې بدلون، درمل او نور طبي بهیرونه. لکه د بورې په څېر ساده کاربوهایډرېټ خواړل ممکن ګټه وکړي. د پوستکي پر مخ کارېدونکي یې (azelaic acid, benzoyl peroxide, and salicylic acid) دي. له دې پرته انټي بیوتیک او ریټینوایډ (retinoids) هم شته چې په پوستکي کارېږي او یا د خولې له لارې خوړل کېږي. خو انتي بیوتیک کارونه ممکن له انتي بیوتیک سره د مکروب مقاومت زیات کړي. په ښځو کې ځینې د اومیدوارۍ د مخنیوي درمل هم د ځوانکو مخنیوی کولی شي. که چرته ځوانکې خورا زیاتې وي نو د (Isotretinoin pills) ګولۍ یې د درملنې لپاره اغېزمنې دي مګر په هغه وخت کې باید ناروغ ته ورکړل شي چې نور درمل یې مخنیوی نۀ شي کولی او یا هم د ځوانۍ دانې یې خورا زېاتې وي ځکه چې دا درمل خورا زیات بد اغېز (side effect) لري.
ځوانې دانې معمولا په کم عمر کې پیدا کېږي خو کم شمېر د زیات عمر کسانو کې هم پیدا کېږي.

زما پاڼه لايک او شېر کــړئ تر سو زما نوى پوسټونه تاسو ته زر ورسېږى....
نورو ملګرو سره شریک کړئ!
یوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

Cream: Hyderquin Plus                                                یوه درملنه ده چې د پوستکي د توروالی او داغونو له من...
28/12/2025

Cream: Hyderquin Plus یوه درملنه ده چې د پوستکي د توروالی او داغونو له منځه وړلو لپاره کارول کیږي

څــه لپـــاره کـــارېـــږي؟ د مخ تور داغونه د لمر له امله راغلي داغونه میلاسما د حمل یا هورموني بدلونونو له امله توروالی

څنــګه یــــې وکــــاروو؟ شـــپه کـې یو ځل یوازې پر داغ لږ مقدار ووهه پاک او وچ پوست باندې وکاروه د سترګو خولې او پزې شاوخوا مه لګوه د ورځې لمر ضد کریم حتمي وکاروه

مهـــــم ټکـــــي ډېر مه لګوی پوست سوځولی شي د ماشومانو لپاره نه‌دی مناسب که خارښت سوروالی یا خارښت زیات شي استعمال بند کړه

د اوسپنې د کموالي انیمیا (Iron Deficiency Anemia) د نړۍ تر ټولو عامه انیمیا ده---🔍 تعریف (Definition)Iron Deficiency Ane...
27/12/2025

د اوسپنې د کموالي انیمیا (Iron Deficiency Anemia) د نړۍ تر ټولو عامه انیمیا ده

---

🔍 تعریف (Definition)

Iron Deficiency Anemia هغه حالت دی چې په کې د بدن د وینې سره حجرې (RBCs) کمې یا کوچنۍ شي ځکه چې بدن کې د اوسپنې کچه ټیټه وي.
اوسپنه د هیموګلوبین لپاره ضروري ده، او هیموګلوبین هغه پروټین دی چې اکسیجن بدن ته وړي.

---

🧾 نښې نښانې (Symptoms)

د ستړیا احساس (زیات ستړی کېدل)

د رنګ زېړوالی (Pallor – مخ، شونډې، نوکان)

د زړه تېز ضربان (Palpitations)

د ساه لنډي (په لږ کار کولو سره)

سرګیچي یا سر دردي

د نوکانو ماتېدل، نری کېدل (Koilonychia)

ژبه سورېدل یا درد لرل (Glossitis)

د عجیب خوراک خواهش (Pica) – د خاورې، چاڼک، یخ خوړلو میلان

---

🧪 تشخیص (Diagnosis)

تشخیص د لاندې ټسټونو له لارې کېږي:

1. CBC (Complete Blood Count):

Hemoglobin ↓ (کم شوی)

RBCs کوچني (Microcytic) او رنګه کم (Hypochromic)

2. Peripheral Blood Smear:

Microcytic hypochromic cells ښکاري.

3. Serum Ferritin:

د اوسپنې ذخیره ښیي، په Iron Deficiency کې ↓ ټیټه وي.

4. Serum Iron او TIBC:

Serum Iron ↓ ټیټ

TIBC ↑ لوړه (ځکه بدن هڅه کوي چې اوسپنه جذب کړي)

5. Root Cause Investigation:

په ښځو کې: د حیض زیات جریان (Menorrhagia)

په نارینه او زړو کې: د هاضمې وینه بهیدل (GI Bleeding), د کولمو سرطان

د خوړو خراب کیفیت یا Malabsorption

---

🧬 مهمې سببونه (Causes)

د خوراک له لارې د اوسپنې کموالی

د وینې دوامداره ضایع کېدل (حیض، زخمونه، بواسیر، هاضمې ناروغۍ)

د کولمو د جذب ستونزه (Celiac disease, chronic diarrhea)

د اوسپنې زیات ضرورت (حمل، شیدې ورکول، ماشومتوب کې وده)

---

💊 درملنه (Treatment)

1. د اصلي سبب درملنه:

د حیض د زیات جریان درملنه

د هاضمې وینې د بندېدو لامل موندل او حل کول

2. Iron Supplementation:

Oral Iron:

Ferrous sulfate, ferrous gluconate یا ferrous fumarate ټابلیټونه

د ورځې 2-3 ځلې د خوراک وروسته ورکول کېږي

د 3–6 میاشتو لپاره، حتی وروسته له دې چې Hb عادي شي

Side Effects:

قبض، نس ناستې، خېټه درد، تور رنګ مدفوع

Tips:

د شیدو سره مه خورئ (کلسیم جذب کموي)

د Vitamin C سره وخورئ (لکه د مالټې جوس) ترڅو جذب ښه شي

3. IV Iron Therapy:

که Oral iron ونه زغمل شي، یا جذب کې ستونزه وي

4. Blood Transfusion:

یوازې په شدیدې انیمیا کې (Hb < 6–7 g/dl او نښې موجودې وي)

---

🍏 د خوراک سپارښتنې (Dietary Advice)

سور غوښه (لکه ګوشت)، ځیګر، چرګ

شنه پاڼې لرونکي سبزيجات (Spinach, Kale)

دالونه، لوبیا

وچ مېوې (کشمش، بادام، وچ زردالو)

د Vitamin C سرچینې (مالټه، لیمو، کیوي) د اوسپنې جذب ښه کوي

---

🛡️ مخنیوی (Prevention)

په حمل کې منظم د اوسپنې ټابلیټونه

د خوړو په رژیم کې اوسپنه زیاتول

د حیض د ستونزو کنټرول

د هاضمې د وینې د سرچینې ژر تشخیص

پښتورګي څه دي؟پښتورګي دوه د لوبیا په شکل غړي دي چې د ملا دواړو غاړو ته، د شا په لاندنۍ برخه کې موقعیت لري. هر پښتورګی شا...
26/12/2025

پښتورګي څه دي؟

پښتورګي دوه د لوبیا په شکل غړي دي چې د ملا دواړو غاړو ته، د شا په لاندنۍ برخه کې موقعیت لري. هر پښتورګی شاوخوا ۱۰–۱۲ سانتي متره اوږد وي

د پښتورګو اصلي دندې

پښتورګي د بدن د فلټر په شان کار کوي:
• 🩸 وینه پاکوي – فاضله مواد او زهري توکي وباسي
• 🚽 ادرار جوړوي – اضافي اوبه او مالګه خارجوي
• ⚖️ د اوبو او مالګې توازن ساتي
• ❤️ د وینې فشار کنټرولوي
• 🧬 هورمونونه جوړوي چې:
• د وینې سره حجرې زیاتوي (Erythropoietin)
• هډوکي قوي ساتي (د ویټامین D فعالول

پښتورګي څنګه کار کوي؟

هر پښتورګی میلیونونه کوچني فلټرونه لري چې نیفرون نومېږي.
نیفرون:
1. وینه فلټر کوي
2. ګټور مواد بېرته بدن ته ستنوي
3. فاضله مواد د ادرار له لارې خارجوي



د پښتورګو عامې ناروغۍ

ځینې عامې ستونزې دا دي:

1. د پښتورګو تیږې
• د مالګو او معدني موادو د جمع کېدو له امله جوړېږي
• نښې: سخت درد، وینه په ادرار کې، متلی

2. د پښتورګو التهاب (عفونت)
• اکثره د ادراري لارې د مکروب له امله
• نښې: تبه، درد، سوځښت د ادرار پر مهال

3. د پښتورګو کمزوري (Kidney Failure)
• پښتورګي سم کار نه کوي
• ډولونه:
• ناڅاپي (Acute)
• مزمن (Chronic)

4. د شکر او لوړ فشار اغېز
• شکر او لوړ فشار د پښتورګو تر ټولو لوی دښمنان دي



د پښتورګو د خرابېدو نښې

که دا نښې وي، ډاکټر ته مراجعه ضروري ده:
• د پښو، مخ یا سترګو پړسوب
• د ادرار کموالی یا زیاتوالی
• ستړیا او کمزوري
• متلی او کانګې
• د وینې لوړ فشار
• خارښت او د پوستکي وچوالی



څنګه خپل پښتورګي وساتو؟

د مخنیوي لپاره دا کارونه مهم دي:
• 💧 کافي اوبه څښل
• 🍎 متوازن غذا (کم مالګه)
• 🚭 سګرټ نه څکول
• 🧂 د مالګې کم استعمال
• 💊 بې له مشورې دوا مه کاروه
• 🏃‍♂️ فزیکي فعالیت
• 🩺 د شکر او فشار کنټرول



کله ډاکټر ته لاړ شو؟
• که په ادرار کې وینه وي
• شدید درد وي
• دوامداره پړسوب یا ستړیا وي
• شکر یا لوړ فشار لرئ

له پلار سره د تعامل اداب:۱: د هغوی په حضور کې موبایل بې ضرورته نه استعمالول۲: د هغوی خبرو اوریدلو ته خاموش اوسېدل ۳: د ه...
23/12/2025

له پلار سره د تعامل اداب:

۱: د هغوی په حضور کې موبایل بې ضرورته نه استعمالول
۲: د هغوی خبرو اوریدلو ته خاموش اوسېدل
۳: د هغوی نظر پوره اورېدل او منل
۴: د هغوی د خبرو موافق عمل کول
۵: په مجلس کې هغوی ته په عاجزۍ سره کتل
۶: همېشه د هغوی ستاینه کول
۷: د خوشالۍ خبرې ورسره شریکول
۸: هغوی له منفي خبرو څخه نه خبرول
۹: د هغوی دوستان او عزیزان ستایل
۱۰: د هغوی لاسته راوړنې رایادول
۱۱: د هغوی څرګندونې اورېدل که څه هم تکراري وي
۱۲: هغوی ته پخوانۍ دردناکې پیښې نه رایادول
۱۳: د هغوی په مجلس کې بې ځایه خبرې نه کول
۱۴: د هغوی په مجلس کې په درناوي سره کېناستل
۱۵: د هغوی د نظریاتو له تخریب نه ځان ساتل
۱۶: د هغوی خبره نه قطع کول
۱۷: د هغوی د مشرتوب پوره درناوی کول او له ځورولو نه یې ځان ساتل
۱۸: د هغوی په موجوديت کې د هغه لمسیانو ته سزا نه ورکول
۱۹: د هغوی ټول نظرونه او مشورې اوریدل اوعمل پرې کول
۲۰: د هغوی مشري او حاکمیت منل
۲۵: هغوی خپل ویاړ او افتخار ګڼل
۲۶: د هغوی په حضور کې بل چاسره هم نرمي کول
۲۷: داسې کار نه ځان ساتل چې د هغوی د اذیت سبب ګرځي
۲۸: د هغوی لپاره هر وخت دعا کول
۲۹: د هغوی په موجوديت کې خپله ستړیا او تکلیف نه ښکاره کول
۳۰: د هغوی په نیمګړتیا او سهوې پورې خندا نه کول
۳۱:د هغوی له غوښتنې نه مخکې مخکې د هغوی خدمت کول او غوښتنه یې پوره کول
۳۲: تل د هغوی ملاقات کول او هغوی نه په غوصه کول
۳۳: هغوی سره په خبرو اترو کې نرم نرم الفاظ استعمالول
۳۴: هغوی ته په ښو ښو نومونو اواز کول
۳۵: په هر څه او له هر چانه هغوی ته د اولیت حق ورکول

مور او پلار د ځمکې په سر یوه لویه سرمایه ده، هغه وخت هم نژدې دی، چې دا لویه خزانه به په ځمکه کې دفن شي او موږ به د دې لویې سرمایې نه خالي لاس پاتې شو، نو بیا به د خوشالیو دا لوی خوند نه وي..
نو په همدې بناء دغو خبرو ته ژور فکر پکار دی، چې والدینو سره مو تر کومه حده ښه تعامل دی؟
مور او پلار خپل رحمتونه وګڼئ او له هغوی سره په تعامل کې له ډیر احتیاط نه کار واخلئ تر څو مو دنیا او اخرت د دوی په دعاوو ښایسته شي.

> 🥜 *د پستې ګټې:*  🧠 *دماغ او حافظه قوي کوي*  ❤️ *جنسي ځواک زیاتوي*  🍽️ *معده پیاوړې کوي*  🤧 *ټوخی کموي*  💓 *زړه ته سکون...
22/12/2025

> 🥜 *د پستې ګټې:*
🧠 *دماغ او حافظه قوي کوي*
❤️ *جنسي ځواک زیاتوي*
🍽️ *معده پیاوړې کوي*
🤧 *ټوخی کموي*
💓 *زړه ته سکون ورکوي*
🧘 *اعصاب آراموي*
🚽 *اسهال او د وینې اسهال ته ګټه لري*
> معلومات مو خوښه شوه؟ هو ❤ نه 👍
> *⋆⁺👨‍⚕️🌹⋆⁺⋆*

Address


2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share